Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دژوند کېسه
[17.Jun.2017 - 12:49]بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟
چې د اواز په ښکالو نه پوهیږې
چې د خوشبو د ترنم رنګونه
د شپې د غار په کنج کښې اوغورزوې
چې د ملالې ټپه خپو لاندې کړې
چې د مشال د سوال مرۍ خپه کړې
بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟
چې د ګورګین د خلې سندره وائي
چې د میرویس د ازادۍ ترانه
زخمي زخمي کړې او په سیند لاهو کړې
د اورنګزیب غوندې د زړه کافر خو
د تقدس په ولایت یادوې
خو د خوشال قلم ټکړې ټکړې کړې
بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟
د مستبد راښکلې شوی عکس
د خپلو سترګو په ګاټو کښې نغاړې
ځان ته د ځان په سترګو نه شې کتی
ځان د محل د منارو سجده ریز
ځان به همیش د بل په سترګو ګورې
بس دغه یو دې ددې ژوند کیسه ده؟
او ته به وائي که دا یو کیسه به
ستا د پیړو د زخم پاهه جوړ شي
که ته خبر وې دا ذرې ذرې ژوند
د قهرمان د اژدها خوراک دې
او د فطرت اصول څه داسې وائي
د ازادۍ متبادل نشته
خادم حسین
پیښور