دسردار داؤدخان شهادت او د غوائې (ثور) غوبل
27.04.2014, لیک: قانونپوه علي خان محسود
د افغانستان تاریخ د ګړبړ او هلې ګولې نه ډک دی. ځما نیکه به ویل چې په افغانستان حکومت کول داسې دی لکه د زین نه پغیر آس باندې سوریدل، هیڅ پته نه لګي، چې کوم ځای ئې راوغورځولې (لړه کړلې).
وزیرستان تل د کابل په بزکشۍ کښې برخه وال پاتې شوی دی. یوه د وېر ټپه مشهوره ده، چې پخوا وختونو کښې یو وزیر ژانړی،چې داوه (۷) خویندو ورور ؤ، د کابل په غوبل کښې مړ شوی ؤ، چې څه وخت دده ملګرو، دده مړی وزیرستان ته راوړو نو په کور والاو باندې ئې د شین اسمان تندر راپریوت. خویندو ئې وېر کولو چې ددې وېر یوه د غم ټپه په وزیرۍ لهجه کښې داسې ؤه: « کوبل(۱) ته مه ځه ګلوم خانه(۲) * دکوبل مڼې په غم لړلې دینه» (۱)کوبل (کابل) (۲) ګلوم خانه (ګلم خان)
ځمونږ یو لرې خپلوان ؤ، چې اصلي نوم ئې آجکی او کمکی نوم ئې فقیر ؤ ، ده به ډېر په فخر سره ویل چې مونږ وزیرو، محسودو، منګلو او ځدراڼو د سردار نادر خان تر مشرۍ لاندې د بچه سقاو پوځونه اول د ګردېز نه جګ کړل او بیا لوګر ته ورننوتو، بچه سقاو د ماتې پسې ماتې خوړله. منګلو به ښایسته ښایسته اتڼې کولې او دا سندره به ئې ویله چې «یا به بوړئ واخلم * یا به سر په بوړې کیښږدم ولا که کابل پریږدم» ډول ته به ئې څڼې واچولې (بوړئ د ۳۰۳ ټوپک نوم دی). د کابل فتح کولو نه پس مونږ افغاني ترکستان يانې شمال ته ته لاړو. ځمونږ مشران ، سردار شاه محمود خان او مشهور محسود سردار رمضان خان محسود شمنخیل ؤ، چې نادر خان ورته فرقه مشري ورکړې ؤه. ده به ورته پېرکه مشر وئلو. ده ویل چې شمال کې ازبک باغي شوي ؤ،چې مشري ئې ابراهیم بیګ ازبک کوله چې ډېر پیاوړی مشر ؤ، مګر د محسودو ګوریلائي چل ول باندې نه پوهیدو نیغ په نیغ جنګ ئې کولو. د ازبکو سره جنګ ډیر ګران نه ؤ، مګر د شمال ساړه زمونږ د نرۍ جامو په وجه د زغملو(برداشت) نه ؤ، خو بیا سردارشاولي خان له کابل نه ګرمې جامې راوړې. ابراهیم بیګ ماتې وخوړه، مونږ ورپسې ؤ. دې او دده سره مل پوځ په امو سیند د اسونو سره یو ځای د روس غاړې ته لاړل.
مونږ ته شاولي خان وویل چې د سنید نه پورې خاوره زمونږ نه ده. د څه وخت نه پس دوه روسي الوتکې (جازونه) راغلل د سیند په پورې غاړه ئې الوتنه وګړه. رمضان خان محسود مونږ ته وویل چې ددې مطلب دادی، چې سټالېن وائې چې که راپورې وتۍ نوښه به نه وي، دغه د انور پاشا د باسمچي پاتې شونې ؤ.
همدغه وجه وه چې نادري کورنۍ پکتیا او وزیرستان ته ډېره متوجې ؤ، دوۍ ته پته وه چې دوۍ „King maker and King breaker“ دي.
د نادرخان قتل ۱۹۳۳ کښې د غلام نبي خان څرخي د ملګرو دلاسه شوي ؤ څرخي دوۍ په دې وژلی ؤ چې د غازي امان الله خان ملګری ؤ ، هغه خلک چې د غازي امان الله خان سره ئې دتماس شک پرې راتلو، سردار هاشم خان ټول مړه کړل او یا ئې هند ته شړونکي (فراریان )کړل. ۱۹۶۰ کښې د غازي د وفات نه پس لږ په ټېک (ارام)شول . ۱۹۵۰ کښې د غازي امان الله خان یو کشر ورور سردار محمد امین جان په محسودو کښې څرګند شو.
په کابل تبه راغله بیا پاکستان د سردار محمدامین جان سره دوکه وکړه په چل ئې وزیرستان نه اول ایبټ اباد ته بوت بیا ئې نظربند کړو. اوس هم د سردار صیب پالنګ او د هغه وخت راډیو ځمونږ د محسودو عبدالرحمن خېلو سره دي.
ما پخپله په ۱۹۶۵ کښې لیدلي ؤ، یو عبدالرحمن خیل محسود راته وئیل چې کله به ما او سردار صیب اسونه سره ځغلول ، چې دده اس به پاتې راغی نو اس ته به سخت په قهر شو. ماته ئې ویل چې مونږ سردار صیب ته خواري زاري وکړې چې د وزیرستان نه مه ځه پاکستان ډیر بې اعتباره دی، خو ده ویل چې دغه سیاست دی ،ما څوک نه شي غولولی.
مونږ ورته ویل پاکستاني سیاست د پېرنګي سیاست دی او ډیر ژور دی، دوکه درسره کوي خو سردار صیب د محسودو نه میرانشا ته لاړ او له میرانشا نه ایبټ اباد ته لاړ او بیا ئې پته ونه لګیده او ورک شو.
