Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سپارښت
[21.Jun.2017 - 23:09]بادشاهي د جهان څه کی
ځانته څله زیاتی غم
د انصاف تلل مشکل دی
څه به ډیر کړی څه به کم
دا دونیا د سپي لکۍ ده
نه نیغیږي نه سمیږي
په اوجود توره پیشو ده
چې یی وینځئ لا توریږي
د ټټوانوو په ګله کې
غټ ټټو مخکې روان وي
نو بادشاه د ځناورو
د هموو لوی حیوان وي
ربه فضل په موږ وکړه
موږ ساته د دی افته
چرته غټ خره ته پشا کړه
دا د سروو لالونو کته
سفارش ورته دا وکړه
صیب زموږه د بابته
وی پام کوه د دله خره
غني وه نه وی په لته
(غني خان)