Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د رحمان بابا يو شعر
[20.Jul.2017 - 14:40]د رحمان بابا يو شعر
لیک: جميل يوسفزی
د رحمان بابا کليات چې دوست محمد کامل او قلندر مومند په کال 1984ء کښې د کوهاټ روډ نه خوارۀ کړى دى او دواړو مشرانو پکښې ښۀ زيار کړی دی زما په پوهه پکښې اوس هم دوه درې ځايه تېروتنې شوى دى من جمله په ص 179 غزل نمبر 1979 دی مطلع يې داسې ده.
چې څلی يې د څڼو شه په ګوته
په تحقيق توره بلا تېروى سر ته
د دې شعر مطلب مونږ داسې اخستې شو. چې ستا د زلفو (څڼو) غمی يې په ګوته شه نو بې شکه چې توره بلا ئې سر ته وخته. د څڼو دپاره توره بلا خو مناسبت لرى ولې څلی په ګوته خو سر ته د بلا ختو سره څۀ علاقه نۀ لرى. د رحمان بابا غوندې استاذ نه دومره غټه غلطى عقل نۀ مني اګر چې وړې وړې تېروتنې د رحمان بابا په ديوان کښې شته دی ما پرې وړاندې هم ليک کړی دی خو اوس راته هغه مشمولات ياد نه دى.
د دې په حق له په تعليقاتو کښې په 497 مرتبينو ليکلى دى چې دا غزل د برټش ميوزيم په نسخه "يب "کښې وموندلی شو.. په اصل کښې د غزل مطلع داسې ليکلې شوې ده
چې څلې ستا د څڼو شه پکته
په تحقيق توره بلا تير و يسر ته
مرتبينو په خپل فهم د رحمان بابا شعر کښې معنا اچولې ده خو زما په پوهه يې شعر ړنګ کړی دی اګرچې دواړه مشران د پښتنو تحقيق او تنقيد بې مثاله ليکوالان وو خو کله کله د بنيادم فکر ټکۍ ونه ولي د دې شعر په باب هم مرتبين تېروتي دي
اوس دا اصلى شعر سنجوۀ چې کوم ځائی غلطى شو ې ده.
د مطلع په ړومبۍ مصرعه کښې ښۀ سم دم لفظ د مرتبينو د فکر خوردبين نه دی ليدلی بلکې غلط لوستی شوی دی د "څلى" املا پخوانو وختونو کښې هم دغسې وه. لفظ د يوسفزو د لهجې "څيلۍ " دی څيلۍ په يوسفزو کښې د ويښتو نه جوړې رسۍ ته وائى د دې تيروتنه مرتبينو دا کړې ده چې په ړومبۍ مصرعه کښې د لفظ پکته نه په ګوته جوړ کړی دی پکته دوه لفظونه دي زما تر فهمه دا لفظونه " پګ ته "دي چونکه فارسۍ کښې يو ک او ګ يو شان ليکلى کېدۀ د فارسۍ زير اثر " پګ ته" نه پکته او بيا د مرتبينو په خيال "په ګوته " جوړ شول چونکه هغوى د څيلۍ نه اول څلی جوړ کړی وۀ او بيا څلي له ګوته په کار وه پګ پښو دپاره د هندۍ زير اثر پښتو کښې استعمال شو ی دی هم دا پګ په پګ ډنډى وغېره کښې موندې کېږى على محمد مخلص وئيلى دى
د شېطانه سره لږ ډېر يې سر جګ شى
ونوسک وته بې لاسه دى بې پګه
ديوان 533
اوس به د مصرعې مطلب ته ورشو
چې څيلۍ يې ستا د څڼو پګ ته.. اوس هم په مصرعه کښې کمی دی خو ځه مطلب ته يې راځو...چې ستا د څڼو پړې يې پښو ته پريوت نو سر ته يې توره بلا وخته.
زما په خيال کۀ ړومبۍ مصرعه کښې معنا پېدا کول څوک وغواړى نو داسې قرات يې په کار دی .. "چې څيلۍ يې ستا د څڼو شوه ول پګ ته " .زۀ د رحمان بابا کلام کښې اصلاح کول نۀ غواړم. او نۀ د دې جوګه يم خو چونکه د کاتبانو کاسدانو د لاسه همېشه ليکوالان تباه دى مرتبين يو خو املا تېرباسلې دي بله دا ده چې شايد دا لفظ په مهمندواله کښې نشته او يو مصرعه خو همواره ده کم از کم د مفهوم په لحاظ سره جوته ده. مقطع يې داسې ده
ما رحمان چې څوک جارباسى ستا له مينې
ګويا عين نصيحت وائى ودۀ ته
مرتبينو ليکلى دى چې اصل مقطع داسې ده
ما رحمان چې څوک جارباسى ستا له مينې
ګويا عين نصيحت وائى بيره ده
مرتبينو دوېمې مصرعې لفظ بيره و ده سره يو ځای کړی دی دا اخرى لفظ خو ډېره ښکاره د املا تېروتنه ده. قافيه د "ته " را روانه ده اخرۍ قافيه څنګه "ده" شوه خو ښاغليو "بيره ده" نه "بيدۀ" او "و دۀ "جوړ کړی دی حالانکه بيره په اصل کښې د بيراه مخفف فارسى ده او دۀ ، ته، دی، بيره ته (بې ره ته) چې لار ترې خطا شوی وي زما په مجوزه لفظونو کښې مطلب پېدا کېږى. خصوصاً مطلع کښې د څلي (غمي) په ځائی څيلۍ او د په ګوته، په ځائی پګ ته ،څېلۍ چې د تورو وېښتو نه جوړېږى د تورې بﻻ سره يو تشبيهى تعلق لرى .د پښو او سر تضاد شعر کښې ښکلا پېدا کړې ده زما مقصد هم دا مطلع ده د مقطع بې راه روى پکښې هم راغله. د رحمان بابا په کلام کښې کم از کم درې لفظونه داسې دي چې خالص د يوسفزو لهجه ده ( بيا په په اخره کښې د رحمان بابا دا غزل د قوافى او روانۍ په لحاظ کمزوری دی سوب يې کراماً کاتبين دى.
حوالې: کامل او مومند _ د رحمان بابا کليات کوهاټ روډ پېښور 1984ء ص 179
مهجور پرويز د على محمد مخلص ديوان پښتو اکيډيمى کال نۀ لرى ص 533