Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بنګړيوالې لوبه
[20.Jul.2017 - 14:46]د بنګړيوالې مشهوره لوبه
لیک:عبدالله استاذ د نوښار
(د مولانا عبدالله استاذ د نوښار نوم به چا نۀ وى اورېدلی .هغوى فاضل ديو بند وو، هغوى د نعتونو او حمدونو ډېر کتابونه ليکلى دى د هغوى جوړې کړې لوبې چاربېتې او رباعيانې د هغوى په "ذرات خورشيد المعروف په کلام لبيدِ افاغنه" نومې کتاب کښې د هغو شاګرد حاجى محمد صاحب د پندو کلى راغونډې کړې دى او د کتب خانه اکرميه قصه خوانۍ پېښور له خوا چاپ کړى دى. د هغوى د بنګړېوالې لوبه چې په خپل وخت هم ډېره مشهوره شوې وه او اوس هم يوه ژوندې سندره ده. د "پاڅون" لوستونکو ته سره د مننې ډالۍ کوؤ.) (اداره)
سپينې باريکې لېچې تشې ګرځومه
بنګړيوالې _ ترورې _زمونږ کوڅې ته راشه
سپينې باريکى_ ليچې ابدارې
ګرځوم تشې _کـــۀ راشې خوارې
د ورور په جنج _ تلمه په لارې
ټوپ مې وهلو په لښتى راپرېوتمه
بنګريوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه
بنګړى مې مات شول_ ښۀ بلوري وو
د شيشــو ډک (ښـــۀ) _سراسرى وو
څـــۀ د لاهؤر_ څـــــــۀ کشميـــرى وو
ذرې ذرې شول ورپسې ارمان کومه
بنګړېوالى_ ترورې زمونږ کوڅې ته راشه
وې جونه مستې_ په جنج روانې
پـه مسخرو تلـې_ چوزې نادانې
شى دې مېراتې_ لــرې سخرانې
د بــرمــه لار د اشنغر پرېستې يـمه
بنګړيوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه
بنګړى به درکړم _ پــه ټاپه ختى
د نقـاشانـو _ د لاسـه وتى
پکښې به جوړوى _ زعفرانى قوتى
کۀ خوښ دې نۀ شو مال به بيرته درکومه
بنګړيوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه
ای بنګړيــوالې _ واوره کلام
راځه په مياشت کښې_يوځل مدام
بنګړى به اخلم _ په پـــوره دام
په شرنګهاريې عبدالله خوشحاله وومه
بنګړيوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه