دخيال محمد استاد غزل بوله شونډې ...
دخيال محمد استاد غزل بوله شونډې بيمارۍ خاموش کړي دي
08.06.2014: Mia Farooq
:هغۀ ډيرې ورځې په هسپتالونو کې تيرې کړې ، د گرځيدو، پورته کيدو اؤ څملاستو څخه د فالج ناروغۍ وغورځولو خو ددغه لويې فنکار ددخيال محمد استاد غزل بوله شونډې بيمارۍ خاموش کړي ديش
پښتني خودۍ دا حال دى چې خپله ناروغي يې د هر چانه پټه ساتلې ده
د ډيرو ورځو نه د پښتو د غزل د شاهنشاه استاد خيال محمد اواز خاموش دى، غوږونه د هغۀ سندرې نۀ اوري اؤ سترگې د هغۀ د مينې د ډکې څهرې ليدو نه محرومې دي.
په کال کې د ۱۹۴۶خيبرايجنسۍ په چوره سيمه کې زيږيدلى خيال محمد د اپريدو ملک دين خيل قبيلې پورې تړاؤ لرونکى دپښتو هاغه ستر سندرغاړى دى چې پښتو موسيقۍ نه که ددۀ نوم وويستى شي نو د پښتو مو سيقۍ لمن به تشه توره پاتې شي.
د استاد خيال محمد اته سکه وروڼه او دوه خوېندې وې، چې درې وروڼه يې له خيال محمد نه مشران وو او يوه خور يې په حق رسېدلې ده. دی د خپل پلار څلورم زوې دی.
اوس څلور وروڼه او يوه خور لري، چې دی يې منځنی دی.
دوه وروڼه ترې مشران او دوه ترې کشران دي.
ددنيا د يو سره تر بله سره ياد خيال محمد اوس د خپل وړوکي کور په يو گوټ کې د ټولې دنيا نه کټ شوى په کټ پروت د بې وسۍ ډکې ورځې شپې سبا کوي.
هغه نۀ اوس په ټي وي گانو ښکاري، نۀ په سټيج اؤ نۀ د يارانو محفلونو کې .
د منظر نه د هغۀ د ورکيدو علت د استاد خيال محمد هاغه سخته ناروغي ده ، چې خيال محمد استاد يې په کټ غورځولى دى.
هغۀ د گرځيدو، پورته کيدو اؤ څملاستو څخه د فالج ناروغۍ وغورځولو خو ددغه لويې فنکار د پښتني خودۍ دا حال دى چې خپله ناروغي يې د هر چانه پټه ساتلې ده اؤ په قول د هغۀ د کشر زوئ شهزاد خيال "کله چې مې پلارهسپتال کې داخل ؤ نو انور خيال لاله اؤ وصال خيال( دخيال محمد زامن) ته به يې هم وئيل چې تاسو هسپتال ته مۀ راځئ ، هسې نه څوک مو اوپيژني"
هغه تر خپله وسه د خپلې بيمارۍ په يواځې ځان مقابله وکړه، د دنيا جهان علاجونه يې وکړل اؤ په پنډونو،پنډونو پيسې يې په ځان ولگولې خو اوس نور دخپلې ناروغۍ په وړاندې بې وسه دى.
اؤ ددغه بې وسۍ علت يې دادى چې خيال محمد استاد کۀ هرڅو يو پيشه ور سندرغاړى دى خو هغۀ ټول عمر سندرې د پيسې دپاره کمې اؤ د "معنې" دپاره زياتې وئيلي دي.
دغه درويش صفته انسان کې دننه ناست يو پټ صوفي هغه ټول عمر ددنيا راجمع کولو نه په ډډه ساتلى دى.
هغه چې د ستر ولي حضرت عبدالستار شاه (باچا جان ) رحمته الله عليه په دربار کې د اميرحمزه خان شينواري، طاهر بخاري اؤ رفيق شينواري پشان د سترو روحاني شخصياتو د صحبت نه کوم اثر اخستى هغه يواځې دمينې اثر ؤ اؤ خيال محمد استاد خپل ټول ژوند کې کۀ کوم لويې دولت گټلى دى نو هغه "مينه " ده
دنيا کۀ خيال محمد استاد غوښتلې ده نو هغه يواځې د رحمان بابا د ددې شعر په مصداق چې
د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
خو نن خيال محمد استاد دخپل علاج دپاره دنيا ته پامته داره دى .
هغۀ چې ټول عمر خلکو ته د سندرو په شکل کې خوشحالۍ ورکړي ، نن پخپله هم ديو خوشحاله اؤ صحت مند ژوند کولو حق لري خو ښه صحت اؤ خوشحاله ژوند پيسه غواړي اؤ خيال محمد استاد د پيسې په لړکې تش تور لاس په ميدان ولاړ دى.
خو د بيمارۍ په دغه حالت کې هم خيال محمد استاذ يا د هغۀ زامن مايوسه نۀ دي اؤ نۀ در په در چاته د علاج دپاره ځولۍ غوړوي.
خو د خيال محمد استاذ سره د زيات عقيدت اؤ نزديکت لرلو په اساس چې کله تيرماسخوتن ددې کرښو ليکونکى د خيال محمد استاد د احوال اخستو دپاره دپيښور د ډبگرۍ سيمې سره نزدې د حضرت عبدالستار شاه باچا جان مزار ته مخامخ دهغۀ حجرې ته ورغلى نو د هغۀ د حجرې تشو کټونو ورته د خيال لاله کمى په شدت سره محسوس کړو .
