د تور غره لمن مهاجره مرغۍ یادوي
24.04.2014: هغه ورځ مې ښه یاده ده،کله چې نږدې ۱۵ کلن وم او یو ورځ له سکوله د کور پر لور را روان وم چې چا غږ راباندي وکړ٫٫پلار دي وفات شوی٬٬.هغه سړي دومره احساس نه وکړو چې دغه خبرتیا ته یې ورو ورو زما ذهن آماده کړی او بیا وروسته یې حال را کړی وای.نن نږدې ۱۳ کاله تیر شو او نن هم هغه ناڅاپه خبرتیا کله کله را یاده شي او زړه مې په زور زور درزا پېل کړي،خو دا هم یو حقیقت دی چې هغې ناڅاپې خبرتیا او د پلار د سر سایه ختمیدل ډیر پخوا لا د ژوند نورو کړاوونو او غمونو لیدلو ته ذهني طور آماده کړم.
کله چې په تیره می میاشت کې مې د حسیبې شهید د ټرافیکې حادثې په اړه واوریدل،نو خدی ګواه دی،له پخوا نه غمونو او کړاوونو سره عادي ژوند دې ته تیار نه شو چې د حسیبې د ټرافیکې پېښې له خبره وروسته به ددې د ژوند د ختمیدو خبر هم راځي.وجه یې دا ده چې له غمونو او دردونو ناڅاپه تګ که مې لیدلی،نو دا تجربه مې هم لرله چې په بې شمیره واقعاتو کې غم،کړاو،درد او مصیبت د هیلو او اُمیدونو په مقابل کې ماته خوړلې اوهغه څه شوي چې په ذهن و ګمان کې به هم نه وو.یو وار بیا هیلو او اُمیدونو ته په انتظار شوم او د خپلې ملګرې د هستې بخت مې په لمن کې ور واچوو.پوره ډاډه وم چې څه نا څه بهتره خو به هرومرو وشي،مګر یو وار بیا ٫٫ د حسیبې روح ته به دوعا وکړو٬٬ خبرتیا هغه خبرتیا راپه زړه کړه،کوم چې په کوچنیوالي کې له یتیمۍ سره مخامخ کړم.
حسیبه شهید سره مې یو څه نږدې یادونه تړلي،که څه هم لږ،خو ډیر خواږه .کله چې د تیر کال ۲۰۱۱م په ستمبر کې پراګ ته لاړم،نو له نورو ملګرو سره سره مې له حسیبې شهید سره هم لیدل کتل وشو.د آواز د نړی ملګري به پوهیږي چې په لومړي وار لیدل څومره نا بلده ښکاري؟ له کلونو کلونو په راډیو کې خبرونه او رپورټونه لولو،خو یو د بل څیرې مې یا خو لیدلې نه وي او یا بیا یواځي تر عکسونو محدود وي .دغه رنګه وضع له اورېدونکیو سره هم تړلې وي. اوریدونکې چې خبریالان په لومړی ځل وویني،نو د حیراني،خوشحالۍ او عجیبه خیالاتو څرګندونه وکړي.حسیبې چې اول ځل ولیدم،نو په خندا سره یې وویل،دا رنګه نه یې،لکه څرنګه چې دي غږ دی( البته نور وضاحت نه یې ونه کړ او نه بیا ما هیله څرګنده کړه)نور ملګري به خوابدي کیږي نه،خو یواځي حسیبه وه چې کله به دې خپرونه وړاندې کوله ،نو زه به پوره پوره ساعت ورسره په سټوډیو کې ناست وم او دې به بېلابېل تکنیکې او ورته معلومات راسره شریکول.٫٫د رپورټ په پای کې چې کله خپل نوم وایې،هلته ساه مه ایډیټ کوه،ولې چې بیا رپورټ طبعي نه ښکاري٬٬ دا او دغه شان یو شمیر مشورې او تکنیکونه ول چې دې را سره شریک کړل او نن ګټه ور څخه اخلم
کله چې له پراګه بیرته وطن ته راتلو،نو هم په هغه ماښام یې ټیلیفون ټولو ملګرو ته وکړو او د ٫٫سفر پخیر٬٬ دوعاوې یې راته وکړې او دا یې ثابته کړه چې ښه اخلاق،ښه وینا،ښه پښتو او ښه وختونه همېش د انسان له نامه سره یادیږي،که څه هم نن دا نشته،خو دغه غوره اخلاق یې همېش سترګو ته راځي په پراګ کې یو ورځ مشر (مدقق صېب) وغوښتم،چې دوتر ته ورغلم نو حسیبه ورسره ناسته وه او مشر راته وویل چې حسیبه د کوچیانو لپاره پروګرامونه تیاروي او ته به یو څه کار ورته وکړې.یاني هغه وېنا،چې دې به راته کوله،د مشر له لارې یې راته وکړه، چې زه دا احساس نه وکړم چې دا د دې احکامات دي،بلکه دا د ادارې لپاره کوونکی یو کار دی او د مشر له لارې به زما یو ذمه واري جوړه شي (اندازه ولګوی چې حسیبه څومره انسان دوسته اوحساسه جذبات لرل)اګرچه دغه اندازه هم هغه وخت راته ولګېده چې کله وطن ته راغلو،نو یوه ورځ یې ټیلیفون را وکړو، ٫٫زما د کوچیانو پروګرام تیار دی،خو پر ٫٫پرومو٬٬ کار کوم، که څه هم د کوچیانو او د رمو یو څه غږونه راته ولیږې٬٬.یو څو ورځي وروسته د رخصتي په ورځ کور ته راغلم سیدا مې تور غره ته مخه وکړه.(٫٫تور غر٬٬ د بلوچستان،ضلع زیارت د سنځاوی سیمې تر ټولو جګ او مشهوره غر دی) د تور غره په لمن کې هر هغه څه وو،کوم چې د حسیبې د کوچیانو پروګرام لپاره برابر وو.کوچیان هم وو،رمې هم وې او کیږدی هم بې شمیرې وې.د تور غره په لمن کې د رمو ریکارډ شوي هغه غږونه وروسته د حسیبې د پروګرام د پرومو برخه شوه.چې کله اوس دغه ٫٫پرومو٬٬ واورم،نا څاپه هغه وختونه رایاد شي او د حسیبې هغه غږ را یاد شي ٫٫ د رمو غږونه راته ریکارډ کړه٬٬
تیره اونۍ یواځې د حسیبې د یاد تازه کولو لپاره یو وار بیا په سنځاوی کې د تور غره لمنې ته ولاړم او د اوښکو او یادونو په توپان کې مې د حسیبې یادونه په ذهن کې را ونغاړل.داسې راته محسوسه شوه،لکه تور غر چې را ته وایي،نن یوازي راغلی یې.مهاجرې مرغۍ ته څه نه وړې؟؟؟؟تور غره ته څه ووایم،د دوبي په سړو ماځیګریو کې ستا لمنې ته به اوس نه مهاجره مرغۍ نوره را شي او نه به زه هغې مرغۍ ته څه وړلو ته نور راشم.تاسو کله اوریدلي چې مرغۍ دي یو ځای پاتي شوی وي؟ مرغۍ خو همېش کوچ کوي او مهاجره مرغۍ هم له خپل فطرت سره سم کوچ وکړ.