پښتنې ملالې د نوبل جایزه وګټله
[10.Oct.2014 - 19:10]ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیاني د ماشومانو حقونو اتلان دي
10.10.2014: قاسم خان مندوخېل
د ناورېژي سولې نوبل (نوبیل) کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.
نن ( جمعه) د ناروې په مرکز اوسلو کې د ۲۰۱۴ز کال لپاره د نوبل سولې جایزه اولس کلنې ملالې یوسفزۍ او د هند کېلاش ستیارتي ته ورکړل شوه چې په هند کې د بشري حقونو ساتونکی دی.
د ناورېژي سولې نوبل / نوبیل کمېټې مشر توربیان یاګلاند په اوسلو کې د نوبل امن جایزې اعلانولو پر وخت وویل، ”چې کېلاش ستیارتي په خپله یو ډېر تکړه او هوډمن سړی دی، او د ګاندي دود پر ځای کړی، هغه د دې پر ضد ګڼ سوله ییزه احتجاجونه او مظاهرې کړې، چې د مالي ګټو ترلاسه کولو لپاره دې دې د ماشومانو استحصال ودرول شي. هغه د ماشومانو حقونو لپاره د مهمو نړۍوالو غونډو په رامنځ ته کولو کې ونډه لرلې ده. “
د سولې نوبل کمېټې مشر توربیان یاګلاند چې کله یوسفزۍ ګټونکې اعلانوله نو یې په خپلو څرګندونو کې د هغې ډېره ستاینه وکړه.
”د وړوکوالي باوجود ملالې یوسفزۍ په کلونو کلونو د نجونو تعلیم د حق لپاره مبارزه کړې، او دا یې وښودله چې ماشومان او ځوانان دواړه د خپل ژوند ښه کولو لپاره خپله ونډه ادا کوله شي. او ملالې په ډېر خطرناک حالات کې خپله مبارزه ترسره کړې ده. هغه په اتله مبارزه د نجونو تعلیم د حق لپاره یوه مخکښه ویانده جوړه شوله. “
د ناورېژي سولې نوبل (نوبیل) کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.
”نوبل کميټه د هندوانو او مسلمانانو لپاره دا یو مهم پړاو ګڼي چې د تعلیم او ستختدریځۍ غوندې هڅې یو ځای پرمخ یو سي. د جبر پر ضد او د ماشومانو او ځوانانو د حقونو لپاره مبارزه د ولسونو خپلوي ته ګټه رسوی، چې د نوبل جایزې بنسټګر الفرډ نوبل (نوبیل) یې پر همدې بنیاد پیمانه ټاکلې وله. “
ملالې یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي ته به دا انعام چې ۱۲ لاکه ډالر دی، د ناورې پلازمېنه اوسلو کې د سږ کال ډیسېمبر میاشتې پر لسمه نېټه ورکول کېږي، چې په دواړو کې به نیم په نیمه وېشل کېږي.
د دې انعام لپاره سږکال په دریوو (۳) غوره کسانو کې د اېډورډ سنوډن، چې پروسږ کال په اوړي کې یې د امریکا له خوا د څار یا جاسوسۍ مالومات ښکاره کړل، دویم کس د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس وو چې د بې وزلو خلکو د حقونو پېژندل شوی اتل دی، چې ده په نړۍ کې د پرمختیا او د دولت د بیا وېش غوښتنې کړې دي او درېیم نوم د ملالې یوسفزۍ وو چې په سوات کې یې د نجونو ښوونځیو ړنګولو پر ضد او تعلیم لپاره هلې ځلې کولې او بیا په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو وویشته.
ملاله یوسفزۍ پروسږ کال «۲۰۱۳م« هم د سولې نوبېل جایزې لپاره نومول شوې وه خو دا ځل یې میدان یووړ.
له دې وړاندې ډاکټر عبدالسلام په کال 1979ء مې د فزکس په څانگه کې نوبل جائزه ترلاسه کړې وه.
دا مهال ملاله د برتانيې په يوه تعليمي اداره کې خپلې زده کړې پرمخ وړي اؤ هغې ددې خواهش اظهار کړى چې په راتلونکي کې يوه لويه سياستدانه جوړيدل غواړي
د پښتنو ېوه ملاله واېي زه څوک یمه؟
لیګ: رحمان بونیری
د مينې، امن، زدکړې، هنر او سوکالۍ – مله— ملاله !
زه د کرکې، بد امنۍ، جهالت، بې هنرۍ او ولگو تندو د مظبوطولښکرو په ضد ولاړه ملاله!
ما سره کوم لښکر نشته دی— د امن خلق لښکرې نه اوباسي
زما څه خوښ دي ؟
بنگړي، نکريزې،بچوکي، باهوگان او شالونه!
بمونو، تورې، ټو پکې،چړې چاکوان او غشي ليندې مې نه دي خوښې!
سر سڼه، ډول سنگار، اتڼ او سندره مې د کلتور برخې دي!
قدغنونه ، پابندۍ، زولنۍ ، زور زبردستۍ زما د کلي رسمونه— نه دي
زه څه وایمه!
وفا، پت، پالنه ،خدمت اونظریه یا مفکوره ضروري دي!
زما په خیال پت پالنه ، خدمت او نظریه یا مفکوره تشدد نه غواړي، چغو جلو، شور زوگ،وينو زوؤ، زولنو ،بمونواو تورو ټو پکو ته د غیرت او مذهب نومونه-- نه دي ورکول پکار!
زه څه غواړم؟
لوڼه او ځامن ېوشان بچي دي—
د مذهب په نوم جينکۍ مه تښتوۍ!!
د ثواب په نوم ځانونه مه وژنۍ!
د ايمان په نوم جهالت مه خوروۍ!
غیرت په ښځو د زور نا د مينې نوم دی!
دا دنیا د چا ده؟
دا د ټولو ده !!
د تورو او د سپينو، د مسلملنانو د عيسایانو د هر مذهب مننونکو!
ددې دنیا په پاکو اوبو، ښکلې هواگانو-- او زرخېزه خاوره د ټولو انسانانو یو شان حق دی-
دا پاکه دنیا په کرکه خچنول نه دي پکار-
خچنوالې ناروغۍ راولي، لوگه تنده راولي- جهالت راولي او فساد راولي-
زما جگړه د چا سره ده؟
زه توره ټوپک نه خوښوم نو جگړه به څه وکړم-
زه خو غواړم چې جگړې ختمې شي-
ځکه زما جنگ د جنگ سره دی
او دا جنگ د ټوپک او قلم جنگ دی-
او دا جنگ به زه گټم!!
ځکه چې زه ملاله ېمه!!