د نادرخان د قتل نه پس ظاهر شاه پاچا شو، دغه وخت کښې ظاهرشاه هلک ؤ او واک د ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۶ پورې د وزیراعظم سردار هاشم خان سره ؤ، چې ډیر ظالم سړی ؤ، دغازي ملګرې ئې وریبل .یو قسم د مشرقي نړۍ مثالي قصاب ؤ. د ۱۹۴۶ نه تر ۱۹۵۲ پورې واک د سردار شاه محمود خان سره ؤ. دې نرم خویه انسان ؤ اویا دده ورور دومره ریبل کړي ؤ چې ده د نور ظلم ضرورت نه ؤاو بل دوۍ نړۍ ته ښودل چې مونږ ډیموکرات یو . دویم نړیوال جنګ کښې فاشیزم ماتې خوړولې وه ، سوشلیزم او ډیموکراسۍ بری موندلی ؤ. د سوشلسټ کیمپ سرداري سویټ یونین (پخواني شوروي اتحاد) او د ډیموکراسي یا په بله مانا کپیټلیزم مشري امریکې کوله سوړ جنګ سوکه سوکه جوتیدو.
په ۱۹۵۳ کال کښې واک د زړو نه ځلمو ته په لاس ورغلواو سردار داؤدخان د خپل تره شاه محمودخان په ځای د افغانستان صدراعظم یانې وزیراعظم شو. سردار داؤد د نوې ریاست په جوړولو پیل وکړ. پوځي اصلاحات، نوکرشاهي اصلاحات، زراعتي اصلاحات ، تعلېمي اصلاحات ،د سرکونو، پلونو او بندونو په جوړولو ئې پیل وکړ. پوپل صیب د خوشال خان او رحمن بابا لېسې جوړې کړې.
ما دیو جرمني ديپلومات لیکنه لوستې وه، چې ده لیکلي ؤ: چې زه د ۱۹۴۰ نه تر ۱۹۴۵ پورې کابل کښې وم، د داؤد خان سره مې پیژندګلوي وه، بیا مې په ۱۹۶۲ کښې ملاقات ورسره په همبورګ کښې وشو، ډېر خوشاله شو زه ئې دځان سره کابل ته بوتلم ، چې څه وخت له الوتکې (جاز) نه راکوزیدلو نوزه حق حیران پاتې شوم،چې کابل هغه زوړ ښار نه ؤ،چې مخکې ما لیدلی ؤ، بالکل یو نوي او ماډرن ښار ؤ.
د ۱۹۴۵ نه تر ۱۹۶۲ پورې نوی ښار جوړ شوی ؤ، پخوا د یو لوې کلي په شان ؤ او اوس په رښتیا پاېتخت ؤ.
لدې نه جوته شوه، چې په لنډ وخت کښې څومره پرمختګ شوی ؤ. دا هرچا ته مالومه ده چې داؤد خان ډیموکریټ نه ؤ، مګر په قوم مین افغان شاهزاده ؤ. ده خپل سیاست د سویټ یونین (شوري اتحاد) او لودېزې (مغربي) نړۍ تر منځ ډیر په سیاسي بلوغت سره پیل کړ. ده ته افغاني غرور او شهامت هم ورمالوم ؤ،مګر دافغانستان اقتصادي کمزوري هم ورمالومه وه، ده خپل سیاست د مشرقي بلاک او غربي بلاک په لومه کښې ورنه کړ، لکه د ایران او پاکستان د سینټو او د سینټو پوځي تړونونو غړي شول او وچ په وچه ئې د مشرقي بلاک دښمني واخیسته او افغان حکومت بې پلوه(بې طرفه) پاتې شو.
ددې بې پلوه سیاست نړیوال پهلوانان لکه د هند وزیراعظم جواهر لعل نهرو، د چین صدراعظم چون این لائې ، د پخواني یوګوسلاویا مشر مارشال ټیټو، د انقلابي مصر صدر جمال عبدالناصر،دانډونیشیا صدر سوکارنو اود افریقې نیکرو ؤ.
قدرتي خبره ده چې ښاغلی داؤدخان شهید پکې غوره لوبغاړی ؤ،ددوۍ د سیاست بنسټي ټکی داؤ چې د دواړو بلاکونو دوستان یو،د هیچا د ډلې ملګري نه یو. مونږ ځانته ازاد دورچاني (بهرنی /خارجي) سیاست لرو.
چا د سردار داؤد خان نه پوښتنه وکړه چې ستاسو بې پلوه (بې طرفه) سیاست افغانستان ته څه ګټه لري، ده ورته ویلي ؤ،چې زه د دواړو بلاکونو مرسته (امداد) افغانستان ته راجلبول غواړم.
دهمدې سیاست په وجه د افغانستان ډیر بندونه، سکولونه،سرکونه او ښوونځي د روس او لودېزې نړۍ په مرستو جوړ شول.چې دا یوه صحتمنده سیالي وه ،چې ګټه ئې افغانستان رسیده.
سردار صیب به په فخر وئیل چې زه امریکني سګرټ په روسي اوردبلي (ماچس) باندې بلوم.
د سردار صیب سیاست دسپټمبر ۱۹۶۳ پورې ډېر په بریالیتوب سرته ورسید، ماته د دوۍ د کورنۍ شخړې مالومات نه شته، خو ۱۹۶۳ کښې صدراعظم داؤد خان په کور کښیناست.
