Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[14.Nov.2016 - 11:45]عمر دراز مروت
هر څو کۀ د حالاتو ګزارونه وو د کاڼو
خوبياموپه سينوکښې غټ غټ زړونه وود کاڼو
چې سرموپه دې خپل بل شوى اورنۀ خلاصېدلو
ريښتيا چې په اوږه زمونږ سرونه وو د کاڼو
ددې باوجود بيا هم ترې محفوظه پاتې نۀ شو
لۀ ځان کۀ ګېر چاپېر مو دېوالونه وو د کاڼو
زخمونه يې لا اوس لرم په زړۀ باندې وران نۀ دى
د يار نازکو لاسو کښې ګلونه وو د کاڼو
لا بيامو دا پئ مخى له خپل سر نه ښکته نۀ کړل
په سر مو رانازل کۀ بارانونه وو د کاڼو
لا اوس عمر دراز مروته هېر راڅخه نۀ دى
د يار هغه رټلى جوابونه وو د کاڼو