(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.11.14پر پښتو کره لیکنه باندي د نیولوجیزم سیوری

12.11.2014: د ژبي کره کول یوه اکاډمیکه اړتیا ده . د نړۍ د ټولو ژبو ویونکو دا اړتیا حس کړې او ور سره سم یې د خپلو ژبو د بېلابېلو ګړدودونو (لهجو) څخه یوه سمه، سوچه، پر اصولو برابره او ټولو ته د منلو وړ ژبه را ایستلې او عامه کړې ده . د کره کولو په بهیر کي د یوې ژبي وینګ (تلفظ) لوستنګ او لیکل درې سره په پام کي نیول کیږي . تر کومه ځایه چي ما ته معلومه ده د نړۍ په ټولو متمدنو هیوادونو کي میډیا (Media) ژبه معیاري ژبه وي او د هغې له مخي وګړي خپله ژبه سموي . د پښتو ژبي کره کېدل هم د وخت غوښتنه ده او د خوښۍ ځای دئ چي دې بهیر ته له تېرو دېرشو پنځه دېرشو کلونو راهیسي ډېر پام اړول سوئ دئ . نیولوجیزم (لغت جوړونه) د ژبي د کره کېدني یوه برخه ده . دا چي موږ ته د پښتو نیولوجیزم څرکونه د امیر کروړه رانیولي تر حمزه شینواري پوري راښول کیږي، معنا یې دا نه ده چي په دغه اوږده واټن کي د ژبي د معیاري کېدلو له پاره هلي ځلي کېدلې . د امیر شېر علي خان، امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان په وختونو کي چي د پښتو د رواجېدني له پاره کوم تلاښونه سوي دي د ژبي د معیاري کېدني عنصر پکښي کورټ نه لیدل کیږي او نه د هغه وخت واکدارانو او د پښتو ژبي خواخوږو د معیاري کېدني اړتیا محسوسه کړې وه . دا د ژبي د ژوندي کېدو او بابېدو له پاره لومړنۍ هڅي وې چي موږ یې د احسان بشپړ منونکي یو . که تاسي د امیر شېر علی خان د وخت پښتو نظامي لقبونه او د امیر امان الله خان د وخت د پښتو مرکې لیکنۍ ژبي ته ځیر سئ ،و به وینئ چي د عربي ژبي په پېښو یې پخپله ژبه کي یو لړ مقلوب اضافي ترکیبونه په پېخر سره کوترم کړي دي . پخپله د پښتو مرکۍ نوم د پښتو پر معیار برابر نه و (مرکه د پښتو) یې بلله . زما مطلب کورټ دا نه دئ چي خدای مه کړه د هغوخواخوږو هڅو ته په درنه سترګه نه ګورم . د هغوی هلي ځلي د اوسنیو د لاري مشال وې او چا خبره سعي یې مشکوري دي . زما مطلب دا دئ چي د پښتو د کره کېدني هڅي ډېر زوړ تاریخ نه لري . له بده مرغه په تېرو شلو دېرشو کلونو کي چي چا د پښتو نیولوجیزم په وړاندي خپل ملاحظات ښوولي دي، ټولني ته داسي معرفي کیږي چي ګویا هغوی د پښتو د کره کېدني په مقابل کي ټینګار کوي . په داسي حال کي چي موضوع دا ډول نه وه او نه ده . پر پښتو باندي د عربیت تر اغېزې لاندي د ناوړه ترکیبونو عمومي توب ټول پښتانه خواخوږي ځورول . د ملایی پښتو دغو عبارتونو (په کتابو کي یې دفقه راوړي دي )، (نیت د لمانځه د اختر داسي دئ)، (شهادت ورکوم په وړاندي د محکمې)، (بر قراره دي وي تخت و بخت د پاچا د اسلام) او دې ورته جوړښتونو زموږ پر ژبه سیوري اچولئ دئ . د دغو جوړښتونو د سمون له پاره له طلوع افغانه رانیولې بیا د وخت تر پښتو ټولني پوري ټولو د خپل اهلیت و صلاحیت په اندازه کار کړئ دئ او دا چي کافي و یا نه و، بېله خبره ده . زما مشاهدات راښیي د کره کېدني (معیاري توب) بهیر چي هر وخت او په هر نیت پیل سوئ دئ، پای یې پر لغت جوړني (نیولوجیزم) درېدلئ دئ او نوري چاري ځني پاته سوي دي . زما د مسالې پر همدغه اړخ باندي غواړم خپلي لیدني او کتني بیان کړم او ورسره سم د دغه بهیر د ځینو نورو اړخونو په باب هم وږغېږم .