د ۱۹۶۴ د قانون مطابق د شاهي کورنۍ غړي نور د افغانستان صدراعظم نه شو کیدی، چې دغه د افغانستان د دغه وخت د حالاتو مطابق یو لوې خاموش انقلاب ؤ.
د ۱۹۶۳ نه تر ۱۹۷۳ پورې ظاهر شاه په رشتیا بادشاه ؤ، د ترونو اوتربورانو د جغ نه خلاص ؤ، کاریزمیر کښې به ئې بې غمه اتڼې کولې.
د افغانستان بهرنی (خارجه) سیاست هغه Non block پاتې شو،خو تر ځمکې لاندې کمونیسټانو او غربیانو په ولس او خاصکر په Students کښې ډېر کار کړی ؤ.
کمونیسټي میلان پلوه غورځنګ په ښکاره The class strugle یانې طبقاتي مبارزې چغې وهلې. غربیانو ورته په مذهبي جامه کښې ډلې ټپلې تیارې کړې، ولې غربیانو ته پته وه چې اسلامي نړۍ دکمونیزم مخه د ډیموکراسۍ تر نوم لاندې نه شي نیولی، ځکه چې د دوۍ سیاسي پوهه ډېره ټېټه ده، دوۍ صنعتي ټولنه نه ده، دوۍ قبائیلي او مذهبي ټولنه ده، باید مذهب د کمونېزم پر ضد استعمال شي.
دوۍ په پاکستان کښې دمولانا مودودي جمیعت اسلامي او په مصر کښې اخوان المسلمین په شا ټپول. ددوۍ ناره وه، چې اسلام په خطر کښې دی، په کمونېزم کښې د خور او مور فرق نه شته، د خرکارو کیمپ دی، تش د خره په څېر به کار کوي نه لمونځ، نه روژه او نه حج شته.
د کمونسټانو پروپاګنده ډېره تیوریتیکي او علمي Intellectual وه، هغه خبرې چې دوۍ کولې اکثریت ئې په افغانستان کې وجود نه درلود، دوۍ د روسي فیوډالانواو مغریبي سرمایه دارانو د ظلمونو قېصې کولې. اینګل، مارکس او لېنن د ډیرو افغانانو لپاره پردي (بیګانه )ؤ.
ددوۍ استعمار، استشمار،زیربنا، روبنا او هورا باندې د افغانانو سرونه نه خلاصیدل، هوائي هوائي خبرې وی صرف تعلیم یافته خلکو کښې لږ تعداد خلکو ته پته وه.
د غربیانو پروپاګنده د ملا او مولانا صیب په خوله Primitive ؤه، خلک پرې بوهیدل ،هغه سیسټم چې د خور او مور فرق پکښې نه ؤ، هیچا ته د منلو وړ نه ؤ که څه هم دغه پروپاګند ؤ او دغه ټول دروغ ؤ.
د ۱۹۶۴ د قانون نه پس بیلابیلې ډلې ټپلې او ګوندونه رامینځ ته شوې، چې ددې جملې څخه د خلق ډیموکراټیک ګوندپه ۱۹۶۵ کال کښې جوړ شوچې مشر ئې نور محمد تره کی شو ،چې بیا ډیر زر تقسیم شول .دخلق اوپرچم په نومونومشهور شول ، چې دغه ددوۍ د اخبارونو نومونه ؤ. ددوۍ د بیلیدو قسماقسم قیصې کېږي، خو په حقیقت ئې دوه بنسټي لاملونه (علتونه) ؤ.
۱ ـ کلیوال روشن فکر او ښاري روشن فکر ۲ ـ د پښتو او پارسي تر منځ پهلواني.
که څه هم پښتو او پارسي (دري) د ۱۹۶۴ کال په قانون (دستور) کښې دواړه ملي او رسمي ژبې منلی شوی وې، مګر په عمل کښې د پښتو ژبې سره پارسي ژبو ډېر سپک چلند کولو، چې دغه سپک چلن تر ننه پورې هم د پښتنوسره روان دی.
په خلق کښې اکثریت د پښتنو او په پرچم کښې اکثریت د پارسي ژبو ؤ.
د پرچمیانو اکثریت د شاهي نوکرشاهي د اولادونو نه ؤ. دوۍ غوړ، چالاک، په خوې نرم مګر په زړه کلک ؤ. ددوۍ پتلونونه د دسېسو او سازشونو نه ډک ؤ، دوۍ د اېران د تودې ګوند په لاره سوشلیسټي کیمپ کښې داعتبار وړ خلک پیژندل شوي ؤ.
خلقیان ایغ نیغ خلک ؤ، دوۍ تره کی صیب او امین صیب لرل. د کمونېزم په میو داسي مست ؤ چې د نړۍ د حرامیتوبونو نه د سره خبر نه ؤ. ددوۍ به یا ملګری وی ګنې دښمن. دوۍ پرچمیانو او اېراني توده ئې کمونسټانو په سوشلسټي کیمپ کښې د فاشستانو په نوم بدنام کړي ؤ.
د افغان ملت د ګوندنوم غټ ؤ، خو سیاسي وزن ئې نه ؤ. همدغسې ماویسټان ؤ، چې دوۍ صرف د یو ټکې پروګرام درلود ه چې هغه د پښتون او افغانستان نه نفرت او د د خراسان خوبونه.
په پوهنتون او پارلمان کښې هره ورځ د کېڼ اړخو اوښي اړخو یعنې د ملا او کمونیسټ شخې شولانګې (جنګ جګړې) وې او اعلیحضرت ظاهر شاه په کاریزمیر کښې خپل ګلان او بوټې کرل.
د ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۷۳ پورې پنځه صدراعظمان راغلل او لاړل . ډاکتر یوسف،محمد هاشم میوندوال،نور احمداعتمادي، ډاکتر ظاهر او موسی شفیق.
