(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.11.14 دخان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي

د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي علمي او ادبي خدمات

د كتاب نوم     ::     د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي  علمي او ادبي خدمات

 چاپ كال        ::   مئ 2012ء

 خپرندوئ       ::        پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون كوټه

چاپ شمېر  ::   (1000) ټوكه

 كمپوزر         ::   حافظ رحمت نيازى

د كمپوزر فون   ::   03003897428

چاپ ځاى        ::   يونائيټډ پريس كوټه

بيـــــه       ::   (200) كلداري 

د كتاب ترلاسه كېدو دركونهhttp://www.uob.edu.pk/pashto/PashtoBooks/%D9%83%D8%AA%D8%A7%D8%A8%20%D9%BE%D9%92%DA%98%D9%86%D8%AF%D9%86%D9%87%20%D8%AE%D8%A7%D9%86%20%D8%B4%D9%87%D9%8A%D8%AF_files/image004.gif                                                                                                        

             i: پښتو څانګه بلوچستان يونيورسټۍ كوټه 

مرتبين 

      پروفيسر ډاكټر نصيب الله سيماب،پروفيسر ډاكټر نصر الله وزير،  پروفيسر فيض الله پانيزى ، پروفيسر جاوېد اقبال اقبال ، پروفيسر بركت شاه كاكړ ،  پروفيسر عبدالرحمن،  حافظ رحمت نيازى 

 ډالۍ

كمال خان شىرانى په نامه

چي د پښتانۀ قام د امن او ورورولۍ د يوۀ علامت په حېث پېژندګلوي لري 

لاړ

شمېر  سرليك                   مخ

1.           يو عرض                  ........................ ......ډاكټر نصيب الله سيماب....        5

2.           خان شهيد د پلار په حېث .........   ډاکټر حامد خان                   .........        7

3.           د خان شهيد د ژوند لنډه خلاصه  ...مختيار يوسفزى                 ............     23

4.           څو خبرې د خان شهيد او ... په اړه  اکرم شاه لالا                 ..............     70

5.           خان شهيد په حېث د يو مفكر   ...... پروفيسر نظر پانيزى            .......     80

6.           د بابائې پښتون ليكدود  ..........  پروفيسر عبدالغني خان غنو             ...     97                                                   

7.           په سهېلي پښتونخوا كښې مزاحتمي ادب

8.           او د خان شهيد كردار   ډاكټر نصيب الله سيماب ..................        107

9.           د خان شهيد قائدانه صلاحيتونه .... ډاكټر عثمان توبه وال ....             ..  123

10.       انجمن وطن يوه علمي اوسياسي .... څېړنه شوکت ترين             .......   137

11.       د لوړې حوصلې خاوند .............    ډاكټر لياقت تابان                .........   176

يو عرض (خان شهيد) 

پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون كوټه يوه علمي او تحقيقي څانګه ده، په كوم كښې چې د ژبې ادب، تاريخ او ثقافت سره سره د خپلو مشاهيرو د ژوند او كار په حقله كار كول، څېړنه كول خپله وظيفه ګڼي، كوم قامونه چې خپل اتلان، خپل مشاهير ژوندي ساتي، د هغوئ له فكرونو څخه ځلا اخلي هغه قامونه د نړۍ پر مخ د پرمختللي قامونو په صف كښې ليدل كيږي. د همدې مقصد دپاره پښتو څانګې د سيمينارونو يوه لړۍ پيل كړې ده چې په هغه كښې د هغو شخصياتو پر فن او ژوند باندې څېړنه وشي چا چې پښتو ژبې ته كار كړى دى. خپل ژوند او قلم ئې د دې قام او ژبې دپاره په كار راوستلى دى، كوم خلګ چې د ژبې او قام دپاره بې لوثه خدمت وكړي هغه بيا د ټول قام وياړ ګرځي. هغه بيا د ټول قام وياړ ګرځي. هغه بيا نۀ په چا پورې تړل په كار دي او نۀ متنازعه كول.  د هغۀ له فكر سره خو اختلاف كېدى شي خو د هغۀ له كار سره اختلاف نۀ شي كېدى. د هغۀ خذمات نۀ شي هېرېدى. په دغو شخصياتو كښې لومړى سيمينار د 2011ء كال د ستمبر پر 28 مه نېټه د سهېلي پښتونخوا د ازادۍ ستر مبارز او ليكوال خان عبدالصمد خان شهيد پر علمي خدماتو باندې وشو.

د خان شهيد پر علمي خذماتو چې كومې علمي مقالې په دې سيمينار كښې وړاندې شوې هغه نن دا دي په كتابي بڼه كښې ستاسو مخې ته ږدو. زمونږ هڅه دا ده چې پښتو څانګه د څېړنغونډو په څنګ څنګ كښې په هغه كښې لوستل شوې مقالې هم چاپ كړي. د مقالو د چاپ دا لړۍ د پښتون قام پر ژبه مئينو د عمل وړ وګرځوله. كنې پښتو څانګه او بلوچستان پوهنتون په دې اړه هيڅ بوديجه نۀ لري.

د دې لړۍ د پېل كولو دپاره په مالي توګه لومړۍ خښته د عوامي نېشنل ګوند اصغر خان اڅكزي كښېښودې د باچاخان د سيمينار د مقالو د چاپولو لګښت ئې په غاړه واخيست. مونږ ئې كورودانى ويل خپله ذمه واري ګڼو. په دې بنياد نورې خښتې هم كښېښول شوې چې په نتيجه ئې دوه كتابونه چاپ شول. يو دا كتاب (د خان شهيد د مقالو) سره يو ځاى چاپ شوى دى. پښتو څانګه د هغو ټولو خلګو مننه كوي چا چې له پښتو څانګې سره قلمي او مالي مرسته كړې ده. دا اداره د ژبې دپاره د قام دپاره يو علمي او تحقيقي كار كوي. په دې نظر سااتل زمونږ د ټولو فريضه ده.

ډاكټر نصيب الله سيماب

چېرمېن پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون كوټه     21مئ 2012ء

خان شهيد د پلار په حېث

                                ډاکټرحامد خان اڅکزى

د سېمينار ستر مشر د کوټې پوهنتون د پښتو څانګې د مشر او د پوهنتون درنو پوهانو، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرانو او د سېمينار ګډون کوونکو خويندو او وروڼو!

دا خبره تل و مخې ته راځي يا را څخه پوښتل کيږي ګاى د ټيلي وژن، ګاى د راډيو او اوس دا دى د څيړنغونډې مشر وائي چې خان شهيد د پلار په توګه څنګه وو؟

زما دپاره پر دې خبره كول ګران دى ولې  چې مونږ  بابا د پلار په حېث ډېر کم ليدلى وو يا مو پيژاندۀ خو د څيړنغونډې د جوړوونکو او برخه والو په حېث د  يوۀ  مشر رهبر لارښود ليکوال او يو ښۀ لوستي سړي او پر اسلامي ګروه (عقيده) ټينګ مسلمان په حېث مو پيژاندى هغه ځکه چې زۀ د پينځو کالو ماشوم وم چې بابا د شپږو کالو د بنده را خوشى کړل شو او خپل کلي ته راغلئ نو د کلي په مينځ عنايت الله کاريز كښې د شا او خوا کليو خلګو او د عنايت الله کارېز خلګو او خپلوانو ئې ښۀ تود هرکلى وکړ چې له موټره راکوز شو نو د خان شهيد يوۀ ملګري خداى بخښلي مولاداد اکا چې ګنډه پور ؤ او د کومباري کار ئې ډېر ښۀ زده ؤ زۀ په غيږ كښې وم، بابا ته ئې ور پورته کړم چې دا حامد دى.

تر دې د مخه مونږ  نۀ ؤ سره ليدلي. ولې چې زما د زېږيدو پر وخت دى په جېل كښې وو. نو ښکاره ده چې زمونږ يعني زما او د مشر ورور ښاغلي محمود خان اڅکزي روزنه زمونږ د اکا حاجي عبد السلام خان چې مې د پلار مشر ورور ؤ او زمونږ د مور په غاړه وه، د خان شهيد په دا ستړي سياسي ژوند كښې ښکاره خبره ده چې ددۀ ملګرو او نورو خپلوانو او خواخوږو به ډېره لويه برخه وي خو زمونږ د مور او د دۀ د ورور برخه به تر هيچا کمه نۀ وي، زمونږ مور که څه هم نالوستې وه خو زمونږ په ټول ژوند كښې چې زمونږ په ياد دي پر مونږ  او زمونږ پر مور به اړ وخت هم راغلى وي خو ددې سپيڅلې پښتنې په کړو او په خبره كښې ګاى هم زمونږ د بابا په هکله هيڅ رنګه نااميدي، پښېماني يا کرکه څرګنده نۀ په ياد کيږي او هميش بې د بابا په هکله ويل چې شا دي مځکي له مه ورځه.

او همدغه حال زمونږ د اکا وو كله هم مونږ د دۀ په موجودګي كښې د پلار په کمي نۀ شو پوه. نو دا د خداى پاک ډيره لويه مهرباني وه. چې بابا کورته راغلئ نو مونږ  خو د خپلې مور په لاس را لوئ شوي وو ښکاره خبره ده چې د مور ناز ډېر ناپيښه وو. نو بابا خو د مور غوندې ناز نۀ شو را کولى چې ورځې تېرېدې د بابا له خوا څه نيوکې، خښم او بنديزونه پيل شوو. نو زمونږ مور به ويل چې تاسو به وه ما ته ويل چې موره دا سړى ولې خپل کور ته نۀ ځي. هغه په دې چې زمونږ دا ګومان وو چې د خان شهيد مشر ورور زمونږ پلار دى ولې  مونږ  و هغه ته بابا ويل.

چې په خپل کامي سياسي کار اخته شو نو کور ته به ډېر کم راتلى خو چې پر کور به وو يا به د شپې ناوخته راغلى وو نو مونږ  به ئې سهار وختي پاڅولو. د کور ټول نجونې او هلکان به ئې د ځان سره باغ لره بوتلو چې زمونږ په کور پورې دي. هلته به ئې ګاي زمونږ سره چاودلي انار او ګاى د لمر ګښت د ګلانو توخم تر دېواله چرګانو ته ور اړول. چې دا به نۀ وو نو دا ده نالانو د پيوند سوتلي به ئې په راخلاسولې دا چايو تر وخته. بيا به کور ته راغلو د چايو پس به ښوونځي ته تلو چې زمونږ په کلي كښې دوو د خټو خونو په يوۀ کور كښې وو.

سهار په سپېدو پاڅېدى، لمونځونه ئې ډېر په ټينګه کول. د اسلامي پيکر څښتن وو. او لا دا به و وايم چې د لوى خداى پر ټاکلې د ژوند لار او ددۀ د سپين کتاب پر کلام باندې په ټينګه ولاړ مسلمان وو.

تازي ژبه ئې زده وه د خداى پاک د پاړکي تقاسير ئې په تازي(عربي)، اردو، پښتو، پارسي او انګريزي ژبه لوستي وو. نو دا زمونږ په ياد دي چې د خداى پاک د کلام ژباړه به ئې په پښتو كښې کوله.څۀ ئې په جېل كښې ژباړلي وو. د دا پورته ژبو پرته بلوڅي، براهوي، سيندي، پنجابي، هيندکو او ګوجراتي ژبي يې ويلى، لولى او کښلى شوې.

د ماشومانو پر بدو او پينات به يې خښم کاوي او ګاي به چپلاخه هم پکښي وه. او هغه ماشوم چې درواغ به ئې نۀ ورته ويل اوخپله پړه بې ورته و منله. د هغه د پاره چپلاخه نۀ وه بس خښم به وو. نو مونږ به بيا رښتيا ورته ويل نو بيا به مو د ښکاره پيناته ډډه کوله نو ګمان مي دى چې په دې توګه دۀ مونږ  د درواغو ژغورلو او په رښتيا يې اموخته کولو.

 زۀ او محمود خان اڅکزي خو وړوكي وو خو د کور او خپلوانو نورو هلکانو او نجونو چې په هغو كښې زمونږ مشران وروڼه ښاغلي ډاکټر احمد خان، ښاغلي محمد خان، زمونږ مشره خور، د اکا لوڼي او زوى ښاغلي سيد خان او د تروري درې لوڼې وې چې هره ورځ به ئې سهار د خداى سپين پاړکى د تازي ژبې څخه په پښتو ژباړه ورته وايۀ.

د نجونو او هلکانو په ليک لوست ډېر خو ښ وو. او په کلي كښې به په نجونو هلکانو پسي ګرزېدى او ښوونځي ته به ئې ليږل. زمونږ په کلي كښې هغه وخت د نجونو او هلکانو جلا جلاه ښوونځي وو. او يو ښوونځى تر لسم ټولګي پورې په بازار كښې د هلکانو د پاره ؤ. نو زمونږ دوې د ترور لوڼې، درې د تره لوڼو مو تر اتم او بيا وروسته تر لسم ټولګي پورې لوست کړى وو.

زما ښۀ ياد دي چې بابا د لويانو د زده کړې په نامه ماښام په کلي كښې سريښته کړې وه. و دې خلګو ته به د ويليج ايډ(VILLAGE AID)کار کونکو لوست ورکاوۀ. او يوه وداني به جلا جوړېدله د لويانو د زده کړې د پاره او بنسټونه ئې لا ولوېدل خو بيا نۀ سم ويلاى چې ولې  پاته شوه. ګمان کوم چې بابا به جېل ته تللى وي.

ماشومان به ئې خوښ وو چې لوبې وکړي لکه بيتې (مردکي)، بډي(بجلي) د ربړ(غليل) ښکار، پوټ پټاني، خوڅي او داسې نورې کليوالې لوبې. د کور ټولو ماشومانو لره به ئې د لوبو شيان راوړل. د ماشومانو ساتيرى به ئې خوښ وو. نو وخت ناوخته چې به کوټې يا چمن له تلئ مونږ  ټول هلکان او نجونې به ئې د ځان سره هلته بيولو. ښاغلي محمد خان ته به ئې په لاس ورکړو چې د کوټې ښار په وګوره. چې په عنايت الله کاريز كښې تر څار لاندې وو نو ئې بيخي ډېر چرګان ساتلي وو. او په مونږ  او خپله به ئې خسمانه کوله. هغه وخت به ئې د واکسين سريښته هم ورکړې وه. او په اوبو كښې به ئې پټاسي نومي دوا ور اچوله. دا به ئې ويل چې چرګان ساتل هم د کور د غوښې او اګۍ کار پوره کوي او کاروبار هم په کيداى شي. چې هغه وخت ډېرې نوې خبرې وې.

زما ياد دي چې هغه وخت ئې يوه ولايتي غوا راوستې وه او ښه ئې ساتله دا مو په ياد دي او ويل کېدل به چې اتلس سېره شودې کوي. اس ئې خوښ وو. پخپله هم پر سپرېدى او د کور لوئ هلکانو ته به ئې هم ويل چې دا اس سپارلي کوئ.

په عنايت الله کارېز كښې چې نظر بند وو. ګلستان تحصيل له ملخ راغلو. ډېر وخت دالته وو اګۍ ئې واچولې او مچخ ځينې وزيږېدل. چې ډېر تاوانونه ئې وکړه. نو به په دې حقله شپه او ورځ لګيا وو. چې مخنيوى ئې وکړي او د خلګو څخه به ئې کومک اخيستى. په زياته بيا د خپل کلي د ښوونځي او د شاوخوا د کلو ښوونځيو د هلکانو څخه. او دغه کومک به ئې حشر بالئ.

په وړوکوالي چې به مونږ څۀ وخت دۀ ته ويل چې خوږ  شوم يا فلانکي ماشوم ووهلم. نو دۀ به وخندل چې ته ښکاره که کُلمې خو به دي نۀ وي راوتلې او ورسره به ئې ويل چې سړى چوغلي نۀ کوي.

په وړوکوالي چې به ګاى په مونږ  كښې چا د څه پيسو د پاره ورته وويل نو به ئې ويل چې دا نور ماشومان هم راوبوله او وټولو ته به ئې څه پيسې راکړې.

ميلمه ئې خوښ وو. او د ميلمه خسمانه ئې پخپله کوله. زمونږ کوټه (حجره) ګاى هم د ميلمه څخه تشه زمونږ نۀ په ياد کيږي. چې بابا به نۀ وو هم زمونږ اکا حاجي عبدالسلام خان هم ميلمه درلود. د کور نارينه هلکان به د ماښام د اذانه پس کوټې ته ورتلو او ډوډۍ به مو په کوټه كښې د بابا او کاکا سره خوړله. هغه وخت هم مونږ  په کوټه كښې راډيو لرله چې په جلا غټه بېټري چلېدله او د کوټې پر سر به د ايرېل لکړې ولاړې وې. خبرونه ئې ډېر په ځير اورېدل. د پښتونستان خپرونه چې به د کابل رېډيو څخه خپريدله ارومرو اورېدله.

د کاکا او بابا يعني دواړو وروڼو ګلان ډېر خوښ وو. چې هغه وخت زمونږ په تړه (تحصيل) كښې دا ډيره نايابه شوق ؤ. په مېلمستون (حجره) كښې ښۀ چمن ؤ. شا وخوا پر چمن د ګل ګلاب، نرګس، سونبل، باربينه، پوتنيان، ټوبيروز، پلاکس، ډاليا او جريبن ګلان په بېلو بېلو کوردانو او ګلدانيانو كښې کرلي وو.

پيري او مريدي، خوردې، تاويز او څاښتونه ئې نۀ خوښېدل. دا ئې د اسلام غچ (ضد) کار بالى او ويل به ئې چې کوم شى په سپين پاړکي كښې نۀ وي د هغه څخه ډډه کوئ. مونږ  په کور کلي كښې به ځينو خلګو دا کار کاوۀ. نو مونږ ته او په کور كښې به ئې و ټولو ته ويل چې چپه کار دى او مونږ  ئې تري ژغورلو.

دارو درمان يې خوښ وو او سم کار ئې بالى. زمونږ په ياد دي چې زمونږ د ورور ښاغلي محمد خان درمان ئې په لاهور كښې وکړ چې په زامه کښې ئې ډبرې وې. هغه وخت ددې درمان درملنه په کوټه كښې نۀ وه. او په ځواني كښې ئې خپل ورور حاجي عبد السلام خان چې دزامي هډ ئې خراب شوي وو هم درمان ته لاهور ته بيولي وو. چې بيا ښۀ شو. دا د ورور درمان ئې زمونږ د زوکړې مخ كښې دى.

د دۀ په دا څورلس کاله جېل كښې ما او مشر ورور محمود خان دوه ځله ورسره وليدل. يو وار په کال ۱۹۵۸ كښې په مچ جېل چې  زۀ په څلورم او مشر په پنځم ټولګي كښې وو. او بيا ماد بابا سره په کال ۱۹۶۴ كښې په بروسټل جېل سيالکوټ كښې وو وکتل چې  زۀ  په لسم ټولګي كښې وم. مشر په کال ۱۹۶۵ كښې چې بابا په فيصل آباد(لائلپور) جېل كښې وو. دا وخت مشر د پوهنځي په يوولسم ټولګي كښې وو. زمونږ مشران وروڼه ښاغلي ډاکټر احمد خان او ښاغلي محمد خان په پېښور او لاهور كښې لوست کاوۀ نو هغو هلته ور سره ليدل.

د بابا سره د ليدو کتو پر وخت به د سي آى ډي يو سړى هم ناست ؤ. نو د خاندان هر چا چې به د بابا سره ليدل غوښت نو د جېل سپريټنډنټ به ئې دوه شواروزه (اته څلويښت ګهنټې مخ كښې خبراوى. نو بيا به د جېل سپريټنډنټ هغه د سي آى ډي والا هغه نيټې ته راوبالى. په دا كښې به هم ګاى ګاى ډېر ځنډ وشو. ولې  چې هغه سي آى ډي اوسر به ګاى پر وخت نۀ شو خبر او يا به اوزګار نۀ وو. پر وخت به نۀ راورسېدى.

مونږ په وړوکوالي لا د بابا سره خط او ليک درلود خطونه مو په پښتو ورته کښل. مونږ  پښتو ښۀ نۀ  شواى ليکلاى نو مونږ  به خط وکښئ بيا به مو خپلې خور ته ښکاره كړ. هغې به وراني پکښي را و اېسته نو بيا به مونږ  دواره وليکي. په خط كښې به د کور کلي حال او احوال وو. د خپل ليک لوست حال به وو او ګاى ګاى به بابا ځينې پوښتنې د موسم، تاريخ يا مځکې پوهي (جغرافيه) په حقله کړې وې. نو د هغه جواب به مو ورکاوه. په دې كښې به مو د سکول د ښووندانو (استاذانو) څخه هم مرسته اخيسته.

خطونه چې به هر چا و بابا ته لېږل دا به لومړى د سي آى ډي دفتر له تلۀ. هلته به هغو ولوستي او بيا به ئې بابا لره ليږي او دا رنګه چې به بابا کور ته يا بل چا ته  څۀ خط ليږي نو به لومړى وار سي آى ډي دفتر ته تلى نو بيا به هغو دا خط و هغه چا ته بېرته ورلېږى. دا د دې دپاره چې څۀ سياسي يا غرضي خبرې نۀ وي پکښې. په دا كښې به مياشتې هم ولګېدې.

دريم ځل ما او بابا هغه وخت سره وليدل چې دى د جېله راخلاص شو. پر پنځم مئ ۱۹۶۸ باندې دکوټې پر هوائي ډګر ئې د جنوبي پښتونخوا پښتون اولس، پښتنو او بلوڅو سياسي مشرانو، پښتنو زده کوونکو چې په هغي كښې زيات شمېر د کوټې د سائنس فكلټۍ او ډيګري کالج (د آرټس فكلټۍ) وو. پښتنو ځوانانو پر هوايي ډګر ځان له قطار جوړ کړى وو او اخبار والا وو ئې ډېر ناپيښه هرکلى وکړ چې په زرګونو خلګ پکښې وو. دا د ايوب خان د سرکار په غچ (ضد) په دا لس کاله كښې لومړى واکيځ اولسي غونډه (سياسي جلسه) او لاريون وو او همدا جلسه او جلوس د ايوب خان په ضد د سياسي غورځنګ (تحريک) پيل وو. ګمان کوم چې بابا  زۀ  نۀ وم پېژندلى. هم ددې جلوس او جلسې په جرم كښې ئې بابا بېرته په ۱۸م مئ يعني څورلس ورځې پس ونيوى او په کوټه بند (جېل) كښې ئې په بند كښې. نيولى ئې سهار وختي وو. مونږ  هغه بازي کاکړ تاڼدار ماپښين خبر کړو ولې  چې هغه وخت لرږغون (ټيليپون) نۀ ؤ او د تګ راتګ د پاره بسان پر خپل وخت تلۀ راتلۀ. ګڼ شمېر ملګري ئې هم ورسره ونيول او پر ټولو باندې ئې د سپېشل آرډيننس کال ۱۹۶۸ او د وخت د تور دود (قانون) ايپ سي آر لاندې دوسيه (کيس) وچلاوه. او شپږ مياشتې پس بابا بيا جرګې څورلس کاله جېل كړ. نو بابا لا په جېل كښې وو چې ما دوولسم ټولګى پاس كړ او د خداى په اماني لره ورغلم چې بابا د خداى په امان  زۀ  کراچي لره ځم او په ډاو روغتيا پوهنځى (ميډيکل کالج) كښې ډاکټر جوړېږم.

 زۀ  چې د روغتيا پوهنځي لره لاړم نو هلته مي ښاغلي رشيد حسن خان، معراج محمد خان او امير حيدر کاظمي چې د نېشنل سټوډنټس آرګنائزېشن مشران وو د بابا سره په مچ جېل كښې پاته شوي وو وليدل. راته ويل ئې چې بابا سره په ليدو مونږ  وياړو او ډېر څۀ مي ځينې زده کړو. ډاکټر عبد الحى چې هغه وخت د بلوڅ سټوډنټس آرګنايزېشن مشر وو. د مچ د جېله څخه ئې دا نوې په هلکانو كښې خوره کړې وه چې بابا شاه پرسته دي. نو دا خبره ما و بابا ته وکړه نو بابا راته ويل چې زويه! عبدالحى او بزنجو اوس لګيا دي ولايت غواړي بلوڅو لره.مونږ  ولايتونه لرو، ملک لرو، صدر اعظم لرو او باچا لرو چې د افغان نښان دى. پر دې برسېره څه نۀ شته  کنې هغه مو هم غوښت.

 زۀ  لا په کراچي كښې وم چې پر څلرويشتم مارچ ۱۹۶۹هغه وخت راخوشى کړل شو چې ښاغلى جنرل اعظم خان چې د شمالي پښتونخوا اوسيدونکى ؤ او د ايوب خان او د مجلس عمل تر مينځ ګول مېز کانفرنس ته بلل شوى وو د دا ګواښ وکړى چې زۀ به هغه وخت مجلس كښې ګډون کوم چې د ملک يوازينۍ سياسي بندي ښاغلي عبد الصمد خان اڅکزى د جېله خوشى کړل شي. نو د ايوب خان سرکار سپېشل آرډيننس کال ۱۹۶۸بېرته واخيست او بابا د جېله راخوشى شو او هم پر دې نېټه ښاغلي جنرل يحيٰى خان مرشل لاء ولګوله او ايوب خان ئې کورته وليږى.

زۀ لا په کراچي كښې د طب په فكلټۍ كښې وم چې څۀ وخت به بابا کراچي ته راغلى نو به مونږ  ورسره ليدل او د پښتون سټوډنټس آرګنائزېشن د نورو پښتنو ملګرو سره به مو د بابا سره کار کوى او په پرېس کانفرنس، مېلمستيا او جلسه كښې به مو کومک ورسره کاوۀ. ګاى به مونږ  د بابا سره اخته وو. د شپې ناوخته به شو نو د هوټل شا وخوا به د سي آى ډي استاذو خواست وکړ چې کاکا بس دى اوس نو کورته ولاړ شئ مونږ  د سهار څخه پر تاسو ډيوټي ده.

دپښتنو ځوانانو په قامي سياسي کار ډېر خوښ او همېش به ئې ډاډَوَلو. يا به نو چې مونږ  په چوټيانو كښې کور ته راغلو د بابا سره به موليدل. او وس به مو کاوۀ چې زيات وخت ددۀ سره تېر کړو. او يو څۀ ځينې زده کړو او څۀ کومک وکړو او ملګري ورله ولټوو.

بابا لا په جېل كښې وو چې د ظريف شهيد پيښه وشوه. په کوټه كښې پښتنو هلکانو او اولس ښۀ تحريک وچلاوۀ. په کوټه كښې يوه مياشت د شپې كرفيو وه. مونږ  به بابا لره ټول حال ورکاوۀ. زۀ  او مشر ورور محمود خان اڅکزى چې هغه وخت په پيښور كښې د انجينيرينګ په پوهنځي كښې لوستونکى وو. جېل لره ورغلي وو. محمود خان د نورو ملګرو سره بوري ته تللي وو چې هلته ئې د ټولو پښتنو مشرانو سره ليدلي وو. چې کومک راسره وکړي. نو مونږ  د کوټې او بوري حال ورکړ. نو بابا ډېر خوشال شو او دا خبره مې ياده شي چې بچو! دا قامي کار دى مشورې به ئې هم راکړې وي خو دا ئې راته وويل چې په دې کار كښې چې تر چا وروسته نۀ شئ.

 زۀ  د طب د فكلټۍ په دويم کال كښې وم چې بابا د کابل د پښتو ټولنې په بلنه د خپلواکۍ جشن له کابل ته تلى د اګست مياشت ۱۹۶۹کال ؤ. نو  زۀ  هم ورسره ولاړم. پر سپين بولدک ئې ښۀ تود هرکلى وشو. دلته بابا د خپلواکۍ (استقلال) په غزا كښې چې مشري ئې غازي امان الله خان کوله كوم شهيدان شوى وو. شهيدانو ته ور ښکاره  شو او هرکلي لره چې کوم خلګ راغلي وو څۀ وينا ئې ورته وکړه. په کندهار كښې غرمه د ښاغلي اعظم جان اڅکزي چې زمونږ نژدې تربور دى او د خان شهيد د ماما زوئ دى او نورو پښتونستانيانو سياسي کارکوونکو په ملګري د افغان دولت د دولتي مامورانو سره تېره کړه. په منزل باغ هوټل کندهار کښې بابا ميلمه وو.

ما پښين کابل ته روان شو. پر لارې ځائ پر ځائ خلګ هرکلي ته ورته راوتلي وو. د غزني ماسوا د نورو ځايو او کليو نومونه مي نۀ دي په ياد. ښاغلى باچا خان، ښاغلى محمد ايوب خان اڅکزى د افغانستان  صدر اعظم نور احمد اعتمادي او نور ګڼ شمير سياسي مشران دولتي ماموران او اولس د کابل څخه پنځه ويشت دېرش کلوميټره دباندې هرکلي ته راغلي وو. دالته بابا د ټولو سره روغبړ وکړ او مخ پر کابل روان شو. ګمان کوم چې د شپې د نهو او لسو بجو په مينځ كښې به کابل ته رسيدلي يو.

