Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بې قراري
[03.Aug.2017 - 18:40](اجمل خټک)
لکه ټپه د یو ماشوم شپونکي د خولې نه اوځي
په کاڼو, بوټو کې خورېږي ځي ورکېږي چرته؛
لکه وږمه د خوشبو ډکه د ازغو په منځ کې
په پاڼو پاڼو کې ګډېږي ځي خورېږي چرته؛
لکه یو پاکه پلوشه د سهارني ستوري نه
په توربښن سهار رالوېږي ځي تتېږي چرته؛
یا لکه اوښکه په لېمو کې د نیمځلې کونډې
چې بې اسرې غوندي ښکارېږي ځي پټېږي چرته
همزولو! داسې مې د زړۀ تاوونو واخستمه
لکه لوګې د اسوېلو یې تاوېدونکی یوړم
د اباسین د زور او شور چپو ته اورسېدم
چپې تش ځګ وو او چرې یې اسوېلي پاتې وو
د اټک ورته د خپل زوړ غیرت په ډاډ ورغلم
خو مړې ایرې او څۀ د نښې میخکي پاتې وو
د کوهستان په مټه ؤرو خانو وګرځېدم
د وښو ځالې او د خټو څو بُتکي پاتې وو
لاړم تور غر ته. ما وې! هلته خپل زمري لټوم
غارونه شاړ و, پُسی نوکې زمرکټي پاتې وو
همزولو! داسې مې د زړۀ تاوونو واخستمه
لکه لوګی د تنارۀ یې غرېدونکی یوړم
د خوشال خان د غیرتي وینې په څړیکه راغلم
تش څو ځونډي او د شا ډولو په ګډا واؤړېدم
ما وې چې ځم د اېمل خان د تورې زنګ څټمه
او چې باړه کې د سیلیو په شغا واؤړېدم
د دریا خان په انغرې کې مې بڅرې کتل
د پټیانو په دروغ او په رښتیا واؤړېدم
د یوسفزو درنو درنو مېرو ته اورسېدم
د درمن خوا کې د نَهرو په ژړا واؤړېدم
دغلته نور هم د زړګي تاوونو اوزپلم
لکه لوګی د سوي زړۀ یې حسېدونکی یوړم
درنې درنې هوجرې مې ولیدلې شاړې پرتې
د مسټرخان بنګله کې سپی وو. زۀ ورتلی نۀ شومه
په محرابونو کې تیارۀ وه. بوږنېدمه ترېنه
د مولانا په خوا کې صېب وو. زۀ یې لیدی نۀ شومه
د لویو خونو د سپین ږیرو خلکې پاتې نۀ وې
د بنګله والو په تنګ سوټ کې ځایېدی نۀ شومه
په لویو انغرو کې کچه درب ټوکېدل
وو هوټلونه ډېر اوچت زۀ رسېدی نۀ شومه
ملګرو! دغلته د زړۀ تاوونو وژړولم
د زړه لوګې په اوښکو ترې زنګېدونکی یوړم
ما وې د خپل بابا د دروند پټکي تپوس کومه
یو د ټوپئ خاوند د لرې نه سُوک وڅنډو
ما د خوږې ابئ د تور پړوني غم کولو
یوې بیګمې راته پير او استاد وکنځلو
ما ارت تندی, لوی شکری او ډک کندوان ولټول
د چیټاکو په خاوندانو مې ځان وزپلو
زۀ ګرځیدم د پښتنو په ورورولیو پسې
د زمانې په ګُلډانګانو مې ځان وخوړولو
همزولو! دغلته د زړۀ تاوونو پرېنښومه
لکه د اوږی اسوېلی یې زېرېدونکی یوړم
د شهیدانو په درنو درنو هدیرو وګرځېدم
ډیوې یې مړې, جنډې کږې, شګې خورې پاتې وې
د مړنو ستانو تر پاکو انغرو ورغلم
لاړي کاږه, پورونه مات, ایرې سړې پاتې وې
د قباګانو, عمامو ولونه مې ولټول
دې د پاکۍ جامه کې بس تشې نخرې پاتې وې
په درمسال کې مې سر لوڅ کړو؛ بیا جمات ته لاړم
دې سپینو سپینو محلاتو کې تیارې پاتې وې
همزولو! دغلته د زړۀ تاوونو پرېنښومه
لکه لوګی د مړ مشال یې نالیدونکی یوړم
د پنجور باتور اوچتې ځالې تشې پرتې
پکې یو خوشي ګوګوشتو تش اوازونه کول
تر اسمانکو او واؤرینو څوکو اورسېدم
هلته وریځو کې بجلیو سازشونه کول
د شنو رغو, پخو درو او تورو غرو لمنو
په تیرو پلونو پسې بیا بیا اوازونه کول
د غیرتونو هغه ځالې څو تیلي پاتي وو
چې تندرونو به یې برش ته سلامونه کول
همزولو! دغلته مې د زړۀ تاوونو پرېنښومه
لکه اواز د مات منګي یې ماتېدونکی یوړم
ما وې شین اسمان ګُنبت کې چرته لاره کوم
چې د دې وران ویجاړ مزل یې تناوونه پرېکړم
ما وې په پُل د کهکشان یو لېونئ منډه کړم
چې د برجونو یې کاږه واږه څانګونه پرېکړم
ما وې که اوس مې د چا غټ مُلایان سور کافر کړي
خو! بس ورځم چې د دې زوړ نظام رګونه پرېکړم
ما وې چې ځم که هغه خدای تش د غټانو رب وي
چې ورته پښو کې د دې اوږو نه حلقونه پرېکړم
چې یا په ځای د سړیتوب ځان ته خپل کور جوړ کړم
یا د ظالم د تورې سیوري لاندې ګور جوړ کړم
(دپښتو د ادب پلار اجمل خټک)