لکه وړاندي چي مي وویل د پښتو نیولوجیزم څرکونه موږ ته له امیر کروړه رانیولې بیا تر حمزه شینواري پوري راښول کیږي، خو د دغه بهیر د چټکتیا او زیاتي را برسېرېدني زمانه له تېرو درو لسېزو را پیلېږي . دغه کلونه دي چي د پښتو لغت جوړوني یا نیولوجیزم د اړتیا او څرګندتیا په برخه کي شعوري هڅي پیل کېږي او ور سره سم یې پلویان او مخالفین میدان ته راوزي . د نیولوجیزم بهیر که چا پیل کړئ که یې کږلئ دئ، دواړه د پښتو ژبي خواخوږي وو او دي . دواړه له خپلي ژبي سره د میني په مقصدلاس و پښې وهي . دا نه د جګړې ډګر دئ او نه د سیاست میدان چي څوک پکښي ماته خوري او څوک پکښي بریالی کیږي . که د پښتو نیولوجیزم یا د پښتو کره لیکني بهیر ته په دغي روحیې سره څوک وګوري اوو یې څېړي زما په خیال ګټه به یې ډېره وي . نیولوجیزم په حقیقت کي د پښتو کره لیکني د لوی بهیر یوه کړۍ ده . نوري کړۍ یې د زړو لغتونو را ژوندي کول (ارکاییزم)، له ګړدودونو څخه د لغاتو را ایستل او دغه راز له نورو ژبو څخه را پورول دي . لکه وړاندي چي مي وویل د پښتو نیولوجیزم منظم او سیسټماټیک بهیر له تیرو درو لسیزو را پیلېږي خو د ارکاییزم برخه یې یو څه مخکینی تاریخ لري او کله چي موږ د پښتو د لرغونو لغتونو د بېرته را ژوندي کولو او یا له محاورو څخه و لیکني ته د را لېږدولو پر بهیر ږغېږو، نو د انصاف په حکم باید د فاضل استاد پوهاند رشاد صاحب (١) هلي ځلي له پامه وانه چوو . استاد د لرغونو لغتونو یوه لویه برخه نظم او نثر ته را نقل کړې ده او ډېر داسي لغتونه یې په لیکنه کي کارولي دي چي په محاوره کي وو خو قاموسونو ثبت کړي نه وو . ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د (لودي پښتانه،  د پوهاند رشاد تالیف) په سریزه کي لیکي : ٌ . . . . ښاغلی رشاد په پښتو لیکلو کښي داسي لغاتو (زاړه لغات ، م . هوتک ) ته زیات مایل دئ او د پخوانو په شان ځیني زاړه لغات په زاړه ډول استعمالوي، دا کار د ځینو مړو یا نیمژواندو لغاتو د ژوندي کولو د پاره ښه دی او ده پکښي هودغه ګټه لیدلې ده ٌ . 
