Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
خان لالا ته دعقیدت
[19.Nov.2016 - 10:32]د ارواښاد محمد افضل خان [خان لالا ] د لومړي تلین په یاد
خان لالا ته دعقیدت پيرزوینه
د سوات پښتنه سیمه کې لوی خان وو خان لالا
په ټولو پښتنو د زړه نه ګران وو خان لالا
ریښتیا چې مبارز وو د قامي وحدت لارښود وو
یو والې د پښتون یې لوی ارمان وو خان لالا
د لر او بر د ټولو پښتنو د زړه اواز وو
ښکاره لکه د لمر داسي روښان وو خان لالا
په هر څه بهادر وو او د خپل ولس خبر وو
ګټلی یې د امن ستر نښان وو خان لالا
ټو ټي ټوټي پښتون یې رابللو اتحاد ته
په دي لار کې د مال او سر قربان وو خان لالا
نقشه کې د نړي یې پښتونخوا نامه غوښتله
په هر ځای کې ښکاره کړی اعلان وو خان لالا
په ژوند یې پښتانه د محبت په تار تړل خو
افسو س چې پښتانه خپلو کې وران وو خان لالا
بیدار کومه وياړ چې ښه ملګری مي د پلار وي
چې ستوری دي ملګری د کاروان وو خان لا لا
بصیر بیدار ستوری