په کابل كښې باچاخان، سردار محمد داود خان پخواني صدر اعظم ښاغلي محمد هاشم ميوند وال، نور محمد ترکي، ببرک کارمل، ښاغلي محمد ايوب خان اڅکزي، خداى خدمتګار حسېن بخش کوثر د کابينې غړي او ګڼ شمېر سياسي، قبايلي مشران دولتي غړي اديبان شاعران او په رحمان بابا اوخوشحال خان لېسه كښې د اڅکزو د توبې او قبايلو زده کوونکو وزيرو، مسودو، بيټنو او نور ليدو ته راغلو.

د باچا ښاغلي محمد ظاهر شاه ليدو ته بابا ارګ  لره ورغلى. نور مجلس به ئې هم سره کړى وي. په دې مجلس كښې بابا ته د افغانستان  باچا بلنه ورکړه چې ژر مه ځه څو موده پاته شه په افغانستان  كښې وګرځه پخپله يې ووينه. نو دا وو چې بابا په افغانستان كښې لږ او ډېرې اوه ووني پاته  شو او بېلو بېلو ولايتو ته ولاړ. د هر ولايت والي به ددۀ مېماندار وو.

په افغانستان  كښې بابا د غازي او شهيد عبدالله خان اڅکزي څلي ته ورغلى دالته ښه لويه جلسه او مشاعره و شوه چې ګڼ شمېر پوهان، اديبان، سياسيان او شاعران راټول شوي وو. په مزاره كښې د امير شيرعلي خان قبر او د شهيدانو و قبرو ته ورښکاره شو.

زما ذاتي فکر دى چې خان شهيد چې په سپين بولدک، مزاره شريفه او په کابل كښې د اول افغان انګرېز، دويم افغان انګرېز جنګ او د استقلال د غزاګانو د شهيدانو، غازيانو د سپېڅلو ارمانونو سره ئې په دې توګه ملا تړ څرګند كړ او د پښتونخوا وطن اولنى او يواځينى سياسي کارکن دى چې د آزادي، وطن دوستي، ملت پالو او پر استقلال مينو شهيدانو سره يې هم فکري ښکاره کړه.

په هرات کښې د هرات د والي ښځه د غازي امان الله خان لور نوروسراج وه. هغې بابا کورته ميلمه کړ او پر ستر خان والي صاحب و خان شهيد ته ويل چې ټول پوخت دې پخپله کړى دى. په دا مېلمستيا كښې ښاغلي عظيم جان اڅکزي او د پښتو ټولنې مدير ښاغلي محمددين ژواک د بابا سره وو. ښاغلي محمدين ژواک په داټوله دوره کښې د بابا ميماندار وو. په کابل کښې پر ۳۱م اګست د پښتونستان په ورځ چې کومه اولسي غونډه وه په غازي سټيډيم کښې په دې کښې هم ما د بابا سره ګډون درلود. او پر ۲۹م اګست سهار هم زۀ په هغه غونډه کښې وم چې بابا او ښاغلي باچاخان د دۀ پر هغه وينا چې دۀ به بل سبا لره د پښتونستان په ورځ په غازي سټېډيم كښې کوله مجلس کاوۀ په دې غونډه کښې د شمالي او جنوبي پښتونخوا د ورکينګ کمېټۍ ګڼ شمېر مشران هم موجود وو. دا مجلس زما اوس هم ډېر ښۀ ياد دى.

پر ۲۸م اګست ماښام په کابل كښې د شمالي پښتونخوا او د جنوبي پښتونخوا د نېشنل عوامي ګوند د مجلس عاملې د ممبرانو غونډه وشوه چې خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي، ښاغلي اجمل خټک، ښاغلي مهدي شاه باچا، پوهان قلندر مومند، حسېن بخش کوثر (خدائي خدمتګار) ښاغلي هاشم خان غلجي، ملک عبدالعلي کاکړ، ښاغلي ملک عبدالصادق کاسي، ښاغلي ملک عثمان کاسي، ښاغلي هدايت الله کاسي، ښاغلي جعفر خان اڅکزي او نور مشران چې زما هېر دي ګډون درلود. په دا غونډه کښې د باچا خان پر هغه وينا مجلس وشو چې دۀ به د پښتونستان په ورځ په غازي سټېديم کښې کوله. مسوده ئې چا راوړې وه زما هېردي. په دې وينا کښې باچا خان د جنرل يحيٰى خان د هغي پرېکړې ملاتړ کړى ؤ چې د ون يونټ د ماتېدو پس به پخواني ولايتونه بحال شي هغه ؤ پنجاب، سيندهـ، شمالي مغربي سرحدي ولايت او بلوچستان.

خان شهيد وويل چې بلوچستان به برېټش بلوچستان وي که به براهوي کنپيډريسي (قلات سټيټس يونين) هم په ګډ وي. نو د دې خبرې جواب به د باچا خان څخه تپوس وكړو. نو سهار لره ۲۹م اګست د دا ټولو مشرانو په شمول د خان شهيد له باچا خان سره مجلس وشو. باچا خان د هغه بلوچستان په حقله داسې وويل چې برېټش بلوچستان (چه هغه افغاني پښتني علاقې پکښې ديى چې دګنډمک په لوظنامه کښې د افغانستان څه را بيلې کړل شوې وي) او براهوي کنپيډريسي به سره ګډيږي او يو ولايت بلوچستان په نامه به ولايت جوړيږي. خان شهيد ورته وويل چې پښتونستان دي څه کړ؟ ما او تا چې کوم پښتونستان غوښت هغه خو د ون يونټ د ماتېدو پس پر شمالي پښتونخوا (صوبه سرحد) او جنوبي پښتونخوا (بريټش بلوچستان ) مشتمل ؤ.

باچاخان وويل چې زما پښتونستان د صوبه سرحد نوم په پښتونستان بدلول وو. خان شهيد ورته وويل چې دا څلويښت کاله چې مونږ  په ګډه کوم پښتونستان غوښت مونږ  شمالي پښتونخوا لره درتلو او تاسي بريټش بلوچستان ته راتلاست او د پښتونستان تحريک مو چلاوي تا ولې  مونږ  ته نۀ ويل چې تاسو د بلوچستان غوښتنه وکړى ددې پر ځائ چې پښتونستان غواړى.او ورته ئې وويل چې که چېري  زۀ  بله ورځ د افغانستان نۀ ولاړ شم چې چمن ښار ته ور واوړم  زۀ  څنګه ووايم چې بلوچستان زنده باد نو پښتون اولس به راته وائي چې دا څلويښت کاله چې دي غوښت هغه پښتونستان دي څه كړ؟ نو  زۀ  به ورته وايم چې "ما جک واهى"؟.

باچاخان ورته وويل چې ته دا ومنه د پښتنو به په دوو ولايتو كښې برخه وي. خان شهيد ورته ويل دا برخه به زمونږ د مريتوب په بيه وي.دا ډيره ګرانه ده. باچاخان ورته وويل چې ته ئې ومنه که چېرې پښتون په بلوچستان كښې په زاوال وو بيا به مونږ ستاسي کومک وکړو. خان شهيد ورته وويل چې هم دغه خبره کانګريس و ما او تا ته وويل چې تاسي پاکستان و منى که په زاوال  شواست مونږ  به ستاسي کومک وکړو. اوس د درويشت کالو څخه د کانګريس په هند كښې ځان ته حکومت دى  زۀ  او ته خپل ژوند په جېلو كښې تيروو.

باچا خان ورته وويل چې عبدالصمده! هغه خو په دې کومک نۀ و شو ولې  چې ګاندي جي راتلى هغه بيا په حق ورسېدى. خان شهيد ورته وويل چې باچاخان ستاسو عمر اوس څو دى؟ د ژوند خو څۀ باور نۀ شته  چې کله به وي؟ نو مونږ د جنوبي پشتونخوا اولس به بيا دا وايو چې باچاخان د کومک کول کړى وو هغه بيا په حق ورسيدي؟ مه کوه باچا خانه! ما و دې خبره ته مه اړه كوه چې هغه خبره درته وکړم کومه چې تا د کانګريس و مشرانو ته وکړه. چې تاسو مونږ  و ليوانه ته حواله کړو. نو مجلس پاى ته ورسيدى او خان شهيد په دا ورځ قندوز ته روان شو.

نو پر۳۱م اګست چې باچا خان خپله وينا وکړه او د يايا خان د پرېکړې ملا تړ ئې وکړ. د باچاخان د وينا پس ښاغلي محمد ايوب خان اڅکزي په خپله وينا كښې د باچاخان څخه دا پوښتنه وکړه چې د جنرل يحيٰى خان د پرېکړې حمايت کوي او زړې صوبې بحالوې. د دې وړاندې تاکوم پښتونستان غوښت؟ پردې خبره د پرچم ګوند کارکوونکو چې د غازي سټيډيم په مينځ كښې ناست وو. سل ته شا وخوا وو احتجاج ئې وکړ او د سټيډيم څخه ووتل.

 زۀ  لا په کراچي كښې د طب د فكلټۍ په څلورم کال كښې وم چې د دسمبر پردوهمه ۱۹۷۳ بابا شهيد کړل شو.

د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د ژوند لنډه خلاصه         

        مختيار يوسفزى

١.د نړۍ په نقشه کښې د هرات نه تر کشميره او د جهلم او اباسين نه تر امو سينده پورې وطن چې د اېشيا زړۀ او برج بللى کيږي. په دې خاوره ميشته خلګ د تاريخ په پاڼو کښې د پکت، بخدي، پکتوېس او پکتين او بيا د پښتون او افغان په مترادف نومونو ياد شوي دي او د دوئ وطن د پښتونخوا او افغانستان په مترادفو نومونو يادېږي.

٢. دې اولسونو د تاريخ په اوږدو کښې ډېر باعظمته او باشوکته سلطنتونه جوړ کړي او ستر تهذيبونه او مدنيتونه ئې زېږولي او د علم په پلوشو ئې نړۍ روښانه کړې ده.

٣.د بېروني ير غلګرو نه د خپلې ازادۍ د ساتنې د پاره دې اولس پرله پسې مزاحمت کړى دى او د سرونو په منارو جوړولو ئې غليم د خپلې خاورې په شا کړى دى. د وطن د دفاع دپاره ګډې جذبې په پښتون اولس کښې د اتحاد ضرورت او احساس پيدا کړى دى او د دوئ قامي جوړښت ئې لا ټينګ کړى دى. په هيند کښې د بابر مغل په لاس د پښتنو د سلطنت د نړېدلو نه پس هم افغان يوازينى قوت ؤ چې د مغل غلامي ئې د يوې ورځې د پاره نۀ منله. په هيند كښې دننه د بېلو بېلو پښتنو بغاوتونه او هم په پښتونخوا کښې پښتنو د ملک احمد خان يوسفزي، شېخ ملي، كجوخان مندڼ، بايزيد روښان او روښاني نهضت نورو پياوړو مبارزينو او بيا ايمل خان مومند، درياخان اپريدي او خوشحال خان خټک د خپل ملي استقلال د پاره د مبارزې سنګرې تودې وساتلې او تر هغه وخته پورې چې ميروېس نيکۀ او بيا احمد شاه په لاس د فارس او مغلو حکمراني په پښتنو ختمه شوه او په ١٧٤٧ کښې معاصر افغانستان په وجود کښې راغى.

٤.انګريزي استعمار د پارس د جنګ نه پس په څلوېښت کاله کښې ټول هندوستان د خپلې ولقې لاندې کړو او د کال ١٧٩٧ پورې د افغانستان پولې يعنې د ستلج رود خانې ته راورسېدل. دغه وخت نيپولين د پرانس حکمران ؤ او انګريزان ئې په يورپ کښې وارخطا کړي وو.انګريزان په هيند کښې هم د نيپولين نه اندېښمن وو. د هيند درې غاړو ته سمندر وو چې د انګريزانو په ولقه کښې ؤ او ځان ئې د دغه طرفه محفوظ ګڼلو. يوازينى خطر د هيند د شمال د لورې يعني د افغانستان د خوا دوئ محسوسولو. نو د هغه وخت نه پس دوئ په دې لټون کښې شول چې قوي او واحد افغانستان کمزورى او ټوټې ټوټې کړي.

٥.د کال ١٨٠٠ نه تر کال ١٨٩٣ پورې پېرنګيانو د پنجابي سيکهانو او د پارس د حکمرانانو په مرسته په ١٨٣٨ د افغان انګريز لومړنۍ جګړې او په ١٨٧٨ افغان انګريز دويمې جګړې په نتيجه کښې په افغان ملت د لاهور درې فريقه لوظنامې د ګنډمک او ډيورنډ تپلې معاهدې مسلط کړې.چې په نتيجه کښې د افغانستان ختيځې او سوهېلي برخې د چترال نه تر سيوۍ پورې له دې ستر هېواده پرې او په خپل سلطنت يعنې برطانوي هيند کښې  شاملې کړې. انګريز مقبوضه افغان خاوره د خپلو استعماري ګټو په خاطر نوره هم ووېشله او د افغانانو وجود ئې ټوټې ټوټې کړو. اوسني افغانستان هم خپل بهرنى سياست د لاسه ورکړو او مېنځنۍ پښتونخوا د باجوړ نه تر وزيرستانه نيمه مستعمره شوه.

٦.د پښتنو په سينه د ډيورنډ استعماري کرښه لکه د چړې راتېره شوه. پښتانۀ چې کله د ډيورنډ د تپلي تړون نه خبر شو نو په قهر او غضب شول. په ټوله پښتونخوا کښې يو عمومي هيجان په څپو شو او له کال ١٨٩٤ نه د پښتنو په خاوره وسله وال ټکرونه شروع شول او لکه د برېښنا غوندې په ټوله پښتونخوا کښې تيت و پرک حملې په پېرنګيانو شروع شوې او په ١٨٩٧ کال په اوړي کښې د سوات نه تر وزيرستانه پورې دغه يرغلونه په عمومي پاڅون بدل شو.

٧.د انګريزي استعمار د غلامۍ په خلاف د پښتنو د دغه ستر قيام په مشرانو کښې مولوي نجم الدين (هډې مولوي صېب) ډېر اهميت لرلو او د دغه قيام مخکښي ئې کوله. د ترنګزو حاجي صېب، سر تور فقير، فضل محمود مخفي صېب او نور اجتماعي شخصيتونه په دغه قيام کښې د هډې مولوي صېب په څنګ کښې وو. ترنګزو حاجي صېب د پښتنو د دغه ستر قيام د ناکامۍ لويه وجه د پښتنو د ملي تنظيم نيشتوالى ګڼلو. نو په ١٩٠٩ کښې ئې په وړومبي ځل د حزب الله په نامه ګوند جوړ کړو چې په دغه ګوند کښې د پښتنو لويو عالمانو، اديبانو، اجتماعي شخصيتونو، روڼ اندو، منورينو ګډون لرلو.

٨.په موجوده افغانستان کښې  امير عبدالرحمان د يويشت کاله امارت کولو نه وروسته په ١٩٠١ کښې مړ شو او د هغه زوئ حبيب الله خان د افغانستان امير شو. په افغانستان کښې د روڼ اندو له خوا سلطنتي نظام کښې د اصلاح او د بادشا او اولسونو د اختياراتو د تعين کولو د پاره د مشروط خواهانو د غورځنګ زړى په زرغونېدو شو.

٩.په داسې حالاتو کښې په ١٩٠٧ ميلادي کال د جولائي په مياشت کښې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى د سهېلي پښتونخوا د ګلستان تحصيل په عنايت الله خان کارېز کښې د نور محمد خان اڅکزي کره سترګې روڼې کړې. د خان شهيد کورنۍ نامتو برخوردار خان اڅکزي ته رسيږي څوک چې د پاني پت په جنګ کښې د احمد شاه بابا ملګرى وو او د مرهټانو په خلاف ئې د يوې اهمې دستې کمان کولو. د لومړي افغان انګريز جنګ ستر اتل او لارښود عبدالله خان اڅکزى هم د خان شهيد په نزدې نيکونو کښې وو. د خان شهيد پلار لوستى علم دوست ديندار سړى وو. په فارسي، عربي او پښتو ژبو ښۀ پوهېدو.

١٠.د خان شهيد په اند، ژوند او شخصيت د دۀ د کورنۍ چاپېريال او سابقې خپل ژور اثرات غورځول. خان بابا ډېر ذهين او ياداښت ئې حيرانونکي وو. لومړنۍ زده کړې ئې په خپل کور او جمات کښې حاصلې کړې وې. په شپږ اوؤ کاله کښې ئې د پارسي او عربي کتابونه ووئېل. د ګلستان په سکول کښې ئې داخله واخستله. دلسو کالو وو چې پلار ئې وفات شو.

١١.په ١٩١٩ کال کښې د امير حبيب الله خان د وژل کېدو وروسته د هغۀ زوئ  امان الله خان د افغانستان واکمن شو او د واک تر لاسه کولو  سره سم ئې د افغانستان د بشپړې ازادۍ اعلان وکړو. انګريزانو په افغانستان درېمه حمله وکړه. لر اوبر افغانانو د خپل استقلال په خاطر ډېر ستر ملي پاڅون وکړو او په نتيجه کښې ئې پېرنګيان د افغانستان د استقلال منلو ته مجبور شو. خو د يو پراخ ملي تنظيم د نيشتوالي له کبله د محکوم افغان خاوره د په خوا په شان د انګريزانو مستعمره پاتې شوه. دې جنګ د خان شهيد په ژوند ډېر اثرات واچول.

١٢.خان شهيد په خپل وړوکوالي کښې سخت ضدي وو. په زور به ئې د چا خبره نۀ منله.په سيالۍ خوښ او په ناسيالۍ نا خوښه وو. هر ګران کار ته به ئې ملا تړله، په خپل ځان به ئې زغم تېرولو، مېلمه دوست وو او د بې ځايه خبرو او د بدو کارونو نه به ئې ځان ساتلو. وعده پوره کول ئې يو ديني فريضه او د سړيتوب نخښه بلله. د محمد علي "همدر" اخبار به ئې کتلو. د خپلې کورنۍ د وطن پرسته چاپېريال او د مطالعې په نتيجه کښې ئې د ځان سره دا وعده وکړه چې د انګريز نوکري به نۀ کوم. که څۀ هم په هغه وخت کښې به ډېر غټ غټ خلګ په وړو وړو نوکريو پسې سرګردانه وو. د انګريزانو خوشامندي او منتونه به ئې کول مګر خان شهيد په خپله وعده ټينګ پاتې شو او د انګريزانو له خوا د لويو منصبونو پېشکشونه ئې ونۀ منل.

خان شهيد د يو قامي مشر د جوړېدو د پاره د ائينې غوندې صفا کردار او د قول و فعل يوالى ضروري ګڼي او په ټول ژوند ئې ځان د دې اصولو تابع وساتلو.

١٣. په محکومې سهېلي پښتونخوا کښې طبقاتي امتيازات ډېر زيات نۀ وو. ځکه چې اباده زمکه ډېره کمه وه. لوئي جاګيردارۍ دلته نۀ وي. البته ټولنه په توهماتو غلط رسمونو رواجونو کښې ګېر وه. ټولنه د انګريز او د هغه د لاس پوڅو په ولقه کښې وه. خان شهيد چې د ښوونځي نه راووتلو نو د هېواد د ازادۍ او حکومت په اهميت لا بلد نۀ وو. خو ډېر زر ورته د دې اهميت معلوم شو او د غلامۍ په تاوان خبر شو. د دۀ په ذهن دې خبرو هغه وخت اثر واچولو کله چې دوئ د پاسپورټ جوړولو په لړ کښې د داسې قسم مسائلو سره مخامخ شول.

١٤.د خان شهيد په سکول کښې به د هرې مياشتې په اخره ورځ هلکانو سندرې وئيلې، ډرامې او نقلونه به ئې کول. د سکول لوئ استاذ د غونډې صدر او خان شهيد به ئې د سيکرټر فرايض سرته رسول. خان شهيد ته د استاذ له خوا په جرګه د مضمون ليکلو او په جلسه کښې د اورولو کار حواله شو. خان شهيد وائي چې په اوله مياشت کښې ما دا کار ونۀ کړى شو. نو د استاذ له خوا يوه روپۍ جرمانه شوم او جرمانه ما ورکړه. بيا د هغه ورځې نه مې د جرګې لټون پېل کړو. ښېګړې او تاوانونه مې زده کړل. د پښتنو د جرګو او انګريزي جرګو په بېلتون پوه شوم او په دې تحقيق کښې د انګريزانو د نظام حکومت په ورانيو پوه شوم او په دې هم پوهه شوم چې د پښتنو د ټولو خوارو او مشکلاتو سرچينه هم د انګريزانو غلامي ده او دا قوم تر هغه وخته ابادېدى نۀ شي ترڅو چې د انګريز د غلامۍ نه ازاد نۀ شي. په جرګه دا لټون د خان شهيد د سياسي ژوند پېلامه شوه.

١٥. په ازاد افغانستان کښې د امان الله خان د ترقي غوښتونکي حکومت د خلګو په ګټه اصلاحات او د پرمخ تللي او ودان افغانستان په لور چټک ګامونو اخستلو په محکومه پښتونخوا او هندباندې ژورې اغېزې وکړې. د هيند د ازادۍ تحريک په نوې مرحله کښې داخلېدو ته چمتو شو او د محکوم افغان د ازادۍ مبازرې خپل شکل بدل کړو د پښتنو د ازادۍ مبارزه په لومړي سر کښې يوازې په وسله واله مزاحمت تکيه درلوده. د ١٩١٩ نه  وروستو خپل شکل په صلح اېزه او په عدم تشدد ولاړ سياسي مبازرې ته بدل کړو. په ١٩٢١ کښې چې باچا خان او د هغه ملګرو د انجمن اصلاح الافاغنه په نوم يو اصلاحي تنظيم جوړکړو چې وروستو په  ١٩٢٧ افغان جرګه او بالاخر په خدائي خدمتګار مشهور شو. په جنوبي پښتونخوا کښې خلګ د سياسي ګوندونو او تنظيمونو سره نااشنا وو.

١٦.په ١٩٢٨ کال کښې غازي امان الله خان د چمن په لار د هيند او يورپ په دوره روان وو. خان شهيد او په زرګونو نور پښتانۀ د هغۀ استقبال دپاره چمن ته تللي وو. نور پښتانۀ ورته په ګڼ شمېر په قلعه عبدالله خان، ګلستان، بوستان او کوټې په سټېشنونو راوتي وو. په دغه ورځ دوه پېښو د خان شهيد په ذهن ډېر بريد وکړو. يوه پېښه داسې وه چې په دغه ورځ باران او خټې وې. نو کوم انګريزي فوځ چې غازي امان الله خان ته سلامي وړاندې کوله. د هغوئ بوټان په خټو ککړ شوي وو. چې باچا راورسېدو نو هيندکيانو په توليو د هغوئ بوټونه صفا کړل. په دې خان شهيد ډېر فکر مند شو. خان شهيد وائي ما چې دا وليدل نو ډېر خواشينى شوم او دې فکر واخستم چې مونږ پښتانۀ او هيندکيان ولې  دومره سپک يو. پکار خو داوه چې نن د پښتنو باچا ته د پښتنو خپل فوځي کنډک سلامي وړاندې کړي واى. او که نۀ هيندکيانو به ورته کوله خو دا څرنګه خبره ده چې سلامي انګريز ورکوي او هيندکيان ولاړ دي د هغوئ بوټان پاکوي. دا هرڅه زمونږ او دهينديانو د مريتوب نتيجه ده.

بله پېښه دا وشوه چې باچا د سلامۍ وروسته د خلګو خوا ته راغلو. نو د خلګو نه ئې پوښتنه وکړه چې تاسو پښتانۀ ياست؟ په پښتو پوهيږئ؟. باچا څه وئېل غوښتل خو خلګو ځان له نارې جوړې کړې. نو باچا سټېشن ته روان شو. د خلګو په دې بې تنظيمۍ خان شهيد ډېر خفه شو. خان شهيد په دې فکر کښې شو چې په کار خو دا وو چې زمونږ له خوا يو سړى باچا ته هر کلى ويلى وى او د هغوي ځواب مو اورېدلى وى او په يو اواز مو په شريکه څو نارې وهلى وى. خان شهيد وائي که څه هم ما تر دغه وخته په څه ډله يا ګوند کښې نۀ کار کړى وو او نۀ مې د بل چا سياسي ډله يا ګوند ليدلى وو خو يادمي شي چې هغه ورځ او څو نورې ورځې مې زړه ډېر  بد وو.او دغه چورت راسره وو چې زمونږ دا بده ورځ به کله او څنګه ختميږي. او کېدى شي فضل محمود مخفي صېب به هم خپله مشهوره سانده په داسې حالاتو کښې وئېلي وي.

خدايه! هغه ورځ به هم وي، چې زمونږ جهاز به خپل وي

د يورپ دورې نه په واپسۍ انګريزي استعمار په لمسه او ملاتړ کورنوو وطن فروشه او خيانت ګرو او ارتجاعي قوتونو، درباري سازشيانو د غازي امان الله خان د ځوان او مترقي دولت په ضد لا د مخه د دسيسو جال خور کړى وو. دوئ د خپلو شيطاني ارادو د پوره کولو او د افغانستان د بربادولو د پاره په بلوو او فساد لاس پورې کړو. په افغانستان کښې شورش او فساد جوړ شو. په محکومه پښتونخوا کښې اولسونه د غازي امان الله خان په خلاف په دې شورش ډېر خفه او دلګير وو. باچا خان او انجمن اصلاح الافاغنه مشرانو د امان الله خان په حمايت کلي په کلي دورې وکړې. په افغانستان کښې دې بغاوت په کوزه پښتونخوا کښې ډېر وېښتيا پيدا کړله. خان شهيد د امان الله خان په مرسته د نورو خلګو په ملګرتيا د جنګ ميدان ته د تلو تياري کوله چې انګريزانو دى ګرفتار کړو او تر هغه وخته ئې بندي وساتلو چې امان الله خان د چمن په لار هيند ته روان شو. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د خان شهيد د ګرفتارۍ په ورځ پيرنګيانو باچا خان هم د سېوۍ نه بيرته ستون کړو.

١٧.په ١٩٢٩ کال کښې خان شهيد لاهور ته لاړ شو او هلته ئې د کانګرس خلافت نوجوان بهارت سبها غونډې  وليدې. د ډېرو قامي مشرانو سره ئې ملاقات اوشو خو د صنوبر حسېن مومند او سېف الدين کچلو وينا ګانې ئې ډېرې خوښې شوې. خو د پښتنو په وطن کښې دا رنګه سرګرمۍ کول د ناممکينه حده پورې مشکلې وې. حقيقي قامي مشران ناياب شوي وو او د انګريز چاپ لوسان د پښتنو د مشرۍ په کرسۍ ناست وو. خان شهيد د ديني مصلح په شکل په اول ځل د سياست ميدان ته راودانګل. او د جمات نه ئې خلګو ته د خپلو ويناوو شروع وکړه. سرکار په دې خبر شو او بيا ئې ګرفتار او سزا کړو. په ١٩٣١ کال کښې د بند نه ازاد شو نو خان شهيد  بمبۍ ته د کانګرس د مشرانو او په ځانګړې توګه د ګاندي جي ګول مېز کانفرنس ته روان وو. د ليدلو او هغوي د جنوبي پښتونخوا او بلوچستان د حالاتو نه د خبرولو په غرض لاړ شو او پېنځلس (١٥) ورځې ئې د ګاندي جي سره تېرې کړې د ګاندي جي ساده ژوند خبرو او عملي سرګرمو په خان شهيد سخته اغيزه وکړه او د عدم تشدد او زغم په فلسفه ئې عقيده نوره هم مضبوطه شوه او د ځان سره ئې دا وعده وکړه چې تل به په دغه لار روان وي او د دې نه پس ئې د خامتا جامې اغوستل شروع کړل.

د ګاندي جي په مشوره خان شهيد د صوبې په مسايلو او د هغې د حل په باره کښې يو پمپليټ وليکلو. د ګاندي جي سېکرتر پيارے لال دغه پمپليټ په انګريزۍ کښې وژباړو او پينځه سوه (٥٠٠) کاپۍ ئې چاپ کړې. خان شهيد ترې هلته راغلو مشرانو ته ئې يوه يوه کاپي ورکړه. خان شهيد لا په بمبۍ کښې وو چې باچا خان هم هلته راغى او دوئ په لومړي ځل دلته وليدل. څو ورځې د يو بل سره پاتې شول. دا اشنايي په يوه اوږده ملګرتيا او د پښتون قامي تحريک په نزدېکت بدله شوه.