ددغو لغتونو لیست زما د همدې لیکني تر بحث وتلې خبره ده ځکه نو نه پر ږغېږم . داسي ښکاري چي د کره لیکني بهیر اوس یوازي نیولوجیزم ته را لنډ سوئ دئ او نوري برخي یې په دومره جدیت نه پالل کیږي لکه د نیولوجیزم دا . د کره لیکني له پاره چي ښاغلي استاد پوهاند زیار صاحب کوم لارښود کتابونه (پښتو لیکلار) او (ويي پوهنه) کښلي وو اوس د انځروني ګل سوي دي . نوم یې سته خو موندل یې سخت دي دا ځکه چي پر هیواد باندي د نازل سوو بخولو (فاجعو) له شامته د فرهنګي زېرمو په ګډون زموږهر څه پوپنا سول . په هغو کتابونو کي د کره لیکني عمومي اصول او ورسره سم یې یو شمېر مثالونه راوړل سوي وو . خو د هغو په دوام نور تشریحي او تفسیري کتابوته هم اړتیا وه او سته . د مثال په توګه د پښتو فعلونو د ګردان په برخه کي چي د (ورسېدئ، ورسېدلئ، ورسېدو، ورسېده، ورسېدلو، او رسېدو) په وړاندي (ورسېد) د استاد په نظر معیاري ګڼل سوئ دئ . (ګوربت مجله، دویمه ګڼه، لومړئ کال، ۷۴ مخ) د دې لړۍ د ښه تراپوهېدلو له پاره په کار وه او ده چي د پښتو فعلونو د ګردانونو چوکاټونه په یوه مجموعه کي ولیکل سي او په پراخه بیمانه تکثیر سي.زما د معلوماتو له مخي د روسي او فرانسوي ژبو په زیاترو ډیکشنریو کي د افعالو د ګردانو یوه لویه برخه د ضمیمي په توګه ور سره چاپ سوي دي . د افعالو غیر منظم ګردانونه خو یې هرومرو راوړي وي، ان د منظمو افعالو ګردانونه یې هم ورسره مل کړي وي . په روسي ژبه کي خو د پدیږونو ( ) د ګردانونو غټي غټي مجموعې په ځانګړې توګه په غټ تېراژ خپرې سوي دي او د هر چا لاس ته ور رسېږي . په پښتو کي دا کار په پخوانیو کتابو کي یو څه سوئ دئ خو په اوسنیو کي یا نه دئ سوئ، یا زه نه یم پر پېښ سوئ . زما پیشنهاد دا دئ چي د پښتو افعالو د ګردانومجموعې دي هم چاپ سي او په هغو کي دي د مثال په توګه د (ورسېدل) مصدر ټولي صیغي درج سي (زه ورسېدم، ته ورسېدې، دی ورسېد، تاسي ورسېداست،دوی ورسېدل، موږ ورسېدلو)دغه راز نور افعال هم درواخله .په دی ډول به نو د ( ورسېدلم، ورسېدلې، ورسېدلاست، ورسېدلو) د لیکلو مخه نیوله سوې وي، ځکه د استاد په نظر غیر معیاري دي .
زه چي اوس د کره کتني اوسني بهیر ته ګورم لارویان یې له نیولوجیزم (لغت جوړوني) پرته له نورو اړخونو څخه لار چپوي زما په خیال په دې برخه کي یو څه عیني ستونزي سته . د مثال په توګه په ارکاییکو لغتو پسي د زړو متنو لټول یا له ګړدودونو څخه لغتونه را غونډول خو ستونزمن کار دئ ځکه نو د پښتو ویی پانګي (لغوی زېرمي) نور درې اصله د هېریدو په درشل کي دي او یوازي د کاغذ پر مخ سته خو په عمل کي نه پلي کیږي . ښاغلي صمیم صاحب د جملو د جوړښتت په برخه کي ډېري خوارۍ ګالي، خورا ښه، پر اصولو برابر، خوندور رغښتونه راښيي خو څوک یې لږ مراعتوي . علت یې دا دئ چي د پښتو د سوچتابه شوقیانو ته دا ډېره اسانه ده چي لغتونه پښتو کړي او نور نو ورته خوشاله وي چي ګنې کره لیکنه یې وکړه . دا بهیر که د خوند و شخوند خواوي لري د پاملرني او اندېښنې وړ اړخونه هم لري چي یادونه یې زه یوازي او یوازي په دې نیامت کوم چي پر خپله ژبه او خپلو هم ژبو مي زړه خوږېږي .
