Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
رڼا مۀ وژنئ
[11.Sep.2017 - 20:14]پروفېسر محمد اسلام ارماني
رڼا مۀ وژنئ
څوک چې رڼا وژني تيئرې راولي
دوي به د ښې ورځې مخ اونۀ وينى
دوى به هم دغسې ټکرې خورى تيئرو کښې مدام
دوى به شمکور وى دوي به هېڅ نۀ وينى
څوک چې رڼا وژني تيئرې راولي
دوى به د سپى د لکۍ خوار وى مدام
بوئي به ترې خېژى د مردارې په شان
ځکه چې دوى رڼا ته لارې نيوې
دوى د الله په زمکه ظلم کوو
خو ظلم کله روزي کېږى د چا
وخت د حساب او د کتاب شته دے
خو دلته نشته دے انصاف ملګرو !
دلته کښې هره ورځ ظلمونه کېږى
دلته په لويه لار قتلونه کېږى
خو څوک به لاس د ظالمانو نيسى
په غټو غټو ورته ګورى مدام
لکه چې ټول ړاندۀ وى
د دوى نه هېڅ ځائے د تپوس نشته دے
د دوى نه هېڅ حق د ګيلې نشته دے
ځکه چې دلته ځان ځانى جوړه ده
دلته لا بل شان له خانى جوړه ده
دلته د وينو ارزانى جوړه ده
بس يوه لوبه جوړه کړے ظالم
ځکه خو دلته څوک رڼا نۀ پرېږدى
د خدائے دپاره کړئ
رڼا مۀ وژنئ