Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شعر
[08.Aug.2017 - 11:41]چـې مـهــتـر کـا لـه کــهـــتــر (1) ســره اړۍ
بــدلــوي لــه ســادگــۍ شــال پــه شــــــړۍ
چې بل بولي د سپي زوي هغه هم سپی وي
نــه کــا ســپــي ســره نــښــت زوي د سـړۍ
لـه هـغـه چـې ولـې سـپـی پـه کـاڼـو لـوټــو
دا بــهــتــر دی چــې ورواچــوې نــمــــــړۍ
هــی تــوبــه شــه لــه دغــه نـامـه نـښـانـه
چـــې دې ودروي د بــــــدو لـــه کـــــــــړۍ
پـه پـيـرۍ کې د ځـوانـيـې چـارې نـه شـي
مـــه ږده ای زړې بـــوډۍ پــــه ســــر دړۍ
هـره چـار لـه خـپـلـه وخـتـه سره زيب کا
سـپـيـن ويـښـتـه نــه دي د څـڼـو د څــړۍ
پـــه دنـيـا ټـپـريـده ډېـر نــه دي پــه کـار
څــه څــمــلــې لـه دې بــوډۍ غـاړه غـړۍ
د مـهـتـرو پـه ځـاي مـه کـښـيـنـه کـهـتره
د وريــښــمــو پـــه نـرخ مـــه پـلـوره وړۍ
د پـيـړۍ صـد سـالـه عـمـر صــدقــه شـــه
د ځــوانــۍ د شــپــو د ورځـــو تـر گـــړۍ
چې دا هسې سپين سپيڅلی نصيحت کا
مــه کــړه خــداي د "حـمـيـد" ژبــه تـتـړۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1) مهتر ــ مشر , کهتر ــ کشر
عبدالحميد مومند