20.9.14 دکُرمې په غاړه ـ افسانه
20.09.2014 لیک: پروفیسر اسير منګل
ټيک پنځه ويشت کاله پس زه بيا دکرمې په غاړه په يوه غټه تيږه ناست يم لاندې چپے چپے خړے او به بهيږي زه چې ورته ګورم ما په يو جړک کله ماضي ته ديکه کوي او کله مې دحال په ځانګو کښې ځنګوي دګرمۍ زور دے دعلاقې زلمي او هلکان لامبي څوک په يو بل اوبه وراچوي او څوک يو بل له غوپے ورکوي څوک دتړے په خوا کښې چپو ته ځان حواله کړي، بيخي درک ئې ورک شي او بيا په لږ ساعت ښکته دتونانو جنګۍ سره اوځي يو نيم هلک چې ګرځندي کښې ګير شي چغه کړي خو بيا ډېر زر ديو فاتح په حېثيت داوبو بلې غاړې له پورے شي دلته درڼو اوبو صفا يخې چينې هم شته هلته دپوخ عمر او يا دتېر عمر خلقو ګڼه ده--- ژڼي کُرمې له راځي د دوئ خيال دے چې د ګرمکو علاج يوازې دغه خړې اوبۀ کوي ما هم په دې اوبو کښې ډېر زيات لمبلي دي او په سوزېدلو ګرمکو مو دغه خړې اوبه لکه ديخ مر هم لګېدلي دي
يوه ورځ چې زه دشنو پټو په څنګ کښې ستا دکور سره تېردېدم ما داسې ګڼل لکه چې زما څوک لاره څاري ما چې په شاوکتل ته ګوټ پېر کښې پټه شوې ځان دې ناغرضه کړو ما هم دقسطه توجه درنه کړه زړۀ کښې مې تېر شول زما به څوک څه لارې ته ګوري دا زما غلط فهمي هم کېدے شي---- بله ورځ چې زه کله سحر وختي سکول ته تلم ته دکور په بلۍ ولاړه وې او ما چې ولېدے زړۀ مې او درزېدو اوس زه شکي غوندې شوم او دغه شک ديو مکمل درد شکل واخستو بيا به ته ما اکثر په لارو کوڅو کښې سهي کولې زه په دې نه پوهېدم چې دا په ما څه کېدل زه لکه دلېوني به هر مازيګر دکُرمې غاړې ته راتلم په دې تيږه به کښېناستم تا به منګے په سر دخپلو ملګرو سره تېرېدے ما به درته وکتل او تا به هم کتل زه نه پوهېدم چې دا وخت ستا دزړۀ تاثرات څه وو ما نه خو به چې يو ساعت هم ستا دېدن قضا شو وخت به ودرېدو
زه اوس هغه چينې ته ګورم هغه چينه شړه ده اوس هلته څوک يخو اوبو له نه راځي مخکښې به په دې ډېره ګڼه ګوڼه وه خواوس--- دچينې نه بره په لږه فاصله هغه درمن هم ماته ښکاري دلته که دغوبل هغه منظر نشته خو بيا هم دخدائ فضل دے دا ډاګه اباده ده وړه لګيا دي کرکټ کوي دمخکښې نه هم زيات حشر نشر دے
دتيږې نه لاندې کُرمه غړمبيږي، چپے چپے خوريږي، هلکان لامبي يو بل له ديکې ورکوي مستيانې کوي داسې په خړت خړت خاندي لکه دغم تورے هډو پېژني نۀ، زۀ ګورم تماشه کوم په دې هلکانو کښې ستا ماشوم سهي کوم ما اورېدلي دي چې دهغه اوس شونډه شنه شوې ده هغه بالکل تاته تلے دے که زما مينه رېښتونے وي زه به چرې هم دهغه په پېژندګلو کښې تيندک ونه خورمه
