28.10.14 تاريخ راغبرګيږي د تاريخ پاڼه
28.10.2014: ليك: محمد نعيم كاكړ
كه افغانانو د تاريخ څخه زده كړه كړي وي دوي به د پيړيو پيړيو څخه د داسې ناخوالو سره نه مخامخ كيدي ولي چې په هره پيړي يا لسيځو كښې چې دوي د كومو ناورينونو څخه زيات كړكيچن وي او ترشاه ډېر بدعوامل پريږدي لكه د پنځه ديش كلونو څخه چې دهغه تور ناورين روان دي او د ختم كيدو يې څه آثار او نخښې نښاني نه ښكاره كيږي او افغان خوار ولس هم په دهغه هيلو كښې چې د دوي ژوند مرګ هم په كښې نخښتي وي ژوند كوي ځموږ ډنډه دانه ده چې دلته څوك پړكړو يا يې بريالي وګڼو ځكه چې ودي ته د كتابونو د ليكوالو اړتياده دابه ومنو چې افغانستان په يوه داسې جغرافيائي ځائي او موقعت باندي كرار لري چې د هر چا خوله اوبه ورته كوي او غواړي چې په خپل زور او ځواك يې لاندي كړي خو د افغانستان تور يالي ولس د ډېرو خواريو او مشكلاتو سره سره په دوو لاسو و دوي ته غاږ ماتونكي جواب وركوي او وركړي يې دي خو د بده مرغه بيله د څو په ګوتو شميرونكو حكمرانانو يا مشرانو نور ټولو داسې انتهك عمل نه دي كړي چې موږ يې و ننګوونه دوي داسې تګ لاره د تاريخ په اوږدو كښې لرلي ده چې په خپل ولس يې باور كړي وي دوي د خپلې واكمني دپاره د ورور وژني پلار وژني او د خپلوانو د سترګو استلو يا وژلو او بندي كولو څخه هم ډه ډه نه د كړي چې بيا ډېره ورته دريدلي ده يا يې ماته خوړلي دي و نورو ملكو او واكمنانو ته ځان رسولي دي يا يې د دهغه باندنيو په وږه په ورور يې بريد كړي دي ددې سره سره چې په دهغه ناخوالو كښې لوئي لاس هم د دهغه باندنيو دو چا هم غوښتو داسې ولي چې دوي د پاچاهانو و څنګ ته خپل لاس پوځي افغانان كښينولي وو چې د لومړي ورځي څخه نيولي بيا تر نن پوري دا هر ه روان دي.
لكه وړاندي چې وويل شول چې د تاريخ څخه د حكمرانانو د نه زدي كړي د كبله نن تاريخ په موږ باندي په وارو ارراغبرګيږي نن چې كوم صورت حال د افغانستان جوړ دي ځما په اندد اميرشيرعلي خان ته ورته دوردي چې يوه نيمه پيړي د مخه وو خو وخت او زمان د كبله به سل په سلو كښې نه وي ورته ورته خو د ۱۸۶۰ء شاوخوا كلو ته ورته دي خو د يوه خبره بيخي څرګنده ده چې لك څنګه چې انګريزانو نه غوښتو چې افغانستان او افغانان دي په كراره ژوند وكړي هم دهغه بهير اوس هم روان دي چې دوي خپله لاس وګريوان وي چې ددې وشاته يو لوئي سياست روان دي خبره د امير شيرعلي خان وه كله چې د تركيې سلطان عبدالحميد و امير ته ليك را واستوي چې افغان امير دي د انګريزانو سره ښه اړيكي وساتي او غوښتني دي ومني او د روس څخه دي ځان ليري وساتي امير شيرعلي خان د انګريزانو ډېر لوئي مخالف وو دوي د سلطان د ليك په جواب كښې په خپل ليك كښې وليكل چې د انګريزانو په دوستي باندي اعتماد نه شې كيدي انګريزان د ضرورت په وخت خپل دوستان او ملګري هيروي او دوي پرته له مرستي څڅه قسمت او سرنوشت ته نه پريږدي دا ډېر اوږد مګر ډېر تاريخي ليك دي چې دلته ځائي نه شو وركولي خو د ليك ددې د مخه د مخه چې استنبول ته ورسيږي په لندن كښې د باندنيو چارو وزارت ته ورسيدي چې په دي ليك باندي انګريز لوړ پوړي ډېر په خښم او عصبي شول.
سيدجمال الدين افغاني چې په ۱۸۵۵ء كښې ځينو باندنيو ملكو ته د سفر وروسته راستون شو نو ډېر څه د خپل ملك دپاره د كولو نيت لرلي نو د انګريزانو په لمسون باندي محمد رفيق خان لودهي امير ته كركه رامخ ته كړه او سيدجمال اين افغاني ودي ته اړشو چې خپل ټاټوبى پريږدي خو دوي اميرشيرعلي خان ته ليكلي وو چې انګريز د ټول مشرق يا خيتځ دښمن دي خو ددي كبله د انګريز بريدلي دي چې په د خيتځ د ملكو ټول نظامونه داستبداد په بنسټ ولاړدي او خلګه د ناپوهي څخه د خرافاتو په كنده كښې پراته دي او د دهغه ملتونو ته د نجات وركولو وظيفه د باچهانو په عهده ده خو سيد جمال الدين افغاني د هيواد څخه ولاړي او بيا نه راوګرځيدي خو دده نظرياتو په افغانستان اغيزي وكړي بلې خواته د زار روس تاو تاو و افغانستان او منځني آسيا ته كيدي داخبره يې كوله چې دوي دوحشانو سركولي كول غواړي چې په دهغه سيمه كښې ژوند كوي.