د لوستنګ او وینګ ستونزي :
پښتو الفبې (ابېڅې) لا تر اسه پر دې نه ده بریالۍ سوې چي د ژبي ټولي ږغېزي ځانګړتیاوي دي وښولای سي، د خج له پاره خو هډ و څه سته نه . پښتو ته نوري جوړوني د کتاب، مجلې، ورځپاڼي له لاري رسېږي، له لیک څخه د پښتو لغت سم لوستنګ که ناشوني نه دئ نو ستونزمن خو هرو مرو دئ . له دې ستونزي سره زه پخپله مخامخ سوئ یم ما دپښتو د پخوانی مقنن او د دفتر څښتن (شېخ ملي) نوم وار د واره په کتاب کي ولووست، یو وار به مي وزن ورته (لرګی) وټاکه، بیا به مي د ملي (National) پر وزن ووایه او کله به مي له (ادې) سره په یوه قافیه کي برابر کړ په پای کي د خوشحال خان یوه بیت له جنجاله خلاص کړم : 
په سوات کي دي دوه څیزه که خفي دي که جلي
مخــــــــــــــــــزن د دروېزه دئ او دفتر د شېخ ملي
ګویا (ملي) د (جلي) پر وزن دئ .
اوس مي د پښتنو له خولې (بیلګه، دنده، خواله، اغېزه) په څو رازه اورېدلي ده، علت یې دا دئ چي دوی هم پورتني لغتونه د لیک له لاري زده کړي دي، زما په اورېدو خو د دې څلورو سرو لغتو فشار پر وروستۍ څپه دئ ، او د (لنده یا ډنډه) پر وزن باید وویل سي . په اولس کي مي پر لومړۍ څپې فشار نه دئ اورېدلئ، د کراچي په ښار کي د اوسېدونکو پښتنو په منځ کي د (دنده) لغت ډېر باب دئ، (په څه دنده لګیا یې؟) هغوی یې هم فشار دوهمي څپې ته ورکوي، ما ته دا خبره لا سمه روښانه نه ده چي په وینګ کي بدلون ته نیمګړتیا ویلای سو که نه؟ وینګ خو به د چا خبره د قرآن توری نه وي چي که په ناسم ډول تلفظ سي، له سره ایمان ځي . خو زما په فکر که له ناسم وینګ سره التباس پېښ سي نو بیا د اندېښنې وړ خبره ده . (خواله) که د لومړۍ څپې په فشار وویله سي، د (خوا-له) یعني (طرف-ته) مانا ورکوي، (خواله مي راسه) یاني (څنګ ته مي راسه) خو که فشار لومړۍ څپې ته ورکوو نو بیا (د زړه راز)، (د زړه د درد خبري) مانا لري . د دغي ستونزي یو اړخ د ښاغلي استاد پوهاند زیار صاحب په سپارښتونو کي بیان سوئ دئ (ګوربت مجله ۷۸ مخ، ۸ نومره) خو هورې یې د خج له بابته سمعي ولفظي ټکرته اشاره نه ده سوې . هلته د (لږښت) او (لګښت) ټکر ته ګوته نیول سوې ده . زما په ګومان د خج ستونزه هم جدي ستونزه ده او تر هغو چي موږ سمعي و بصري وسایل و مومو ، سمدلاسه که له فونومیک الفبې یا نورو اشارو څخه کار واخلو، ښه به وي . د لیک له مخي د لغت زده کول یوه بله ستونزه هم لري او هغه د ټایپیست له خوا نا سمه لیکنه ده . لکه (بېلنګونه وتړنګونه) چي یو ځای د (بېلنګ او تړنګ) په شکل راوړل سوئ دئ (ګوربت مجله ، ۷۸ مخ) . د ناسم لوستنګ او وینګ ستونزه د پښتو الفبې (ابېڅې) د څو واره اړولو را اړولو په خاطر څو چنده سوې ده . موږ ته له پخوا څځه د پښتو ټولني فیصلې پرتې وې او له هغه سره