١٨. د لاهور نه په واپسۍ خان شهيد د يو سياسي ګوند د جوړولو په فکر کښې شو. په هم دې ورځو کښې يوسف علي خان مګسي په ١٩٣٢ء کال کښې په ملتان کښې د بلوڅانو يوه غونډه  را وبلله او خان شهيد ته ئې په کښې د شرکت د پاره ليک واستولو. خان شهيد د څه کار په وجه د شرکت نه معذرت ښکاره کړو خو دوئ ته ئې ليک ولېږلو. په هغه کښې خان شهيد بلوڅ مشرانو ته ليکلي وو چې د بلوچستان د پاره د بلوڅو او پښتنو شريک ګوند جوړول په کار دى چې هغه دلته هم کار وکړي او بهر په هيند کښې هم. د ملتان په غونډه کښې فېصله وشوه چې د ١٩٣٢ء کال د دسمبر په وروستۍ هفته کښې به د ټول هيند د بلوڅانو غونډه کوو. په دې لړ کښې ئې خان شهيد ته د راتلو بلنه ورکړه. خان شهيد بلوڅ مشرانو ته وليکل چې غونډه د بلوڅانو په نامه ده او زۀ پښتون يم نو زۀ نۀ شم درتلى او تاسو ته به دعا کوم. په دې پسې د هغوئ تار راغى چې غونډه به د بلوڅانو په نامه نۀ وي. نو بيا خان شهيد جيکب اباد ته په غونډه کښې د شرکت په غرض لاړ شو. دا غونډه د بلوچستان کانفرنس په نامه د خان شهيد په صدارت کښې په دسمبر ١٩٣٢ء کال وشوه او خان شهيد دغه غونډې ته خپله صدارتي وينا وکړله.

١٩.په ړومبي ځل د پښتنو او بلوڅو تحريکونه د يو بل سره متحد شوو. په ١٩٣٣ کال کښې خان شهيد بيا هيند ته لاړ او هلته ئې په مسلم کانفرنس کښې ګډون وکړو او د مجلس عملې غړى شو. خان شهيد په دې باره کښې په خپل ژوندليک کښې وائي. د دې ډلې څه ناپېښه (عجيبه) شان ائين وو. ټول غټان او د صوبائي او مرکزي اسمبلو ممبران ئې غړي وو. په عام اولس کښې چا ممبر سازي نۀ کوله. ډاکټر محمد اقبال ئې د کارنده جرګې مشر وو او محمد شفيع داودي ئې لوئ سېکرټر وو. خان شهيد دوئ ته د خپلې صوبې باره کښې معلومات او ځينې تجاويز وړاندې کړل.

٢٠.انګريزي سرکار د حېدراباد نه په واپسۍ خان شهيد ګرفتار کړو او يوسف علي خان ئې د قبيلې د سردارۍ نه برطرف کړو او د ٤٠ ايف سي آر لاندې ئې درې کاله سزا ورکړله. خو د مسلم کانفرنس خطاب يافته مشرانو او  سردرانو د دوئ په ګرفتار ۍ هيڅ اواز و نۀ کړو. نو خان شهيد ته د دوئ اصليت معلوم شو.

٢١.د ډېرې مودې نه خان شهيد او د هغه ملګرو کوښښ کولو چې د هندوستان د نشرياتو قانون په بلوچستان کښې هم نافذ شي. بالاخر په ١٩٣٦ء کال کښې دغه ايکټ نافذ شو. کله چې خان شهيد د بند نه خلاص شو نو د خپلو خلګو د خبرتيا او تنظيم په خاطر ئې ړومبۍ چاپ خانه په کوټه کښې ولګوله. په پښتو او اردو ژبو کښې ئې د استقلال په نامه اخبار جاري کړو چې په ١٩٥٠ء کال پرې پاکستاني سرکار پابندي ولګوله.

٢٢. دويم لوئ او مهم کار چې خان شهيد د رهائۍ نه پس وکړو هغه په غلامه سهېلي پښتونخوا کښې په وړمبي ځل د انجمن وطن په نامه يو ملي سياسي ګوند جوړول وو. خان شهيد د دې ګوند صدر وټاکل شو. د دې ګوند مرام په بلوچستان کښې د اصلاحاتو نفاذ او خپل مرام د حصول د پاره د عدم تشدد د لارې ائيني مبارزه کول وو. انجمن وطن ډېر زر په خلګو کښې مقبول جمات شو او په يو کال کښې ئې د غړو شمېر زرګونو ته ورسېد. د انجمن وطن کلنۍ غونډې ته خان شهيد په خپله وينا کښې د انجمن وطن په غټو مقاصدو رڼا واچوله چې لنډيز ئې دا دى. خان شهيد وويل:

هغه وخت تېر شو چې خلګو به د وطن په مظلوميت او پسماندګۍ ژړا کوله. اوس د اوښکو تويولو زمانه تېره شوه. اوس د دې حالت په عزت، خوشحالۍ او ازادۍ د بدلولو سوچ په کار دى. د خپلو غمونو غم په کار دى او د ټولو نه لوئ غم غېر ملکي غلامي ده.

انجمن وطن به د دې غېر ملکي غلامۍ د خاتمې يوه ذريعه ګرځول وي.

انجمن وطن د سرکار او د هغه د پيدا کړو سردارانو د کبر، غرور او استبدادي نظام نشه کمزورې کړې او په خلګو کښې ئې بيداري پيدا کړې ده.

چونكې نۀ فوځ، نۀ اسلحه نۀ، دولت او نۀ پوره بېدار قوم لرو چې حفاظت پرې وکړى شو نو زمونږ طريقه به عدم تشدد وي.

انجمن وطن به خالص د برطانوي بلوچستان (د جنوبي پښتونخوا) تنظيم وي. د دې ځاى د خلګو د مفاداتو د پاره به جدوجهد کوي. د دې جمات په لويو لويو پارټو کښې وابسته کول او يا د مذهب په خوشنما نوم او نورو ملکونو د مسلمانانو د امداد په نوم مونږ له په اشتعال کښې راتلل نۀ دي په کار. دا به زمونږ په دښمنانو کښې زياتى راولي.

انجمن وطن د کانګرس سره هيڅ تړون نۀ لري البته د هيند د ازادۍ سره خپله ازادي تړلې ګڼي.

د تعليم په مسئله او د تباه حال کسانانو او مزدورانو په ښېګړه خاص توجه ورکول دي.

د وطن دننه او بهر به انجمن د نسلي او جغرافيائي تعصب نه پاک ساتلى شي او د مخالف خلګو د پاره دې رواداري او مروت پيدا کړي. او همدغه د ملک د سياسي، اقتصادي او کلتوري انقلاب اسانه لاره ده.

٢٣.په ١٩٣٩ء کال کښې دويم نړيوال جنګ ونښت نو انجمن وطن په خپل     بنياد  د انګريزانو سره د عدم تعاون پالسي جوړه کړه او بيا چې په ١٩٤٢ز کال کښې کانګرس د انګريزانو د ويشتلو دپاره د هندوستان پريږدۍ  تحريک شروع کړو نو انجمن وطن بيا په خپل بنياد په تحريک کښې په ډېر همت هلې ځلې وکړې. نو پېرنګيانو خان شهيد او د هغه ملګري په کال ١٩٤٢ء کښې بنديان کړل.

د ګرفتارېدو نه وړاندې خان شهيد د خپلو ملګرو سره د شمالي پښتونخوا دوره وکړه او د خدائي خدمتګار تربيتي کېمپونه ئې وکتل.

٢٤.په ١٩٣٧ء کال کښې د خان شهيد په بلنه باچا خان د جنوبي پښتونخوا او بلوچستان دوره وکړه او خان شهيد باچاخان او نور ملګري ئې د پښتنو په ټولو غټو کليو او ښارګوټو کښې جلسې وکړې. د بلوڅو ځينې علاقې ئې هم وکتلې چې له دې سره د شمالي او جنوبي پښتونخوا د قومي تحريک تر مېنځ نيزديکت نور هم زيات شو.

٢٥.اٰل انډيا کانګرس په کراچۍ کښې په خپل اجلاس کښې د ژبې په بنياد د خودمختاره صوبو د جوړولو لوظ وکړو. نو انجمن وطن په ١٩٤٦ء کال کښې د کانګرس سره الحاق وکړو. ياده دې وي چې وړاندې نه خدائي خدمتګار تحريک هم د کانګرس برخه شوى وو.

٢٦.د خدائي خدمتګار او بيا د انجمن وطن د کانګرس سره په شاملېدو د پښتنو د قامي ازادي بخښونکي تحريک خپله عملي ازادي د لاسه ورکړه. په کار خو دا وه چې د خدائي خدمتګار او انجمن وطن د پښتونخوا په بنياد د خپلې ازادۍ او ملي مسايلو په ايجنډه د يو بل سره انضمام کړى وى او د پښتنو خپل ازاد ګوند ئې د خپل واضح ملي اهدافو د پاره ژوندى او فعال ساتلى وى. او د هيند د ازادۍ په خاطر کېدونکو ټولو کانفرنسونو او غونډو کښې د پښتونخوا د ازادۍ مسئله د هيند او پاکستان نه په جلا د افغانستان نه په جبر او زور نيولو علاقو په بنياد د افغان (پښتون) ملت په توګه د بحث لاندې راغلى وي او د دې د پاره پښتنو مشرانو خپله مقدمه پخپله د يو فريق په توګه په شمله کانفرنس، کرپس مېشن، کېبينټ مېشن او ماونټ بېټن سره پورته کړى وي او د وخته ئې د دې د پاره هر اړ خيزه تيارى کړى وي. دهيند او پښتونخوا يوازينى ګډ خصلت د انګريز غلامي وه. د انګريز د تګ په صورت کښې د پښتنو د ازادۍ مطلب به دا وو چې د انګريز د راتګ نه وړاندې حېثيت بحال شوى وى. يا کم از کم پښتنو ته ئې د خپل راتلونکي په حقله پخپله د فېصلې کولو حق ورکړى وى. خو په سياسي طور پښتانۀ ځان له فريق پاتې نۀ شو او د کانګرس په رحم وکرم شو. د کانګرس ضرورت او مطالبه د هيند ازادي وه. د پښتنو مسئله هغوئ پردۍ وګڼله. انګريزانو او مسلم ليګ هم خپل مقاصد لرل او د هغې د پاره ئې خپله منصوبه بندي کړې وه.

٢٧.انګريزان دويم نړيوال جنګ ځپلي او ستړي کړي وو بلې غاړې ته د هيند او پښتنو ملي ازادي بخښونکي نهضتونه  ډېر پياوړي وو. د کېبينټ مېشن په ناکامه کېدو د هيند وايسرائى لارډ ويول د ګوښه کېدو نه وروسته لارډ ماونټ بېټن د هيند وايسرائى وټاکل شو. د لېبر ګوند حکومت غوښتل چې بايد د ١٩٤٨ء کال د جون د ٣م نه وړاندې هندوستان ته واک وسپارى. نو ماونټ بېټن د دواړو ګوندونو کانګرس او مسلم ليګ سره په خبرو اترو پېل وکړو. او د هيند د وېش منصوبه ئې وړاندې کړله او په دواړو ګوندونو ئې اومنله. باچا خان پخپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې وائي چې د کانګرس مشرانو زمونږ په سر سودا وکړه او هغه دا چې ماونټ بېټن د کانګرس په وړاندېز بنګال او پنجاب ووېشل او په بدل کښې ورسره کانګرس په خېبر پښتونخوا (صوبه سرحد) رېفرينډم او ماته برطانوي پارليمان دغه منصوبه په دريم جون ١٩٤٧ تايد کړله. د دې منصوبې منلو وروستو د هيند د متحد پاتې کېدو هيڅ اميد پاتې نۀ شو. کانګرس د ماونټ بېټن سره د فېصلې نه پس د کانګرس ورکينګ کميټۍ غونډه وکړله. باچا خان د کانګرس له خوا د هيند وېش او په خېبر پښتونخوا کښې رېفرينډم منل د پښتنو د ملي ګټو سره د خيانت په توګه تعبير کړو. باچا خان وويل (مونږ ستاسو سره د ملک د ازادۍ د پاره ملګري وو. تاسو خپل غرض وکړو او مونږ مو شرمخانو ته وغورځولو)

٢٨.په ٣م جون ١٩٤٧ء کال د هيند د وېشلو پرېکړه وشوه او د دې پلان مطابق په صوبه سرحد کښې د رېفرينډم او جنوبي پښتونخوا (د برټش بلوچستان) کښې شاهي جرګې او د کوټې نامزد ميونسپل کميټۍ ته اختيار ورکړى شو چې د هندوستان يا پاکستان سره د ګډېدو فېصلې وکړي. پښتنو ته د خپل ازادۍ دريم متبادل ور نۀ کړى شو. نو په پاکستان کښې د دوئ شاملېدل حتمي شول.

٢٩. د پښتنو قومي تحريک ته چې د خپلې غلطۍ ادراک وشو نو سمدستي ئې په ٢١م جون ١٩٤٧ء کال په بنو کښې ملي جرګه راوغوښته. جرګې د پښتنو خاورې د يو کولو او خپلواک پښتونستان غوښتنه وکړله. دغه پرېکړه د بنو قرارداد په نوم ياديږي.

خان شهيد د واک د منتقل کولو په دغه اهمه دوره کښې د پښتون سياسي قوتونو او اولسونو توجه د پښتنو د يو خپلواک وطن پلو ته واړوله. په دې کښې ئې د باچا خان په اخبار پښتون کښې يو خط هم د خېبر پښتونخوا د پاره وليکلو. د بنوں قرارداد هم پاس شو مګر اوبه د ورخه تېرې وې. د دې عملي کولو د پاره مناسب تنظيم جوړ نۀ شو. که څۀ هم شرائط د پښتنو د ازادۍ د پاره ډېر موزون وو. ولې چې انګريزان دويم جنګ عظيم ځپلي وو او د هيند نه ئې د تلو فېصله کړې وه. په داسې حالاتو کښې د پښتنو په خلاف د طاقت استعمال او هغه په زور په هيند يا پاکستان کښې ساتلو دوئ ته ډېره واره نۀ خوړه.

پاکستان نوى په وجود کښې راتلو تر دغه وخته ئې نۀ څه طاقتور فوځ ؤ او نۀ نورې ادارې.

دغه وخت په هيند کښې د کانګرس حکومت ؤ کوم چې د پښتنو اتحادي ؤ. په خېبر پښتونخوا کښې د کانګرسي پښتنو حکومت ؤ. ډاکټر خان ئې وزير اعلٰى ؤ کله چې په سندهـ کښې الٰهي بخش سومرو او پنجاب کښې د يونينېسټ پارټۍ حکومت ؤ. کوم چې د کانګرس طرفدار ؤ.

په لکهونو پښتانۀ په خدائي خدمتګار او انجمن وطن کښې منظم ؤ او قربانۍ ورکولو ته هم اماده ؤ.

د دريم جون د اعلان سره سم ازاد پښتون قبايل بيرته ازاد شوي وو.د ازادۍ په خاطر دوئ هم يو لوئ طاقت ثابيتېدى شو. د هيند د ازادۍ د قانون مطابق انګريزانو د ټولو لوظنامو د لغوه کولو اعلان وکړو چې د هغې سره د ډيورنډ تپلى استعماري تړون هم ختم شو. نو افغان حکومت د پاره بهترين جواز او موقع په لاس وراغله مګر نۀ افغانستان او نۀ محکوم افغان ملي تحريک د دغه تاريخي موقې نه څه فايده واخستله او  اوبه د ورخه تېرې شوې.

٣٠.د پاکستان د جوړيدو سره سم  ډېر زر  خان شهيد ګرفتار شو او شپږ کاله ئې پرې د زندان کړاوونه او مصيبتونه تېر کړل. خان شهيد په ١٩٥٤ کښې د جېل نه رها شو. خو چې وطن ته راغى نو هيڅ بدلون ئې محسوس نۀ کړو. د انګريزانو قانون هغسې چلېدو. د اولس ټول حقونه د افسرشاهي د خپو لاندې وو. په ملک کښې هيڅ ائين جوړېدو ته پرې نښودى شو. هيڅ قسم منتخب ادارې او جرګې نۀ وې. عدليه موجود نۀ وه. بس دومره وشول چې پښتانۀ د پېرنګي استعمار په ځاى د پنجابي استعمار تر سلطنت لاندې شول. د پاکستان او مسلم ليګ باره کښې د خان شهيد او باچا خان خدشات صحيح ثابت شول.

٣١.په ١٩٥٤ء کال کښې د جېل نه د خلاصېدو پس خان شهيد او ملګرو ئې د ورور پښتون په نامه قامي ګوند جوړ کړو او دى ئې کنوينر شو. د ورور پښتون غټ غټ مقاصد دا وو.

په پاکستان کښې پرله پورې پرتو پښتنو علاقو باندې مشتمله د پښتونستان په نامه صوبه جوړول او په پښتنو کښې وروري پيدا کول.

دلته د ټولو پښتنو د ژوند، ژواک، دين، ژبې، زده کړې، روزنې او ګزارې د پاره بې د څه هيلې خواري کوله.

د نورو ګاونډيانو سره په شريکو چارو کښې مشوره او مرسته کوله.

دا هم فېصله شوه چې د پښتنو دا وحدت په عدم تشدد او ائيني ذريعو قايمولى شي. دا جمات ډېر زر په خلګو کښې مقبول شو.

٣٢.په جولايي ١٩٥٤ء کال کښې د زندان نه د خلاصېدو لږه موده پس خان شهيد په خپل کالي نظر بند شو او د تقرير او تحرير پابندي پرې ولګېدله.

د دې سره په مياشتنۍ پښتو او پېغام جديد اخبار باندې بنديز ولګول شو.

په دې دوران کښې د ملک واکمنانو د بنګال د اکثريت د ختم کولو او د نورو محکومو قامونو دلا محکوم کولو په خاطر د يو يونټ منصوبه وړاندې کړله. ډاکټر خان صېب ورسره  ومنله. کله چې باچا خان دا منصوبه مسترد کړه. د خان شهيد نظر بندي او د هغه په اخبار او رساله بنديز هم شايد د دغه پلان د پاره  لار هوارول ؤ.

د يو يونټ په جوړېدو سره د بنګال اکثريت ختم کړى شو او په غربي پاکستان کښې مېشته پښتانۀ بلوڅ سندهيان او سرايکي قامونه د تخت لاهور تابع شول. ډاکټر خان صېب د دغه نوې صوبې وزير اعظم وتاکلى شو. په جولائي ١٩٥٥ کښې د لږې مودې د پاره پابندۍ ختمې شوې. خو په اکتوبر ١٩٥٥ء کال کښې بيا ګرفتار شو. درې مياشتې په جېل کښې تېرولو پس خان شهيد رها کړى شو. خو چې کله خان شهيد د انتخابي دورې په لړ کښې لورلائي ته په دوره لاړ شو نو د ډاکټر خان صېب په حکم بېرته بندي شو.او درې مياشتې بند تېرولو پس خوشى شو مګر لږه موده پس بيا بندي شو او  ١٩٥٦ء کال په اخره کښې د لاهور هاى کورټ په حکم د زندان نه ازاد شو.د رها کېدو وړاندې خان شهيد په ٢٦ اکتوبر ١٩٥٦ء کال په لاهور هاى کورټ کښې خپل تاريخي بيان هم ولوستو.

چې په هغه کښې د متحده پښتون صوبې، پښتونستان د خود مختارۍ جمهوريت، پښتون بلوڅ تعلقاتو او افغانستان او محکوم پښتون اولس په اړيکو او نورو اهمو واقعاتو تفصيلي رڼا اچولې ده. خان شهيد د جنوبي پښتونخوا ( برېټش بلوچستان) باره کښې ليکلي دي.

دا سيمه بلوچستان د بلوڅو د خاورې په نوم بلل کيږي. خو بيا هم د بلوڅو رياستونو نه علاوه د دې د ابادۍ اکثريت پښتانۀ دي چې په ژبه ثقافت او نسل د صوبه سرحد د خلګو سره شريک دي. د بلوچستان د پښتنو سيمه د صوبه سرحد سره جوښته پرته ده. ابادي ئې پنځه لکه او رقبه ئې د ځينو صوبو نه ډېره زياته ده. په ائيني توګه له (٢٠ ) شلو تحصيلونو څخه يوازې درې تحصيلونه په برطانوي هيند کښې ګډ وو. باقي مستجار  سيمې  يا قبايلي علاقې دي چې وس ورته خاصې علاقې ويل کيږي.

د پښتونستان باره کښې ليکي ( د ختم کولو نه وړاندې ځه دا ويل مناسب غواړم چې د هغه پښتنو د پاره د پښتونستان په نامه يو وحدت جوړول کوم چې پاکستان کښې پرله پورې پراته دي. او کوم چې انګريزانو په مختليفو نومونو وېشلي دي. دا مبارزه زما د ژوند نۀ بيلېدى نۀ شي. او نۀ په جبر او په بند زما د ژوند نۀ بيلېدلى شي. دا زما پوخ باور دى چې دا تجويز د پاکستان د مجموعي امن ترقۍ او سلامتۍ د پاره دومره سود مند دى څومره چې دا د اتيا لاکه يا د دې نه زياتو پښتنو يعنې د دې ملک د مسلمان وګړو تقريباً (٥/ ١) پينځمې برخې د پاره فايده مند کېدى شي.

د مورنۍ ژبې د اهميت باره کښې خان بابا وائي ( په اوسنۍ زمانه کښې د پرمخ تګ مرکز او بنياد تعليم ګڼلى کيږي. د ټولې نړۍ تعليمي پوهان په دې متفق دي چې د زده کړې بهترينه ذريعه په مورنۍ ژبه کښې تعليم حاصلول دي. اغېزناک او ګټور تعليم د يوې ژوندۍ ژبې په ذريعه ورکولى شي. کومه ژبه چې په امروزه استعمال کښې وي چې په دفترونو سوداګريز مرکزونو او ادبي خلګو کښې رواج ولري. لومړۍ زده کړې کول چې د ابادۍ د ډېرو خلګو په وس  رسيږي. په مورنۍ ژبه کښې د خلګو د پاره ګټور ثابيتېدى شي. او دا تر هغه وخته نا ممکنه ده تر څو چې د پښتنود پاره د پښتونستان صوبه جوړه نۀ شي. بيا وړاندې وائي د هغه خلګو په مقابله کښې چې ذده کړې په خپلو مورنو ژبو يا هغوي ته نزدې ژبو يعنې پنجابۍ او اردو ژبو کوي. پښتانۀ به همېشه په لوړو زده کړو کښې د هغوي نه روستو پاتې وي او دغه صورت د هيڅ يوهوښيار او عقلمند د پاره د منلو وړ نۀ وي.

د پښتنو او افغانستان باره کښې وائي ( په پاکستان کښې دننه د پښتونستان د خپلواکه صوبې د جوړولو او د پاکستان په ګټو او ذمه وارو کښې پښتنو ته په برابرۍ ورکولو سره پښتانۀ د افغانستان سره خپلې رشتې او اړيکې نظر اندازه کولو ته مايل کېدى شي پښتانۀ د جمهوري حکومت د ګټو او خپل معاشرت نه محرومه کوي که تاسو دا غواړۍ چې هغوي دې له افغانستان سره د خپلو ډول ډول اړيکو په کشش متاثره نۀ شي. دا دي زما باورونه او د پښتونستان د مطالبې د دلايلو لنډه اډانه)L

٣٣.پنجابي استعماري دولت پاکستان د پښتنو او د نورو قامونو د محکوم ساتلو له پاره په ملک کښې د اساسي قانون جوړولو مخنيوې کولو.پښتانۀ، بلوڅ، سندهيان او بنګاليان ئې مستعمره ساتل. په ١٩٥٤ز کال کښې ئې ائين ساز اسمبلي ماته کړله. د يو يونټ او پېرټي د استعماري منصوبو په ذريعه ئې يو طرفته د بنګال د اکثريت مخ نيوى وکړو او بله خوا ئې په پښتنو بلوڅانو او سندهيانو باندې نېغ په نېغه د لاهور حکمراني جوړه کړه. په ١٩٥٦ کښې ئې د يو يونټ او پېرټي په اصولو ولاړ ائين جوړکړو خان شهيد د يو يونټ د استعماري منصوبې په خبر د ټولو وطن دوست تحريکونو سره د محاذ جوړولو د پاره هلې ځلې پېل کړې او اخر په ١٩٥٦ کښې د نشنل پارټۍ په نامه د يو ګوند په جوړولو کښې بريالى شو. په نشنل پارټۍ کښې د خان شهيد په مشرۍ ورور پښتون، د باچا خان په مشرۍ خدائي خدمتګار، دحېدر بخش جتويي په مشرۍ سندهـ هاري کميټي د جي ايم سيد په مشرۍ سندهـ عوامي محاذ، د شهزاده عبدالکريم په مشرۍ اثتمان ګل او د ميا افتخارالدين او محمود علي قصوري په مشرۍ ازاد پاکستان پارټي شامله شوه. په ١٩٥٧ز کال مولانا بهاشاني خپله پارټي عوامي ليګ هم ګډه کړله او نشنل عوامي پارټي نوم ئې پرې کېښود.

نېشنل عوامي پارټي سامراج دښمن، جاګيردار دښمنه، جمهوري پارټي وه. چې د يو يونټ د ماتولو او په قامي، کلتوري او ژبني بنيادونو ئې د خودمختاره صوبو تشکيل غوښت. په بهرني سياست کښې ئې د ناوابيستګۍ پلوي کوله او د غېر فرقه وارانه سياست الم برداره وه. ملي عوامي ګوند ډېر په چټکتيا په ټول ملک کښې مقبول جمات جوړ شو. او دا امکان هم وو چې په ١٩٥٩ کښې کېدونکو ټاکنو کښې به برلاسه کيږي. نو د دې برياليتوب د مخ نيوي د پاره د پنجاب استعماري فوځ د ١٩٥٨ز کال په اکتوبر کښې د جنرال ايوب په مشرۍ مارشل لا ولګوله. خان شهيد او د ملي عوامي ګوند ټول مشران ئې ونيول او د څوارلس کاله په بندئې محکوم کړو.

٣٤.په ١٩٦٢ز کال کښې ايوب خان پوځي ائين جوړکړو. په هغه کښې هم د يو يونټ او بنګال سره د برابرۍ اصول وساتلى شول. د وفاقي پارليماني نظام په ځاى ئې صدارتي نظام راوستلو او د بالواسطه انتخابي نظام په ځاى ئې استعماري واک نور هم ټينګ کړو.

ايوبي امريت په خلاف د خلګو کرکه او نفرت ورځ په ورځ سېوا کېدو.او د ١٩٦٨ز کال پورې دغه کرکې اونفرت خپلې انتها ته ورسېدې او د امريت په خلاف د يو زورور تحريک د پاره حالات سازګار شو. په داسې حالاتو کښې خان شهيد په ٢٥ اپرېل کال ١٩٦٨ د پوره سزا تېرولو پس د بند نه خلاص شو او چې کله کوټې ته راغى نو د کوټې په هوائي ډګر ئې ډېر تود او تاريخي هر کلى وشو. چې استعماري حکمرانان ئې وارخطا کړل نو څو ورځې پس ئې خان شهيد بيرته بندي کړو. او نور ملګري ورسره هم ګرفتار شول خو د خان شهيد پوره لس کاله جېل تېرول او بيا دو باره ګرفتارۍ دغه تحريک نور هم په موجونو کښې راوست او په ټول ملک کښې د ايوب خان خلاف اولسونه ميدان ته را اووتل.

٣٥.د ايوب خان د زورور عوامي غورځنګ مخ ته د تم کېدو توان په ختم کېدو شو.نو په ١٩٦٩ز کال ئې د اختلاف د ګوندونو سره د مزکراتو په خاطر ګول ميز کانفرنس په لاهور کښې راوغوښت. خان شهيد او ملګري ئې په ٢٤ فرورۍ ١٩٦٩ز کال د بندنه خلاص کړل. او شېخ مجيب الراحمان ئې هم ګول ميز کانفرنس د پاره خوشى کړو او اګرتله سازش کېس ئې واپس واخستلو.

٣٦.عبدلوالي خان په مشرۍ ملي عوامي ګوند د اختلاف د ګوندونو د اتحاد (ډيموکراتک ايکشن کميټۍ) ډېر مهم غړى وو. ولې چې لږه موده وړاندې ملي عوامي ګوند تقسيم شوى وو. يوه برخه ئې نېپ بهاشاني بله ډله ئې نېپ ولي خان او درېمه ډله د افضل بنګښ او شېر علي باچا په مشرۍ په نيپ مزدور کسان په نامه جوړه شوې وه. په ډيموکراټيک اېکشن کمېټۍ کښې شامل ګوندونه د يو نټ په ماتولو متفق شول. په داسې بحراني حالت کښې د دې خبرې قوي امکانات موجود وو چې د يونټ په ماتولو سره د ژبو او کلتور په بنياد د قامونو صوبې جوړې شوى وى.

په ١٩٤٧ کښې پښتنو ته امکان پيدا شوى وو چې خپله ازادي واخلي. مګر د کانګرس د بې وفايۍ د دښمن د چالاکۍ سازشونو او پخپله خپل ازادي عمل لرونکي پښتون  قامي تحريک د نشوالي له وجې دغه موقع د لاسه او وتله. په ١٩٦٩ء کښې پښتنو ته دا موقع په لاس وراغله پښتانۀ د چترال نه تر بولانه په يوه قامي صوبه کښې سره متحدشوي وي. ولې چې د محکومو قامونو د ملي تحريکونو نه علاوه د استعمار طرفدار ګوندونه هم دې ته مجبور وو.

