Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لمر
[14.Oct.2017 - 10:21]د ښائست د اسمان نؤره
خداےدې مه کړه له نظره
بند په بند دې يم تـــــړلے
د زړۀ سره جادوګـــــــــره
ستا د خلې هره خبــــــره
ستا په شانتې ملغلــــره
تابه ستا دپاره پـــــرېږدم
ستانه ځارشم د زړۀ سره
هر ماتم ته تماشـګير يې
يه اســـــــــــمانه زورؤره
خپل به کـېږي تا به ژاړم
د پښتون وطـــــن پرهره
په عمرونو به موړنه شې
د پېړو پېړو نهـــــــــــــره
ډېر اورونه دې زغمــــلي
د عابد سوي ځيــــــــګره