پښتانه مشران دځانګړواستازو په توګه
21.06.2014: کله داسې دور هم و چې کابل ته به پښتنو ملتپالو مشرانو هره دوره د پاکستان خلاف په سازش تعبيرېده او اردو ژبو ورځپانو به دا تاثر ورکاوه چې د ډيورينډ د کرښې د له منځه وړلو پر منصوبه کار روان دی، اوس بل دور دی، اوس پښتانه ملتپال مشران کابل ته د پاکستان د خصوصي استازو په توګه لېږل کېږي او په بغل کې ورسره پنجابي چارواکي (اعزازاحمد چوهدري وغيره) هم وړي، اوس پر پښتنو مشرانو د پاکستان باور زيات شوی دی، پښتنو مشرانو قدر موندلی دی او د هغوی موثر رول تسليم کړل شوی دی، پښتان مشران کابل ته ځي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د "اړېکو" د "ښه" کولو په نېک کار کې مرسته کوي او کابل ته د پاکستان دا پېغام رسوي چې د افغانستان له خاروې دې په پاکستان کې مداخلت بند کړل شي.
دې پرمختګ ټول ډسکورس سرچپه کړ، اوس نه يوازې په پاکستان کې د غلامو پښتنو د قامي سوال د نوي وضاحت ضرورت محسوس شوی بلکې هغه دعوه هم په ډېره بده توګه اغېزمنه شوې ده چې د افغانستان په وراني کې تر ټولو لوی او خطرناک لاس د پاکستان پاته شوی، له پاکستان سره د حساب سوال په خوا کې وچ، دلته په پاکستان کې د پرتو غلامو پښتنو په سرنوشت ټاکلو او ژوند ژغورلو کې ناکام قام پرست سياست د پاکستان، د پنجاب د نوازشريف لپاره دومره باوري ګرځي چې له افغانستان سره د "ستونزې" په هواري کې يې تر هر چا زيات د موثر رول د لوبولو وړ ګڼي.
دا مسئله يوازې د نوازشريف د ځانګړي استازي د کابل اوسني سفر ته محدوده نه ده بلکې تر دې وړاندې د پاکستان د سېنټ ځانګړي پلاوي د پښتنو قام پرستانو په مشري کې کابل ته تللي او له افغان چارواکو سره يې "پاک – افغان" امن موضوع څېړلې ده، په دې ليدنو کتنو او دورو کې يو پرمختګ “Pakistan-Afghanistan Peoples Friendship Association” دی چې په هيڅ صورت هم زموږ له قامي سوال او قامي قضيې سره څه مثبته نتيجه ورکوونکی تعلق نه لري او زه په دې خبره کولو کې کوم باک نه کوم چې دا ډول "اتحاديې" د اين جي اوګانو په ساحه کې خو راتلی شي، د قامي سياست په ساحه کې قطعاً نه شي راتلی.
د Af-Pak د يوې نوې اصطلاح رواج ددې لپاره شوی چې دا تاثر وخورول شي چې د يو سوله ايز افغانستان لپاره يو سوله ايز پاکستان پکار دی او هم داسې د يو سوله ايز پاکستان لپاره يو سوله ايز افغانستان پکار دی، ددې مطلب دا دی چې دواړه هيوادونه په يو او بل کې مداخله کوي، د دې لپاره دليل په کونړ او نورستان کې مېشت پاکستاني طالبان وګڼل شول. خو ولې چا دا پوښتنه ونه کړه چې دا طالبان له پاکستانه افغانستان ته په کومه لار ورسېدل او د پاکستان پوځ او استخبارات چېري ويده ؤ؟ چا هم دا پوښتنه و نه کړه چې په سوات کې د لويو پوځي عملياتو او د ټول ولس د دربدرۍ او کډوالۍ پس بيا هم د سوات د طالبانو مشر څنګه خوندي پاتې شو او څنګه تر کونړه ورسېد؟ په کونړ کې د فضل الله په موجودګي باندې پاکستان نه يوازې دا چي پر افغانستان په اخلاقي توګه يو تور تپل غوښت، تر فشار لاندې يې راوستل غوښت، په دې هکله يې د نړۍ سترګې له ځان اړول غوښت بلکې په يوه لويه غميزه کې د خپل ناولي رول لويه مسئله يې په هم دې يوه ټکي داسې نتيجې ته رارسول موخه وه چې پاکستان په افغانستان کې نه بلکې افغانستان په پاکستان کې مداخله کوي او د مُلا فضل الله پر شا د افغان دولت لاسونه پراته دي. د پښتنو قام پرستانو دا غبرګون مخې ته راغلو چې د پاکستان او افغانستان دولت بايد د طالبانو د مخنيولو او ختمولو لپاره له يو او بل سره همکاري وکړي، پر يوه شريکه سټراټيجي کار وکړي او دوی چې څنګه په افغانستان کې د پاکستان له خاورې د مداخلې غندنه کوله هم داسې نن په پاکستان کې د افغانستان له خاورې د مداخلې غندنه کوي، مطلب دا چې دوی ډېر ايماندار خلک دي، د دواړو هيوادونو آزاد حثيت مني او نه غواړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان خلاف يا د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړل شي، دوی په حېث د پښتنو قام پرستانو داسې ونه وئيل چې دواړو طرفونو ته د پښتنو خاوره د پښتنو خلاف استعمالېږي، دوی دا نه ووئيل چې د ډيورينډ کرښې دواړو طرفونو ته پر ترهګرو د پاکستان لاس پروت دی، په دې ټوله کيسه کې پښتون قام خپله مقدمه بايلله، د پاکستان خلاف د افغانستان ډېرې درنې مقدمې ته يو لوی زيان رسېد، خو په پښتنو کې چا هم احتجاج نه کاوه، څوک هم احتجاج نه کوي، يوازې ما غوندې څو لېوني په زړه زړه کې سوځېدل خو غږ يې تر چا نه رسېد، وړې خولې په دومره لويو مسئلو کې چرته د ګړېدلو چانس موندلی شي کله دومره حثيت لرلی شي.
دا نن چې د پاکستان صدراعظم نوازشريف خپل "ځانګړي استازي" افغانستان ته په "ځانګړو دولتي" دورو استوي، نو دا داسې وخت دی چې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځ پر ښارونو او کليو په لويو کيمياوي وسلو بمباري کولو ته استول شوی دی، د شمالي وزيرستان ولس له يو لوی رياستي بربريت سره مخامخ دی، په ذهني توګه مفلوج او د ژوند و مرګ په بريد ولاړ دی، د زرګونو په تعداد کې پښتانه افغانستان ته په ورکو، کږو او غرنيو لارو رسېدلي دي، پاکستان غواړي چې نړۍ ته په افغانستان کې د وزيرستان مېشت ټول جنګ ځپلي، طالب ځپلي، ربړېدلي او رنځېدلي پښتانه د طالبانو په نوم ورمعرفي کړي، پاکستان چې په دې پوځي عملياتو کې نړۍ ته د ترهګرو د په نخښه کولو هيڅ ثبوت نه شي وړاندې کولی، دعوه به يې دا وي چې پوځ کامياب عمليات وکړل خو افغانستان "ترهګرو" ته پناه ورکړه او اوس يې د پاکستان خلاف استعمالوي. پښتون مړ هم پړ هم!!! پښتانه قام پرستان به بيا هم کابل ته د Af-Pak د امن او خوشالۍ لپاره د اين جي او يانه نسخو د وړاندې کولو لپاره لېږل کېږي.