٣٢.د يو يونټ د ماتېدو نه سمدستي د صوبو د تشکيل سوال سر راپورته کړو نو طمع کېده چې ملي عوامي ګوند او د هغې مشر خان عبدالولي خان به د خپلې مرامنامې سره سم د ژبې او کلتور په بنياد د قامي صوبو د جوړولو تجويز وړاندې کړي. خپل دلايل به ئې په دې باپ وړاندې کړي وى او د شمالي او جنوبي پښتونخوا د خاورې د متحد کولو د پاره به ئې خپل دريځ وړاندې کړى وى. ولې چې د ډېرو کړاوونو پس پښتون يو وار بيا د متحده صوبې جوړولو خپل منزل ته قريب شوي وو مګر پښتانۀ دا ځل بيا د سترې ناکامۍ سر ه مخ شو. او هغه په دې چې پښتون قامي تحريک په کانګرس کښې د ضم کېدو پس خپله زړه غلطي بيا هم تکرار کړه او په ١٩٥٦ز کښې ئې خپل ملي ګوندونه د نشنل عوامي ګوند په نامه په بل پاکستاني کانګرس کښې مدغم کړل. ليهاذا دا وخت بيا د پښتنو داسې نماينده ګوند موجود نۀ وو چې په دغه اهمه او فېصله کنه مرحله کښې ئې د پښتنو د ملي ګټو دفاع کړې وى او د پښتونخوا د يووالي د پاره ئې لازم اقدامات کړي وى. د خان شهيد نه علاوه نور پښتون ليډر شپ د پنجابي او بلوڅ ليډرشپ د اغېزې لاندې راغلو. او د جنوبي پښتونخوا خاوره ئې د بلوڅو بلوچستان برخه اومنله. دلته دا خبره يا دول ضروري ده چې جنوبي پښتونخوا کله هم د بلوچستان برخه نۀ ده پاتې شوې. او حتٰى انګريزانو هم دغه خاوره د برطانوي بلوچستان په غلط نوم ځان له جدا صوبه کړې وه.

٣٨.د مخالفو ګوندونو د اتحاد او په هغه کښې د بلوڅ مشرانو تر اغيزې لاندې د ملي عوامي ګوند پښتون مشرتابه د دې تاريخي غلطې فېصلې په وخت تازه تازه د زندان نه راوتلى وو. او په لاهور کښې موجود وو. خان شهيد د پښتنو د ملي صوبې د جوړولو په اهميت قايل کوونکي دلايل وړاندې کړل او د پښتونخوا د يوالي په باب ئې د عبدالولي خان او نورو پښتنو مشرانو سره خپل برحق اختلاف څرګند کړو. خو د په خوا په شان يو ځل بيا پښتون قامي تحريک د نورو سره مدغم کېدو په وجه د نورو د ګټو تابع شوى وو.خان شهيد کوښښ وکړو چې د ګوند په ادارو کښې دننه هلې ځلې وکړې او په دې سلسله کښې د باچا خان ليدلو دپاره کابل ته لاړ شو. خان شهيد که هر څو خپل دلايل اوويل او زارۍ ئې وکړې خو څه ترې جوړ نۀ شو. د پښتنو د وحدت مخه دا ځل پښتنو مشرانو په خپله ونيوله.

په کابل کښې د خان شهيداو باچا خان د خبرو اترو او د هغوي د دواړو دريځونو احوال د ښاغلي ابراهيم عطايي په کتاب ( دبلوڅو ملي ازادي بخښونکي جنبشونو ته يو کتنه) کښې ذکر شوي دي.

٣٩.په دغه فېصله کن موړ کښې چې ايوب خان د ملي او ډيموکراټيکو قوتونو په وړاندې بې وسه شوى وو. او د هغوي د غوښتنو په منلو مجبور وو. د محکومو قامونو او جمهوري قوتونو په حق کښې د ائيني سياسي نظام جوړيدلو شرايط پاخه شوي وو. د فوځ کمانډر انچيف جنرال يحى خان د پنجاب د استعماري ګټو د ساتنې د پاره په ٢٥ مارچ ١٩٦٩ز کال دويمه مارشل لا ولګوله. خو د شديد سياسي بحران او اولسي پاڅون له کبله د انتخاباتو په اعلان کولو مجبور شو. او د لومړي اپرېل ١٩٧٠ پورې ئې د نووو صوبو د پولو ښکاره کولو نېټه ورکړه.

چونکې د يحىٰ خان د اعلان مطابق د دې عمل د پاره شپږ مياشتې موده په لاس راغله نو خان شهيد د پښتونستان د جوړولو هلې ځلې د نوي سره پېل کړې. 

٤٠.د صوبو د تشکيل د اعلان پس د ملي عوامي ګوند بلوڅ مشرانو د ګوندي ائين په خلاف د بلوچستان په نوم د کوټې او قلات يو ګوندي صوبايي تنظيم جوړ کړو. تر دې وړاندې لکه د نورو صوبو د جنوبي پښتونخوا او قلات رياست جدا جدا صوبايي تنظيمونه وو. بلوڅ مشرانو دا کار په دې غرض وکړو چې د زړو صوبو د  بحال کېدو په نوم پښتنه خاوره تر ستونې تېره کړي.او بلوچستان  پرې جوړ کړي. خان شهيد د ګوندي دستور مطابق د دې عمل مخ نيوى کولو. او په دې لړ کښې ئې د ملي عوامي ګوند مشرانو او بلخصوص پښتنو مشرانو ته خطونه ليکلي دي چې د پښتنو د قسمت د فېصلې په دې خاصو شېبو کښې د خان شهيد دريځ نور هم روښانه کوي چې په هغه کښې مهم ليکونه دا دي.

 

١.د عبدلولي خان صدر ملي عوامي ګوند په نوم د ګلستان نه خط

 (١٩٦٩-١٢-٩):

د عبدالولي خان په نوم د خان شهيد د ليک متن ګلستان:

             ګرانه ولي خانه! خداى مو مل شه

ښه چارې، ښه يمه، ښه مو تل غواړمه، سبا له به اختر وي ستاسو او د کور د ټولو لويو او وړو دې مبارک شي او د خواخوګو ملګرو هم.

له کابله چې راتلو تاسو ماته اوې چې سو ورځو له به راځې او کار به راسره کوې. نو ما دلته په رارسېدو په هغه هکله تر اوسه دوه تاره درکړي دي يو د ښاغلي اجمل خان په نامه د دوتر په پته او بل ستاسو په نامه شاهي باغ ته د اجمل ځواب راغى چې ولي خان کابل کښې دى او د هغه بل په پته پوهه نۀ شومه چې مې ستاسو د واپسۍ پس درکړى وو.

اوس چې د ښاغلي يحىٰ خان وينا ډېره خواري رالنډه کړله چې يونټ ئې مات کړو او دا ښه ئې وکړو چې ولايتونه به وټاکي چې څو به وي او کومې کومې پولې به څنګه وي؟ او ورسره ئې د چوڼ وخت وټاکو نو مونږ له دلته او هلته ډېر کار په کار دى او زر زر او تر هرڅه وړاندې مونږ له په خپلو کښې ځان پوهول په کار دي او بيا د بلوڅانو سره وروسته بيا به سرکار ګورو.

دلته د ګوند کار هم په تېر درست کال کښې په ټپه ولاړ وو. ښاغلي اجمل خان به درسره خبره کړي يي. ما نو کار نۀ دى پې لرلى خو  د دې نوې کاله مې ګومان دى چې ګوند جوړېده غواړي. د دې وخت په رسېدو به ماله خپلې خوښې خبر کړې. چې چېرې سره ليدلى شو؟

په ډاکه کښې تاسو د کوټې او قلات د ګوندونو په هکله څه پرېکړه کړې ده؟ دلته خو د بېزنجو په وينا د کوټې ډويژن بلوڅ غړي هم قلات ښاخ سره ولاړه.باچا خان به کله دلته راځي؟ يو اخبار کښې وو چې په ٢٣ دسمبر کښې به راشي.

نور بيا

ستاسو عبد الصمد اڅکزى

_______

 

٢.د اجمل خټک جنرل سېکرټري ملي عوامي ګوند په نامه د ګلستان نه خط (١٩٦٩-١١-١٠)

ګرانه! اجمل خانه خدى مو مل شه

ښه چارې ښه يمه او ښه مو تل غواړم پرون چې اختر له کور ته راغلم ستاسو بې تاريخه خط ئې راکړو زړه مې لا نور هم بد شو.هم هغه خو مې هير شو چې ستاسو اختر دى که نه.دلته خو د بل چا نۀ دى يوازې ما د پښتنو سره کړى دى. ستاسې دې مبارک شې وروره ستاسې خط مې د زړه بدۍ پېلامه دا وه چې تاسو دومره بې وسه يۍ چې خپله بې وسي منلى او څرګندولى هم نۀ شۍ. په خوشي هيلو ځان هم غولوۍ او ما هم دا به وشي او دا به وشي په زاړه دور کښې ما څه وکړه ته چې هر څه بولې ستاسو خوښه خو که زۀ  خبر وى چې د هغه پاى به دا کيږي چې زۀ او زما قوم به يو وار بيا د امير عبدورحمان او پېرنګي له لاسه نه خپل د (ملګري) باچا خان له لاسه د تل له پاره بلوڅ کيږمه له پښتو او پښتونستانه د باندې پاتيږمه نو وروره څله به مې ځان کړاوه او څله به مې نور کړول.يونټ خو يونټ ځکه وو چې پنجابيانو د ډېرې اکثريت مري توب وو او اوس ؟ هو هغه د دوښمن له لاسه وو دا د دوستانو او هغه دوستان چې ما څه ورسره کړي وو په هغه تاسو خبر يۍ که اوس هم تاسو په هغه خبره سپاره يۍ نو ځه به په کومه پوزه د (مخکښې جدوجهد) کښې له تاسو سره يو ځاى کېږمه يا يو ځاى کېدى شمه هله خو به (زمونږ بلوڅان) ګټه (ستاسو پښتنو) تاوان وي او هم د دې اپوټه د دې شان يو خط د (شهباز) ښاغلي سعيد خان په ځواب کښې ليکلى وو چې هيله مې ده چې هغوي او ښاغلي قلندر به ترې خبر کړي يۍ. هو ښه مې ياد شو قلندر خان زما بيان بدل کړى وو چې هغه تاسو ته هم لېږلى و سلام به مې ورورسوې او دا هم چې کوم اخبار چې زما خبر زما په ډول نۀ چاپوي هغه نۀ بيا زۀ څنګه کار اخيستلى شم او په هغه او نوائې وقت کښې بيلتون څه دى؟ روره دغه يوه خبره تاسو ته دا څرګنده وي، چې وړاندې به زمونږ ښه ستاسو وي او ستاسو دا زمونږ که مونږ يا زۀ وومه!

چې له کابله راتلمه ولي خان راته وې چې ته به دلته راشې او کار به کوو چې راغلمه تار مې درکړو تا وې ولي نه وو چې ولي راغى شاهي باغ ته مې تار ورکړو په پته ئې پوهه نۀ شومه په لاهور کښې مو سره وليدو تاسو او ټول بې وسه وۍ وروره وس مې بيا ولي ته خط ليکلى دى چې که دې خوښه وي (چې يو ځاى سره ووينو) ولې  چې زما ګومان دى چې د جنرال يحى خان ئې کور ودان هغه د هر چا د پاره چې زما يا د بل چا داسې بيان يي ورکي چې دا مواد په کښې دي.

اوس هم که تاسو وغواړۍ مونږ به نۀ ځله بيليږو (باچا خان به راشي) خدى دې راولي خو زما ئې په څه؟ ماستا په وړاندې په کابل کښې نۀ وو ليدلى او راته وېلي ئې نۀ وو چې تاسو هرڅه چې ګڼلي وو دا دېرش کاله ما هم دغه صوبه سرحد له پاره کار کړى وو هم دغه زما پښتونستان وو؟ بيزنجو څه ويل او څه ئې کول په دې زۀ ښه پوهه يم چې ښاغلي ولي خان، باچا خان، سعيد خان او ټول پښتانۀ خپله د هغوي وينا زړې صوبې زړې صوبې سهار ماښام وئ نو بيزنجو لېونى دى چې د ژبو ويلاياتونه به نۀ غواړي چې ما ته هم مخ سپين وي او ګوند ته هم چې ما خو به بده خبره نۀ وي کړې؟ او خدى مه کړه د کوټې دپښتنو د خوړولو پس به وړاندې پنجاب او سندهـ ته د بلوڅانو د غوښتلو دا هم جوړوي چې پښتانۀ خو زما په مريتوب ولي خان په جونګه کښې راکړه زۀ خو د ژبو ولاياتونه غواړمه!.

د غونډې ميزي جرګې پر وخت ولي خان ويل چې ټولو زاړه ويلاياتونه غوښتل نو ما څه کړى وى؟ وروره اوس خو هغه خبره نۀ ده يحى خان خو نۀ ويلاياتونه وېلي دي نۀ ئې د ويلاياتونو پولې يادې کړي دي نۀ ئې له سره شمېرې هم ټاکلې دي او دا هغه شى وو چې د هغه له پاره ما په يوازې سر ستاسو د ټولو بې څه کومکه لا د دې سره  تاسو که لوئ وۍ که واړه چې خوله به مو پرېکوله زاړه ويلاياتونه به مو يادول ډېرې خوارۍ وکړې نو نۀ پوهيږم چې اوس هم تاسو په ډېره پسې خو ډېر زيات زيار کاږۍ چې راسره پاتې شي.او هيلې هم ورکو‌ئ او مېنتونه ئې هم کوئ چې هغه که وکيلان دي که پيران او نوابان ځان پښتانۀ نۀ بولي، نۀ درسره ګډيږي او مونږ چې هغه هم پښتانۀ يو او هم په تاسو ګډيږو که نواب جوګيزى دى که قاضي عيسٰى وکيل او که نور څوک نو تاسو مو ولې له ځانه شړئ؟ دا د پښين خبره هغه د سهار په بانګ کښې نوې ټپه ده. نو يو وار خو خپله هزاره ډېره درياد کئ بيا نو دا له ما واخلئ چې پښين به لار کيږي ستاسو دا خبره چې د کوټې پښتانۀ که يو اواز غواړي نو څوک ئې ترې ايسارولى نۀ شي، هيڅ وزن نۀ لري ځکه چې د کوټې د پښتنو په وړاندې دا لوئ خنډ دى چې هغوي څه غواړي؟ پښتونستان؟ په هغه ئې ګډوي څوک؟ باچا خان او ولي خان ئې نۀ ګډوي ما ته اوس پښتانۀ بلوڅ ملګري لغړ دغه يوه خبره کوي چې ته مونږ پښتونستان له څنګه بيائې د پښتونستان نمايندګان (مالک) او ډېر اکثريت خو مونږ غواړي هم نه؟ زۀ به زر تاسو ته د دغه شان ليکونو اخبارات دروليږم. ستاسو دا درها (دعا) چې راپيده شوې خنډان ورک شي په تاسو ئې زياته کشرانو پورې اړه لري چې دا غوښتنه وکړي چې مونږ د کوټې پښتانۀ د ځان سره غواړو او بس نور کار لکه ما چې وړاندې ويلي دي ما يوازې برابر کړى دى چې دا وشي نو بلوڅ به هم مونږ سره رازي کنۍ نو د کوټې د پښتنو سره بلوڅ د تل له پاره له پښتونستان داسې بيل شو چې بيا به ئې ونه وينې مياوالي او کمبل پرته وګورئ!

                                                      نور بيا

                                   ستاسو عبد الصمد خان اڅکزى

 

٣.عبدالولي خان صدر ملي عوامي ګوند په نامه د لاهور هوټل نه ليک (١٩٧٠-٧-١١):

ګرانه ولي خان!

ښه چارې: مهرباني به وکړئ او د دې لاندينو خبرو په حقله به مې په خپل سوچ او لاره خبر کړئ ځکه چې د کوټې او قلات په ګوند کښې د دغو خبرو په هکله ډېر سخت الغاو تلغاو او بدپاى راپيدا شوي دي چې په کښې ستاسو نوم هم راځي.

د ٤ جنوري په پاکستان ټايمز کښې خبر چې د لوېديځ پاکستان په بيلو بيلو برخو کښې به ټاکلي کسان کار کوي رښتيا دي که دروغ دي نو د داسې خبرو د بندولو د پاره تاسو څه چاره کوئ ځکه چې داسې په خوا هم شوي دي او بيا هم کېدى شي.

زمونږ د کوټې قلات ګوند به د بخوانيو ويلاياتونو له پاره کار کوي که نه دلته د ژبې به بنياد نوو پولو او سيمو له پاره؟ او که نۀ د بهاولپور او پنجاب رنګه چې وائي بهاولپور په پنجاب کښې او څوک وائي نۀ ځان له ويلايت مونږ هم د په خواني قلات په هکله دغه خبره کولى شو چې مونږ په پښتنو ګډيږي که نۀ وي نو ځان له په خوانى ويلايت قلات په رت ګډېدو زمونږ د ګډې (اجتماعي) رنګ يو مخ بدل شي ډېرې (اکثريت) به لږ (اقليت) شي او لږ به ډېر ستاسو او سوات له ګډېدو څخه چپ چې لږ وروستو پاتې خلګ او قبايلي ژوند والا به په داسې ډېرو ګډ شي چې ژوند ئې پرمخ تللى او په وده کښې دى. دلته به پرمختللي څنګه د پاتې قبايلي خلګو ته ډېر لاندې راشي چې د سرکاري دريښتني نظام په ډېره سخته بلا کښې لا هم راګير دي.

د کوټې او قلات بلوڅ په زياته مير غوث بخش خان لګيا دى چې مرکز دا پرېکړه کړې ده چې د کوټې او قلات به يوه کمېټه وي دا ريښتيا ده که خوشې خبره ده؟

هېله لرمه چې تاسو په دې پوهه يۍ چې د دې خبرو روڼېده د خلګو د پوهولو او د راتلونکي چوڼ د ګټلو د پاره ډېر سخت په کار دى ځکه دا غواړمه چې په دې حقله ستاسو ليک خپل ګوند ته وروړمه چې په ١٦ جنوري به د کارينده جرګې غونډه کوي او په ١٨ جنوري به د لومړۍ اولسي غونډه ( جلسه عام)

 

                                         ستاسو عبدالصمد اڅکزى

 

_____________

 

٤.د اجمل خټک جنرل سېکرټري نېپ په نامه ليک لاهور هوټل

(١٩٧٠-١-١٤):

ګرانه اجمل خانه! خداى مو مل شه.

ښه چارې، ښه يمه او ښه مو تل غواړمه. ولي خان سره مې دلته څو مېنټه په سړه سينه خبرې وکړې او هغوئ زما په ګومان په لومړي ځل زمونږ د ځاى په ورانه ماشوړه او پښتنو ته پېښه وکړه او څه خو پوهه شو او په دې هم چې چاره ئې هم اوس په کار ده که نۀ وي بيا په اسمبلۍ کښې به ډېره ګرانه وي ځکه چې پنجابي او سندهي به در سره دوباره وېش منلو ته هيڅ کله تيار نۀ شي او نۀ به بنګال زمونږ وسيله ( طرفداري ) وکړي.خو د دوئ په ګومان دا وخت هم چاره ډېره ګرانه ده دا لوظ خو د کاوه چې تاسو هم د ښاغلي يحى خان سره خبرې وکړئ او زۀ به هم ورسره وکړم. ما نن له دې ځايه دا خط ولي ته وليکو تاسو او ښاغلي ارباب سيکندر خان په پام باندې وکړئ او د ولي خان په ځواب به مې خبر کړئ ځکه چې شاهي باغ خطونه او تارونه هغوي ته ډېر کم رسيږي.

بېګا مې دلته ګورنر وليد هغو زمونږ دا خبر په کلکه منله چې په بلوچستان کښې دي د بلوڅو او پښتنو وېش وشي. پښتانۀ دې په پښتونستان کښې شي او بلوڅو ته دې د ډېره غازي خان بلوڅ او نصير اباد ورکړى شي که د هغه ځاى د خلګو خوښه وي هغوي دا هم مني چې له دغه وېش به د هزارې، ډېره او نورې جګړې نۀ پيدا کيږي.

لکه قصوري او پنجابيان چې وائي هغوي دا هم ومنله چې دوئ به ښاغلي يحى خان سره خبرې وکړې ما هم ښاغلي يحىٰ خان ته ليکلي دي چې تر ٢٠ جنوري پس ماته د لېدو وخت راکي. زما ګومان دى چې که ته او نور خواخوګي ( جسټس حميد، رشيد او ارباب) هم دا خبره په ټينګه د هغوي سره وکړي نو کار به وشي او دا ګرانه ماشوړه به له منځه اوزي. زۀ به نن واپس زمه د خدى په امان.

د بلوچستان څه ډېر مشران، سرداران دوئ ښاغلي يحى خان له زي که ستاسو له غاړې څو تنه سياسي مشران جعفر ميا، ښاغلى عبدالاکبر خان،  ارباب عبدالغفور خان، جسټس حميد، ښاغلى سعيد خان هم يحى خان وويني او بيا ولي خان ورته هم ووائي نو دا کار کېدى شي ما دلته هم ولي خان يو خط ورکړى دى تاسو هغه هم وګورئ. ارباب سېکندر او نور ټولو روڼو ته به مې د مينې ډک سلامونه ورسوئ

         

           د خدى په امان ستاسو عبد الصمد اڅکزى

 

______________

 

٥.د محمود علي قصوري صدر مغربي پاکستان ملي عوامي ګوند په نامه ليک (١٩٧٠-٣-١):

محترم قصوري صاحب!

السلام عليکم ستا د ١٩٧٠-٢-١٩ ليک راورسېدو ستاسو د خواخوګۍ مننه ماته افسوس دى چې نۀ معلوم چې څه له زما دومره اوږده ليک تاته دا واضحه نۀ کړى شوه چې ( عدم تعاون ) زما له خوا نۀ دى بلکې له بلې خوا بې د څه وجې پېل وو چې ما زغمولو اخير په ١٦ جنوري د ګوند او د هغې د ورکنګ کمېټۍ د غړي په توګه منل کېدلو مياشت لا تېره نۀ وه ما د کمېټۍ په اجلاس کښې تجويز وړاندې کړو چې دا افوا ده چې په ګوند کښې ځينې غړو له ما ( عبد سمد) سره څه اختلافات دي که داسې ده نو هغه دې دا وخت کمېټۍ ته وړاندې کړى شي.او که نۀ د اخبارونه په زريعه دې د دې افواو ترديد وشي. له لږ بحث مباحثې وروسته په متفقه دا پرېکړه وشوه چې د دې افواو دې ترديد وشي او دا وويل شول چې په ګوند کښې هيڅ اختلاف نيشته دا جلسه د عبدالصادق کاسي نايب صدر په صدارت کښې وشوه هاشم خان او حيات الله موجود وو البته مري صاحب غېرحاضر ووتر ١٨ جنورۍ ټېک وو  خو په دغه ماښام د مري صاحب په رارسېدلو يو څو غړي له هغه سره ليدلو ته تللي وو او په ٢٠ جنوري سهار په مقامي اخبارونو کښې د ١٨ صحابو هغه بيان راووت چې د شموله اخبار قاصد ٢٢جنوري په ګڼه کښې په لومړي مخ راغلى دى.ظاهر ده چې له دې بيان وروسته زما له پاره دوه لارې خلاصې دي يا دا چې د ګوند او د هغه د عملي کارونو عملاً لاس واخلم او کښېنم خصوصاً په داسې وخت کښې چې د ګوند ممبر سازي پېل کېدونکې ده ممبرسازي کښې قصداً ناوختي کړل شواو تر هغه وخته نه کاپي چاپ شوې وې او نۀ وېشل شوې وې.او يوازې يوه مياشت پاتې وه يا بيا د ګوند په ورکنګ کميټي له اکثريت څخه علاج وغواړم ما دا دويمه لار وټاکله او د پنځو غړو له خوا سېکرتري ته نوټس ورکولو سره دا مېټنګ وشو او اکثريت زما ملګري شو( قرار داد له اخباراتو د کټنګ څخه وګورئ) اوس دا حالت دى چې د ګوند دريالس د هاشم خان په قول يولس غړي له ما سره دي او يوازې پنځه غړي زما بايکاټ کړى دى په دې چې د بايکاټ له اته غړو نه دوه غړي له څو مياشتو د کوټې ډيويژن ګوند پرېښې ده او په خودساخته بلوچستان نشنل ملي ګوند کښې ګډ شوي دي چې مرکزي دوتر ئې په قلات ډيويژن کښې په مستونګ کښې دى دا نه بلکې هلته هم د ورکنګ کمېتۍ غړي دي.

دا دى حقيقت د هغو خلګو چا ته چې تاسو ( موجوده ګوند ) وايۍ ولي خان او د هغه ځاى خواخوږي د ويلو باوجود نۀ راغله او غالباً زر راتلونکي دي. 

                                      عبد الصمد اڅکزى

٤١.خان شهيد په يوازې ځان په دې ټوله موده کښې د پښتنو د يووالي د پاره کوښښونه کول. د پښتنو مشرانو د لېدلو د پاره ئې سفرونه وکړل خطونه او تارونه ئې ورته وکړل. د يحى خان او نورو چارواکو سره ئې په دې غرض ملاقاتونه وکړل. او د خان شهيد د ذکر شوو خطونو نه ښکاره ده چې تر څه حده پورې په دې کښې کاميابۍ ته نزدې شوى هم وو. خان شهيد پښتانۀ مشران دې ته مسلسل هڅول چې د يحى خان سره دوئ هم وګوري او دپښتنو د يووالي د پاره پرې زور واچوي خان شهيد د ملي وحدت د پاره تاريخي موقع ګڼله. او نورو پښتنو مشرانو ته ئې په تکرار سره دا خبره کوله چې که دا موقع خطا شي نو بيا به ګرانه شي. مګر د مصلحتونو په جال کښې ګير دغه مشرانو ځان نان جاڼه او کاڼه کړي وو. نتيجه  دا شوه چې خان شهيد د ډېرو کوښښونو باوجود د ناکامۍ سره مخ شو او دا ځل د بل چا دلاسه نه بلکې د خپلو ملګرو د لاسه.

٤٢.د نشنل عوامي پارټۍ د مشرتابه د دې رويو نه د جنوبي پښتونخوا سياسي کارکنان او قامي خواخوږي خلګ ډېر زيات خفه شو. نو په جولايي ١٩٧٠کښې ئې په کوټه کښې د هنې په مقام خپل اجلاس راوغوښت او په دغه اجلاس کښې د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند په نامه د پښتنو پارټي جوړه کړه. او خان شهيد د دغه ګوند کنوينر وټاکل شو. د جنوبي پښتونخوا د طالب علمانو څانګې د دې جمات د حمايت اعلان وکړو.

په تاريخ کښې په ړومبي ځل د بلوچستان په نامه نوئې جوړې شوې صوبې استوګنو يعنې پښتنو او بلوڅانو ته د خان شهيد او دهغه د ملګرو د مبارزې او قربانو په سبب د خپلو نماينده ګانو د منتخب کولو حق حاصل شو. په ملک کښې په ړومبي ځل د سړي سر ووټ په بنياد انتخابات په ديسمبر ١٩٧٠ کښې کېدونکى وو. خان شهيد د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د دواړو حلقو د پاره اميدوار وو. که څه هم د خان شهيد د عمر ځواني او څلوېښت کاله مبازرې په نتيجه کښې خلګ د ووټ د حق خاوندان شوي وو. مګر هغه خلګو د خان شهيد نه وړاندې د اليکشن د پاره کاغذونه داخل کړل کومو چې ووټ کفر ګڼلو او په خان شهيد او ملګرو به ئې د جمهوريت په غوښتلو د کفر او غدارۍ فتوې لګولې. خان شهيد د قامي اسمبلۍ په سيټ ١٨٠٠٠ووټونه واخستل مګر ناکام شو. خو د صوبايي اسمبلۍ په حلقه کامياب شو.  

د ملک په انتخاباتو کښې شېخ مجيب الرحمان په مشرۍ عوامي ليګ  ډېر لوئ اکثريت په مرکزي اسمبلۍ کښې تر لاسه کړو.او د ذولفقار على بهټو په مشرۍ کښې  پي پي پي د دويم ګوند حثيت تر لاسه کړو.

په ولايتي ټاکنو کښې عوامي ليګ په بنګال کښې ، پي پي پي په سندهـ او پنجاب کښې او نيپ ولي خان په پښتونخوا او بلوچستان کښې لاس بري شول.

مګر د پاکستان استعماري قوتونو د انتقال اقتدار نه په دې نيت انکار وکړو چې په دې صورت کښې به د پنجاب استمعاري مفادات د ګواښ سره مخ کيږي. نو په بنګال ئې حمله وکړه. چې اخر بنګال په ازاد بنګله دېش بدل شو. د پاتې پاکستان واک بهټو ته وسپارل شو. د پاتې نيمګړي پاکستان د اسمبليانو اجلاسونه را وغوښتل شول. د بلوچستان اسمبلۍ لومړى اجلاس د خان شهيد په صدارت کښې وشو.

٤٣.په نوي پاکستان کښې پي پي پي د ځينو نورو ګوندونو په حمايت مرکزي حکومت جوړ کړو. د مرکز سربيره په سندهـ او پنجاپ کښې د پيپل ګوند حکومت جوړ شو.

