غندنلیک
[27.Apr.2014 - 19:35]27.04.2014: د رسنیو له لارې څرګنده شوه چې د پښتونخوا اوسني حکومتي واکدارانو تحریک انصاف او جماعت اسلامي پتیلې ده ،چې د دولسم ټولګي له نصاب نه د باچاخان بابا او غني خان سبقونه لرې کړي؟
د عوامي نیشنل ګوند (ای این پې ) د حکومت په وخت کې په لومړي ځل د خدائي خدمتګارو د قامي ازادي بخښونکي غورځنګ بنسټ ايښودونکي د پښتنو ستر مشرخان عبدالغفار خان ( باچاخان/فخرافغان) او غني خان بابا په اړه مضامین د دولسم ټولګي (جماعت) د پښتو په مضمون کې په تعلیمي نصاب کې شامل کړی شول، موجوده حکومت د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان جماعت اسلامي په مشرۍ دغه ختمول غواړي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتونخوا د موجوده حکومت ددې پریکړې په کلکه غندنه کوي او په ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول په عوامي نیشنل ګوندغږ کوي چې ددغه کړنې مخه ونیسي.