Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ملاجان
[27.Apr.2017 - 17:03]چې دې وس د بدو نه وي
څه به ته څه به دې ښه وي
توبه هله د شرابو
چې شراب درله پراته وي
چې بوډا شې خوله کړشپه
بیا توبه توبه د څه کې
هغه ښه د بدو بد وي
د ناکامه چې ته ښه کې....
وایي ملا جان چې په جنت کې حوري پنډې دي
غټې، غټې سپیـني، سپیـني، مستې او بــر بنــــډې دي
ګوره بمبلي ته چې یې خوله د لاړو ډکه شوه
ګوره داشنا په ږیره لاړ ې را روانـــې شـــــوې
ټول شهوت،شهوت شو،سترګې ورانې شوې شیطانې شوې
غنـي خان