په پښتونخوا او پلوچستان کښې د يوې معاهدې لاندې د دنيپ او جمعيت علما ئې اسلام حکومتونه جوړشو. مګر ډېر زر داسې حالات پيدا کړى شول. د نيپ او پي پي پي تر ميانځ بد اعتمادي زياته شوله. بهټو په نيپ د عراق نه د وسلې راوړلو الزام ولګولو. اکبر خان بګټي د سلطاني ګواه په شکل د نيپ په خلاف ګواه شو. او په دې تور د پښتونخوا او بلوچستان ګورنران او د بلوچستان صوبايي حکومت د بهټو له خوا د واکه لرې کړى شول. د مفتي محمود په مشرۍ کښې د پښتونخوا حکومت د احتجاج په طوراستفى ورکړله.

حالات ډېر کړکېچن شول. خان شهيد د دې حالاتو د سمولو د پاره منډې ترړې شروع کړې او په دې سلسله کښې په شپږم دسمبر په اسلام اباد کښې يو اهمه غونډه هم کېدونکې وه چې خان شهيد به په کښې شرکت کولو. مګر د دې نه وړاندې استعمار ګرانو د پښتون قام د بوډا جرنېل د هيند او پښتونخوا د ازادۍ ستر اتل په دوه دسمبر ١٩٧٣ز کال په کوټه کښې په خپل کور کښې په نيمه شپه په بمانو رنګه ناترسه وسله په خوب اوده شهيد کړو.  ارواه دې ښاد وي

که خازې شنې ئې په قبر وي ولاړې
که غلام مړ ووم راځۍ توکئ پرې لاړې
که په خپلو وينو نۀ ووم لمبېدلى
په ماپليتوئ د جمات غاړې

 

 

د خان شهيد ژوند ته يوه کتنه:

٤٤. خان شهيد د خانانو په کورنۍ کښې پيدا وو. مګر دوئ خپل ژوند د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر په ملي مبارزه کښې تېر کړو. او د مبارزې په دوران کښې خپل نيم ژوند د پېرنګيانو او بيا د پاکستاني استعمار په جېلونو کښې تېر کړل. خان شهيد که څه هم د يوې  سترې کورنۍ فرزند وو. د ژوند اسباب ئې برابر وو مګر ژوند ئې په ملنګۍ تېر کړو. د جېل ورګو سپږو وخوړ، مېچنې ئې وګرځولې، مشقتونه ئې وګالل، ټول عمر ئې د خپل اولاد د کور او خپلو خپلوانو نه جدا د جېل په تور تيارو کښې تېر کړو.خو د خپل اولس د پاره د ازادۍ د رڼا په تلاش کښې وو. شايد ساقي صېب د دا رنګ ژوند بارې کښې ليکلي دي

 

د ځوانۍ عمر چې څه وو په جېلخانو تېر شو
يا په کوڅو کښې د بې ننګه پښتنو تېر شو
نه د اولاد په خوند خبر شوم نۀ دمال او متاع
د ځوانۍ خوب وو د ازغو په بسترو تېر شو

٤٥.خان شهيد د پښتنو په ډېره وروستو پاتې علاقه يعنې جنوبي پښتونخوا کښې پيدا شوى او لوئ شوى وو. کومه علاقه چې د نورې پښتونخوا په پرتله هم ډېره قبايلي پسمانده او توهم پرسته وه. د دې نه وړاندې د هيڅ قسم اجتماعي شعور وجود نۀ لرلو. مګر خان شهيد ته دا کمال په برخه وو چې په دغه پسمانده ټولنه کښې ئې د عصري تقاضو سره سم د نوي زمانې د سياسي او اجتماعي تنظيم بنيادونه کښېودل. د خان شهيد زيات وخت په زندانونو او نظربندو کښې تېر شوى دى.مګر په پاتې ډېر لږ وخت کښې ئې ډېر زيات کار کړى دى او په خلګو کښې ئې د شعور وړانګې خورې کړې. خان شهيد په ا ګاهانه ډول سياسي مبارزې ته راغلى دى.او د مبازرې په هره مرحله ئې دخپلې ټولنې حقيقتونه درک کړي دي. په سياسي مبارزه کښې او بالخصوص په ګوندي ژوند کښې د خواري کښو انسانانو په کردار د ګډون ډېر زور ورکوي.

د پښتنو د تېر وسله وال او غېر منظمې مبارزې په ځاى خان شهيد پښتانۀ منظم ساسي او د عدم تشدد په بنياد ولاړې مبارزې ته راوبلل او منظم ئې کړل.

خان شهيد نۀ صرف د جديد تنظيم سره پښتانۀ اشنا کړل بلکې د پښتون ازادي بخښونکي تحريک په خوانۍ غلطۍ ئې هم اصلاح کړې. خان شهيد د دنيا د کامياب قامي تحريکونو په څېر د پښتنو د ازادۍ د پاره د  پښتنو خپله ملي پارټي جوړه کړه په دې خان شهيد ته مونږ د جديد پښتون نشنليزم باني هم ويلى شو.

٤٦.خان شهيد مونږ ته د ازادۍ لار وښودله. دوستان او دښمنان ئې په ګوته کړل او د دښمن په خلاف ئې د دوستانو نشان دهي هم وکړه او دښمن ته د ماتې ورکولود پاره ئې د تنظيم شکلونه هم تعين کړل. خان شهيد د هيند د نيمې وچې د ازادۍ د لويو مبارزينو لکه مهاتما ګاندي، جواهرلال نهرو، مولانه ابولکلام ازاد، باچا خان او نورو سره اوږه په اوږه د ازادۍ مبارزه کړېده.او په دې وجه ورته په هيند کښې د ډېر قدر په ستر ګه کتلى شي. خان شهيد د بلوڅو د ازادي بخښونکي غورځنګ په جوړولو کښې اساسي رول ادا کړى دى.د يوسف علي خان مګسي او عبدالعزيز کرد سره  ئې په دې لار کښې ډېر کړاوونه زغملي وي. مګر خان شهيد دا هر څه د يو افغان په حېثيت کړى دى. د بين لاقواميت پسندۍ خپله فريضه په مېړنتوب ادا کړې ده مګر د افغانانو د پاره د ښه صباوون لټون ئې د خپل ژوند مرام ګڼلى دى.

خان شهيد د يو زړور او جرات مند افغان سياستمدار په حثيت د زړه خبرې په ډانګ پېلې ويلې دي. لکه چې په لاهور هاى کورټ کښې ئې د نظريه پاکستان سره د خپل اختيلاف څرګندونو کړېده. او پښتونستان ئې د خپل ژوند مرام ګڼلى دى او دا ئې د خپل ژوند نۀ بيلېدونکې برخه ګڼلې ده.

٤٧.خان شهيد نۀ صرف لوئ سياستمدار دى بلکې د دې تر څنګ د بلوڅ پښتون صوبې لومړى صحافي او  په بلوچستان کښې د جرنليزم بابا دى.

په بلوچستان کښې ئې د مطبوعاتو قانون د نفاذ د پاره ډېرې خوارۍ وکړې او د دۀ په کړاوونو دغه قانون منظور شو. لومړى پريس خان شهيد ولګولو او لومړۍ ورځپاڼه استقلال خان شهيد جاري کړله.

٤٨.ژبه چې د ملت جوړونې يو اهم توکى بلل کيږي. د ژبې اهميت هم د خدى پاک په اسماني کتابونو او هم ننۍ زمانه کښې منلى شوى دى. خان شهيد تل دې ټکي ته ډېر لوړ ارزښت ورکړى دى. خان شهيد پښتو ژبه د خپل ژوند مراد بولي او وائي که پښتانۀ صرف د پښتو ژبې خدمت وکړي او خپله ژبه د درس بازار او عدالت زريعه وګرځوي او ترقي ورته ورکړي نو زما يقين دى چې په سلو کښې اتيا رخې مسلې به ئې حل شي. او روري به ئې خوږه شي. په ١٩٣٢ کښې جېکب اباد کانفرنس په قرارداد کښې مورنۍ ژبې د تعليم زريعه ګرځولو د پاره قرارداد ئې منظور کړو. په خپل اخبار استقلال کښې ئې پښتو ته مناسب ځاى ورکړ او هم د خان شهيد په هدايت او ملګرتيا سايي کمال خان او ډاکټر خدائېداد مرحوم مياشتنۍ پښتو مجله جاري کړې وه.

٥٠.خان شهيد نۀ صرف د پښتو ژبې د درسي او عدالتي کولو د پاره سياسي مبارزه کوله بلکې په خپله يو ډېر ستر قلمکار او اديب هم وو. دسعدي شيرازي د ګلستان پښتو ترجمه په پښتو کښې ارزښتمنه اضافه ګڼلى کيږي. او د دې کتاب د منظومې برخې په نظم کښې ترجمه خان شهيد ته د پښتو ژبې په شاعرانو کښې هم مقام ورپه برخه کوي. دمولانا ابولکلام ازاد د ترجمان القران پښتو ته ژباړل د خدى د کلام د ترجمې او تفصير ډېره درنه بېلګه ده. د کيميايي سعادت پښتو ترجمه او د شبلي نعماني دسيرت النبي (ص) د لومړي ټوک ترجمه د اسلامي تاريخ درانه اثار دي. د دې ترڅنګ خپل ژوند ليک کول که يو خوا ته مونږ د دۀ د سترو مبارزې او شريف ژوند سره اشنا کوي نو بل خوا د يوې مهمې دورې په تاريخ هم رڼا اچوي.

د ډايي سن کارټر کتاب فيوچر فريډم ئې په اردو ژبه د "ازادي کا افق" په نامه ترجمه کړى دى. چې په ترقي پسند ادب کښې خاص ځاى لري.

خان بابا د پښتو ژبې ليکدود ته خاصه علمي توجو اړولې ده. هغه د پښتو د معياري ژبې او ليکدود په باره کښې ځانګړې نظريه لرله او په دې برخه کښې ئې يو کتاب ګوټى د پښتو ژبې ليک دود په نامه هم ليکلى دى. خان شهيد صمد خاني قاموس داسې د پښتو ارزښتمن قامس دى چې په هغه کښې د پښتو سوچه سفات راټول شوي دي. د دې سربېره خان شهيد د کوټې کابل او پېښور د ادبيانو او ليکوالانو سره د پښتو ژبې دسوچه توب او ترقۍ په باب خط وکتابت هم کړى دى. نامتو خدائي خدمتګار شاعر فضل الرحيم ساقي د شعر په ژبه کښې د خان شهيد تجاويز بيان کړي دي لکه چې وائي:

 

اڅکزى خان وائي بيتونه په پښتو جوړوه 
مه عربي ورګډوه او مه هيندکو جوړه وه
د انګريزي له تورو خپله ژبه پاکه لره
پارسي ملګرې د پښتو سره بې باکه لره

ساقي صېب د خان شهيد د پښتو ژبې په باره کښې خطر ته ډېر اهميت ورکاوۀ او يو بل ځاى د خپل ديوان باره کښې وائي:

کوښښ به کړمه چې زما ښکلى ديوان پوره شي
هم به د زړه ارمان د عبدالصمد خان پوره شي

د پښتو ژبې منلى شاعر اديب او سياسي مبارز همېش خليل د خان بابا په باره کښې وائي:

 

د هېواد په تورو غرونو ځلاند لمر ئې
تورې شپې د غلامۍ له سپين سحر ئې
چې د بند په تورو شپو کښې منزل وينې
د پښتو د سترګو نور ئې هم نظر ئې
په وطن کښې عاشورې د غلامۍ له
په اسمان ختلې مياشته د اختر ئې
هنګامو ته د الوتو طوفانونو
د خوشحال په څېر مغول وته خېبر ئې
د وطن په ننګ او نام چې سربازي کړې
هغه ته توره په لاس کفن په سر ئې
د وطن د مېخانې هغه ساقي ئې
چې د جام په ځاى پښتون و ته کوثر ئې
چې د تا سره جنګيږي خاورې سر شي
ککرۍ له د غليم سنگ او ډبر ئې
باچا خان او ته جوسې د قام ولۍ له
هغه مټې د پښتون ته ئې وزر ئې

OOO
څو خبرې د خان شهيد او سيمنار په اړه

 

اکرم شاه لالا

 

د ټولو منتظمينو څخه مننه زۀ د ځان لخوا، د پارټۍ له خوا، دپارټۍ د رهبري له خوا او د ټولو پښتنولخوا د جهان د ملک خطې جمهوريت غوښتونکو لخوا د کوټي يونيورسټي دپښتو څانګي مشر سيماب صاحب اوټولو ته آفرين وايم چې پر خان شهيد باندې د سېمينار وياړ د دوي په نصيب شو. چې دوي ددې ملي اتل زمونږ د وطن دخطې د برصغير د ټولې  نړۍ د قامونو او اولسونو دآزادي رهبر او اتل ته د عقيدت دپاره دا سېمينار جوړ كړ يقيناً دا سمينيار که نن کوشني دي که غټ، په دې كښې ډېر عالمان ګډون لري که لږ، په دې كښې ډېر سامعين دي که لږ، ليکن دا زمونږ د وطن په تاريخ كښې ډيره مهمه موقع ده. شايد يوه ورځ يو دوويشت کلن هلک په خوارو جامو كښې يتيم خان شهيد چې اوله ورځ کلمه حق وويله شايد ډيره دنيا ته به ډېر ماشوم بې توقيره شى معلوميده خو نن دهغه اتل سر تر هماليه هم جګ دى، نو زۀ دا ويلاى سم چې د نن دا سېمينار چې هر رنګه دى زمونږ د وطن په تاريخي دوره كښې به ئې ډېر تاريخي اهميت وي.

         زۀ يو سياسي کارکن يم د خان شهيد د لارې يو عسکر يم. د خان شهيد ژوند او د هغۀ کار دومره پراخ دى چې پر هغه باندې مقاله ليکل يقيناً زما تر وس پورته خبره ده. بلکې پر خان شهيد باندې ږغېدل هم ډېر ګران کار دى. لېکن کوشش کوم چې په لنډو ټكو كښې ووايم او دهغه و ځيني اړخونو ته د وطن د عالمانو ليکوالانو پام راواړوم چې بيا يقيناً په دې باندې دوئ او راتلونکي نسلونه تحقيق كوي. ګرانو ملګرو! په شلمه پېړۍ كښې سامراجي ملکو چې هغه وخت ئې رهبري انګلستان کوله تقريباً د افريقه، اېشيا، لاطيني امريکا لومړى ختيځ (فارايسټ) منځنۍ ختيځ (مېډل اېسټ) باندې قبضه وه او يو رنګه په دې علاقو باندې د قبضې کولو او ويشلو عمل ئې مکمل کړى او همدغه دى شلمه صدۍ، شلمه پېړۍ بيا د اېشيا، افريقا او لاطيني امريکا د اولسونو او قامونو د آزادۍ صدۍ و ګرځېده. په 1945کښي دويم جهاني جنګ پس چې لېګ آف نېشن جوړ  شو په دې كښې څلوېښت يا دو څلوېښت ملکونو ګډون وکړ معنا هغه وخت د آزادو ملکونو تعداد 40 څخه تر42پورې وو. لېکن نن د هغو تعداد تر دوه سوه زيات دى. ددې قامونو او اولسونو د آزادۍ د تحريکونو که زۀ دا ووايم چې رهبري ئې د برصغير آزادي تحريک کوله له دې څه د نوري نړۍ تحريکونو رڼا اخيستله او د برصغير هند د آزادۍ پس بيا يو نۀ درېدونکي د آزادي تحريکونه مخ په وړاندې روان شول چې بيا ئې ډېر غټ مدت کښې د قامونو د آزادۍ دا لړۍ بشپړه شوه.

ملګرو! په دې كښې لکه ما چې عرض وکړ اېشيا، افريقا، لاطيني امريکا ددې غورځنګونو څخه الهام واخيست او د برصغير د آزادۍ د تحريک د مشرانو فهرست چې جوړيږي نو د خان شهيد عبدالصمد خان نوم به په كښې شامل وي. نو مونږ دا ويلى  شو چې خان شهيد نۀ يوازې د دې علاقې ددې خطې د برصغير بلکې د جهان د محکومو قامونو او اولسونو د آزادۍ د تحريکونو رهبري کوله. په هغه فهرست كښې دي شامل دي، دلته ملګرو د برصغير پاک و هند د آزادي د تحريک سترو رهبرانو څخه خان شهيد يو ځانګړي خاصيت درلود که هغه ماتما ګاندي وو، که هغه خان غفار کان وو خان شهيد له دې ټولو څه بيل يو حېثيت درلود هغه دا وو چې په هندوستان كښې د مهاتما ګاندهي تر راتګ مخكښې انټر نېشنل کانګريس پارټي جوړه وه. ګاندهي جي چې د جنوبي افريقې سه هندوستان ته راتله په هندوستان كښې د قومي آزادي تحريک روان وو. بلکه تر هغه د مخه د 1857 جګړه هم  شوې وه. چې په هغه كښې انګريز ډېر لوي تاوان وړي وو. دغه رنګه په خيبر پښتونخوا كښې د باچا کان د مخه حاجي صاحب د ترنګزو مولوي عبد الرحيم پوپلزئي او داسې ډېر زيات نومونه چې هلته د آزادي د تحريک بنيادونه ايښوول شوي وو د هندوستان په غټو غټو ښارو كښې يونيورسټي وې علمي تعليمي ادارې وې کالجونه وو عالمان وو اخبارونه وو ميډيا وه خو خان شهيد په يو داسې سيمه په يو داسې علاقه کښي راوزيږيده چې هلته مډل سکولونه شايد په شمار وو. يونيورسټي کالج تعليمي ادارې د پريس آزادي نۀ وه هلته تر دې د مخه سياسي تحريکونو وجود نۀ درلود، د هندوستان د نورو سيمو په شان د شمالي پښتونخوا په شان نوځکه خان شهيد خپله سياسي لار، خپله علمي لار، خپله نظرياتي لار او دا څه چې ده کړي دا ټول ئې په خپله کړي وو. ده هيڅ استاد نۀ درلود که په سياست كښې وو که په علم كښې وو. په هر شي ئې شروع پخپله کړې ده. نو يقيناً دا خبره خان شهيد ته د آزادي د تحريک د مشرانو څخه يو جلا حېثيت ورکوي. او بيا خان شهيد چې کومه عقيده ځان ته غوره کړه، کوم سياسي فکر ئې ځان ته غوره که کومه نظريه ئې ځان ته غوره کړه که تاسو دده ټول آثار وګورئ نو دده ټول ژوند كښې چېرته سړي ته نۀ دده په افکارو کښي کنفيوژن معلوميږي او نۀ دده په اعمالو كښې. او بيا چې د دغه کار دپاره جد وجهد كاوۀ، اصول ئې درلود په هغه كښې سړي ته واضح معلوميږي چې داسې يو ځائ نشته  چې د هغه مذهبي عقيدې او سياسي عمل دى چې تر مينځ دې چرې توپير وي. ډېر ښکاره نظريات، فکر او عقيده لرونکي انسان وو. او دويمه خبره بيا ددې د اصول دپاره په کوم استقامت، په کوم لوړ عزم په کوم لوړ صبر چې دۀ خپله مبارزه وكړه، د خپل ژوند تر آخري ورځې پورې ئې يو ځائ هم تاريخ كښې څوک دا نۀ سي بيانولاي يا تاريخ دا نۀ بيانوي چې خدائ مه کړه ددۀ په قدم كښې يو لغزش راغلي، يوه کمي راغله يا يوه کمزوري راغله، کني په دې خو مونږ تاسو ډېر زيات ولد يو چې د انګريزي سامراج د وخت ظلم جبر جېلونه تکليفونه ډېر سخت وو. ليکن يو ځائ كښې شک هم د سړي دا نۀ راځي چې په دا ځائ كښې خان شهيد يا په عقيده كښې کمزروي راغلې ده يا ئې په عمل كښې کمزوري راغلې ده يا ئې ددې مشکلاتو څخه خداي مه کړه دى ګهبراو شوي وي. په دې كښې ملګرو کوشش کوم چې د وخت د کمبوت د خيال ساتلو سره دده د خپلو چې دى ئې خپله بيانوي چې خان شهيد چې د ماڅه بيان کړ دا ټول ئي د چا سره په تاثر كښې نۀ وو دا لار ده خپل ځان لره غوره کړې وه. د بېلګې په توګه دۀ چې په 1956ء كښې عدالت كښې کوم بيان ورکړى دى په هغه كښې دى خپل پس منظر بيانوي دى ليكي چې: "زۀ د سکول سټوډنټ وم تحريک خلافت روان وو. زۀ چونکه ماشوم وم د تحريک خلافت څخه متاثر وم د پېرنګي څخه مو نفرت پيدا شوي وو. او ما دا فيصله وکړه چې زۀ به د پېرنګي نوكري نۀ کوم که څه هم په هغه وخت كښې د فرنګي نوکري د انسانانو د ژوند آخري مقصد ګڼل کيدي او لوي افتخار ګڼل کيدي. دا په هغه وخت كښې چې زۀ د سکول محاصل وم د مياني زده کړو مډل سکول نو ما دا فيصله وکړه چې زۀ به د فرنګي نوکري نۀ کوم". دويم دى وائي چې زۀ اول وار ګرفتار  شوم او زما سره زما ځيني نور ملګري هم وو نو مسئله دا وه چې پر مونږ باندې به څه مقدمه جوړه سي؟ څه الزام به پر مونږ ولګول سي؟ زمونږ د ګرفتاري شل ورځې پس ځيني خلګو له چمن او ده کوټي په لار كښې دوه انګريز افسران او يوه ميرمن اغوا کړه او مطالبه ئې دا وکړه چې دوي نۀ وي هيله شوي مونږ به دا خلګ نۀ هيله کوو. نو دى وائي د هغه په نتيجه كښې بيا زمونږ پر کور زمونږ پر علاقه چې کوم ظلمونه انګريز وکړل نو زۀ په دې نتيجه ورسيدم چې په سياست كښې د تشدد څخه کار اخيستل غلط کار دي. دا له ګاندهي جي او باچاخان سره ئې هغه څوک چې د عدم تشدد پابنده وو. د هغوي سره د ملاقاته مخ كښې ده. دا فيصله وکړه چې دى وائي چې دالته پر ما باندې دا خبره واضح شوه  چې په سياسي ميدان کښي ارادي يا غير ارادي طور د تشدد استعمال قطعاًغلط كار دى او بيا دى د ژوند تر آخري ورځې پورې پر دې باندې ولاړ دي دا آئيډيا ده له يو چا څخه نۀ ده اخيستې او بل دى وائي چې بيا زۀ هندوستان ته ولاړم هلته ما هندوستاني سياسي مشران وليدل هلته په هندوستان كښې د کهدر جامې يو قسم سامراج دښمني او د آزادۍ علامت جوړي شوى وي. نو دهغه ورځې سه ما دا فيصله وکړه چې زۀ به کهدر کالي اغوندم نو په دې كښې مو مقصد صرف دا وو ملګرو چې خان شهيد په داسې يو سيمه كښې زيږيدلي وو. هغه ځانګړتوب ئې له نورو مشرانو څخه دا وو چې دا هر څه نظريات افکار ئې درلود دا دده خپل وو. او بيا تر آخره پورې پر دې نظرياتو اوفکارو باندې دى ولاړ پاته شو. بيا نو دده خدمات چې هغه ملګري ټول په خبر دي. پريس ايکټ دپاره قرباني بيا چې پريس راغلي بيا اخبار اول اخبار بيا په اخبار كښې اول صحافي بيا د صحافت سره اول ټيکنيشن ګوا اخبار چلول ئې هم ده کول، ايډيټر ئې هم دى وو، ترتيب کول ئې هم ده کول، بيا د مشين تر شا ولاړ وے د هغه زما نې د پريس په لحاظ بيا سياهي  په كښې اچول، بيا ته اخبار راباسے بيا ئې سهار په بازار كښې خرڅاوه. بله خبره دا چې خان شهيد ټول عمر له اولي ورځې نيولې بيا د ژوند تر آخره پورې د خپل قام دخپل وطن د خپل اولس د آزادي د سوکالي او آبادي پروګرام درلود او په دې خبره له ډيره ځواني سه په ډيره ابتدا كښې په دې خبره پوه وو چې که زۀ خپله خبره په دالوي هندوستان ګډه کړم نو هتله زمونږ خبره پر شا ځي. نو ځکه خان شهيد تر آخره وخته پورې د کانګريس ممبر نۀ  شو، ده خپل تنظيم جلا وساتو، ده خپله پارټي جلا وساتله. او لکه څنګه چې بيا و شو هم چې څه وخت د هندوستان د تقسيم خبره راغله په هغه كښې ګرسره پر ايجنډه باندې زمونږ خبره پيش هم نۀ شوه.

بيا ملګرو په دغه بيان كښې خان شهيد د پښتانۀ د وحدت خبره کوي. زمونږ ددې صوبې چې هغه وخت كښې برټش بلوچستان د خيبر پښتونخوا سره د وحدت او د ملي وحدت ده په وار وار پر مختلفو ځايونو كښې په مختلفو خبرو كښې، که هغه محمود حسين کميشن پلانونه او بيا ده د انجمن وطن منشور بيا د ورور پښتون منشور بيا په دې كښې د پښتنو دپاره چې هروخت څه راځي نو خان شهيد په هغه كښې  د پښتوژبي دپاره چې کوم دلايل ورکړي دي شايد دومره زورور دلايل دي چې نن هم مونږ نۀ  شو کولاي. او څومره مفصل ئې کړي دي بيا راځي خبره دې ځائ ته چې ون يونټ د جوړولو تياري ده بلکه داسې ئې وبوله چې ون يونټ ګوا جوړ شوي دي د ډاکټر خان صاحب دون يونټ وزير اعلي دي د 1956 د آئين په رڼا كښې د انتخاباتو تياري شروع ده. خان شهيد لورالاي ته ځي د انتخاباتو تياري کوي. بيا دى ګرفتاره سي د خان شهيد د ګرفتاري پس ډاکټر خان صاحب د باچا خان ورور په کراچي كښې په پريس کانفرنس کښي دا وائي چې ما يو خارجي او زمونږ د ملک دښمن ملک يو ايجنټ ګرفتار کړه چې هغه د خارجي ملک جهنډه درولې وه او هغه ته ئې سلامي هم ورکړې وه. لهٰذا دى غدار دي او دى پکارده چې په ګولي وويشتل سي او زۀ به دى ډېر زر عدالت ته پيشوم. ليکن بيا چې بيان تر آخره پورې ووائې دى وائي چې تر آخره پورې عدالت ته زۀ پيش نۀ کړم. په دې كښې ملګرو دا فقره ده په وار وار کړيده. که څه محمود حسين کميشن وي که بل مجلس وي چې تر څه وخته د پښتنو صوبه پښتونستان نۀ سي جوړه او هلته د پښتنو تعليمي ژبه پښتو نۀ سي نو پښتون نۀ ترقي کولاي سي او نۀ مطمئن کيدلاي سي. په دې باندې په وار وار دى ولاړ وي او په وار وار ئې ددې خبرې ذکر کړي دي. بيا راځم د وخت د بچت کولو دپاره ده خپل عدالتي بيان په1956 كښې دى دا وائي چې ما د خپل ژوندبهترينه برخه دځواني دبرطانيه او مسليم ليګي حکومت په جېلو كښې تيره کړه. چې يون انسان ئې هم په خوشحالي نۀ برداشتوي. ليکن زما دا يقين دي چې زما مقصد نيک دي. او زما جد وجهد به خاماخا کاميابه کيږي او زما دا يقين دى چې انشاء الله  وخت به فيصله يقيناً زما په حق کښي کوي، په دنيا کښې نېک مقاصدو دپاره جد وجهد کله کله د ملګرو يا حاميانو د کمي له وجي ناکامه کيږي هم لېکن زۀ دا يقين لرم چې زۀ که په دې نړۍ كښې يم که نۀ يم د دې حق د بيرغ د اوچت کولو دپاره به خاماخا نور خلګ پيدا کيږي او د ژوند کاروان به روان وي. دا دهغه عظيم انسان هغه فقرې وې خو لکه څنګه چې دوي په خپله دا ويلي دي ګرانو ملګرو ګواه په دې ملک كښې له تيرو ډيرو کلو څخه آمرانه حکومتو بدنيتو حکومتو بدنيتو حکمرانانو ددنيا ټولو جابرانو دا هڅه وکړه. چې خان شهيد د دۀ د نظريات او دده افکار له خلګو پټ وساتي لکه خان شهيد چې خپل الفاظ دي چې زما دا يقين دي چې زمونږ چې کوم نيک مقاصد دي د دې جهنډې د پورته کولو دپاره به خاماخا ځوانان پيدا کيږي. نو په دې كښې ملګرو ډېر ملګري خبر دي ځيني به ناخبره وي، ځينو په دې كښې ګډون درلود په 2007کښي چې کله د خان شهيد 100 د سلمې زوکړې په مناسبت په کابل کښي "خان شهيد انټرنېشنل سېمينار" جوړ شو چې هغه ته د ټولې  نړۍ څخه عالمان راغلي وو. له هندوستان، روس، منځنۍ آسيا، يورپ امريکا څخه پوهاند راغلي وو، يوانټر نېشنل سېمينار وو په 2000ء اوه كښې په کابل ک او سږ کال په دسمبر كښې په کابل كښې بيا يو انټرنېشنل سېمينار ايښوول شوي دي. په خوست كښې چې متحده عرب اماراتو يو ډېر لوي پوهنتون جوړ کړي دي او د هغه يوه ډيره لويه لائبريري د خان شهيد عبد الصمد خان اڅکزئي په نامه نومول  شوې ده. سږ کال په جرمني كښې د خان شهيد سېمينار وو. په يورپ كښې ډېر عالمان لر او بر افغانان او د هغه ځائ خلګ په وار وار رابطه کوي چې په يورپ كښې دوي د خان شهيد په حواله د سېمينارونو د جوړولو تياري نيسي او کارونه ئې روان کړي دي. او نن ډېر زيات لوستونکي د خپل پي ايچ ډي يا د ډاکټريټ سند دپاره پر خان شهيد باندې مکالې ليکي.

