Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اوس به څه کېږي
[11.Sep.2017 - 20:16]تا نهٔ وفا کېږي او که نهٔ کېږي؟
زهٔ خو مین شؤی شم، اوس به څهٔ کېږي؟
ـ
څهٔ خو کؤه ګلې چې دې یاد یمه
ما سره چې بد کړې، هم به ښهٔ کېږي
ـ
ما به ورک کړي، تا به بندیوانه کړي
تا ته چې رقیب سپېرهٔ سپېرهٔ کېږي
ـ
حسن خو خدای تا لره درکړی دی
ګل هسې نامه ده، په نوم څهٔ کېږي؟
ـ