مو ځانونه عیار کړي وو . ما پخپله سره له دې چي د ښونځي په لومړیو ټولګیو کي مي (کښي) هم لووست او هم مي کیښ، خو کله چي مي هغه هېر کړ او پر ځای یې له (کي) سره هم په لیکلو او هم ویلو کي عادي سوم، ناڅاپه د باړه ګلۍ فیصلې را باندي راغلې ((سپېدې)) ته چي به مي څه لېږل، مجبور وم چي د شلو دېرشو کلو عادت پر خلاف کار وکړم . د (یاګانو) یو راز کارولو بیا بل غم پېښ کړئ دئ . له اوږدې یا سره میني خو (Neologism) لا هم د (نیولوجیزم) په بڼه واړاوه! په اوږده یا سره د نیولوجیزم وینګ که یوه انګرېز ته واورول سي، نو به یا په پوه نه سي،یا به له خندا ورته شین وي . د جوړونو په برخه کي دا خبره منم چي دا کار د مسلکي پوهانو دنده ده خو اوس زه پکښي یو راز انحصاریت وینم . زما مخي ته اوس سم دلاسه د Prefix او Suffix له پاره دوه لغتونه چي دواړه د ژبي د مسلکي پوهانو له خوا کارول سوي دي، د (مختاړي او روستاړي) او (مخوندي اووشاندي) په شکلونو کي پراته دي، خو دا دوهم ته یې څوک زړه نه ښه کوي . (پروفیسر ګل جنان ظریف ورته مخنیاڼی او وروستیاڼی ټاکلي دي) . د کره لیکونکو په لیکنه کي هم کله کله د (خو) ځای موندل کېدلای سي . دمثال په توګه (بېلنګ د یوه تاړي . . . په زیاتونه یا پیوندونه له یوه ساده ويي څخه رغېدنه مومي) له (رغېدني مومي) پر ځای ماته (رغېږي) فصیح و خوندور ښکاري . د (په) او (پر) د کارولو په برخه کي بیا هم ملاحظات لرم . په (واښه پر خوله رسۍ پر غاړه) کي خو (رسۍ پر غاړه) د چا خبره د خدای رضا ده، مګر (واښه پر خوله) نو د (حسن او حسین غزا) ده . ذهن مي یې هیڅ نه سي منلای . زه د (واښه پر خوله) څخه داسي مفهوم اخلم چي (واښه) د خولې (د پاسه) پراته دي . نور مثالونه یې (مچ پر پزه)، (برېت پر شونډو) دي . چي (مچ) او (برېت) دواړه په ترتیب سره د (پزي) او (شونډي) د پاسه دي . (واښه) خو باید (په خوله) کي وي نه (پر خوله) . که دا لاندي مثالوته ځیر سئ و به وینئ چي په ټولو کي (پر) د (د پاسه) په مفهوم راغلئ دئ .
پاس پر کمر ولاړه ګله
نصیب د چا یې اوبه زه در خېژومه
***
چي مازیګر سي زړه مي ښه سي
پر ګودر جوړ سي د منګیو کتارونه

***
ـــ پر څه ټګ سړي واوښتم، پر خوله یې غوزار کړم
ــــ پر خره سپور خر ځیني ورک
ــــ ولي مي پور نه راکوی؟ وروره! ناداره یم ناګاره نه یم، څه وخت مي لا د خدای پر اویجه پرېږده که خدای کول پر رشه به دي غاړه دروباسم .
ـــــ ښځي په ښراوو کي وايي : د مغزي پر دړه غوزار سې، دا کار د کړو و چي تا وکړ .
ــــ جنګ پر غله دئ، غله په کندو کي ده .
له دې مثالو څخه به څرګنده سوې وي چي (پر) د یو شي د پاسه مفهوم ښندي . څکه نو (واښه پر خوله) معنا (واښه د خولې د پاسه) او (واښه په خوله) یعني (واښه په خوله کي نیولي) . 
