Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتنه دوزخی ښځه
[24.Jan.2017 - 10:40]پښتنه دوزخی ښځه
اے وکيله اے شهيده
ته خو ولاړې سوې د حورو
سوې مالک د جنتونو
هم لائق د جنتونو
موږ دی پريښوول دوزخ کی
په ګرمی او په دې يخ کی
ته چی تلې خپل ودې کور ته
برابر سوې سمی لور ته
تا دا فکر ولی نه کړو
چی ملاله به دی څه کړی
اوس به چا ته انتظار وی
او په چا به ئې زړه قرار وی
چی بچی دی شيدې غواړی
نو د چا سه به ئې راغواړی
ستا د مينی دوې خبری
مرمرينی ملغلری
ستا ستړيا او ستومانی کی
په خوږه زندګانی کی
چی به خپل کور ته راستون شوې
زه ليلا ته به مجنون سوې
څنګه خوند وؤ زموږ په ژوند کی
څنګه خوب وؤ ستا مړوند کی
اې زما د سر څادره
راسه ولويدې له سره
ليونۍ سر تور سر ګرزم
ستا پر پلونو باندی پرزم
اے شهيده تا خو ما ته تسلی دا راکوله
چی زه ځم بيرته راځمه
هيڅ دښمن هم نه لرمه
دا نن ځه درباندی وسو
خپل قلم درته چاړه سو
موږ نن هم ستا انتظار يو
تر ماښامه دی لار څارو
زموږ يقين دۍ او ايمان دۍ
چی ستا هيڅ بل قصور نه وؤ
تا رڼاوی خوره ولې
تا ډيوې ژوندۍ ساتلې
تا تيارې له منځه وړلې
چی انصاف امن ئې سر وؤ
دا نغمې دی خوره ولې
ته د نوی ژوند آغاز وې
ته د هر مظلوم آواز وې
زما عزت وې زما همرازوې
خو چی لږ وائ خبره
يا په دې مو وائ باوره
چی ته ژر جنت ته درومې
موږ پريږدې خپله لار مومې
موږ به څه پريکړه کولائ
موږ به داسي سنجولائ
چی ته ځه خپل کار کوه خو
بس يو تريخ غوړپ تيروه خو
چا ته مه وايه چی ځوک يم
زه خو نن په دې چا پوه کړم
چی قصور ئې ولی نسته
او دښمن ئې ولی نسته
قصور وار سړئ په دې وؤ
د آرينو د کنبې وؤ
دئ بچۍ د احمد شاه وؤ
او لمسئ د زرغونې وؤ
چی لائق د مرګ د خون وؤ
دا په دې چی دۍ پښتون وؤ
نو
وکيله
جنت ښه دئ ستا دپاره
دا چی ډيرو درواغجنو
دوزخی ژبه بلله
ستا په مرګ سوه اوس څرګنده
چی پښتو ډکه د خونده
د جنت ژبه پښتو ده
سوه تازی ژبه بربنډه
ډير بې غمه هلته اوسه
زما دئ ستا سره سوګنده
ستا بچی به لويومه
بيخی ډير به ئې نازومه
ښه بې وخته به يې ځوانان کړم
زه به ئې ستا پر لار روان کړم
ستا قيصې به ورته وکړم
ښې نغمې به ورته وکړم
ستا ناموس پت به پالمه
خوارۍ ټولی به ګالمه
په خوارو کی لويه سوې
هم په خوار ژوند کی به مرمه
پښتنې دوږخی ښځی
زه خو هم پښتنه يمه.
نارينه ټول جنتيان دی
له ازله شهيدان دی
ښځينه په ژوند هم خواری
او د ژوند څخه بيزاری.
(نصیر ننګیال)