په دې لس کلن جمهوریت کښې د یادولو وړ اقتصادي کار ونه ونه شول، صرف هغه پروژې چې د شهید سردار داؤدخان د صدراعظمۍ په دوره کې پیل شوې وې تکمیل شوې. د پارلمان وکیلانو او سناتورانو بې فائدې بحث مباحثې کولې.
په دې لس کلونو کښې ډېر ځوانان د لېسو او پوهنتونو نه فارغ شوي ؤ، روزګار نه وه خلک په مزدورۍ او روزګار پسې اېران او پاکستان ته په منډه ؤ.
دغه لس کلنې تش په نوم ډیموکراسۍ خپله بې کفایتي هله وښودله چې په ۱۹۷۰ او ۱۹۷۱ کلونو کښې په شمال کښې سخته وچکالي راغلی وه. افغاني حکومت د ستونزو سم درک ونه کړی شو. په کابل او پېښور کښې به خلکو ویل چې په شمال کښې خلک د لوږې نه خپل اولادونه خرڅوي.
زه پخپله ۱۹۷۱ اګست کښې دباچاخان لیدو ته ورغلی وم، بابا ووئیل چې حکومت ډېر روستو وېښ شو لګیا دی کومکونه کوي. بابا ووئیل چې ما اعلیحضرت ته وویل چې په دې کال ۱۹۷۱ کښې جشن ساده ونمانځۍ اوکومې پیسې چې په جشن خرڅ کوۍ ، دغه پېسې شمال ته ولیږئ. بابا وئیل چې اعلیحضرت راسره اتفاق وکړو چې سمه او معقوله مشوره ده هم دغه ؤ چې ۱۹۷۱ کښې جشن ډېر ساده شکل و نمانځل شو.
هغه کوم عوامل ؤ چې داؤد خان ئې شاهي نظام ړنګولواو جمهوریت اعلانولو ته وهڅاوه:
۱ – زما په اند دې د دې لس کلن جمهوري دور نه خوښ نه ؤ، دوۍ د یاد وړ کار ونه ونه کړل.
۲ – دوېمه وجه ئې ځما په نظر د ډسمبر ۱۹۷۱ کښې د پاکستان ماتېدل او په پاکستان کښې د خان عبدالولي خان د NAP ګوند او دبوټو (بهټو)د PPP ګوند تر منځ شخړې وی.
د ۱۹۷۳ کال په پېل کښې د اېران د شهنشاه په وینا بوټو(بهټو) د بلوچستان او پښتونخوا حکومتونه ړنګ کړل، ځکه شهنشاه اېران د امرېکې ستر اېجنټ او چوکېدار ؤ، ده نه غوښتل چې پاکستاني ملي بلوڅان دې د واک خاوندان شي، دده سره ډار ؤچې ددې اثرات به په اېراني بلوچستان وشي. همدغه وجه وه، چې ۱۹۷۳ کښې پاکستاني پوځ اوږه په اوږه د اېراني پوځ سره یو خای د بلوڅانو خلاف وجنګېدل.پښتونخوا کښې هم بوټو(بهټو) زورظلم رااخستی ؤ.
۳ – کوم تړون چې افغان حکومت په ۱۹۷۳ کښې د هلمند د سېند په سر کړی ؤ . خلکو به وئیل چې دغه تړون د سردار صیب خواهش نه ؤ، زما خیال دی چې دغه وخت کښې د موسی شفیق حکومت ؤ.
۴ – زما په نظر ئې بل علت داؤ چې ۱۹۷۳ کښې دNAP په جلسه په راولپېنډۍ لیاقت باغ کښې د بهټو حکومت وحشیانه برید چې پکښې په لسګونو بې ګناه پښتانه شهېدان شول.
اوازې ګډې شوې چې خان عبدالولي خان او اجمل خټک دواړه شهیدان شوي دي ،ددې خبرې په اورېدو سره پښتنو په تش لاس په پنجابیانو برید وکړ له پنجابیانو نه ئې ټوپکې واخیستې او ډېر پنجابیان ئې مړه کړل. روستو پته ولګېده چې ملي رهبر ولي خان باباژوندی دی او د اجمل خټک مړی ئې په پټ ځای کښې ښخ کړی دی مګر روسته پته ولګېده چې اجمل بابا افغان حکومت ته د مرستې غوښتلو لپاره تللی دی،خو افغان شاهي حکومت پدې ټولو پېښو ډېر سوړ درعمل وښوده.
شاهي حکومت اجمل صیب ته وئیلي ؤ،چې که ډوډۍ خورې په سرحداتو کښې ئې خوره او که سیاست کوې بیا بیرته دې په مخه ښه. ددې سپکو سپورو لپاره ئې محمد ګلاب ننګرهاری ټاکلی ؤ.
۵ – هغه ځوانان چې دده په اوله دوره کښې باهر ته د ملکي (سول) او پوځي زده کړو لپاره لیږل شوي ؤ، په افغان بیروکراسۍ کښې ځای په ځای شوي ؤ. داؤد خان ته پته وه چې تعلیم یافته خلکو کښې محبوبیت لري. دکوزې پښتونخوا قوم پرسته ګوندونو کښې ډېر محبوب ؤ. دغه ټول سره جمع شول ۱۷ جولاي ۱۹۷۳ کښې ئې د اعلیحضرت په میراث د علیحضرت په غیر موجودګۍ کښې قبضه وکړه.
پدې ټوله هله ګوله کښې په تصادفي توګه یو افسر زرمتي صیب چې موټر (ګاړی) ئې کابل سیند ته لویدلی ؤ مړ شوی ؤ.
د علیحضرت بیستره ئې ګول کړه او د ادم علیه سلام نه تر اعلیحضرت ظاهر شاه پورې افغانستان، په لومړي ځل جمهوریت (ريپبلک) اعلان شو.
ماته ښه یاد دي،چې زه غرمه یونیورسټي ټاون کښې ویده وم ، زمونږ ددېر پي ایس ایف یو تګړه ملګری زه راویښ کړم او په بیړه بیړه ئې راته ووئیل چې په افغانستان کښې کودتاه شوې ده، څوک جنرال دی داؤد خان نومیږي، ما ورته ووئیل چې داؤد خان شهزاده دی او که هغه وي نو زمونږ د ملي خلکو لپاره ښه دی او که بل جنرال د داؤدخان په نوم وي نو دغه بیا نه پیژنم. خو لږ انتظار نه پس مور بې بې (BBC) خبره سپېنه کړه.
پاکستان سخت وارخطا شو. بوټو (بهټو) په همغه ماښام د پوځي او سول کابېنې غونډه جوړه کړه ، غورې ټرې ئې کولې، ځکه چې سردار داؤد خان په لومړنۍ بیانیه کښې د پښتونستان ربړه په کلکه سره یاده کړي ؤه، پاکستان ته ئې غورې ټرې کړې وې. مونږ د خوشالۍ نه ټوله شپه په پوهنتون کښې د داؤد خان زنده باد نارې وهلې. محمود خان اڅکزی چې نن سبا غټ لیډر دی، هغه وخت د انجنرینګ د کالج سټوډنټ ؤ . ده به په خوله ډول وهلو او مونږ به ورته اتڼې کولې.
د داؤد خان راتګ،د پښتونستان دعوې او ورسره فیض محمد خان محسود د کورنیو چارو او پیلوټ پاچا ګل ځدران ئې د سرحداتو د وزیرانو په توګه ونومول.
نو په پاکستان ټرار ولګیدو، دا ځکه چې د افغانستان په تاریخ کښې محسود او بیا هغه هم د داخل افغانستان محسود نه بلکه د ډیورنډ د کرښې کوزې غاړې وزیرستان نه او بل د سرحداتو وزیر هم ځدراڼ
ددې مقرراتو په وجه ائې ایس ائې، د پیرنګیانو ایم ائې ۶ ، د امریکې سي ائې ای او په خاصه توګه د اېران سواک وارخطا شول ، هغه وخت ما د سواک نوم قدرې هم نه ؤ اوریدلی . دغه اکتوبر او نوامبر ۱۹۷۳ وختونه ؤ.
کله چې پېښور ته نوی افغاني وکیل تجار (کمرشل اتاشي) راغی نو دغه د پاخه عمر سړی و، د ناستې پاستې نه افسر نه مالومیده یو خوږ قومي مشر مالومیده، چې دغه دافغانستان د ریس جمهمور شهید نجیب الله پلار ؤ، چې په اختر محمد کاکا مشهور ؤ، اول ځل ما د ارباب سکندرخان خلیل او ارباب همایون خان خلیل حجره تهکال کښې ولید. دومره ډېر خوږ سړی و چې حد ئې نه ؤ، ما ته روسته ارباب همایون خان وئیل چې وکیل تجار هسې سفارتي چل دی حقیقت کښې دې د سردار صیب اعتباري سړی دی او د لاندې ملي پښتنو د رابطې لپاره مقرر شوی دی. پوپل صیب د داؤد خان له خوا په اسلام اباد کښې سفېر مقرر شوی و.
په هغه وخت کښې پېښور کښې افغان کونسل جنرل شاه محمد دوست ؤ.دده په وینا چې د شمالي پښتون و، مګر ښځې ئې په پښتو خبرې نه شوې کولې، سر ئې پک و، بې حده چالاک و،چې د داؤدخان حکومت راغی نو دې هم Active شو، زمونږ سره به ئې کله ناکله رابطه کوله او د اختر محمد کاکا نه سخت ډاریدلو، ګنې وکیل تجار خو ترکونسل لاندې وي.
پدې شپو ورځو کښې شاهنشاه اېران خور شهزادګۍ اشرف پهلوي راغلې وه چې هغه څنکه واپس لاړه ورپسې خانه فرهنګ اېران پېښور ته یوه خایسته ښځه راغله او وچ په وچه ئې ځمونږ د پښتون سټوډنټس فیډرېشن سره تماس ونیولو. مونږ به ئې اېراني موزیک ته دعوت کولو اوخاصکر د میرمن ګوګوش ریکارډونه به ئې غږول او صفتونه به ئې کول چې دا د اېران مشهوره سندرغاړې ده. دې ښځې به امریکنۍ لهجه (ایکسینډ) کښې انګرېزي ویله.
زمونږ عمرونه داسې ؤ چې د نړۍ او خاصکر د جاسوسانو د حرامیتوبونو نه د سره خبر هم نه ؤ.
