Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دونیا
[23.Jan.2017 - 21:28]د ګلونو د وږمو ده
دنيا ټوله د سړو ده
دا به واخلم دا به واخلم
خو خبره د پيسو ده،
موده پس مى اوليدلى
خوشالي مى د کتو ده
دواړه پښى مى شولى وينى
د ژوند لاره د ازغو ده
دا به داسى سپکه نه وي
لور او خور د پښتنو ده
دا مى ډيره خوښه شوى
دا جوړه وروره په څو ده؟
سپين سحر به د ژوند راشى
توره شپه په تيريدو ده،
حسينه ګل