د خيال محمد کشر زوئ شهزاد خيال په حجره کې د خپلو څو ملگرو سره ناست ؤ اؤ هغۀ وويل "پلار مې دوايانې خوړلي ،اودۀ شوى، ور مو ورپسې پورې کړى اؤ کوشش کوؤ چې د خلکو نه لږ په ډډه پاتې شي"
خو د شهزاد لخوا خيال محمد سره د ليدلو د وړانديز باوجود راقم ضروري ونۀ گڼله چې د هغه په ارام کې خلل واچوي.
دخيال محمد حجره کې د ناستې په مهال د هغه په کمره کې دخيال لاله پرتو ايوارډونو، تصويرونو اؤ سرټيفيکيټونو ته په پام گرځيدو د راقم پام د خيال محمد د ژوند بيلابيلو فني پړاوؤنو ته وگرځيدو،
دخيال محمد استاد هاغه وخت ته چې په کال ١٩٥٨کې د يوولسو کالو په کچه عمر کې خپل سندر غاړي ورور سيف الملوک( چاچې به د ريډيو پاکستان نه سندرې وئيلې) د ريډيو پاکستان د هاغه وخت د موسيقۍ د څانگې مشر رشيد علي دهقان سره معرفي کړو اؤ بيا د ريډيو پاکستان مائيک ته په لمړي ځل ددې سندرې وئيلو دپاره ودريدو چې
"نن مې د ښکلې ځوانۍ بيا، بيا نوى دوران دى"
بيا د خيال محمد استاد دصدارتي ايوارډ ترلاسه کولو تصوير راته د خيال محمد استاد هاغه د خلې وئيلي الفاظ رامخې ته کړل چې کله لا سندرغاړى نۀ ؤ اؤ د خپل ورور سيف الملوک سندرې به يې د ريډيو نه اوريدلې .
خپل دغه احساس څه موده وړاندې خيال محمد استاد د المان غږ راډيو سره په يوه مرکه کې داسې بيان کړي وؤ
": زما والد صيب سپين گل خان هم موسيقۍ سره تړون لرلو، زما مشر ورور سيف الملوک به هم د پېښور راډيو نه سندرې وئيلې. په دې کې څه عجيبه غوندې خبره خو دا ده چې مونږ به هم دا راډيو اورېدلو، ورته به کله مخې ته شو او کله شا ته چې د راډيو نه سړی دا آواز څنگه راوباسي؟
نو حقيقت دی چې د يو دوکاندار سره داسې غټ غوندې راډيوؤ، زه يې شاته راغلم په دغه وخت زمونږ د ورور پروگرام روان ؤ مطلب دا دی، چې ورور دی ،هرڅنگه چې وي خوږ وي، خو دغه ډېره څه سيده ساده زما نه وه او زمونږ ماشومتوب و، نو هغه راډيو ته زه شاته ودرېدم، ما وې گوره کۀ په دې کې ناست وي، خو دا سوچ خو زمونږ نه و، دا څه عجيبه غوندې کار دی، نو پس د هغې نه هم زمونږ ددې سره شوق پيدا شو "
د خيال محمد استاد په حجره کې مې دخيال لاله د خلې هاغه الفاظ هم راياد شول چې وئيل يې "په ريډيو ديوې سندرې وئيلو نه وروستو مې د سندرو وئيلو شوق ختم شو اؤ مينه مې پيدا شوه چې تبله وهل زده کړم ،بيا تبلې ته کښيناستم خو کله چې رفيق شينواري سره معرفي شوم ، گپ شپ مې ورسره جوړ شو نو راته يې وويل هلکه خياله ته خو سم دم سندرغاړى يې راځه سندرې شروع کړه
"رفيق شينواری دې خدايې وبخښي ما سره به يې گپ لگولو، چې وروره تا ولې راډيو ته شاکړې ده، تا کې زه څه وينم. رفيق شينوارى ډير قابل انسان ؤ، پخپله يې هم سندرې وئيلې وې او بيا په راډيو کې کمپوزر شو. ما ورته وويل چې بس رفيق جانه! زما زړه اوس نه غواړي، تسلي خپله راته نه ميلاوېده، خو داسې يو وخت راغی، چې ده ووئيل ټپه، چاربېته بدله خو زمونږ روايتي شی دی بنيادي غزل هم پکې شته دی، دې غزل ته يو رنگ ورکول په کار دي.
رفيق بيا ما ته وويل چې سبا ته ريکارډنگ دی راډيو ته ځو، نو بيا زه اتلس کاله پس راډيو ته لاړم. دوه درې سندرې مې ووئيلې لکه د ارباب عبدالودود کلام: اوس دې يادونه افسانې ښکاري دا څه دستور د زمانې ښکاري او د حمزه صيب کلام ژوند ته وگوره ژوند څه دی؟
د خيال محمد استاذ ماشوم ځوي ماته د خپل پلار د بيمارۍ احوالو بيانولو اؤ زما دذهن په پرده دخيال محمد استاد د ژوند اوږد فني سفر لکه ديو فلم چليدو .
دخيال لاله هاغه وختونه هم راياديدل چې کله پښتو فلم انډسټري نوې نوې په پښو ودريدله اؤ د لاهور فلمي پروډيو سرانو به دخپلو فلمونو د سندرو دپاره خيال محمد استاد ته سفارشونه پيداکول چې بايد دهغوئ دفلمي سندرو دپاره وخت وباسي،
خو نن د فن دغه شاهنشاه د هر چا د سترگو پناه دى، نه فلمسازان خبردي چې خيال محمد په کوم حالت کې دى، نه هاغه حکومت چې خيال محمد ته يې ايوارډونه ورکول اؤ نۀ د خيال محمد هاغه مينه وال چې د خيال محمد په سندرو به يې خپل غمونه غلطول.