نو خان شهيد دغه ځانګړتيا لري چې دى يو مذهبي سکالر په حېث د يو نقاد په حېث د يو صحافي په حېث د يو سياسي مشر په حېث د يو ژباړونكي په حېث يعني د ومره اړخونه همه ګير او په دغه كښې دده خپل اسلو د دۀ خپل تخليق دده خپله حيات، بيا د پښتو ژبې د خدمت په حواله نو دومره زيات اړخونه دي چې په دې باندې زما دا يقين دي چې زمونږ موجوده عالمان د دوي پر هر اړخ لکه ماچي عرض وکړ چې دلته پوهنتونونه نۀ وي علمي ادارې نۀ وې د اهر په ده په خپله کول له اقتصادياتو نيولې تر مذهبياتوپورې تر سياسياتو پورې مثلاً دژوند په آخري وختو كښې چې ددۀ ژباړل شوى کتاب راروواتو چې ده ژباړه کړې وه. د ډائسن کارټر کتاب يو کنيډين ډائسن کارټر او دده ميرمن چارليټ "فيچر آف فريډم" آزادي کا افق چې په هغه كښې ډېر په تفصيل سره ده سامراجي او د سرمايه دارانه نظام او د  سماجي انصاف او ټولنيز عدالت نظام سوشلزم مقائيسه  شوې ده او خان شهيد دا ترجمه کړي او دا دخان شهيد عظمت وو پښتو، اردو، فارسي، انګريزي، عربي په دې ژبو د دومره عبور درلود چې د عربي څخه پښتو له انګريزي څه پښتو له انګريزي سه اردو پر دې ټولو مروجه ژبو ده دومره علم درلود چې ده ډېر په آساني سره ليک هم پکښي کولى شو او ژباړه ئې هم کولى شوه.

نو ګرانو ملګرو! ستاسو ډيره مننه دا هغه ځيني اړخونه وو چې ما د ګرانو ملګرو پام ورته راواړاوه او دا هر اړخ ځان ته يو ډېر لوي چېپټر دي. او دا هر اړخ ځان ته يو ډېر لوي تحقيق غواړي. او په دې باندې زمونږ د وطن عالمانو محقيقينو کار هم کړي دي. او زۀ هيله لرم چې پر مخ باندې به هم کار پر کوي او راتلونکي نسلونه به هم پر دې باندې کار کوي او خان شهيد واقعي چې هغه کم دده مقام دي هغه مقام ته به دا مبارزه رسيږي. ستاسو يو وار بيا ډيره مننه، د پښتو څانګي کوټي پوهنتون ملګرو ته ډېر زيات آفرين او شاباس او زۀ به دا ووايم چې ددې پس به ډېر زيات سېمينارونه جوړ سي. ليکن دا هغه تاريخي سېمينار دي ولي چې دا تاسو پيل کړي دي. ډېر همت مو کړي دي ډېر جرائت مو کړي دي ډېر آفرين ډيره مننه.

خان شهيد په حېث د يو مفكر

                   پروفيسر نظر پانيزى

د ماهرينِ نفسيات دا رايه ده چې كه ته غواړې چې يو انسان وپېژنې نو د دۀ فكر معلوم كړه، د دۀ سوچ معلوم كړه، ولې چې دى هم هغه دى كوم چې دى څۀ  فكر لري او كوم سوچ وهي، مونږ  انسانان چې په ورځ او شپه كښې كوم عمل كوو دا يو پابند عمل وي، ولې  چې مونږ  د يو څۀ اړيكو پابنده يو لكه يو ځاى مونږ  د اولس د رواجونو او رواياتو پابنده يو، بل ځاى مونږ د مذهبي عقائدو پابنده يو بل خوا مونږ د حكومتي او رياستي قانون پابنده يو، بل د جبلت، بلې خوا ته مونږ  د هغې شعبې يا كار چې زمونږ روزګار وي د هغو د تقاضو پابنده يو، نو  كه زمونږ و عمل ته وكتل شي نو د سړي د شخصيت په باره كښې سمه اندازه نۀ لګول كيږي، چورت يا فكر هغه واحد عنصر دى په بني ادم كښې چې پر هغه باندې پابندي لګول د انسان د وس خبره نۀ ده، مونږ  او تاسي وينو چې د نړۍ هغه ستر نوميالي او مفكرين چې د وخت له استبداد او استعمار سره يې ډغره وهله او هغو په خپل طاقت او زور باندې پر دوئ كوم زور او زياتوب و نۀ كړ، مګر هغو يا په خپل ژوند كښې د خپل مثبت فكر په وجه په نړۍ كښې انقلابونه راوستل او كله بيا داسې هم وشول چې دوئ خو له مينځه يووړل شول مګر د دوئ كوم فكر چې په ټولنه كښې خور شو د هغه په وجه نړيوالو د دۀ د مرګ  پس هم  انقلاب يا بدلون راوستئ، يو شاعر وائي:

 

ګل خو به بند كړې دېوالونه ورته جوړ به كړې جګ
خوشبو به څۀ كړې چې فطرت كښې بغاوت لري دا

مراد دا دى چې يو مفكر خو به هم په زولنو كښې اړ كړې، و اور ته به يې وغورزوې، د زهرو ډكه پياله به وركړې، په بمونو به يې شهيد كړې خو د دۀ فكر چې د خوشبو مثال لري او په فطرت كښې باغي دى، هر ځاى ته ځان رسوي د هغۀ د نيولو به څۀ هڅه وكړې؟. نو له دې څخه خبره نوره هم ښكاره شوه چې د يوۀ فكر، د  يوۀ  شاعر، د  يوۀ  فلاسفر و فكر ته هيڅ  نۀ شې كولاى، كه هر څو د دۀ وجود ته خنډونه جوړ كړې، بيا مونږ  وينو چې د نړۍ اكثرو فلسفيانو، شاعرانو او مفكرينو و خپل فكر ته د قلم ژبه وركړې ده كله چې دوئ د وخت استبداد و دوئ ته خنډونه ايښي دي او دوئ يې په بند كښې په زولنو اړ كړي دي. دوئ يې له وطنه شړلي دي، نو په داسې حالاتو كښې دوئ هغه ژوري خبرې هغه سپېڅلي خيالات و زمانه ته وركړي دي چې تر ننه پورې  زمانه په هغه باندې فخر كوي، لكه افلاطون، روسو، ارسطو، سقراط، ابن رشد، امام غزالي، لينن، ماركس، هيګل او دغه رنګه بې شمېره نور نامتو در په ګوته كولاى شم چې د چا د فكر په نتيجه كښې نړۍ نن دومره پر مخ تللې ده چې له هغې پراخي نړۍ څخه نن دا نړيوال كلى (ګلوبل ويلېج) ورڅخه جوړ شو. او سائنس او ټيكنالوجي هغه ټول پټ شيان چې قرآن ورته اشاره كړې وه چې تاسي په مځكه كښې خوارۀ شئ او وګورئ چې ما ستاسي دپاره كوم كوم شيان پيدا كړي دي، ټوله را برسېره كړل، او نن مونږ  ورڅخه كار اخلو.

دا خو وې يو څو تمهيدي خبرې چې ما د خپلې مقالې د وضاحت دپاره وړاندي كړې، اوس به راشم د خان شهيد عبدالصمد خان و شخصيت ته.

خان شهيد په ظاهره چې چا ليدلى ؤ يو ساده پښتون، ورين تندى، له خندا ډكه خولۀ، زمونږ په مينځ كښې به ناست ؤ او ډېري سوكه سوكه خبرې به يې كولې، كله به چې په جلسه كښې ولاړ شو نو هم مجلس يې ډېر په ساه كولئ. خو خبرې به نۀ وې تا به ويل چې  ملغلري دي او ټولولې مو. زۀ كه هسي له خپله مخه څۀ ويل شروع كړم نو كه چېري ما دى ليدلى هم ؤ او اورېدلى مو هم ؤ، ناسته او خبرې مو هم ورسره كړې وې نو غلطي به نۀ وي، خو بيرته ښۀ به دا وي چې زۀ خبرې ستاسو و مخ ته راولم كومي چې د دۀ د خپلې خولې دي او هم دۀ ځاى په ځاى په مجلسونو كښې كړي دي، يا يې په خپل قلم ليكلې دي نو به تاسي اندازه وكړئ چې  خان شهيد د كوم لوړ شخصيت مالك ؤ. او هغه كوم څۀ ؤ چې دى يې په دې ويلو اړ كړئ او هغه كومي خبرې وې چې دى يې د جېل و تورتم ته وروغورزولئ، هغه كوم فكر ؤ چې د وخت استبداد له دې ښاغلي څخه په ويره كښې ؤ او د دۀ دپاره يې خنډونه جوړول، او زولنو ته يې اړ كړى ؤ. هر انسان په ژوند كښې د يو څۀ پېښي په سوب او يا د يو څۀ ليدلو په سوب و څۀ كولو ته اړ شي، چونكې خان شهيد د يو ډېر حساس زړۀ  او عقل خاوند ؤ له دۀ سره هم د ژوند په ابتدائي حصه كښې چې و هغه ته هلكواله ويلاى شو داسې يوه پېښوه وشوه چې د دۀ په ژوند كښې يې زلزله راوسته او دى يې و دې اغزنه لار ته اړ كړئ چې د بدلون پر لوري تلۀ، هغه پېښه څۀ دا رنګه وه، كيسه خو اوږده ده خو زۀ به له اختصار څخه كار واخلم.

خان شهيد په خپل كتاب "زما ژوند او ژوندون" كښې داسې ليكي:

"امير امان الله خان د يورپ دورې له د چمن پر لار راغى په پښين كښې تېر شو او كراچۍ ته ولاړ، په كومه ورځ چې دوئ چمن ته راتلۀ د كوټي څخه تر چمنه په زرګونه پښتانۀ د چمن په ښار كښې را غونډ شوي وو ما هم ځان چمن ته رسولى ؤ. زمونږ د كورنۍ ګڼ شمېر خلګ چمن ته ولاړو، شپه مو هورې وكړه، پاسونه مو پيدا كړل، د شپې ټوله شپه باران ؤ، سهار هم يخ ؤ، هم خټي وې، او هم وريځ او نري څاڅكي وو، د افغانستان د پولي تر ټېسنه پورې  د سړك په دواړو غاړو فوجي سپاهيان ولاړ وو او د هغو شا ته په زرګونو پښتانۀ، چې څنګه د باچا موټر تر  ټاك راواوښت خلګ د واكه ووتل، فوج او  پوليس يې په مخه واخيست او پر موټر راكوړه شو، د هغو موټر ورو ورو د خلګو په ميان كښې راتۀ، چې ټېسن له راورسېدل، دلته د انګرېزانو سپاهيانو يو پړك (دستي) سلامي وركړه، تر دې څۀ وخت وړاندي د ګوره ګانو دا پړك چې راغئ او ليكه ودرېدۀ په خټو كښې بوټونه څۀ لړل شوي وو، نو د هيندكي بنګيانو يوه ټولۍ راغله او په پاكو ټوالو (توليه) يې د دوئ بوټونه ور پاك كړل، ما چې دا وليدل ډېره مي خوا شنه شوه او دالته ناست ناست دې چورت واخستم چې دا ولې  مونږ  پښتانۀ او هيندكيان دومره سپك يو، په كار  خو دا وه چې نن د پښتنو دې پښتون باچا ته د خپل خپل فوج كنډك سلامي وركولاى كه هغه نۀ  واى نو هيندكي خو واى، دا څه دي چې سلامي انګرېزان وركوي او هيندكيان ولاړ دي د هغو بوټان پاكوي، دا ټول زمونږ او د هيند د مرئيتوب پاى دى. په دې چورت كښې ورك وم چې نۀ مي د توپو ډزو ته پام ؤ او نۀ هغه زرګونو خلګو ته چې په دې كښې ټول خلګ ولاړ شو نو هله زۀ په دې پوه شوم چې باچا راورسېدئ هغو مخكښې د سپاهيانو ټولۍ وكوت او بيا راغى زمونږ مخ ته پر څو ګامه ودرېدئ تپوس يې وكړ چې تاسو پښتانۀ ياست، په پښتو پوهيږئ؟. ګومان مي دى چې څۀ يې ويل غوښت چې خلګو بې څۀ سريښتي ځان ځان له بېلي نارې جوړي كړې نو هغه را نه ټېسن ته روان شو. د خلګو په دې بې سريښتې كار او ناخواله رو مي ډېره خوا بده شوه، زړۀ مي غوښت چې په كار خو دا ؤ چې زمونږ له خوا يو سړي هركلى ورته ويلى واى. د هغو جواب مي اورېدلى واى، او په  يوۀ  اواز مونږ  څو نارې كړې واى، كه څۀ هم تر دغه وخته ما نۀ په څۀ ډله يا ګوند كښې كار كړى ؤ نۀ مي د بل چا قامي ډله يا ګوند ليدلى ؤ. خو ياد مي دي چې هغه درسته ورځ او څو ورځي نوري مي زړۀ ډېر بد ؤ او دغه چورت راسره ؤ چې زمونږ دا بده ورځ به څنګه او كله بدليږي؟. كوندي ښاغلي مولانا محمد اكبر مخفي به هم خپله او څااره سوندره په څۀ داسې غم او اندېښنه كښې ويلي وي

 

خدايه! هغه ورځ به هم وي :: چې زمونږ به خپل جهاز وي


دغه وه هغه كيسه چې ښاغلي خان شهيد ته په زلميتوب كښې ورپېښه شوه او د دې دا اثر ؤ چې د بدلون او ازادي په تكل يې د ژوند يوه ډېره لويه برخه د انګرېز او بيا د پاكستان په جېلونو كښې تېره كړه، له دې كيسې څخه به څۀ اندازه تاسو او مونږ او تاسو ته لګېدلې وي چې د انسان فكر څۀ رنګه وده كوي او د دې فكر په رڼا كښې هغه څۀ رنګه پرمختګ كوي، نو هم دغه فكر ؤ چې خان شهيد يې و دې ستره مبارزه ته اړ كړ، لاكن و  خپل هدف ته د رسېدو دپاره يوازې د جوش د جذبې او د ولولې ضرورت نۀ وي بلكې له دې سره د علم، پوهي، دانائي او حكمت هم ډېر زيات ضرورت وي كه څۀ هم خان شهيد ابتدائي علوم له خپل پلار او د ماجت له ملا څخه ويلي وو خو بېرته هم د دې كار دپاره د نور ډېر علم ضرورت ؤ. په سكول كښې خو دى د اتم ټولګي زده كوونكى ؤ نو كله  چې دى جېل ته ولاړ او  انګرېزانو بندي كړ نو دالته دۀ ته د سبق ويلو څۀ وخت په لاس ورغلئ كه چېري هم د بند وخت په مونږ  خلاص وخت نۀ شو ويلاى خو بېرته هم خان شهيد په بند كښې د پښتو لسانياتو يعني پښتو عالم، اديب او فاضل امتحانونه يې پاس كړل او ورسره يې د بي اې امتحان هم پاس كړ له دې سره ډېر ديني علوم او دنياوي علوم يې هم وويل. د دې علومو په حاصلولو باندې د دۀ فكر نور هم زور شو او روښانه شو چې اندازه به يې د دۀ له دې بيان څخه ښكاره شي چې كوم دۀ د پښين په عدالت كښې په 16م اپرېل 1934ء كښې پر دۀ چې كومه مقدمه وه، دۀ وركړي ؤ دا بيان خورا اوږد دى مګر  زۀ   له دې څخه يو څه خبرې چې هغه د خان شهيد فكر او پوهي ورڅخه څرګنديږي ستاسو و مخ ته ږدم. پوليسو پر خان شهيد باندې د هغه نمبر 440 لاندې دا تور لګولى ؤ چې تا د كراچۍ او حيدراباد په ويناوو كښې د سركار خلاف غلطي خبرې كړې وې، د مجسټريټ د ډېرو پوښتنو وروسته خان صاحب يوازې دا جواب وركړ هغه هم د اردو د يو شعر په شكل كښې:

 

نہ ستم كا كبھى شكوه نہ كرم كى خواہش
ديكھ تو ہم بھى ہيں كيا صبر و قناعت  والے

او پر مخ يې زياته كړه چې زۀ  په بحث كښې نور نۀ د عدالت وخت اخلم او نۀ ډېرې خبرې كوم البته  د استغاثې د كاروائي د ختمېدو پر وخت خپل يو تحريري بيان درته اوروم په دې شرط چې ما ته به په جېل كښې يو دسته كاغذ او نور څۀ شيان راكړل شي او بس.

په دويمه پيشي كښې مقدمه و يوې داسې جرګې ته وسپارل شوه چې په هغه كښې د جرګې ممبران دا خلګ وو چې دا جرګه كه څه هم پښتانۀ په كښې وو خو  د جرګې غړي پيرنګي سركار ټاكلي وو چې پر پينځو معتبرينو باندې جوړه وه، لكه  خان بهادر عبدالله جان صاحب، خان عبدالغفار خان اڅكزئي، سردار غلام محمد خان ترين، سيد محى الدين شاه اغا، صاحبزاده محمد ايوب چې په دې جرګه كښې له خان بهادر عبدالله جان او حاجي عبدالغفار اڅكزئي سوا بل يو تعليم يافته نۀ ؤ، يو مجسترېټ او منشي شاه محمد مشل  ځوان ؤ بل سردار محبت سنګهـ وكيل د پوليسو هم موجود ؤ. له دې جرګې اندازه بايد ولګول شي چې په دې مقدمې كښې دا څومره پوه ده او لوستې ده، حالانكې د بيان د اورېدلو په وخت كښې د جرګې يو ممبر خوب اخستى ؤ. چې كله په بيان كښې په اصطلاحات بلوچستان كښې د قرآني اياتونو د تلاوت ځاى راغلئ نو له پوليسو سره د پښين په عدالت كښې چې مسلمان تعليم يافته ملازمين چې په هغو كښې دهغه وخت بي اې تعليم يافته هم ګډ وو. د الفاظو ادائيګي يې لا نۀ شوه كولاى. چې كله د ژباړي وارى راغلئ نو مجسټرېټ صاحب چې ځان يې  ګوا يو پوه عربي دان ثابتول غوښت چې ښكاره يې كړي، نو څۀ داسې شور وشو چې راقم څۀ توري له خپل سياق او سباق څخه ليري ليكلي دي نو په دې وجه چې د دې ژباړه غلطه ده او ملزم دا په دې وجه غلطه كړې ده چې عام خلګ په دوكه كښې واچوي، چې كله د سورة العصر وارى راغلئ نو خان اڅكزي و دې مجسټرېټ صاحب ته وويل چې دا خو كامل  شورة دى او احتجاجاً يې وويل چې ته له ما سره او و ما ته خو هر څه كولى شې او ويلى شې خو پر رسول د خداى او پر كلامِ الٰهي باندې د هيڅ قسم حكم لګولو حق او اختيار نۀ لرې، مهرباندې وكړه چې په ائنده كښې دا چالاكه استادانه تبديلي و نۀ كړې".

دا ؤ د خان شهيد قرآن او اسلام پېژندنه، چې په دوران د تحريك كښې و دۀ ته به خلګو يعني مسلم ليګيانو كافر او ديندارانو ايجنټ او د كهدر د جامو او د ګاندهي ټوپۍ د پر سر كولو په وجه بلوچستاني ګاندهي ويلو.

د مجسټرېټ دا كوشش ؤ چې هر خبره غلطه ثابته كړي او د جرګې ممبرانو به ورسره سر ښورولو، ګوا كي صاحب بهادر سم وائي. خو په خپله تر خولۀ ساه نۀ ختله، وګورئ يوه هغه جرګه وه د پښتنو چې د احمد شاه بابا په سر كښې يې د غنمو وږي ورجګ كړ او د دُرِ دوران خطاب وركړ او د ټول افغانستان مشر او باچا يې تسليم كړو او يوه بيا دا جرګه ده چې د ازادي هيند مبارز ورته پېش دى، او پر دۀ باندې د غدارۍ تور لګول كيږي چې دى ولې  له پيرنګي سركار څخه قامي ازادي غواړي او د جرګې غړي چې پيرنګي ټاكلي دي چې يوازې او يوازې ګوته لګوي او سر ښوروي، خو فيصله به يې څۀ وي تر دې چې دا بيان شپږ شپې جاري ؤ. چې كله بيان ختم شو نو ممبرانو د جرګې و خان شهيد ته وويل چې ستاسو پر ځواني او پر اولاد باندې مونږ  ته ترس راځي خو د ملك افسران او نور له تاسو څخه خفه دي نو ايا تاسو چې كوم الفاظ په خپلو وينا كښې كارولي دي او ويلي مو دي چې ګوا ډېر سخت دي پر دې باندې معافي او بخښنه غوښتلو باندې تيار ياست؟ چې له دې دا ظاهريږي چې واقعات او مقاصد خو ټول درست او سم دي خو يوازې او يوازې الفاظ او د الفاظو سختي ناجائزه ده چې د څۀ دپاره د شرافت تقاضا دا ده چې معارف وغوښتل شي چې پر دې باندې خان شهيد ورته وويل چې زما د ژوند مقاصد څلور دي اول د اسلام تعليمات خورول، دويم جديد علوم خورول درېم د صداقت اظهار او څلورم د خپل هيواد دپاره بهترين حكومت، كوم شيان چې و دې مقاصدو ته تاوان نۀ رسوي زۀ د هغو دپاره تيار يم، د الفاظو دپاره زۀ په ذاتي حېثيت له پر هغه انسان څخه بخښنه غواړم چې دا وائي چې له دې څخه ما ته تكليف رسېدلى دى. د دۀ په دې ويلو خو جرګه وال مطمئين شول البته مجسټرېټ صاحب او د عدالت انسپكټر پر څه تفصيلاتو بحث شروع كړ چې په دې كښې څۀ ممبرانو هم دلچسپي واخستله چې دې وخت كښې چا ورڅخه پوښتنه وكړه چې دا خبره خو به نو ته نۀ ليكې نو دۀ ورته وويل چې دا غلطه خبره ده، هركله چې زۀ خلاص شوم دا ټول مضامين به دوباره ليكم، بيا يې پوښتنه ورڅخه وكړه چې ايا تاسو و دې ته تيار ياست چې داسې وواياست چې دا الفاظ جرم دى، نو خان شهيد ورته وويل چې د دې دپاره زۀ كورټ ته تيار نۀ يم، بلكې زۀ له خپلې خوا و دې ته نامناسب هم نۀ شم ويلاى، يوازې دا وايم چې زۀ پر دې بخښنه غواړم چې له دې الفاظو څخه تاسو ته تكليف رسېدلى دى.پر دې باندې مجسټرېټ تندى تريو كړ، خان شهيد و جرګه والو ته قسم وركړئ او و يې ويل چې تاسي زما پر ځان يعني پر ذات باندې كله هم له سره غم مه خورئ او زړۀ سوى مه راباندې كوئ، بلكې ما ته تر زياته هم زياته سزا راكول او يا كه چېري زما په مرګ  باندې و ملك او يا حكومت ته څۀ فايده رسېداى شي نو تاسي يې بلا تامل تجويز كولاى شي.

نو په دې باندې يې سردار غلام محمد خان ترين او  صاحبزاده محمد ايوب خان يې له دۀ سره بلي خوني ته واستول، او هلته يې و دۀ ته زارۍ شروع كړې او په دې دوران كښې خو يو ممبر بېخي په ژړا شو او ورته يې وويل چې يوازې دومره ووايه چې زۀ د دې الفاظو دپاره معافي غواړم چې كوم ته جرګه جرم وائي. خان شهيد دا ورسره ومنل. له دې وروسته جرګې  خپله رايه ليكل شروع كړه، مسوده وويل شوه او دې كښې دا بيان شو او فيصله وشوه چې خان شهيد د ويناوو تمام ضروري جزئيات يعني پر  جرګه نيوكې، د اصلاحاتو مطالبه دې ټولو ته جرم وويل شو خو ملزم چې كوم دى هغه په دې معافي غواړي نو و دۀ ته بايد سزا نۀ وركول شي بلكې معافي دي وركول شي په دې شرط چې ائينده به داسې خيالات نۀ خوروي.

د درې كلونو دپاره په درې زره روپۍ ضمانت او درې زره روپۍ مچلكه دي ځيني واخستل شي او بري دي شي. واه! افرين پر داسې جرګه والو او پر دې ناروا فيصله.

بله ورځ د فيصلې د اورېدلو پس چې كله يې له خان شهيد څخه پوښتنه  وكړه چې ستاسو منظوره ده، نو دۀ داسې ورته وويل چې تاسي جرګه والو ما ته داسې رايه راكړه چې د دې د اورېدلو دپاره خو له سره زما غوږونه تيار نۀ دي او نۀ كله هم يو شريف انسان د خپل ځان دپاره داسې رايه اورېدلى شي، تاسو خو نۀ يوازې د دفعه 124 الف لاندې مجرم ثابت كړى يم بلكې دروغجن، فريبي، مكار، مفسد، غير ذمه وار هيندوستاني د بوالهوسو په لاس كښې ګوډاګى، نادان او  دغه رنګه نور څه هم راته ويلي  دي. او له دې پس مي پر يو غير شريفانه فعل باندې هم اماده كړى يم. يعني پر خپل تمامو كړو وړو او ويناوو باندې غير مشروط معافي او له خپل پاك او فطري مقصد څخه لاس اخستل، د معافي  په صورت كښې له داسې ذليل ژوند څخه زما مرګ  په زر واره بهتر دى. څله چې زما د عقيدې مطابق د كلمة الحق اعلان چې په هغه كښې د امر بالمعروف او نهي عن المنكر پاك او مقدس جنګ هم شامل دى چې د قام د بهبود او بهتري دپاره  ضروري دى.

دا ؤ د خان شهيد د بيان يو څرك او د دۀ مدلل بحث او ورسره د جرګه والو فيصله او له هغه څخه د خان شهيد انكار، دا يو ډېر لوى بيان  دى كه يې څوك ولولي نو ورته معلوم به شي چې خان شهيد د څومره لوړ فكر خاوند ؤ. خان شهيد او د دۀ  مبارزه يو بشپړ دفتر غواړي په يوه مقاله او دوې كښې نۀ راغونډيږي، زۀ چې يې څومره را نغاړم دغومره راڅخه ډېر ليكل غواړي، خو بېرته زۀ د اورېدونكو هم خيال ساتل غواړم، ما ته تر مقالې ليكلو مخكښې ويل شوي وو چې مقاله بايد لږ څه مختصره وي.

اوس به راشو د دۀ يو بل عدالتي بيان ته چې دۀ په عدلت عاليه كښې د مسټر جسټس شبير احمد په مخكښې په تحريري بڼه كښې پېښ كړى ؤ. پر 1956/10/26 او زير دفعه 123، 124، 153، په لاهور كښې زۀ له دې څخه  هغه لږ څۀ په ګوته كوم چې له دې مقالې سره اړه لري، يعني د خان شهيد فكر، خان شهيد خپل بيان داسې شروع كوي:

"مائى لارډ (يعني زما مشره) ښه به دا  واى چې د اسلامي جمهوريه پاكستان په دې ستر عدالت كښې زما بيان د قرآن پاك په دې آيات كريمه شروع شي چې د مسلمانانو قامي او انفرادي اړيكي يې په خپله لمن كښې نيولي دي. دا ايات د حاكم او محكوم  د اسلام د يو كمزوري منونكي په حېث زۀ همېشه دا هڅه كوم چې زۀ دا د ځان دپاره مثل ورګرزوم، دا زما عقيده ده كه تمام عالمِ اسلام بلكې تمام عالمِ انسانيت دا د يو بنيادي اصول په حېث ومني او پر دې باندې عمل وكړي نو زمونږ د ژوند ټول غمونه او كشالې او ستونځي به ختم شي. ايت كريمه دا دى:

ژباړه: د تقوٰى او د نېكي په كارو كښې يو له بل سره مرسته كوئ او د استبداد په كارو كښې ملګرتيا مه كوئ.

بل ځاى داسې وائي چې د  ازادي په دې مبارزه كښې زما خاندان چې كومي سختياني تېري كړي دي او د جرمانو او جوابي جرمانو او تشدد  او جوابي تشدد په رنګ كښې چې كوم  زحمتونه ګاللي دي  له هغو څخه پر ما باندې دا ښكاره شو چې په سياسي ميدان كښې ارادتاً يا په غير ارادي ډول د تشدد استعمال قطعاً بېخي غلط دى او ناروا دى.