يو سحر زما په زړۀ کښې تېر شول زۀ به تر کومې پورې هغې ته ځير ځير ګورم او هغه به ماته، هغه که خاموشه ده ښځه ذات ده زۀ خو سړے يم، زه ولې دومره بزدله يم زۀ به هم نن خپله مور هغوئ کره ورلېږم هره ورځ به ما هم دغسې دځان سره وئيل او هر سحر به دغه خبره زما دشونډو نه زړه ته واپس داسې غورزېده لکه چې دکوهي دوېخ نه ختلے کاڼے واپس تل ته بيا ورلړه شي او ديو غړمب نارې سره په اوبو کښې ارتعاش خور کړي دغسې حالت به زما هم شو ماتۀ پېژندے ماته خپل ځان هم معلوم وۀ-- ما به که خپل زړۀ ډېر هم ټېنګ کړو خو چې ستا دپلار هېبت ناکه څېره به رامخکښې شوه زۀ به لکه دشګو دېوال ونړېدم او بيا ما هغه وخت هم وليدو چې ستا ډولۍ زما په وړاندې تېره شوه دې ورځو کښې ما په کالج کښې سبق وې ما نه هر څه پاتې شول زه پوهېدم چې ستا به څه حال شوې وي زه چې د ځانه خبرېدم مور راته دکټ سر ته ناسته وه په قلار قلار ئې ژړل
دتيږې لاندې کُرمه په تيزۍ سره چپے چپے کيږي هلکان په مزه مزه اوس دابو نه راوځي او دخپلو کورونو مخه کوي ماهر يو هلک ته په وېره وېره کتل اخري هلک هم لاړۀ ما په کښې ستا د زړۀ ټوټه سهي نه کړه څومره څومره چې ورځ زوال مومي دومره دومره دکُرمې غړمبا سېوا کيږي مخامخ غر نه چپلۍ او ګډے راکوزيږي اوشپون ئې دکلي په لور راغونډ وي
هغه شپه چې ته په سره ډولۍ کښې لاړې زه يو څو ورځې سم پوخ پريوتم ماوې بيا به پانه څم خو انسان ډېر سخت دے چې ښه شوم نو داکلے سپېرۀ سپېرۀ لګېدو او بيا زه پوخ ښار ته لاړم اوس دلته زما يو ښۀ کاروبار دے يو څو کسان مې پېژني کله کله مې په زړه کښې داسې راشي که هغه وخت ستا پلار زما دې بې شميره دولت نه خبر وے کېدے شي چې هغه زما په حق کښې فېصله کړې وے هغه ته پېسې ډېرې ګرانې وې او هغه به ضرور دا فېصله کوله اوس زۀ خبر شوے يم چې ستا دژوند ملګرے په دې دنيا کښې نشته او زلمے زوۍ دې بې روزګاره ګرځي زه نه يم خبر چې ستا خاوند څرنګه تانه همېشه دپاره سترګې پټې کړې خو دومره پوۍ شوې يم چې ستا اوس په دې نيمګړې دنيا کښې هم دغه يکي يو ډکے دے او هغه هم بې روزګاره، ما هغه دکُرمې په غاړه دکلي نورو هلکانو کښې ډېر زيات ولټولو خو ما بيا نه موندو شايد ماته دهغه پلار نامه نه وه ياده او يا زما په شونډو نه راتله او ستا په نامه هغه چانه پېژندو او نه داخلق ديوې ښځې نوم اورېدو ته تيار دي
زه په اوچته تيږه ناست يم لاندې کُرمه چپے چپے بهيږي مخامخ دسرو تيږو غر دے خلق ورته "بکر کاڼے"وائي، دلته چې يو کاڼے دبل کاڼي سره وجنګيږي اور اخلي ما هم ددې غرۀ لمن کښې اور اخستے دے بره دنمر سترګه ددې غره په شا کښې په اخري سلګو ده سيوري اوږدۀ شوي دي دا غر اوس يخ پخ دے خلق ترې راکوز شوي دي دلته اوس څوک يو کاڼے په بل کاڼي نۀ اولي ما چې ددې غره په خوا کښې کوم اور اخستے وۀ هغه هم اوس مړدے لمبے نشته تاؤ شته، ګني زه به ولې دښار نه راتلم ما ته چې ته راياده شې زه دګڼو بچو په مينځ کښې خپلې دژوند ملګرے نه مخ واړه وم هغې څو څو ځله زما دارويه محسوسه کړے ده او دخپل زړۀ خبره ئې داسې کړې ده