یوه ورځ شاه محمد دوست په یوه واده کښې څنګ ته کړم وئیلې تاسې ډلې ډلې په خانه فرهنګ کښې څه کوۍ؟. ما ورته وئیل چې اېراني میوزیک ماډام ګوګوش اورو، په ډې سخت وخندل . ٬٬یایا مادام ګوګوش،مادام ګوګوش ٬٬ او بیا جدي شو چې دغه جینۍ سواک رالیږلې ده ، دغه د شاه محمد دوست لپاره جینۍ وه او ځمونږ لپاره د پاخه عمر وه چې تقریباْ د ۳۸ اویا ۴۰ کالو به وه، ما ځنې تپوس وکړو چې سواک څه شی دی ؟ هغه وخندل چې تا د سواک نوم نه دی اوریدلی، ما ورته ووئیل چې نه ، نو بیا ئې پوه کړم، چې دغه د اېران د جاسوسۍ شبکه ده. مونږ ته د خپلو زریعو نه پته ده چې دغه جینۍ شهنشاه اېران او خاصکر دده خور اشرف پهلوي د یو خاص میشن لپاره پېښور ته رالیږلې ده پام کوئ، پام کوئ . شاه محمد دوست وروسته بیا د ببرک کارمل د بهرنیو چارو وزیر (وزیرخارجه)شو.
دغه ښځه ۸ فرورۍ ۱۹۷۵ کښې د حیات محمد خان شېرپاو پېښور پوهنتون کښې د شهادت نه روستو ورکه شوه، ځما په خیال چې ددې ښځې لاس پکې ؤ، یانې داېران جاسوسي شبکې سواک حیات محمد خان شېرپاو چې پښتون ؤ شهید کړو او بوټو (بهټو) د پښتنو په ملي عوامي ګوند تور ولګاوه.
National Awami Party (NAP) ئې بنده کړه، خان عبدالولي خان ئې دګوند د ۷۵ سرمشرانو سره د حیدراباد جېل کښې بندیان کړل.
زما په خیال د خان عبدالصمد خان کاکا (خان شهید) په شهادت کښې هم د اېران او پنجابیانو لاس ؤ، چې بلوڅان او پښتانه په بلوچستان کښې سره وجنګوي. دغه راز په اپرېل ۱۹۷۸ کال کښې د خېبر صیب په شهادت کښې هم د سواک لاس ؤ.
دا ځکه وایم چې زه د سپټمبر ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۷۶ پورې د اجمل خټک صیب سره کابل کښې وم. په فرورۍ ۱۹۷۶ کښې افغان انټلیجنس ماکروریانو کښې اېراني سواکیان نیولي ؤ، افغاني افسرانو به وئیل چې ددوۍ هدف ماکروریانو کښې میشته بلوڅ مشران ؤ.
د سردار محمد داؤدخان کورني (داخلي) او بهرني (خارجي) مشکلات
څه وخت چې فیض محمد خان محسود او پاچاګل ځدران وزیران شول ، نو پاکستان په دې پوه شو چې دې ځل سردار صیب په رشتیا پهلوانۍ ته نیت کړی دی، نو مغربي بلاک سره ډار پیدا شو، چې افغانستان په رشتیا د پاتې پاکستان ماتولو ته ملا تړلې ده.
پاکستان، اېران، سعودي عرب، امریکایانو او پېرنګیانو خپل ساتلې سپي پسې په چې کړل، رباني، مسعود ، حکمتیار او نور ئې ورته چمتو کړل. بین المللي (بین الاقوامي) حالات هم بالکل بدل شوي ؤ. د ۱۹۵۳ نه تر ۱۹۶۳ پورې اوبیا د ۱۹۶۳ نه تر ۱۹۷۳ پورې حالات بالکل بدل ؤ.
دده پخواني ملګري نهرو، جمال ناصر او ډاکتر سوکارنو مړه شوي ؤ، شوري اتحاد کښې خیروشیف بې واکه شوی ؤ او یو بې مالګې برژنیف په واک کښې ؤ، د سویټ یونین (شوري اتحاد) خلاف چېن د امریکې سره ملګری شوی و.برژنیف د امریکې او ناټو سره ډیټان په چکر کښې و.
ده د سویټ یونېن دوره وکړه، ورته مالومه شوه چئ روسیان هغه د خیروشوف د وخت سیاست نه کوي.
بهټو په ماسکو کښې تر داؤد خان ډېر قدر درلود، روسیانو بهټو ته د کراچۍ د فولاد وکارخانه ورکړه، پاتې پاکستان په حقیقت کښې برژنیف بچ کړی ؤ، ځکه امریکې صدر نیکسن د برژنیف شکریه ادا کړ وه.
برژنیف ادراګاندهي ته پاک وئیلي و، چې مغربي پاکستان نیول یا ماتیدل د شوروي د مفاداتو سره په ټکر کښې دی ،پام کوه.
ګنې که یوه هفته جنګ نور شوی وای نن به د پاکستان قدرې نوم هم نه و، د هغه وخت مطابق روس نه غوښتل چې هند لوې قوت شې، سبا ددوۍ لپاره خطره ده.
داؤد خان د روس نه خفه راغلی و، لومړي سر کښې دښمنانو په کمونسټ او د روس د ملګري په نوم بدنام کړ. ملاصیب ورته کافر وئیلو، دده سول بیروکراسي کښې زیات پرچمي ځوانان مقرر(بهرتي) شول، دوۍ هم ښه نتېجه ورنه کړه، هغوۍ د رشوت په اخستو پیل وکړ، په کلیوالو سېموکښې ترې خلق رورو بدظن شول .
سردار صیب یو ملي شخصیت ؤ، چې د پښتونستان خواهش ته ئې په بین الاقوامي سیاست کښې ستړی مشی ونه شول. او خاصکر د ماسکو سوړ او بې خونده چلند سردار صیب په غوصه کړو، په روس خوئې وس نه رسیدو ددوۍ په بړیڅو پسې ئې راواخسته ، ملا صیب خو لا د مخکې نه باغي شوی ؤ، اوس تش په نوم کمونسټان هم مخالف شول . داؤد خان ر و رو په بین الاقوامي سطحه باندې Isolate کیدو.