نو پس ما د ځان سره دا بول وكړ چې زۀ به تل د تشدد استعمال او  د هغه د حوصله افزائي څخه پرهېز كوم او تر ننه پورې  زۀ په دې بول  باندې ولاړ يم، او كوشش كوم چې د ژوند د تګ دپاره  چې په نهايت كم عمرۍ كښې ما كومه لار وټاكله  هغه زما د خپلو تجربو او د نني رڼا نتيجه ده او په دې كښې د چا بهرني عنصر فرد يا تنظيم لاس نشته او نۀ خو ما تر دا وخته پورې  له څۀ خارجي عنصر سره تړون نيولى ؤ".

د مقدمې د بيان په دوران كښې چې كله د پښتونستان سوال راغلئ نو خان شهيد څه دا رنګه ليكي:

"د بيان تر ختمولو وړاندي زۀ دا مناسب شمېرم چې د دې پښتنو يو جدا وحدت دي قائم كړل شي او و دې ته د پښتونستان نوم وركول همېشه زما د ژوند يو جز پاته شوى دى چې په پاكستان كښې يو ځاى پر له  پورې  منطقه يا سيمه كښې اوسيږي او چې كوم انګرېزانو په مختلف نومونو سره تقسيم كړي دي. دا مبارزه زما له ژونده كله هم نۀ ده جدا شوې او نۀ كم سې كم د سزا او د تشدد څه د ځان ژغورلو په سوب زما له ځانه جدا كېداى شي. دا زما پخه عقيده ده چې د پاكستان د تجويز او د بشپړ امن او ترقۍ او سالميت دپاره هم دومره سودمنده ده چې څومره د اتيا لكو يا له دې څخه زياتو پښتنو يعني د ملك د مسلم ابادي تقريباً د پينځمي برخې  دپاره سودمند كېداى شي.

څله چې د نن په زمانه كښې د ترقۍ او پرمختګ بنسټ او معيار تعليم منل شوى دى او د ټولې  نړۍ د تعليم  ماهرين په دې ټكي سره متفق دي چې د تعليم د وركولو دپاره  تر ټولو بهترين لار چې كاميابي په كښې ده هغه مورنۍ ژبه ده، مؤثر او مفيد تعليم په يوه ژوندۍ ژبه كښې وركول كېداى شي. هغه ژبه چې اولس يې وائي چې په دفترونو كښې كارول كيږي. په تجارتي ادارو او اديبان يې كاروي تا كه پرائمري تعليم چې د ټولني ډېر وګړي يې  حاصلولاى شي كه په مورنۍ ژبو كښې وركول شي نو ډېر ارزښتناكه وي. او دا ناممكن خو نۀ ده چې تر څو پښتنو ته پښتونستان ورجوړ  كړل شي چېري چې تعليم او په دفترونو كښې ياد وي په يوه حصه كښې او تجارتي كاروبار دوئ په خپله ژبه يعني پښتو كښې وي".

د نن زمانې د حكومت تر ټولو لويه كارنامه به دا وي چې هغه د خپلې ابادي د اكثريت دپاره د مفت جبري تعليم بندوبست كړى واى، د نړۍ ټول خلګ په دې باندې متفق دي او زمونږ ذاتي تجربه هم پر دې ګواهي وركوي چې د ليك لوست د ضرورت دپاره ابتدائي تعليم هم  كافي دى، خو شرط په كښې دا دى چې دا په مورنۍ ژبه كښې وركړل شي. تر كومه حده چې د پښتونستان تعلق دى زمونږ دا مقصد د پښتونستان په جوړولو كښې حاصلېداى شي. باالفاظ ديګر بغير له  پښتونستانه، پښتانۀ به په دې ملك كښې د تعليم له ترقۍ څخه محروم يعني بې برخي  پاتيږي. پښتانۀ د داسې خلګو په  مقابل كښې چې چا ته تعليم په مورنۍ  ژبه يا ورته ژبي كښې حاصل دى لكه اردو او پنجابي،  د همېش دپاره به اعلٰى تعليم په ميدان  كښې شا ته پاتيږي. او ښكاره خبره ده چې دا صورت حال كله هم  يوۀ  هوښيار او عقلمند پښتون ته قبول نۀ  دى. د پښتنو يو متل دى چې زما  يې له داسې پسرلي څه چې په دې كښې زما د مال د څر حق نۀ وي او دغه انساني فطرت هم دى. دا رنګه د عدالت د دې بيان په اخير كښې څه دا رنګه ليكي:

"ما د ژوند تر ټولو بهترينه برخه د پيرنګي او  مسلم ليګي په جېل خانو كښې تېره كړه چې هيڅ يو انسان يې په خوشحالي نۀ شي زغملاى، كه چېري زما مقصد نېك وي نو د دې دپاره به زما مبارزه حتماً ښۀ رنګ راوړي كه خداى كول د وخت فيصله به ضرور زما په حق كښې وي، نېك مقاصد اكثره د ملګرو د كمي په  وجه له ناكامۍ سره مخامخ كيږي. كه چېري زۀ په دې دنيا كښې نۀ هم پاته شم نو به بېرته  هم د دې بېرغ د سرلوړۍ دپاره نور خلګ پيدا شي او  د ژوند  كاروان خو تل روان وي. دا بيان  دۀ پر 25م اكتوبر 1956ء په خپل دستخط په ډسټركټ جېل لاهور كښې وليكئ.

دا ؤ د خان شهيد ستر فكر چې د كوم دپاره دى و مبارزه ته  اړه شو. له دې وروسته په  1958ء كښې يو ځل بيا د ايوبي مارشل لاء دى د جېل په  تور تم كښې  بند كړ، د دۀ هيڅ يوه ګناه نۀ وه، پرته له دې چې دۀ  د قام سيالي، سرلوړي، خپلواكي او ازادي  غوښتله، پس  له  څورلس كالونو د جېل د تېرېدو را خلاص كړل شو خو د دۀ مبارزه هم په هغه شان جاري وه. د مارشل لاء وروسته حالات څه بدل ؤ خو د دۀ دپاره نۀ، خو اخير  د ازادۍ دا پتنګ يوه شپه په خپله خونه كښې د بم په چاودنه كښې له مونږ  څخه جدا كړل شو.

 

په مرګي مړونه تل مري :: سروبن د د چا نۀ  مري

په دوئم دسمبر 1973ء كښې مونږ  د ګلستان په ګوريستان كښې يوازې يو شهيد و خاورو ته نۀ وسپارئ بلكې په دې سرۀ كفن كښې چې د ازادۍ يو مبارز، د قام يو مشر، يو اديب، يو  دانشور، يو بابائې صحافت، يو ماهر لسانيات، يو عظيم سياستدان، يو ستر افغان، مشفق دوست، يو بابائې پښتون، يو مترجم، يو مفسر قرآن، او مترجم سيرت النبى، يو ماهر لغاتِ پښتو، يو مفكر او يو علامه شهيد ملت هم ورسره  تر خاورو لاندې كړل، خداى دي ښۀ ورسره وكړي. اٰمين.

 

ګوره بيا به چمن داسې ګل پيدا كړي
خداى قبوله د بورا به  بيا دعا كړي

اخځليكونه:

(1) د خان شهيد سيمنار، شعبه اطلاعات و نشريات، پښتونخوا ملي  عوامي  پارټي كلب روډ كوټه.

(2) نوى ژوند،                                  رښتين صديق الله

(3) پښتو ژبه او ليك دود                      خان شهيد

(4) خان شهيد كى سياست                    ترين شوكت

(5) بابائې  پشتون كے خطوط    پروفيسر  عبدالغني، غنو

(6) بابائې پشتون كے متفرقات ..   ...  ..  ..

(7) بابائې پښتون اور پښتونخوا              ..   ...  ..  ..

(8) بابائې پشتون اور پشتونخوا ..  ...  ..  ..

(9) زما ژوند او ژوندون      خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزى

د بابائې پښتون ليكدود

              پروفيسر عبدالغني خان غنو

(1) ليك دود معنا څۀ؟ په تازي پاړسي او رودكي چې رسم الخط هم ورته وائي. ليكدود معنا د ليكلو لار، د ليكلو رو، د ليكلو چم ، او دا چې ليك په څۀ ډول وشي. يو شى، يوه خبره كه ليكلې وي نو په كار ده چې څرنګه وليكل شي.

(2) ځكه چې په ژوند، د ژوند په هر كار، د نړۍ په  هر كار كښې، هغه كه د سړي، ځاى وي كه د سركار كه د اوسونو وي، كه دنياوي وي كه ديني..... د هر كار يوه لار وي، يو رو وي، يو دود وي، تريكه وي، يو طرز وي، يو اسلوب وي، يو سټائل وي، لكه لمونځ څرنګه كيږي؟. د دې دپاره لار او ليكه جوړه شوې ده. هيڅ رنګه كيږي؟. زده كړه (يعني تعليم) ښوونځى، پوهنځى، او پوهنتون ته په كومه لار تلاى شواى. ډاكټر (لا درماني) څرنګه كيږي؟. يون لاسه پركه وي، په الوتكه لا په لوړ ګاډي كښې لا  په موټر كښې.... د هر  يوۀ  دپاره لار او ليكه جوړه شوې ده. كه بازار ته څوك ځي او سودا كوي،  لا  سوداګري كوي، لا يو څوك وادۀ كوي، لا كور جوړوي.

(3) په نړۍ كښې د هري ژبي د ليكلو دپاره د هغې ژبې پوهانو خپلې خپلې لار ليكي، دود، طرز، تريكه، ډول جوړ كړى دى. لكه:

(4) تاليك (تعليك) نسخ نستعلي، خروشتي، كوپي (كوفي) مېخي، رومن او داسې ډېرې نورې.

(5) نو د پښتو هم خپل ليكدود يا رسم الخط ؤ او شته، په خوا څرنګه ؤ او څۀ شو دا يوه اوږده كيسه ده، او بيا ته يې پرېږدو.

(6) اوسنى ليكدود چا جوړ كړى او څرنګه جوړ شو؟.

(7) په نړۍ كښې لږ او ډېر اووۀ زره ژبي دي. (د ملګرو هيوادونو، شمېرني  له مخي).

(8) لو استاد پوهاند حبيبي صاحب وائي چې پښتو د نړۍ په لسو لرغونو او پخو ژبو كښې راځي.

(9) هغه ژبې دا دي: 1: تازي (عربي) 2: هيندي 3: انګرېزي 4: جرمني 5: معيانوي 6: فرانسوي 7: لاطيني 8: رومن 9: روسي، چېني او جاپاني كښې يوه ژبه 10: پښتو.

10: چې د پښتو دومره ارزښت دى نو ارو مرو له يو ځايه راځي نو په كار دى چې د دې په اروالي او لوب والي هم  په لنډه توګه څۀ ووايو.

 

11: آريانا ......... ارين ........ ارك

سنسكرت                                 پښتو                  اوستا

 

هيندي او نوري   خيتځ او لوېديځ   پاړسي، دري، پهلوي

 

12: د پښتو د ليكدود مونږ  وئيلاى شو چې په دې لړ كښې په كړكيش (تاريخ) كښې پينځۀ نومونه دي چې پښتو ته يې خپل ليكدود وركړى دى، يا يې په هغه كښې سمون راوړى دى. هغه پينځۀ ښاغلي دا دي:

(13) حسن ميوندي 2: بايزيد روښان 3: خوشحال خان بابا 4: محمد ګل خان مومند 5: بابائې پښتون خان شهيد.

(14) حسن ميوندي زر كاله وړاندي په خوا ئې ...... 2: خوشحال ځنځيرۍ 3: محمد ګل خان مومند ښځينه (ۍ) او بابائې پښتون واو (لاندې ترې كړۍ) واو چې لاندې يې لكۍ وي، پرته يې چې لاندې كړۍ لري پرته يې ساده.

15: بابائې پښتون څه وائي؟ څۀ يې ويلي دي؟.

بابائې پښتون درې خبرې كړي دي.

1: سوچه پښتو 2: څرنګه يې وايو، هغه ډول په كار ده چې ليكو يې. 3: د پښتو د اسانتيا لارې، و (لاندې كړۍ والا) و (لكۍ والا) پرته يې (كړۍ والا) و (لكۍ والا) پرته يې (كړۍ  والا) يې (پرته ساده يې) غوره كړي دي.

(1) سوچه او بوب او پر توري نۀ وي په كښې د هغه ګټه به دا وي چې پښتو به تر يوې ورځي (قيامته) ژوندۍ پاكه سوچه او لوب وي، او بل په كار نۀ دى چې او پر الفبا په كښې كار شي.

(15) بېلګي اوس به يو څو بېلګي راوړو چې خبره ښه روڼه او جوته شي.

"و" به را واخلو. بابا وائي چې:

"و" ساده واو يا معروف واو دى، لكه ګول، څول، خور، شلول، شكونه، تښكول، شخوند.

"و" (لاندې كړۍ والا) دې ته لوئ "واو" يا مجهول واو ويل كيږي لكه ټول، حول، كور، نور، سوړ، اور، بور، (رنګ) جوړ، ګول (ګردى) تور.

"و" (لاندې لكۍ  والا واو) دې ته كوچنى يا د پېښ واو ويل كيږي لكه: سور، لور،  نور (رڼا) خورځۀ، خورما، غورځنګ، توريالى، نوميالى، سمون، ګلستان.

 

(1) د. ډاكټر احمد زيار په كابل كښې خبره = و (لاندې كړۍ والا)

(2) د حمزه بابا خبره. و (لاندې كړۍ والا).

(17) ى،  يې (ے) لاندې كړۍ والا. ے، ۍ، ئ.

بابائې پښتون د يې ګانو په اړه هم سمون راوړى دى هغوئ وائي چې داسې به نو يې ګانې نۀ سره ګډيږي. لكه:

ى، ے، ے، ۍ ئى، كوي  ساپي، اناري.

(11) ۍ كوچنۍ يې يا معروفه يې يا څرګنده يې لكه كوچي، وټي، سټي، مټي.

(2) ے (لاندې كړۍ  والا) لو،  ى، يا مجهوله ے لاندې كړۍ والا) لكه شيد ے، مټ ے، اد ے، تود ے، سړ ے.

(3) ے : نرينه ے لكه درانى، اڅكزى، جوګيزى، بريالى، ننګيالى.

(4) ښځينه يې (ۍ) لكه نجلۍ، خولۍ، نرۍ، كوڅۍ، كوچۍ، درۍ، كپۍ.

(5) كړمكړ، يا كړنكړ يا امر و نهي، ئى لكه مه كوئ،  مه ژاړئ، وخاندئ، ويدۀ شئ، وخورئ، وځغلئ.

او بله نخښه د وچ توري دپاره غوره كړې ده او هغه دى "V" لكه پښين (په شين) پشين (سه يين ايسين) شخوند (شه خوند) س خوند، په داغه خو نورو ژبو ويونكو دلته پاته راغلي دي. او دا ډول توري سم نۀ شو ويلاى. لكه شكول (ايس كول يا سي كول) سټريټ (ايسټريټ، سټي ريټ) سټېشن (ايس ټې  شن يا سټې شن) فوټو سټېټ (فوټو اسټيټ) هلكه چې سټېټ Stat ته ايسټيټ وايۀ نو به ايټيټ Estate ته څۀ وائي، دا به هم  اسټېټ ګڼلې نو هغه به هم سره ګډه كړه. د خپل (خه پل) پښه (په ښه) يا پخه (په خه).

(18) په كار دى چې دلته وښيو چې د  پښتو الف يا الف با كوم دى.

ښ، ږ، ټ، ړ، ډ، ڼ.

(19) كوم ټكي د پښتو نۀ دي.

ث، ح، ذ، ف، ق، ع، ص، ض، ط، ظ.

(20) د نړۍ  ټولې  ژبي الفبا لري.

21: په تازي كښې گ (ج) چ (ص) پ (ب) ټ (ت) ډ (د) او ښ، ږ.

22: يورپي ژبي: ع، ط، ظ، ص،  ض، ث، ق، خ، غ، ح، ښ، ږ.

23: پاړسي: ښ، ږ، ډ، ړ، ټ.

24: اردو: ښ، ږ.

25: هيندي: ع، غ، ط، ظ، ص، ض، ث، خ.

26: د بابائې پښتون خبرې خو مو بره واورېدلې.

چې يو رقم ولاړ شو يو خبره مي په ياد شوه.

 زۀ او بابا له جناح روډه له ريګل هوټل څخه د هغوئ كور (جمال دين افغاني روډ) له روان وو په دا شپه (1972) كښې واګيځ (سياسي) چاپېريال خورا په طلاطم كښې ؤ. نو د هغه مهال په چاپېريال كښې ما يوه پوښتنه ځينې وكړه نو بابا ډېر د زړۀ له درده او د زړۀ له جوشه راته وويل چې:

بابا: زما پر هيڅ شي دعوه نشته زۀ هيڅ نۀ لرم خو دوه شيان زما دي، و هيچا ته يې نۀ وركوم، نۀ يې ورپرېږدم. هغه دى؟

پښتو  او بل ننګ و غيرت، دا زما دي، دا زما دي.

نو تاسو اټكل كولاى شئ چې هغه په پښتو څومره مين ؤ او څومره باندې ګرانه وه او څومره پام يې په كاوۀ.

(28) وړاندي د دې چې پر زمخ ولاړ شو يوه بله خبره د پام وړ را ياده شوه. د قطبي پښتونخوا يا د خيبر پښتونخوا په "باړه" نومي ځاى كښې د پښتو الفبا په اړه يوه جرګكۍ يا غونډه يا څېړنغونډه (سيمنار) د پينځوسو په لسيزه كښې كېدله. په هغه شپو كښې بابا په بند كښې ؤ لكه څرنګه چى تل به ؤ.

(1) د هغوئ زړۀ ؤ چې دې غونډې ته ورشي نو سركار ورته وليكل چې ما د درو شپو دپاره په پېرول پرېږدئ چې په دې غونډه كښې برخه واخلم. خو سركار نۀ پرېښوو.

(2) بيا بابائې پښتون، د پښتو ليكدود په اړه يوه انسه (مقاله) وليكله او د پېښور د هغه مهال و ورځپاڼو او پاړ كوټو (رسالو) ته ولېږله چې دا انسه په خپلو خورنيو كښې خپره كړئ، خو دوئ په غبرګون (ځواب) كښې ورته وويل چې څرنګه چې تاسي په بند كښې ياست نو مونږ  ستاسو ليكنه نۀ شو خپرولى.

(3) بيا بابا سركار ته وويل چې زما دغه انسه و څېړنغونډې ته ولېږئ خو هغوئ نۀ ومنله.

له دې څخه اټكل كېداى شي چې هغه مهال بند څومره ګران ؤ. په زياته بيا د بابا دپاره اوس خو په بند كښې پلنګان، له دباندې خواړۀ، لروينون (ئى لوياني) لرږغون (فون) تر دې خپلې ماينې يا نوري ښځي لا هم ورتيږيږي.

(29) د بابائې پښتون په ليكدود تر ټولو لويه نيوكه دا كيږي چې تازي يا عربي چې سپين پاړكى (قرآن شريف) په كښې راغلى دى، يا لمونځ هم په دغه ژبه دى، دا به نو څرنګه شي. ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق، خو سم لوستل اړين دي. كني ګناه لري.

(30) بابائې پښتون وائي چې په سل كښې پينځۀ نيوي پښتانۀ دغه ټكى نۀ شواى ويلاى، په لمانځۀ كښې دا ګرده ټكي يا توري راځي خو مونږ  يې بل ډول وايو.

نو بابا وائي چې په ويلو يې نۀ ګناهكاره كيږو نو په ليكلو يې څله كافران كيږو؟.

(2) بل په نړۍ كښې يوازې مونږ  نۀ يو مسلمانان انګرېزان، د يورپ نور خلګ، جاپان، چېن، روس، هينديان په دوئ كښې هم په لكونو كروړونو اسلام راوړى دى. هغوئ خو يو مخ ګرسره تازي يا عربي نۀ وائي. نۀ يې زده ده. هغه به څۀ كوي؟.

هغوئ خو قرآن "كورآن" وائي، خدا "كودا" واي، غفور و رحيم، "ګپور و رهيم وائي. نو څۀ هغوئ ګناهګاره شول، لمونځ يې نۀ دى روا.

(3) لكه د مخه چې وويل شوۀ په نړۍ كښې هره ژبه خپل خپل الفبا لري، پردي الفبا نۀ اخلي، او پردي توري په خپل ډول او الفبا كښې وائي نو مونږ  څۀ اړي لرو، چې پردي واخلو؟.

32: لكه انګرېزان:  سلام هم په s (ايس) ليكي. (Salam)

صدام هم په s (ايس) ليكي: (Sadam)

ثمر..     ..     ..   ...     ..    ..   ..

شمم  ..    ..    ..   ..   ...     ..   ..

دغه ډول علي په A اې ليكي، او داسې ډېر نور.

(33) دغه ډول په هيندكي په كروړاوو خلق ع، غ، خ، او دا نور ټكي نۀ لري او نۀ يې ويلاى شي. غفار خان ته ګياركان وائي او داسې نور.

(34) خو دا ټول سم دي، دا د پښت دښمنان يكړ په پښتو پسې دي چې په پښو يې واچوي، له واكي يې كړي. او د دوزخ ژبه ځيني جوړه كړي. داسې ډېري بېلګي دي خو وخت لږ دى.

(35) بيا راځو سوچه پښتو ته، د پښتو دښمنان او ځينو ناپوه پښتانۀ بله خبره كوي، ځيني وائي چې پښتو ډېره ګرانه ده.

ځيني وائي چې په كار ده چې معياري پښتو ووايو، يعني د نورو ژبو توري په ګډ كړو، يعني لړلې پښتو.

ځينو خورانو يو پاړكى (كتاب) دوه يې په لړلې پښتو كښې ليكلي دي اوس دوئ ته ګرانه ده چې سمه پښتو وليكي.

(36) پارس (ايران) لګيا دى د خپلې ژبي څخه ټول او پرهـ (غير) توري باسي، ډېره پنګه لري، سعدي، حافظ، فردوسي، په زراوو پاړكيان دي. دا ټول په خپل ځاى پرېيښي دي له دې سلو كلونو څخه خپله ژبه پاكوي. تر دې چې پردي توري خو پرېږده ځيني ټكي يې لا وايستل.

(37) دغه ډول د انګرېز برنارډ شاه خپل ټول تول (جائيداد) د انګرېزي ژبي د سمون (اصلاح) دپاره روز كړى، هلته څو نۀ هڅوب (لټريچر) دى.

شكسپېر،  ورډز ورتهـ، شيلې، كيټس، ودا.

(38) داسې هم نۀ ده چې ځينې ژبې يو مخ په ځان كښې بشپړي دي يا به پردي توري نۀ اخلي، هره ژبه بلي ژبي ته يو څۀ نا څۀ اړه ده. كه يوه ژبه د يو شي دپاره د مخه څخه تورى يا نوم نۀ لري نو دې جوړ كړي يا جوړوي. له دې د بلي ژبي څخه چې دغسې  توري لري واخلي خو نۀ چې هر تورى لكه اردو چې يې كوي.

(39) د بلې ژبې د تورې د اخستلو هم يوه لار او ليكه شته لكه:

1: تازيان يا عرب چې پرَدي توري اخلي نو د خپلې ژبي او الفبا په اړوند بدلون او سمون په كښې راوړي. داسې توري ته نو هرب وائي، يعني عربي په جنسي جوړه كړه، لكه "گ" نۀ لري نو سيګار "شجار" كړى، پېسټري به بستري، پاكستان په باكستان او زمونږ چندڼ په صندل كړى.

2: پاړسي ويونكي خلګ چې پردى تورى واخلي نو هغه وائي چې هزس به كړى يعني پاړسي يې جنسي جوړه كړه لكه، ټيلي وژن څخه تېليفيزون، سټېشن څخه استاسيون او داسې نور.

3: دغسې  چې افغانان پردي توري واخلي نو دې ته وائي چې مفغن يې كړئ لك سټېشن څخه ټېسن، قميص څخه كميس.

(40) خو دلته يوه خبره كول ډېره اړينه ده چې پردى تورى به هله څوك اخلي چې خپل نۀ لري يا خپل تورى جوړ نۀ كړي. او كه له د مخه يوه ژبه خپل تورى لري نو بيا پردى تورى اخستل خوشې خبره ده.

(41) په دې لړ كښې د بابائې پښتون بله خبره راياده شوه چې له ږوبه څخه سائين كمال الدين (كمال خان شېراني) بابا ته جېل ته يو ليك ليكلى ؤ هغه مهال بابا په بند كښې ؤ چې دا يورى "سبب" سم دى كه سوب؟.

 

15: دلته دباؤ، پرېشر، هلته فشار = زمونږ سام راڅخه ورك دى

16: دلته ټيچر، ماسټر، هلته معلم = د پښتو ښوونه نۀ پېژنو

17: دلته بد قسمتي سې هلته = زمونږ له بدغه مرغه واك دى

18: دلته ډيوټي، هلته وظيفه = خپله غرغښه ګرسره پېژنو نه

19: دلته شكر په مهرباني، هلته تشكر = پر خپله مننه خاندي

20: دلته كلچر، هلته كلتور = خپل ژواك مو هېر كړى دى

21: دلته ډانس يا ناچ هلته رقص = خپل اتڼ راڅخه هېر دى

22: دله د هيندوانو سره جوړه په ناوۍ اغوندي، هلته د كرسچنانو سپينه چابۍ  = زمونږ د پښتنو خپله څرغونه جوړه يې هېره ده

نور خو نور زمونږ بارخان په باركهان كړى، لوړه لئ يې لورالائي يارو (يارو) توره چېنه (كالا چشمه) چېنه اچوزى (چشمه اچوزئ) كيس په (قيس) او داسې په زراوو خوشي د پښتو د پر مختګ مخنيوى مه كوه. يو مهال به دا كره وي ته به پاته يې.

په سهېلي پښتونخوا

كښې مزاحتمي ادب او د خان شهيد كردار

  ډاكټر نصيب الله سيماب

كله چې د مزاحمتي يا مقاومتي ادب خبره كوو نو زمونږ په ذهن كښې يوه بشپړه نقشه جوړه شي. د ستر خوشحال خان خټك نوم را مخ ته شي. د پښتو اولسي ادب بڼه راښكاره شي. د هر يرغلګر و مخ ته د درېدلو پښتنو مېړانه او ننګ زمونږ شفاهي ادب په اصلي بڼه كښې زمونږ و مخته ږدي. د دې ټول ادب د مطالعې څخه كوم ته چې مونږ زوړ ادب وايو د پيرنګي تر راتګ او له هغه سره تر مزاحمت پورې مونږ ته يو ډېر واضح د ابهامه خلاص يو داسې مزاحمتي فكر په نظر راځي چې هغه د پښتون اولس د مزاج مطابق په پښتو ادب كښې د پښتون رياليزم بنياد ښكاره كوي.

د دا رنګه ادب ليكونكو خپل غازيان، ننګياليان، تورياليان ټولو ته په درنه سترګه كتل، او ستايل كيږي. هيڅ يو بېلتون ئې په مينځ كښې نۀ ليدل كيږي. هرهغه سړى غازي ؤ چې د وطن او اولس دپاره به ئې توره وهله. دلته مونږ ته هيڅ فكري تضاد په نظر نۀ راځي. فكري تضاد هغه وخت را مينځ ته كيږي چې انګرېز دې خاورې ته راځي. دلته خپلې منګولې ښخوي. پيرنګى چې كوم وخت پښتون وطن ته راځي. هلته دۀ ته د دې شي ضرورت پېښيږي چې پښتون په وجودي او فكري حواله تقسيم كړي. كوم وخت چې د انګرېز په ضد د ازادۍ تحريكونه راپورته كيږي. انګرېز دا نظريه زياته په كار راولي. مونږ چې د تحريك ازادۍ خبره كوو نو په ذهن كښې مو د تقسيم هند نقشه ځان ښكاره كړي. د ازادۍ تحريك چې كوم وخت پېل كيږي د هغه مرام د برصغير ازادي وه تقسيم نۀ ؤ. لېكن وروسته داسې حالات جوړ كړل شو چې د ازادۍ دا تحريك د برصغير په تقسيم او د پاكستان پر جوړېدو خپل انجام ته ورسېدئ. له دې تمهيد څخه مي يوه نكته واضح كول مقصد دى. هغه دا چې كوم وخت د ازادۍ تحريك پېل كيږي په هغۀ كښې پښتنو لېډرانو او مشرانو دستې كردار لوبولى دى. په دې چې له انګرېز سره پښتون تل په حالت جنګ كښې پاته شوى ؤ. كه په برصغير كښې چا د پېرنګي لار نيولې ده هغه پښتون دى. د پښتون تاريخ د دې ګواهي وركوي چې  يوۀ  غاصب ته ئې هم پر خپله خاوره د پښې ټينګولو وخت په لاس نۀ دى وركړى. هم دا چلند ئې د پيرنګي په ضد هم ؤ. په هم دې بنياد پښتون ليډر شپ د كانګريس ملګرتيا كوي او پښتون په مجموعي حېثيت كښې د ازادۍ په جنګ كښې برخه اخلي چې په هغه كښې عالمان، لوستونكي، مزدوران ټول شامل دي. هيڅ يو فكري بېلتون ئې تر مينځ نشته. ځكه چې په وړاندې ئې د انګرېز څخه د ازادۍ اخيستلو مقصد دى چې هغه ئې پر خپلواكۍ، كلتور او دين ټولو باندې قدغن لګولى ؤ. خو كوم وخت چې مسلم ليګ په وجود كښې راځي او د اسلام ناره پورته كوي. هغه وخت پښتون په واضح توګه په دوو ډلو كښې وېشل كيږي. دغه وېش د پيرنګي په وخت كښې پېرنګي په شعوري توګه راوستلى ؤ خو تر دې وخته پورې پټ ؤ. په هم دې تاريخي تناظر كښې به د سهېلي پښتونخوا د مزاحمتي ادب او د خان شهيد د كردار په حواله خبره وكړو.