"بلاموده دې راسره واړه ؤله خو زه ستا په مينه پوئ نه شوم"
اوس دا دے تياره راخوريږي دکرمې غړمبا نوره هم زياتيږي ما به چې کله کله ته دلته سهي کړې ما به داسې فکر کولو لکه چې ته ما ته وائې:
" په دې تيږه ډېر مه کښينه سترګې به درباندې تورے شي او اوس ماته داسې ښکارې لکه چې په ما سترګې توريږي او درنګ ساعت له به زه دکرمې په خړو اوبو کښې لاهو شم خو نه --- داسې نه شي کيدے ته لا ژوندے ئي------ او ته لا ژوندے ئي--------او زما دا دنيا هم ستا د پاره خوښه ده
زه دتيږي نه راکوز شوم کُرمه چپے چپے روانه ده دماښام لړه خوره ده زه دکلي په لور په نازړۀ قدمونو روان شوم کله چې دژرندې اړخي ته راورسېدم يو اواز مې واورېدو،"کاکا---------ته مسافر ئې؟"
ما چې شاته وکتل يو زلمے زما په وړاندې ولاړ وۀ هم دا هغه ژرنده وه چې تابه کله نه کله ورته دانې راوړلې او دلته به دې اوړۀ کولې اوس داژرنده پرچاؤ ده کوټه ئې ړنګه او وياله ئې وچه ده ددې په خوا کښې ديو بابا جي قبر دے اول دلته يو څو قبرونه وو اوس دلته يوه وړه غوندې هديره ده
"کاکا جي--------"
او دې غږ سره لکه چې زه دخوبه راوېښ شوم او زما دخولې نه بې اختياره وختل
"او بچيه! زه مسافر يم------"
او بيا زه هغه سره دبابا جي زيارت له لاړم دلته يوه ښځه په پټ مخ ناسته ده زما په راتلو هغه ديو ورکوټي ديوالګي شاته کښېناسته څه شېبه پس زلمي په پوستي کښې پټه حلوه راوړله او زما مخې ته ئې کښېښوده نن دجمعې شپه ده دجمعې په شپه خلق دلته خيراتونه او صدقې ورکوي
"کاکا جي! دا وخوره خورده"
"خو زما زړۀ ته حلوه نه کيږي"
دلالټېن په رڼا کښې چې زه دزلمي سترګو ته ګورم زه بيا ډېر لرې ديکه کيږم زه داسې وايم لکه چې هغه زما مخې ته ناسته وي او په سترګو سترګو کښې ماته وائي هم دغه زما يکي يو زوئ دى دې سره زه هغه ساعت دخپل ځاې نه پاڅېدم
"کاکا جي! تاخو څه ونۀ خوړل؟"
"او بچيه! زما زړۀ ته نه کيږي"
زه دهغه ځاې نه روان شوم هغه ښځه هم پاڅېده ما چې په شا وکتل هغه زرکښېناسته ما هغه ښه په ډک نظر وليده زما زړۀ يو وارې بيا بې واره بې واره و درزېزدو او بيا ما کتل چې زلمے وړاندې او ته ورپسې روانه شوې لکه چې تا هم زۀ ----------"تا به بيا بيا شاته کتل ستا په سترګو کښې هم هغه ځلا هم هغه پړق وه او بيا ته په پټ مخ خپل کور ته لاړې او زه لکه دګونګي دکُرمې په غاړه په بوږنؤنکي تياره کښې لکه دبت ودرېدم پنځه ويشت کاله مخکښې چې ته په سره ډولۍ کښې تلے وے هم دغه شان زه بيا ځان له يوازې پاتې شوم زه هغه وخت هم بې وزله بې وسه وم چې زما دلته کور وۀ او اوس خو يو مسافر يم نه مې کور شته او نه مې څوک پيژني
اسيرمنګل Prof. Aseer Mangal