دکور دننه هم محمدزیان د پښتونستان مخالف ؤ،ددې ډلې مشري دده کوڼ ورور سردار محمد نعیم خان کوله ، دوۍ اول پاچاګل د سرحداتو وزارت نه لرې کړ اوچېرته ئې سفېر کړو. فیض محمد خان ئې د سرحداتو وزیرکړو او بیا ئې انډونیشیا کښې سفېر کړو، قادر خو مخکې ځنې مرورو ؤ، محتاط ئې وشړلو.
سردار نعیم خان ډلې ته مونږ Kitchen Cabinet کېچن کابېنټ وئیلو. دوۍ کښې سردار نعیم خان، دفاع وزېر رسولي، خزانې وزېر سید عبدالله اود داخلې وزیر قدېر Anti Pakhtunistan انتې پښتونستان لابي ؤ.
په کال ۱۹۷۴ کښې چې خان عبدالولي خان د لندن نه په وچوبی باندې راغی نو افغان ولس ئې له هرات نه تر لعلپورې پورې تود هرکلی کړی ؤ، پدې باندې دغه ضد پښتون لابي داؤد خان ته ورغلي ؤ، چې ودې لیدل چې ولي خان څومره محبوبیت لري. ستا څه خیال دی، که چیرې لر او بر پښتانه یو شول ، افغانان به د ولي خان تر مشرۍ لاندي راشي. خدای ته وګوره،پریږده دغه خبرې مونږ د ټېپرو خرڅولو ته مه ایساروه، تر ځمکې لاندې دوۍ په پنجشیر کښې ګډوډي جوړه کړه، سردار صیب ورځ په ورځ د خارجي او داخلي مخالفېنو په جال کښې ګیریدو.
هلته بهټو ډیره پالتو ژبه د سردار صیب خلاف کاروله، ګنجی، ګنجی به ئې ورته وئیلو.
اوس سردار صیب بالکل Isolate ؤ. کوم پښتانه او بلوڅان چې راغلي ؤ اول سر کښې ونازیدل. اجمل صیب اول کابل هوټل په یوه کوټه کښې به ناست ؤ، د سردار صیب په راتګ سره دده سره چلند بالکل بدل شو، حکومت د لوې میلمه درجه ورکړه، اول جمال مېنه کښې اوبیا ئې کارته درې کښې خایسته بنګله ورکړه . کور به ئې د وزیرانو، والیانو او جنرالانو نه ډک ؤ.
شهنشاه اېران ، سعودي عرب، پیرنګیان او دمصر انور سادات رو رو سردار صیب مغربي کېمپ ته راکش کړو.
اکتوبر ۱۹۷۶ کښې د ملکه الزابت خاوندفلیپ افغانستان ته راغی، سردار نعیم خان ئې کوربه ؤ. نعیم خان او ده په درونټه کښې د هیلیو ښکار وکړ، ورمالومه شوه چې دپښتو نستان ربړه بیا Cold storage ته حواله کېږي. دوۍ بهټو ته اشاره وکړه چې خوله دې سمه کړه. همدغه ؤ، چې افغان حکومت سوکه سوکه د لاندې پښتنو ربړه د پاکستان کورنۍ ربړه ومنله .
جلال اباد، کندهار او کابل کښې پښتنو او بلوڅو ته افغان حکومت حکم وکړو چې په پاکستان کښې ورانی نور زمونږ سیاست نه دی.
اجمل صیب په پوزیشن کښې ورځ په ورځ کمی راتلو . د ننګرهار والي واصفي صیب ئې لرې کړ او د زراعت وزیر ئې مقرر کړ. واصفي صیب به وئیل چې که څه هم زه دزراعت وزېر یم په خپل عمر کښې مې یوه ونه هم نه ده ښخه (ناله) کړې.
دننګرهار والي عبدالله خان وردګ ؤ،چې ډېر سپک سړی و، په ننګرهار کښې مېشت پښتنو ځلمو ته به ئې اول کښې سرتېري وئیل ،چې داؤدخان بدل کړو نو بیا به ئې په پیغورجنه ژبه ورته ساعت تېرې وئیل.
داؤد خان بالکل بدل شوی و، هر څه ئې هیر کړي و، د خپل قدرت د ساتلو په فکر کښې و،همدغه وجه وه چې داؤد خان ملا ته کافر، کمونسټانو ته د سامراج ایجنټ او قوم پرستو ته دهوکه باز او بی خونده لوڅ محمدزی شو.
پېښور کښې خلکو ورته وئیل چې مونږ دې د پاکستان سره په جګړه کښې ګیر کړو او ته اوس د پاکستان سره دوستي کوې. همدغه حالات ؤ، چې بهټو ته سترګه ووهل شوه، چې پیل ته وکړه.
بهټو کال ۱۹۷۶ د جون میاشت کښې کابل ته لاړ. زما خیال دی چې ۱۹۷۶ نومبر او اکتوبر کښې داؤد خان د پاکستان دوره وکړه.
په کابل کښې په اجمل خټک صیب او تور لالي صیب سیاسي دروازې بندې شوي، وزیران، افسران او جنرالان ټول ورک شول، خټک صیب او تور لالي به مچان شړل.
پدې وخت کښې د NAP ټوله مشرتابه حیدراباد سند کښې بندیان ؤ، باچا خان بهټو نظربند کړی ؤ، پیاوړې نسیم بي بي ملا وتړله ، د بهټو خلاف راپورته شوله .
د کال ۱۹۷۷ مارچ په انتخاباتو کښې بهټو درغلي کړیوه.