په ډېر درناوي سره، زه د ډېر دروند پښتون مشر، لوی دانشور ښاغلي افراسياب خټک صاحب ددې خبرې په هکله يو عرض لرم چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په مفاهمت کې پښتانه قام پرستان موثر رول لوبولی شي او له کله چې په پاکستان کې جمهوري نظام بيا بحال شوی دی نو له له پښتنو مشرانو سره خبره اتره روانه شوې ده ځکه کوم مفاهمت چې دوی کولی شي بل څوک يې په دومره موثر ډول نه شي کولی . له خټک صاحب څخه به مې پوښتنه دا وي چې پښتانه مشران په پاکستان کې د مېشتو پښتنو پر سر په روانه خوني لوبه کې څومره سنجيده واخيستل شول او کوم "مقام" ورکول شو؟ په خپله د خټک صاحب خبره ده چې د ۲۰۱۳ء په ټولټاکنو کې په پښتونخوا ايالت کې عوامي نېشنل ګوند د يوې لويې دسيسې لاندې ځکه له ماتې سره مخامخ کړل شو چې د دوی افغان پاليسي د پاکستاني رياست لپاره د منلو وړ نه وه او يوه داسې چاته واک ورکول شو څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي او افغانستان ورانول غواړي. د ښاغلي خټک صاحب د خبرې مطلب دا و چې عوامي نېشنل ګوند د يو خپلواک، جمهوري او پرامن افغانستان پاليسي لري ځکه پاکستان ته د منلو وړ نه ده او ځکه د طالبانو پر نخښه ده. آيا اوس خټک صاحب له پاکستانه دا تمه کوي چې هغه پر دوی باور کوي او له افغانستان سره د اړېکو په ښه کولو کې به د يو مهم نقش لوبولو کار ورسپاري؟
پښتانه قام پرستان چې په وزيرستان کې د اوسنيو روانو پوځي عملياتو په لويه فېصله کې هډو چا ياد هم نه کړل او په خپل لاس د بايللي آپشنز په نتيجه کې آخر د عملياتو حمايت ته مجبور شول، آيا رښتيا هم دوی دومره ارزښت لري چې څوک يې د ډيوريڼد د کرښې هغې غاړې ته د يوې جهاني مسئلې حل ته واستوي او که نه د پښتنو د قامي سوال د لا خرابولو په پار تش دوی د پاکستان استازي ثابتول يې مقصد دی او هم د دوی په خوله دا بابولاله پر منظرِعام راوستل يې موخه ده چې افغانستان د ترهګرو مرسته کوي.
داسې يو هيواد چې پکې تر ووه مېلونه زيات انسان د طالبانو خلاف رايې ورکولو ته بهر راوځي او په جمهوري عمل کې ګډون کوي، څنګه او په کومه خوله څوک ورسره دا موضوع مطرح کوي چې د طالبانو مرسته دې پرېږدي؟
پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د روان لوی جمهوري بدلون د تخريب کولو لپاره نوې منصوبې جوړې کړي ځکه چې افغان امنيتي ځواکونو د ولمسمشرۍ د ټاکنو په دواړو پړاؤنو کې د توندلارو لارې داسې تړلې وساتلې چې له پاکستانه يې لاره ګودر خطا کړل، پاکستان لويو اخلاقي ګوزارونو ته د لار موندولو په هڅه دی او هم په شمالي وزيرستان کې د عملياتو يوه لويه موخه هم دا ده چې دا سيمه يوې داسې ناآرامۍ ته بيا ټېل وهي چې په افغانستان کې جمهوري عمل د غوړېدلو توان او طاقت له لاسه ورکړي، دا چې موږ به وئيل چې پاکستان قبايلي سيمې د هم دې لپاره په يو استعمارانه اتنظامي چوکاټ کې ساتل او د طالبانو په حواله ورکول غواړي چې د مورچې کار ترې واخلي،پاکستان ته له هغې مورچې څخه د کار اخيستلو وخت راغلی دی او دا تر ټولو مهم وخت ګڼي.
کابل ته په اوسني سفر تللی د پاکستان ځانګړي استازي وئيلي چې د پاکستان حکومت هغه د وزيرستان د پوځي عملياتو په هکله په اعتماد کې نه دی اخيستی خو بيا د هم دې حکومت په اعتماد کابل ته ځي. دا اعتماد هم داسې اعتماد دی چې موږ د پښتنو د قام پرست سياست په هکله د بداعتمادۍ دوزخ ته غورځولی شي، د دې بداعتماديو پايله دا شي چې قام وي خو قامي مقدمه ورکه شي، قام پر ړندو او ورکو لارو مړ هم شي او پړ هم!!
