Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
څلوريځې
[25.Jul.2017 - 14:04]ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی
(څلوريځې)
۰۱ بني سراييل پر فلسطین ظلم کوي ~~ پر سوريې باندې پوتين ظلم کوي
د عربانو سپرلي لاړل په خزان واوښتل ~~ شیعه پر سُني، تور پر سپین ظلم کوي
****
۰۲ تُرکان پر کُردو ستمونه کوي ~~ پارس او عرب پټی کُردونه کوي
درد ېې رسېږي و مظلوم ولس ته~~ دلته او هلته هجرتونه کوي
****
۰۳ د تور پنجابي مفته غوا لنګه ده~~~ پر بلوڅخوا او پشتونخوا لنګه ده
د چین،فارس،روس او انګریز په وسلو~~~ افغانان وژني ،امریکا لنګه ده!
****
۰۴ امریکا مسته له ویڅکي او ودکا~~~ هېر ېې اِنډین،ویتنام،هټلر،ناګاساکا
په شین ډالر لوټ،ملکونه لووټ کړي~~ د مور په بم ووژني شینوار،ملامت تا او ما کا!
*****
۰۵ آیسسیس ؟ میدیا وايي اِسلامِک سټیټ ده!
زما په فکر اول اِسیس ېې اسراييل سکریټ ده!
او دوهم ييس ېې آی-اِس-آی + اِم آی ثِکص !!!!!! وبوله!!
مُضلِم پر مُسلِم قتلوي خو میلیټیر پریټ ده!!
* الله ج. دې د مظلومانو صفوف قوي کړي او پر ظالمانو، قاتلانو، غاصبینو او...... عذابُُ الیم نازل کړي . آمیین یا رب العالمين.
بلجیم /بروسل/ ۳.ځمری ۱۳۹۶=۳ ذوالقعده ۱۴۳۸= ۲۶ جولای ۲۰۱۷