Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ترانه د انسان
[21.Feb.2017 - 23:29]عبدالسبحان خان
دا خاموشى غواړى نغمه او ترانه د انسان
راخورول غواړى په زړونو زمانه د انسان
د حرصونو وېنو اوخوړله هره يوه
شاړه پرته ده تخليه او مېخانه د انسان
ژوند يا آباد شو يا برباد شو دغه ځان له قيصه
هر دور واخسته د وينو نذرانه د انسان
د کائنات ذره ذره ورپسې اولټوئ
معلومول غواړى د مينې خزانه د انسان
ژوند د انا او د نفرت جهنمونو اوخوړ
د صبر سر له ده راغلې پېمانه د انسان
د زمانو نه تر دې وخته تر دې دمه پورې
په اوږو بار ده د غنم يوه دانه د انسان
زمونږ وينې ځوې اوڅټى په نرمه ژبه
د اقتدار بلا چې راشى په بانه د انسان
سبحانه ژوند د انتشار له غېږ ې نۀ کوزېږى
څنګه به اوشى دې ځنګل کښې خصمانه د انسان