د مومند خپرندويې ټولنې مشرنصیرمومند په حق ورسېد
[26.Apr.2014 - 17:55]د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دغمرازۍ پیغام
26.04.2014: په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د مومند خپرندويې ټولنې مشرارواښاد نصير مومند د سرطان د ناروغۍ له امله د هندوستان په يوه روغتون کې په حق ورسېد او له دې فاني نړۍ څخه ئې دتل لپاره سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون.
ځوانیمرګ نصير مومند د پښتني کولتور او ادب خدمتګار ؤ ، د مومند خپرندويه ټولنې له لارې ئې په سلګونو پښتو آثار د چاپ پر ګاڼه سمبال کړي
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دارواښاد نصیر مومند مړینه یولویه ضایعه بولې او په دې توګه دارواښاد نصیر مومند کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره په دغه دروند غم کې ځان شریک ګڼي
اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې . په درنښت
افغان ملي غورځنګ د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د پښتو ژبې تکړه ژباړونکی، د مومند خپرندويې ټولنې ځوان او فرهنګپال مشر نصير مومند د ورپېښې ناروغۍ له کبله د هندوستان په يوه روغتون کې په حق رسېدلی دی. انا لله و انا اليه راجعون.
په وروستيو دوه درې لسيزو کې چې حکومتونو فرهنګي چارو او په ځانګړې توګه پښتو ژبې ته شا اړولې، د مومند په څير يو شمېر فرهنګپالو ناشرينو د همت ملاوې وتړلې او په زررګونو آثار يې د چاپ په ګاڼه وپسولل او بيا يې په ډېرو ستونزمنو شرايطو کې تر خپلو هېوادوالو ورسول. دوی نه يوازې د چاپ په برخه کې همت وکړ، بلکې ډېر ليکوال يې د ګټورو او علمي آثارو ليکنې او ژباړې ته وهڅول. د افغاني فرهنګ او په تېره د پښتو ژبې په وده کې د ارواښاد نصير مومند په څير د يو څو فرهنګپالو ناشرينو خدمتونه ډېر د ستايلو وړ او نه هېرېدونکي دي.
موږ د نصير مومند مړينه د افغاني فرهنګ لپاره يوه درنه ضايعه ګڼو، د پاک پروردګار له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوو او کورنۍ، دوستانو او ټولو فرهنګي کړيو ته جميل صبر غواړو.
په ډېر درنښت د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه
زيار مدني ټولنې د خواشينۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې ريښتونی خادم نصير الله مومند د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.
اناالله و انا اليه راجعون.
زيار مدني ټولنې، د دې ټولنې مشرتابه، ولايتي مسولين او ټول غړي د خدای بخښلي مومند په دې ناڅاپي مړينه سخت خفه دي.
د زيار مدني ټولنې مشرتابه او دارالانشا د خدای بخښلي مومند مړينه، پښتون ټبر، ادب او لوستي کهول ته ستره ضايعه بولي.
زيار مدني ټولنه خدای بخښلي مومند ته د فردوس جنت هيله کوي، کورنۍ ته يي د جميل صبر غوښتنه کوي، او له ټولو خپلوانو او د نوموړي له مينه والو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي.
فردوس جنت يي ځای او لاره به يي دوام ولري.
په درنښت
د زيار مدني ټولنې دارالانشأ