د پاکستان د ځانګړي استازي د ځانګړي سفر پر مهال پاکستاني چارواکو د دې سفر په هکله رسنيو ته ځانګړي تفصيلات ورکړي او وئيلي يې چې د دې سفر موخه دا وه چې افغانستان دې مُلا فضل الله پاکستان ته حواله کړي او په کونړ او نورستان کې دې د مسلح تنظيمونو ځالې ونړوي. پاکستاني چارواکو د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون ته وئيلي چې په دې ليدنه کې له کرزي دا غوښتنه شوې چې د کرزي انتظاميه دې د تحريکِ طالبان پاکستان مرسته پای ته ورسوي، دوی بايد ضرور د فضل الله مرسته پرېږدي، پاکستان وايي چې قوي ثبوتونه لري چې فضل الله او نورو طالب مشرانو ته د افغانستان د استخباراتي ادارې ملاتړ حاصل دی. وئيل کېږي، چې په دې ځانګړې "ليدنه" کې د وزيرستان د عملياتو لپاره د بارډر سيکورټي د پراخولو موضوع هم شامله وه. ددې "ځانګړې ليدنې" نور تفصيل پر دې لنک http://tribune.com.pk/story/724442/anti-terrorism-cooperation-islamabad-asks-kabul-to-extradite-fazlullah موندلئ شئ.
دا خبره ښايي زياتو لوستونکو اورېدلې وي چې دې پښتون مشر يا ځانګړي استازي به وئيل، "پاکستان زموږ ملک دی او افغانستان زموږ وطن دی." د دې خبرې د تشريح لپاره به د عربي ژبې د قاموسونو رااخيستلو ضرورت وي چې په "ملک" او "وطن" کې څومره فرق دی او بيا به د قام پرستۍ ځيني ډېر زاړه نظريات کتل وي خو که يې سياسي تشريح وکړو نو په آسانه پوهېږو چې په "ملک" او "وطن" دواړو کې د حصه دارۍ غوښتلو کيسه کوي، هغه د چا خبره چې افغانستان د يو کېک په مثال دی، دوی راځي او خپله برخه ترې وړي. خو اوس چې پاکستان څه 'برخه' زياته کړې او د co-option پروسه يوې نتيجې ته رارسېدلې ده نو په 'وطن' کې د امن د غوښتلو تر څنګ له وطن څخه په "ملک" کې د امن لپاره د کردار لوبولو هيله هم کېږي او کله 'ملک' ته هم په ډېره نصحيت آموزه لهجه وئيل کېږي چې په 'وطن' کې دې مداخله نه کوي، موږ خپل سياست او خونړيو حالاتو يو داسې پړاؤ ته راورسولو چې بس د هم دومره "شرافت" هيله کېدی شي، کوم ګوند، کوم مشر نه ملامتو، په پاکستان کې پښتانه نه د کوم بنګالي مجيب الرحمان غوندې مشر لرلی شي او نه د کوم بلوڅ خېربخش غوندې مشر!!! پښتانه په حېث د قام د خپلۍ غلامۍ خلاف اوس نه څه سياست لري، نه څه مقدمه او نه څوک وکيل!!! په محکوم افغان وطن کې د نسل کشۍ يو حالت تر سترګو کېږي خو د پښتنو هڅه دا ده چې په څه ډول د پاکستان آرمي، بېوروکرېسي او پارلمان ته ځان ورسوي، چرته به د پاکستاني شناختي کارډ د ژر تر لاسه کولو لپاره لاريون وي، چرته به په کوم مېډيکل کالج کې د پښتنو زده کوونکو لپاره د زياتو سيټونو لرلو لپاره د بلوڅانو خلاف احتجاج وي، چرته به کرپشن کرپشن چيغې وي، د عمران خان په غونډو کې به له پنجابي سندرو سره ډانس وي، د قام وراسه، د قامي سوال وراسه اوس نشته، مخلص او باشعور سياسي قام پرست وګړي ذهني ستومانۍ، درد او کرب پړمخ غورځولي دي. په افغانستان کې روان لوی جمهوري بدلون ته مو سترګې دي خو څه ډول سياست چې په غلامه خاوره کې دوام لري، نيژدې ده چې سترګې مو له خاورو او وينو داسې راډکې کړي چې کله هم بيا د افغانستان په طرف و نه ګورو، اوس دا توصيه راته کېږي چې سترګې به لاهور او اسلام آباد ته نيول وي چې موږ ته په خپل "سخاوت" کې کومه نوکري او حکومت راکوي.
[email protected]
Twitter: @khanzamankakar