Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتنه دوزخي ښځه
[14.Nov.2016 - 11:42]نصير ننګيال
اې وکيله اې شهيده!
ته خو ولاړې شوې د حورو
شوې مالک د جنتونو
هم لايق د جنتونو
موږ دي پرېښوول دوزخ کې
په ګرمۍ او په دې يخ کې
ته چې تللې دې خپل کور ته
برابر شولې سم لور ته
تا دا فکر ولې نه کړو
چې ملاله به دي څه کړي
اوس به چا ته انتظار وي
او په چا بې زړه قرار وي
چې بچي دي شيدې غواړي
نو له چا به يې را غواړي
ستا د مينې دوې خبرې
مرمرينې ملغلرې
ستا ستړيا او ستوماني کې
په خوږه زندګاني کې
چې به خپل کور ته راستون شوې
زه ليلا ته به مجنون شوې
څنګه خوند وو زموږ په ژوند کې
څنګه خوب وو ستا مړوند کې
اې زما د سر څادره
ته مې و لوېدې له سره
لېونۍ سرتورسر ګرځم
ستا پر پلونو باندې پرځم
تا خو ډاډ راکاوه ماته
چې زه ځم بيرته راځمه
هيڅ دوښمن هم نه لرمه
دا نن څه درباندې وشو
خپل قلم درته چاړه شو
موږ نن هم ستا انتظار يو
تر ماښامه دي لار څارو
زموږ يقين دى او ايمان دى
چې ستا هيڅ بل قصور نه وو
تا روڼاوې خورولې
تا ډيوې ژوندۍ ساتلې
تا تيارې له منځه وړلې
چې انصاف امن يې سر وو
دا نغمې دي خورولې
ته د نوي ژوند آغاز وې
ته د هر مظلوم آواز وې
زما عزت وې زما همراز وې
خو چې لږ واى زه خبره
يا په دې مو واى باوره
چې ته ژر جنت ته درومې
موږ پريږدې خپله لار مومې
موږ به څه پرېکړه کولاى
موږ به داسې سنجولاى
چې ته ځه خپل کار کوه خو
بس يو تريخ غوړپ تيروه خو
چا ته مه وايه چې څوک يم
زه خو نن په دې چا پوه کړم
چې قصور يې ولې نه شته
او دوښمن يې ولې نه شته
قصوروار سړى په دې وو
د آرينو د کنبې وو
دى بچى د احمد شاه وو
او لمسى د زرغونې وو
چی لايق د مرګ د خون وو
دا په دا چې دى پښتون وو
نو وکيله! دا مې واوره
جنت ښه دى ستا دپاره
دا چې ډېرو درواغجنو
دوزخي ژبه بلله
ستا په مرګ شوه اوس څرګنده
چې پښتو ډکه له خونده
د جنت ژبه پښتو ده
شوه تازي ژبه بربنډه
ډېر بې غمه هلته اوسه
زما له ستا سره سوګنده
ستا بچي به لويومه
بېخي ډېر بې نازومه
ښه بې وخته بې ځوانان کړم
ستا پر لار به يې روان کړم
ستا کيسې به ورته وکړم
ښې نغمې به ورته وکړم
ستا ناموس پت به پالمه
خوارۍ ټولې به ګالمه
په خوارو کې لويه شوې
هم په خوار ژوند کې به مرمه
پښتنې دوزخي ښځې
زه خو هم پښتنه يمه
نارينه ټول جنتيان دي
له ازله شهيدان دي
ښځينه په ژوند هم خوارې
او له ژونده هم بيزارې.
***