اميرشير غوښتو چې افغانستان يو ناپيله خپلواك او پرمخ تللې هيواد وي او انګريزانو او روسانو سره ښه اړيكي ولري دوي يوه اته كسيځه كابينه ياد وزيرانو شورا اعلان كړه چې مشر لومړي وزير اجرايوي رئيس اعلان كړي او نور ډېر نوي او پرمختيائي كارونه يې تر سره كړو امير يو بشپړه او منظم پلان درلو د او غوښتو يې چې ټول ولايتونه په يوه چوكاټ كښې واچوي خو انګريزانو كله غوښتو چې دلته چې يو بشپړه او منظم او پياوړي دولت منځته راشې په داسې حالاتو كښې چې د امير په لغل كښې قاضي قادر غوندي جاسوس هم درلو دهغه به هره ناسته چې د امير سره پيوند كړه ټول حال به انګريزانو ته هم دهغه سړي رسولي خو نور محمدشاه كندهاري چې د امير به هم ځان ورساوي او د كابيني مشري به نورمحمدشاه كوله.
امير غوښتو چې خپلې كواوي او پوځونه د وخت د غوښتنو سره سم جوړه كړي ولي اوسينو ځواكو دا توان نه لرلي چې د نوو جګړو كښې په ښه ډول وجنګيزي دوي غوښتو چې و خپلو ځواكونو ته د جنګ چاري تكنك روزني او جنګي زده كړو وپسولي دوي حسين علي خان د يوشمير روزل شوو او تجربه لرونكو افسران چې زياتره پخواني پوځي افسرانو وو و افغانستان ته راوغوښتو چې سردار بهادر غلام تفشبند عبدالمجيد او فتح علي خان وو چې افغان ملي اردو ته د ښوونكو په حيث راوغوښتو خو د بده مرغه دا ټول د انګريزانو جاسوسان وو دا ځكه چې انګريز نه غوښتو چې افغان ځواكونه پياوړي شې خو بيرته هم د افغانان ځواكونو ټولګي او قطيات جوړشول چې د كابل په ګډون او نورو لويو لويو ښارونو ته ورسول شول په رښتيا هم د هغه يوه روزل شوي اردو وه چې دهغه وخت په ژبه اردل پلټن ورته ويل كيده خو بد مرغي هغه وخت رامخ ته شوه چې كله انګريزانو په دويم وار په افغانستان يرغل وكړي خو اميرشيرعلي خان اجازه ورنه كړه چې د انګريزانو سره وجنګيږي ددې سره سره چې د انګريزانو پوهانو ويل كه امير دغه اردو د انګريز و سيالي ته را استلي وي دوي به انګريزانو ته كلكه ماته وركړي وي.
د امير ټاكل شوي لومړي وزير سيد نور احمدشاه كندهاري چې رښتني افغان وو د اميرشيرعلي خان ښې لاس وو او ډېر باور يې ورباندي كوي او د انګريزانو سره به د اسټراټيجك خبرواترو ته ګماري دا سړي دومره پوه او د خپل هيواد سره دومره مينه لرله چي انګريزان پخپله ګوته په غاښ ورته پاته وو ويل كيږي چې په هند كښې د انګريزانو د لوړ پوړو سره يوه غونډه چې امير هم په كښې ناست وو ټولو د انګريزانو په جامو كښې وو خو يواځي سيدنور احمدشاه په خپلو افغاني جامو كښې ورسره ناست وو د اميرشيرعلي واكمني د سيد نور احمدشاه د ذكر نه كولو څڅه نيمګړي پاته كيږي امير دوست محمدخان په وخت كښې چې كومي لوزنامي شوي وي نور احمدشاه په پيښور كښې د انګريزانو سره په دهغه لوز نامو مخالفت ښكاره كړه او ورته وويل چې ټولي شوي لوزنامي چې د انګريزانو سره شوي دي دا يو اړخيزه او يو جانيه دي لكه دا چې دا لارښودنه شوي ده چې د انګريزانو دوست به د افغانستان دوست وي او د انګريزانو دښمن به د افغانستان دښمن وي خو افغانستان په دهغه لوزنامو يو ډول غبرګون نه دي ښكاره كړي نو راشې چې دهغه لوزنامي د سره څخه وچيړو د جنوري څخه تر مارچ تر مياشتي د سيدنور احمدشاه د سيال نور تر منځ اوږدي خبري وشوي دوي و انګريزانو ته وويل چې دا غوښتنه چې په افغانستان كښې دې و انګريز مامورينو ته ځائي وركول شې دا د دوي لويه تېروتنه ده ولي چې دا كار و افغانانو ته د منلو وړنه دي او څلويښت كاله د مخه د ښاغلي ميكاټن پيښه ځموږ مخ ته ده.
هم د دهغه خبرواترو په دوران كښې په ۱۸۷۷ء كښې سيد نور احمدشاه په ناڅاپي ډول مړشو او جنازه يې كابل ته ورسول شوه خو دا هم يوه د سيسه وه اومرموز مرګ وو خو په افغانانو كښې ډېرلوئي سړي هر وخت پيدا شوي دي خو د خواښني خبره داده چې يا خو د نورو په سازشونو د منځ څخه وړل شوي دي يا دوي پخپله سره وژلي دي..