دا چي ویل کېږي ٌ له (په) سره (کي) هرومرو باید راوړل سي ٌ ، زما په خیال قاطع حکم نه دئ . تاسي دا لاندي مثالونه ولولئ چي اولس یې په ورځنیو خبرو کي کاروي :
ــــ پلانی پیاز په ګنډه په ډوډۍ پسي ګرزي . يعني ډېر غریب دئ .
ـــــ پلانی ډېر خواګرځن عادت لري، نصوار په خوله ،خبري کوي .
ـــــ زوی مي کور پرېښوو زه په منډه ځیني راغلم .
ــــ هلکه! په ماشه ګوتي مه وهه، نه وینې چي توپک ډک دئ .
یا دا لنډۍ هم واورئ : 

ګل مي په لاس درته ولاړ یم
یا مي ګل واخله یا رخصت راکه چي ځمه

په پورتنیو مثالو کي ضمني (کي) سته خو حذف سوئ دئ .
ٌ طالبان غواړي پر ټولو قومونو (لږکیو) د پښتنو کلتور ومني ٌ (ګوربت مجله ، دویمه ګڼه ، ۱۶ مخ) (کلتور) په قومونو منل کیږي، نه (پر قومونو) . که د (منلو) پر ځای (تپل) وای نو (پر قومونو) ورسره جوړېدل . (طالبان غواړي پر قومونو (لږکیو) د پښتنو کلتور و تپي)د (په) او (پر) بیځایه کاروني د متقدمینو متونو ته هم لار موندلې ده . د احمدشاه بابا دېوان په نوي چاپ (۱۹۹۹م کال) کي د بابا کلام کي د (په) پر ځای (پر) د سوټي په زور ځای سوئ دئ او ګویا د بابا کلام معیاري سوئ دئ . آیا دا کار به مو په څېړنه کي بې لاري نه کړي ؟ آیا راتلونکي په داسي فکر ونه کړي چي د (پر) دغه راز کارول له احمد شاهي عصر څخه را پېل سوي دي . زه دا کار د لوی استاد علامه حبیبي خبره ٌ پر پښتو خوارکۍ باندي ظلم ٌ بولم .
د پښتو لغت جوړوني د څلورو اصلو فېصدۍ خو کوړټ په پام کي نه نیول کیږي . مېړه هغه دئ چي ډېر یې جوړ کړل . له څوارلس سوو کالو راهیسي عربي دود سوی لغت ته داسي په کرکه کتل کیږي لکه چي دا نن چي د چلتاروالو لښکر زموږ پر خاوره راتوی سوي دي . که چا د (هیواد) پر ځای (وطن)، که یې د (لامل) پر ځای (علت، سبب) وکېښ د (ناکره) ګوزار پر کیږي . پر دخیلو لغاتو چي پېړۍ واوړي نور نو د ژبي خپل مال وګرزي . د دري ژبي په کمالاتو کي یو دا راوړي چي دري ژبي خورا ډېري دخیلي کلمې په ځان کي داسي هضم کړي دي چي څوک د پردي لغتونوخیال نه سي ورباندي . پوهاند دوکتور جاوید په خپله یوه لیکنه کي لوستونکي (سبا ناري)ته وربولي او لیکي چي مېز، صندلي، چاینکه، قاشق، نعلبکی ټولي پردۍ کلمې دي یوازي وچه ډوډۍ (نان) د دري ژبي خپل مال دئ مګر دوی هیځ کله و مېز، صندلي، چاینکه، قاشق، نعلبکی ته لغتونه نه جوړوي . موږ لګیا یو شنبه و یکشنبه پښتو کوو! د عربي ژبي د خیلو کلمو چي زمږ ژبه په دې څوارلس سوه کاله کي و نه خوړله، نور یې هم نه سي خوړلای . زما دا خبري باید په هیڅ راز د (ملايي عربیت) په مانا تعبیر نه سي . خبره دا ده چي موږ د دوو Extremism تر منځ راښکیل یو . له یوې خوا مو (جرګې) ته (حل و عقد)، (روغتون) ته (مستشفی) رواجېږي له بلي خوا مو د سلګونو کلو دود سوو کلمو ته هر څوک په خپل سر نوي بدیلونه ایږدي . د سیاست په ډګر کي خو مو ددوو ایکستریمزمو په انډ و خر کي وطن بایلو ، نه پوهېږم چي په ژبنۍ برخه کي به څه شي د لاسه ورکو؟ دري ژبه چي د دومرو دخیلو کلمو سره نه مړه سوه نه تر سیالانو کمه، پښتو به ولي سي؟ تاسي تلوېزیون د منصور له داره راکښته کړئ نوم به یې خدای خیر کړي . (مېړه یې دار ته خېژاوه ، میرمني ورته وویل چي ماته له ښاره کوښي راوړه!) د دود سوو نومونو له پاره نوو ټاکنو سمه نتیجه هم نه ده ښندلې . (کوته سنګي) هیچا هم (میرویس میدان) نه کړ او (خوشحال مېنه) هزارګان لا هم په داغه نامه بولي .د ځینو لغتونو دوبلیکېټونه بیخي د ورکېدو په حال کي دي د (تلوار) کلمه خو هډو کاریږي نه . او داسي نوري هم ډېري بېلګي سته . ځیني چي په لهجو کي پاته دي هم د زکندن سلګۍ وهي . په لهجه کي (سراښ) د (حریص) په مانا سته مګر د محلي دیالکټ ټاپه یې خوړلې ده او پر ځای یې د (وږسترګي) ثقیل لغت کاریږي .
زما په نزد د نیولوجیزم په برخه کي په موږ د (کډي مو باریږي، زوی مي را ملا که) کانه سوې ده . موږته اوس د ځان او ژبي د فنا و بقا مساله پرته ده (کره) و (ناکره) خو یې پر لویه لار پرېږده . که د کوچني ملا اذان اورئ نو کومه فیصدي چي د پښتو د لغوی زېرمي له پاره د کره لیکني د لارویانو لخوا ایښول سوې ده ، هغه مراعات کړئ . او که مراعات نه سي نو به پښتو ژبه د نیولوجیزم تر ګونډو لاندي سي او په دې ډول به د هند و اروپایي ژبو په چوکاټ کي یوه بله ژبه وزېږي او نوم به یې نو ګوره چي څه وي ؟ (۲)
 
(١) علامه رشادمرحوم دمقالې دليکلوپروخت ژوندی و .
(۲) دا لیکنه په ګوربت مجله کي (لومړي کال ، څلورمه ګڼه ، اپرېل، مې ۲۰۰۰ م) خپره سوه . په ورپسې ګڼه کي ښاغلي آصف صمیم د هغې او ښاغلي شپون د لیکني په جواب کي یوه مقاله خپره کړه (لومړی کال ، پنځمه ګڼه ،جون، جولای ۲۰۰۰ م) . په دې مقاله کي دينولوجيزم پراړتياخبري سوي وې ، چي ګټوري خوبيخي ډېري وې ، مګرزماداندېښنوجواب ځکه نه و ، چي زه خودنيولوجيزم له واقعي او اصولي مفهوم سره مخالف نه يم . نيولوجيزم خودنوو علمي ، ساينسي ، تخنيکي ، سياسي نومونو له پاره روا دئ ، نه په ژبه کي دڅورلسوپېړيواوږده عمرلرونکولغتوله پاره . ددې ليکني جواب ماوکيښ او ګوربت مجلې ته ورولېږئ . دخپرېدوپه باب يې پوره ډاډه نه يم . دغه جوابيه مقاله به د همدې ضميمې په ١٦٩ مخ کي ولولئ .

ټورنټو ، کاناډا

شاهین پاڼه - بېرته شاته