جولاې ۱۹۷۷ د بهټو تخته جنرال ضیاالحق واړوله. جنرال ضیاالحق په یو وخت ددواړو ګوندونو يانې PPP د بهټو ګوند او NAP پښتنو او بلوڅو ګوند سره پهلواني نه شوه کولی، نو سیاسي لاره هم دغه وه چې ددښمن دښمن دې دوست دی، نو جنرال ضیاالحق مجبور و،چې د NAP مشران راپریږدي او بهټو دننه وساتي.
داؤد خان پاس په کابل کښې لاندې پښتنو ته خړ سترګی شو ، ده په ۱۹۷۷ کال کښې لویه جرګه راوغوښتله چې اساسي قانون جوړ او دده ګوند قانوني کړي. ددې لوې جرګې مشري زمونږ پخواني یار واصفي صیب کوله.
زه په ۱۶ اپرېل ۱۹۷۶ کښې جرمني ته راغلم ، ما ته صوفي جمعه خان په یو خط کښې لیکلې و، چې عزیزالله واصفي صیب او داؤد خان سره جوړ ؤ، چې زه به درې ځله ست درته کوم،چې د جرګې ډېر غړي ددې درباري مکر نه نه ؤ خبر ، واصفي صیب سردار صیب ته دعوت ورکړی ؤ،چې د رئيس دولت مقام قبول کړه، سردار داؤدخان ورته وئیلې ؤ،چې زه بوډا شوی یم ،یو بل اقغان ورته وګورئ. واصفي صیب بیا ورته ست کړي ؤ چې د رئيس دولت مقام قبول کړه. ده ورته نه کړې وه.
صوفې صیب لیکلې ؤ چې د دویم اودریم ست په منځ کښې د پکتیا یو وکېل ورپورته شوی ؤ واصفي ته ئې وئیلي ؤ،چې کوڼ ئې او که نشه؟ سردار صیب وائې چې بل څوک وګورئ.
دلته سردار صیب او واصفي صیب باندې ټرار ولګیدلو او واصفي په وکیل بړچیک (چغه) وکړه، کشېنه کشېنه.
نو په دریم ځل داؤد خان منلی ؤ ، چې بشرطیکه دغه د ملت اراده وي.
چې کله دغه جمهوري قانون پاس شو نو په دې جمهوري قانون کښې یو داؤدخان او دده ګوند ته اجازه وه.
یوقسم شین ډیکټېټرشیپ ؤ، سید یوسف میړني صیب به وئیل چې زه یوه ورځ د اطلاعاتو وزېر نوين ته ورغلم ، نو په ټوکو کښې ئې ووئېل چې ته جمهوریت تخریبوی، ما ورته ووئیل چې جمهوریت چرته دی، چې زه ئې تخریب کړم. وئیل چې وزیر وئیل چې تخریب به نه کوې، ما ورته وئیل چې سمه ده.
کله چې د خلقیانو، پرچمیانو او نورو ګوندونو طمع پرې شوه، ځما په خیال د هند دکمونسیټي ګوند په منځګړیتوب نومبر او ډسمبر کې بیرته سره یو شول.
حالات ورځ په ورځ د بې یقېنۍ اړخ ته روان ؤ، کېچن کیبینټ والو د قوم پرستو او کمونیسټانو په مرګ پیل وکړ. اول سر کښې خرم صیب چا قتل کړو، بیا ډاکتر نیاز، بیا اپریدی صیب او بیا لویه چاودنه وشوه۱۷ اپریل ۱۹۷۸ کښې د خېبر صیب شهادت ؤ.
په مارچ ۱۹۷۸ کښې باچا خان خپل کور جلال اباد ته واپس شوی ؤ، داؤد خان شکي شوی ؤ او وېره ورسره پیدا شوي وه.
ماته دشهید ډاکتر نجیب الله والد صیب اختر محمد کاکا روستو په ۱۹۷۹ کال جنورۍ کښې خبره کوله ، چې څه وخت باچا خان راغی، زه داؤدخان وغوښتلم د وعلیکوم سلام نه پس ئې راته وویل چې «باچاخان برای چه امده؟ »ما ورته ووئیل چې باچا خان بوډا شوی دی او یو څو ورځې شپې په خپل کور کښې په ارام تیرول غواړي. وئیل چې داؤد خان ځواب راکړو چې «نې نې برائې سیاست اومده».
کېچن کیبینټ دغه پروګرام ؤچې د خېبر صیب په جنازه کښې به ګډوډي جوړوي، دوۍ خلک ګومارلې وچې د خلق ګوند د سر خلک به په دې ګډوډۍ کښې ولې چې ختم شي. ما ته تور لالي وئیل چې مونږ ته د دفاع ړزېر رسولي راغلو ، خټک صیب ئې دخېبر د جنازې نه منع کړو. ددوۍ منصوبه هله ګډه وډه شوه کله چې باچاخان د جلال اباد نه د خېبر صیب په جنازه کې د ګډون لپاره راغی.
هم دغه وجه وه چې بیائې د خلق د ګوند پسې راواخسته. د خلق دګوند سیاسي لاټري راووته.
داؤدخان د خپلې کورنۍ *د کیچن کیبینټ د بې وقوف سیاست ښکار شو، چې تر نن ورځې پورې افغانستان او خاصکر لر او بر پښتانه په سره اور کې ولاړ دي.
په درناوي
*د کیچن کیبینټ Kitchen Cabinet سردار نعیم خان ډله: ، دفاع وزېر رسولي، خزانې وزېر سید عبدالله اود داخلې وزیر قدېر
علي خان محسود د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ مشر(صدر)
Sardar Mohammad Daud Khan Shahadat au de Ghwai (Saur) Ghobal By: Adov. Ali Khan Mahsood, President Pashtoon Social Democratic Party