د پښتو ادب په تاريخي پس منظر كښې د سهېلي پښتونخوا خپله د وياړ وړ ادبي، تاريخي برخه ده لېكن د دې دومري زوړ تاريخي روايت درلودلو باوجود سهېلي پښتونخوا بلكې ټول پښتو ادب تر ډېره وخته پورې د حالاتو له كبله پټه خولۀ پاته شوى دى.

دا حالات ځكه جوړ ؤ چې پښتون وطن د ګډوډۍ ښكار ؤ او غاصب قوتونه په دې هڅه كښې وو چې دا وطن تر خپلو پنجو لاندې راولي او د غلامۍ طوق ور په غاړه كړي. او پښتانۀ په دې هڅو لګيا وو چې د خپل وطن وجود سالم وساتي خو پيرنګي د خپلې مخصوصې حكمت عملۍ تحت د ډيورنډ لائن له لارې د پښتون وطن وجود تقسيم كړئ چې په نتيجه كښې ئې د انګرېز تر لاس لاندې سيمه بيا په خاص ډول په سهېلي پښتونخوا كښې په پښتو ادب كښې يوه خلا رامنځ ته شوه.

"د مغرب څخه د راغلي سامراجي او استعماري نظام پښتون ښكار شو چې پايله د پښتون وطن، پښتون اولس او قوميت، پښتون اقتصادي او مادي شتمنۍ تر دې حده چې ادب، ژبې او ثقافت ټول تر يوې پېړۍ پورې په تياره كښې كښېښوول شو چې و هغه ته مونږ د پښتو ادب شاړ دور وايو"(1).

د دې تور دور او خاموشۍ لاملونه د پيرنګي جبر او بل د كندهار څخه د دې سيمې بېلېدل ؤ. كندهار هغه وخت د علم او ادب مركز ؤ. د دې سيمې ټول عالمان او اديبان له كندهاره فيض اخيستئ. په جبر د راجلا كېدو په وجه دا فيض ورباندې ودرېدئ. او هغه وخت په دې سيمه باندې د كندهار د ليكوالو اثر زيات خپرو وو. دلته د كال 1893ء له مخه د افغانستان عملداري هم قائمه وه"(2).

دا هغه وجوهات وو چې پر پښتو ادب په سهېلي پښتونخوا كښې جمود وغوړېدئ. پيرنګي سامراج هغه وخت د خپلو سامراجي ګټو دپاره په دې وطن كښې د يو داسې جنګ بنياد كښېښودئ چې د هغه تاؤ تراوسه پورې هر ځاى تر پښتون خيزي. چې نن ئې انتها مونږ په بله بڼه كښې وينو. د پيرنګيانو سره مبارزې كه پښتو ادب ته ژوند بخښلى دى خو پښتانۀ ئې د علم په ميدان كښې دېر شاته په يوه توره غاره كښې پورې وهل چې د هغه بيه زمونږ دا وطن د ترهګرۍ په بڼه كښې وركوي. يعني زمونږ وطن او اولس ئې له دې ستړې سره مخامخ كړئ. يو د اردو ژبې ليكوال آغا محمد ناصر په دې حواله ليكي:

"چې د نولسمې پېړۍ په سر كښې پرنګيانو د بلوچستان (سهېلي پښتونخوا) سيمه د افغانستان په ضد په كار راوستله، نو هغه وخت د انګرېزۍ سره سره اردو هم په ټول هندوستان كښې د اظهار ذريعه درجه ترلاسه كړې وه او د سركاري حثيت سره سره د ادبي ژبې په توګه ئې د فارسي ځاى نيولى ؤ. د انګرېزانو زياته توجه د بلوچستان پر سرحدي سيمو باندې وه او هغوئ د اردو سكولونو د جوړولو سره سره په سركاري سطح د اردو ژبې د ترويج او پرمختګ په كار لاس پورې كړئ"(3).

له دې ځايه څخه پښتانۀ د ژبې او فكر په حواله هم د ډيورنډ د كرښې رنګه صورتحال سره مخامخ شو. په ماجتونو او مدرسو كښې د عربي او فارسي سره سره په پښتو كښې درس وركول كېدئ. په زباني توګه دلته د پښتو ژبې يو رنګه حفاظت په غير شعوري توګه كېدئ. بلې خوا ته سركاري سكولونو ته پښتنو خپل بچيان نۀ استول. خو كوم بچيان چې د درس ويلو دپاره تلو هغه هم داسې وو لكه ګونګيان او كاڼۀ، ځكه چې اردو ژبه ئې نۀ ويلاى شوه نۀ به په پوهېدل چې د هغه پايله نن مونږ د يو داسې نسل په بڼه كښې وينو چې پښتو خو ويلاى شي لېكن ليك او لوست نۀ شي باندې كولاى. پيرنګي په شعوري توګه پښتون وطن او اولس په دوو ډلو كښې تقسيم كړ ولې چې په راتلونكي وخت كښې د دوئ تقسيم او بيا لېروالى د انګرېزانو د مفاداتو ضامن وګرځي، يوه ډله هغه وه چې د پيرنګي سركار تابع فرمان او د سركاري سكولونو په حق كښې ؤ. دويمه ډله هغه وه چې د سكولونو په مقابل كښې ئې و ديني مدرسو ته اهميت وركاوۀ. او دا به ئې ويل چې په دې سركاري سكولونو كښې د عيسائيت تبليغ وركول كيږي. د دې دوو ډلو په مينځ كښې يوه دريمه ډله هم مونږ ته په نظر راځي چې د ديني مدرسو سره سره د عصري علومو ترلاسه كولو په حق كښې هم وو او د پيرنګي تسلط په خلاف د مبارزې په حالت كښې هم وو. په دې درې واړو ډلو كښې طاقتوره ډله د مدرسو د پلويانو وه. په عصري علومو كښې پښتون ځكه پرمختګ و نۀ كړئ چې په نورو ژبو كښې ؤ او دا چې دې علم (عصري علم) ترلاسه كولو والا ته كافر ويل كېدو. او د ديني مدرسو علم هم په نورو ژبو كښې ؤ چې پښتون ئې په خاص دائره كښې بند پاته كړ. او ديني مدرسو په خپل روايتي علومو كښې و جدت ته د ځائ وركولو روادار هم نۀ ؤ.

پښتو ژبه د تعليمي ادارو، هغه كه مدرسې وې كه سكولونه، ژبه نۀ وه بس تش د اولس ژبه وه هغه هم د ويلو تر حده. ځكه ئې د نورو علومو پر ځاى په شفاهي ادب او تحريري ادب كښې د اولس نمائندګي شروع كړه. او تش تر ادب پورې محدود پاته شوه. په دې دوره كښې يعني د پيرنګي د تسلط څخه ئې واخلې بيا تر ازادۍ پورې مونږ پښتو ادب په دې سيمه كښې پر درو برخو وېشلائ شو. لومړى اولسي ادب دويم چې په مدرسو، جوماتو او د خلګو په حجرو كښې د بانډار په بڼه كښې تخليق شوى ادب او درېم چې ترقي پسند ادب په نامه وپېژندل شوه. د اولسي ادب په حواله په سهېلي پښتونخوا كښې د ښځو شاعري د دې دور يو قابلِ ذكر برخه ده چې د ټپو او غاړو په بڼه كښې ئې د پښتانۀ وينه ګرمه ساتله. او هغه خلګ ئې بلا استثنا ستايل چې د پيرنګي په خلاف د اسلام او وطن دپاره په مبارزه كښې ولاړ وو څۀ نمونې ئې دا دي:

 

سور د مړ كئ سيكهـ زخمي :: بخت نامې ځان د كئ غازي (4)

قام د پرې سي پر نيمي :: بخت نامه مچهـ له وړي پېكي (5)

بنګل مړ ظريف ټپي دى :: پر ږوب ږغ د پيرنګي دى (6)

بنګل مړ كاكړ خبر  سو :: ږوب له بيا پيرنګيان تر  سو (7)

روڼ توپك روڼ كارتوسان :: له غرو راكوز  سو بلوخان (8)

د سړك غاړې په سرې :: دلته خيرات كړئ پالې

نيمه شپه ده تروږمۍ :: كټا په لاس ولي ګولۍ

پيرنګيان اوړي پر غرو :: په څنګ توپك دى د يارو (9)

دا ټوله شاعري د هغه وخت تاريخ ښيي چې د نولسمې پېړۍ په اخير كښې پيرنګيانو د فورټ سنډېمن كلا د كوه سلېمان په لمن كښې جوړه كړه چې له دې لارې ئې كاكړستان او وزريرستان په  يوۀ  وخت ترلاس لاندې راوستلاى شو"(10).

كوم ادب چې په دې وخت كښې په مدرسو كښې چې هغه وخت ئې تعداد بېخي كم ؤ. په جوماتو او د پښتنو په حجرو كښې تخليق كېدئ. كه څۀ هم پر هغه باندې مذهبي او مجازي رنګ غالب په نظر راځي لېكن په هغه كښې هم مونږ ته مقاومتي شاعري ډېره په ښكاره ترسترګو كيږي. هغه وخت د ماجت په حجره كښې چېرې چې به طالبان اوسېدل. د هرې جمعې په شپه به بانډار كېدئ چې په هغه كښې به شاعرانو په ترنم خپله شاعري وئيله، په دې بانډاري شاعري كښې چې د پيرنګي خلاف د وطن په دفاع كښې كومه مزاحمتي شاعري شوې ده يوه نمونه ئې تاسو ته ږدم چې د ملا نېك محمد اخوند چې د ضلع پښين كلي خانوزئي اوسېدونكى ؤ ليكي:

 

فيض محمد غازي ئې مړ كړ سرۀ لاسونه
د اسلام پر زړۀ ئې كښېښوول داغونه
فيض محمد وئيل له كفره را رهي شوم
په زيارت كښې خلګ خلاصيږي زۀ بندي شوم
د اسلام پر حال خو زۀ په زړۀ زخمي سوم
د لمانځۀ پر ځائ مي وتړل لاسونه
فيض محمد وئيل زما پر سر به نيم سېرى دى
زۀ پوهېږم له دې واره زما مرګى دى
چي دښمن مي بې ايمان پرنګى دى
د بله چا څخه نۀ كړم شكايتونه (11)

د يو بل شاعر جان ګل اشعار څۀ په دا ډول دي:

 

جرنېل جوړ كړو فوځونه :: راځئ چې پسې ځونه :: بنګل راياتوينه
توپو كښې به ئې مړۀ كوو :: كه هر چا وكړئ انكاره :: په مرسته د سركاره (12).

زمونږ د سيمې د تكړه ليكوال عبدالكريم بريالي پلار ملا ظريف اخوند كاكړ هم په خپله شاعري كښې وائي: دا هغه شاعري ده چې په بانډار كښې به په جوماتو او حجرو كښې ويل كېده.

 

په شريعت د اسلام :: دا وطن زما دى د ځان
ټوله عالم پر دا ګوا له ما څه ولاړ پيرنګى

په حق حق دار يم ښكاره :: دا وطن زما همېشه
د دې وطن پښتون حقدار دى كه څه لوئ كه كوشنى

دا وطن زما دى ښكاره :: عالم دى ټوله ګوا
نن پر پنجشېر دره جنګيږي د لندن پېرنګى

دا وطن حق دى زما :: تاريخ همېش دى ګوا
د خپل وطن په ازادۍ به دښمن وخورم ژوندى

پر نيمه شپه يم روان :: كمر بسته مي كاروان
كاروان زما دى را روان نۀ كړي مسكن يو ساتكى

 

خان او ملك و سردار، ناست په امان دي قرار
كه عالم ټوله شي برباد چې خالي نۀ شي كرسۍ

خاص د لندن پېرنګيان، ږغوي دلته دوستان
كشتار شروع كړئ در رواني دي ډالر او روپۍ

دي را رواني پيسې، تر دين لمبې وختې
دين و دنيا مو كړو برباد حساب په غواړي له تئ (13)

اوس هغې شاعري ته راځو كوم چې مونږ د درېيمې ډلې په نامه په سر كښې ياده كړې وه. دا هغه ډله ده چې د عصري علومو په حق كښې وه لېكن د پيرنګي مخالف وو. په دې دور كښې  دې ځاى علماوو د پيرنګي په مخالفت كښې د عصري علومو مخالفت هم شروع كړئ چې تر ننه پورې په يوه نۀ يوه بڼه كښې ليدل كيږي. پښتون قام به حېثيت مجموعي د ملا زېر اثر پاته شوى دى. د هم دې اثر له كبله عصري علومو ته نۀ شو متوجه كوم خلګ چې د عصري علومو په حق كښې وو. لېكن د پيرنګي په ضد د ازادۍ له تحريكونو سره ملګري وو. د عصري علومو ترلاسه كولو د حق په وجه دا خلګ د علماوو په نظر كښې د يو سازش په وجه د دين دښمنان وګرځېدل. ځكه د دوئ او د ملايانو په مينځ كښې فاصله راغله. او دا د پيرنګي په ګټه وه نۀ د اسلام او د پښتنو. ځكه ئې د دې خلګو فكر په پښتون اولس كښې متنازعه كړئ چې په هغه كښې باچاخان او خان شهيد يو نمايان حېثيت لري. 

د پښتو ژبې د جديد ادب بنياد د شلمې پېړۍ په لومړي سر كښې اېښوول كيږي چې د ازادي سره تړلي خلګ دا بنياد ږدي. خان شهيد په سهېلي پښتونخوا كښې د مزاحمتي تحريك د سرخېل په توګه نۀ تش دا چې د سياست بلكې و صحافت او ادب ته پوره توجه وركړې وه. د كسې ګلان د سېهلي پښتونخوا لومړۍ ادبي تذكره ده په هغه كښې حافظ خان محمد ليكي:

"خان شهيد د بلوچستان لومړى كس دى چې د انګرېز سامراج و مخته د خپلو حقوقو ږغ پورته كوي. په دې وطن كښې هغه د سياسي بيدارۍ مؤسس دى"(14).

خان شهيد تش د سياسي بيدارۍ مؤسس نۀ ؤ بلكې په سهېلي پښتونخوا كښې د بابا صحافت په نامه ياديږي او د جديد پښتو ادب په بانيانو كښې دى. د نورو ژبو څخه په پښتو كښې د ژباړو بنسټ اېښودونكى دى. "دى يواځينى سياسي رهنما دى چې په پښتو كښې ئې تر ټولو زيات كتابونه وليكل او هغه هم په جېل كښې"(15).

د خان شهيد په ژباړل شوو كتابونو كښې د اسلامي كتابونو سره سره د انګرېزي ادب څخه ژباړه هم شامله ده. خان شهيد د ادبياتو د ليك د خپرولو دپاره "استقلال" اخبار وركوي چې د اردو ژبې سره سره د پښتو برخه هم لري. د دۀ په تقليد كښې اديبان د ازادۍ په كاروان كښې ورګډيږي. زمونږ يوه شاعره بي بي خديجه د خان شهيد د جېل څخه په را خلاصېدو داسې خراج تحسين ورته وړاندې كوي:

 

"د پښتون د باغ باغوانه ستړى مه شې
د پښتون د ژوند سامانه ستړى مه شې
د وطن د ازادۍ د جنګ دپاره
شوې په مخ كښې د هر چا نۀ ستړى مه شې"(16)

دا رنګه د ازادۍ د كاروان يو ستر مبارز خوشحال خان خټك ثاني د سهېلي پښتونخوا خوشحال خان خټك ملا عبدالسلام عشېزى د خان شهيد د ملګري په توګه پېژندګلوي لري. د خپل قلم څخه ئې د تورې كار واخيست او د انګرېز په خلاف ئې د يو خاص مقصد او هدف دپاره په كار راوستئ چې د انګرېز عيار ذهن ورباندې پوه شو او د دۀ ديوان ئې وسېزئ.

د سلام بابا سره سره د مزاحمت په دې ډګر كښې جان ګل، دين محمد افغانى، ملك محمد خان، ملا نېك محمد، ملا سيد نورالله او په ښځو كښې بي بي خديجه او مارګله خوركۍ د ذكر وړ دي.

اوس يو خاص خبرې ته راځم چې د مقالې په سر كښې مي كړې وه. هغه لږ واضح كول غواړم چې دلته د پښتون فكري بېلتون څنګه راغلئ؟. د ازادۍ له تحريك سره د تړلو خلګو سره يوه لوبه دا وشوه چې بنياد ئې پيرنګيانو زما په خيال ډېر وختي لا په شعوري توګه د پښتنو په سيمه كښې د اردو سكولونو په جوړولو كښېښودئ. د ازادۍ د جدوجهد په دوران كښې دا خلګ د كانګريس سره ملګري وو. د پاكستان د جوړېدو وروسته د دوئ دا عمل په پښتون اولس كښې په خصوصي توګه او په پاكستاني اولس كښې په عمومي توګه د اسلام مخالف په توګه وړاندې كړل شو چې په نتيجه كښې ئې پښتون په پاكستان كښې له ژبې او نامه څخه بې برخې پاته شو. دا خام خيال هغه وخت نور پوخ شو چې دا خلګ د ترقي پسندۍ و خوا ته مائل شوو. تر ازادۍ له مخه او وروسته زمونږ ادب د ترقي پسندۍ لار نيولې وه. د دې وجه د پيرنګي غاصبانه سوچ او د قامونو غلامي وه. دويم عالمي طاقت د دې خلګو حمايت ځكه كاوۀ چې هغوئ د سرمايه دارانه نظام په ضد ؤ. كه څۀ هم د ترقي پسند ادب بنياد پر ماركسيزم پروت ؤ خو پښتون اديب هغه وخت تش د خپل حق او ترقي دپاره دې خوا ته مايل وو نۀ د ماركسيزم نظام دپاره. دا خلګو چې د خپل حق او ترقي دپاره د نېشنلزم په دائره كښې ناره پورته كوله. تش د پښتون قام د حقوقو خبره ئې كوله. په پښتنو كښې د كافر او په پاكستاني اولس كښې د غدار نومونو وركول شو. د دې لاملونو له كبله چې تخم ئې انګرېز ايښى ؤ. پر مخ په دوو واضح ډلو كښې وېشل كيږي. دې وېش ته هوا هغه ډله وركوي چې د انګرېز تنخا دار وو. خو حقيقت دا دى چې خدايي خدمتګار تحريك او په سهېلي پښتونخوا كښې د خان شهيد تحريك تش او تش د وطنيت او د پښتون قام د حق دپاره پر پښتونولي باندې ولاړ ؤ. د مذهب په حواله د اسلام څخه علاوه بل هيڅ فكر په دوئ كښې مونږ ته په نظر نۀ راځي خو پر مخ مونږ ته په يوه ډله كښې د ماركسيزم نخښې او په بله ډله كښې د ملائيت نخښې په نظر راځي او زما په خيال دواړې د انتها پسندۍ و خوا ته ځي چې فكري تضاد ئې د قلم پر ځائ توپك په لاس وركوي او پښتني اصطلاحات چې د پښتنو ننګ، وطن پرستي او اسلام دوستي له ليرې ورڅخه ښكاره كېدۀ بدلون راځي. غازي په مجاهد بدليږي، غزا په جهاد بدليږي، خدائي خدمتګار د خان شهيد ورور پښتون په كامرېډ او خلقى او پرچمي بدليږي. او و دې تفاوت ته هوا وركول كيږي. د يو او بل عالمي طاقتونو په مرسته جبكه د پښتون خپل تشخص چې پر پښتون رياليزم باندې پروت دى بنياد ئې پښتونولي، وطن دوستي او اسلام دى. د دې عالمي قوتونو په جنګ كښې په شعوري توګه دې طاقتونو ورك كړئ ځكه چې دوئ د خپلو ګټو سره كار لري. نۀ د پښتون قام له ګټو سره.

نن هم هغه ادب هغه كه شفاهي وي كه تحريري د پښتون اولس په زړۀ او ذهن كښې ځائ لري چې هغه د پښتون قام نمائندګي كوي. نۀ چې د مجاهد، جهاد، كامرېډ يا خلقي نمائندګي.

او هغه ادب چې د مجاهد، فدائي، جهاد، كامرېډ يا خلقي نمائندګي كوي هغه د هغوئ د پلويانو دپاره خو د خوښې وړ كېداى شي او مزاحمتي هم، لېكن د پښتون قام دپاره نۀ هغه مزاحمتي ادب دى نۀ رزمي. ځكه چې پښتون خپله نظريه لري دا له خوشحال خان بلكې له امير كروړ څخه ئې راواخلې بيا تر ننه پورې د پښتون په زړۀ كښې ځائ لري. هغه دى پښتون رياليزم چې بنياد ئې د پښتون د مزاج،  ثقافت او اقدارو په رڼا كښې اولس په غير شعوري توګه ايښى دى. چې په ټپو كښې ئې څو نمونې ستاسو و مخته ږدم.

 

جانان مي جنګ كښې توره وكړه
ځكه همځولي راته ګوښې سموينه(17)

غرونه به ولې  نۀ غټيږي
چي پښتانۀ په كښې د ننګ نارې وهينه(18)

توره په لاس توپك په غاړه
سترګې مي دواړه ستا په لور نيولې دينه(19)

زما په مخ لاړې را تو كړه
كه مي د ننګ ګولۍ پر شا خوړلې وينه(20)

د ازادۍ ناوې جوړېږي
هر يو زلمى نارې وهي زما دي سينه(21)

د وطن جنګ له پېغلې راغلې
د لوپټو نۀ بېرغونه جوړوينه(22)

ټوټې ټوټې په تورو راشې
د بې ننګۍ اواز دې مه راځه مينه(23

حوالې

(1) بازى، فضل الرحمن، جديد پشتو ادب ميں ترقى پسند رجحانات، طلوع افكار، شماره 10، كراچى، 1989ء.

(2) بريالى، عبدالكريم، د پښتو ادب زركليز جاج، ليكنځې، لومړى ټوك، كوټه، پښتو اكېډمۍ، 1984ء، مخ 99.

(3) ناصر، آغا محمد، بلوچستان ميں اردو شاعرى، كویټه، كوژك پبلشرز، 2000ء، مخ 24، 25.

(4) غوټۍ، خاوري، د پښتو شفاهي ادب شكل او نمونې، كابل، د علومو اكادمۍ د ژبو او ادبياتو مركز، 1955ء، مخ 171.

(5) ايضاً، مخ 172.  (6) ايضاً، مخ 15. (7) ايضاً (8) ايضاً (9) ايضاً (10) ايضاً

(11) خان محمد، حافظ، د كسې ګلان، كوټه، بلوچستان بك ډپو 1989ء، مخ 221، 222.

(12) ايضاً، مخ 110.

(13) كاكړ، ملا طريف اخوند، د پښتونخوا نغمې، ملا ظريف اخوند كاكړ فاؤندېشن كوټه، 2011ء، مخ 183.

(14) ايضاً، مخ. 41، 42.

(15) حميدالله، صاحبزاده، پشتو ادب بلوچستان ميں، پشين، پشتو ادبى بورڈ، 2006ء.

(16) ايضاً، مخ 56.

(17) سحر، سحر ګل، (مؤلف) ادب پوهنه، ايډيشن 12، مخ 350.

(18) ايضاً، مخ 351.

(19) ايضاً،

(20) ايضاً، مخ 352.

(21) ايضاً، مخ 243.

(22) ايضاً، مخ 243.

(23) ايضاً، مخ 341.
د خان شهيدعبدالصمد خان اڅكزي شهيد قائدانه صلاحيتونه

تحرير محمد عثمان توبه وال

كه مونږ د نړۍ د نورو قامونو په تاريخ نظر واچوو نو د هرې زمانې د كړكېچنو حالاتو دپاره د انقلاب ضرورت پېښ شوى دى. او همېشه د دغسې انقلاب او بدلون راوستلو دپاره قدرت د يو شخصيت ټاكنه كوي. دغه ټاكل شوي شخصيت ته قدرت داسې كمال او كردار ور پيرزو كړى وي چې د هغه كردار او كمال په سبب د وخت د ظالم خلاف مبار زۀ  وكړي. او د اولس رهنمائي خپله وظيفه وګڼي او د مظلوم اولس دپاره په معاشرتي ژوند كښي د يو رهبر او قائد په صفت كښې مخ ته راشي او د اولس د ستونځو او تكليفونو د لرې كولو سبب وګرځي او اولس ته د ازادۍ زېرى په لاس وركړي.

په نړۍ كښې دا ډول شخصيات ډېر كم پيدا كيږي چې د خپلو ذاتي مفاداتو څخه پرته د وطني او قامي ګټې دپاره مبارزه وكړي.

د خان شهيد شمېر هم د نړۍ په دا سترو قائدينو او مشرانو كښې كيږي چې د خپل وطن او د مظلومو او محكومو قامونو دپاره ئې مبارزه كړې وي. خان شهيد د پښتانۀ او د مظلوم و محكوم قام د تاريخ او د مبارزۀ ازادي په افق باندې هغه روښان لمر دى چې رڼا ئې زمونږ په تېر تاريخ، روان تاريخ او را روان تاريخ باندې غوړېدلې ده.

د برصغير پاك و هند او د پښتانۀ وطن دا ملي رهبر، سياسي، مذهبي، علمي او ادبي شخصيت په 1907ء د جولائي په مياشت كښې په اوومه نېټه زوكړى دى.

خان شهيد د خپل پيدائش په حقله په خپله سوانح عمري كښې داسې ليكي:

"د مشرانو له خولې چې د كال 1907ء د جولائي په اوومه نېټه پيدا شوى يم. په خټه اڅكزى، حميدزى، جليزى او د برخوردار خان د كالۀ يم. د كوټي په "پلو" ضلع كښې له ګلستان سره نزدې د عنايت الله كارېز په نومي كلي كښې زوكړى او لوئ شوى يم"(1)

دا هغه دوره وه چې انګرېز رجيم د غلامۍ تورې تيارې په وطن غوړولې وې. انګرېز د لوئ هندوستان سره سره د پښتون، بلوڅ، سندهي، پنجابي، سرائيكي، كشمير او بنګله دېش هم تر خپل واك لاندې راوستل غوښت. خو هغه خوبونه ئې د خان شهيد غوندې مبارزينو له كبله بې تعبيره پاته شو.

خان شهيد ابتدائي تعليم په خپل كور كښې كړى ؤ. د خپل پلار په سرپرستۍ كښې ئې مروج كتابونه ولوستل. د ځيركتيا او ذهانت په حقله ئې عبدالرحيم مندوخېل ليكي:

"خان شهيد ډېر ځيرك ؤ، نو ئې لا په پينځم كال كښې ليك لوست پيل كړئ. پلار ئې په خپله تر خپل نظر لاندې په كور او جماعت كښې زده كړه وركوله. په شپږ اووه كاله كښې ئې د فارسي او په عربي كښې د فقهې، تفسير او حديث او د امام غزالي كتابونه ولوستل"(2)

ابتدائي تعليم په خپل كور كښې كولو خان شهيد ته ډېره اسانتيا پيدا كړه. ځكه خو ئې په دومره كم عمر كښې دومره د لوړ معيار كتابونه ويل په خپله د رهبرۍ او قائدانه صلاحيت يوه اهمه برخه ده. دا هغه وخت ؤ چې انګرېز سامراج د تركيې د خلافت په تقسيمولو بوخت ؤ. په څنګ كښې ورسره په هندوستان كښې د خلافت په حق كښې اولسي تحريك روان ؤ. خو له بده مرغه د هندوستان چودهريان، وډېره ګان او د پښتانۀ وطن خان، ملك، سردار، نواب او ملا چې د انګرېز رجيم په بګۍ كشېدو نۀ شرمېدو او په دغو كړكېچنو حالاتو كښې هم پټه خولۀ وو او د ازادۍ په دغه تحريك كښې ئې ملګرتيا نۀ كوله. خان شهيد د خپل متحرك سوچ او د وخت طاقتور سامراج خلاف د تركيې د خلافت په حق كښې د ګلستان له ښوونځي څخه جلوس روان كړ او مخكښي ئې په خپله كوله. او د دې په څنګ كښې په نړيواله سطح باندې داسې مهمې پېښې روانې وې لكه لومړى نړيوال جنګ، د شوروي د 7 اكتوبر 1917ء انقلاب او په افغانستان كښې د غازي امان الله خان په اقتدار كښې راتګ او د افغانستان د ازادۍ او استقلال اعلان كول او د انګرېز په افغانستان باندې درېيم وار جنګ مسلط كول دا هغې پېښې وې چې خان شهيد ئې په دې مجبور كړئ چې د نوې تګلارې اعلان وكړي او د دۀ په ژوند باندې ئې ډېر اثر واچاوۀ.

"په 1919ء كښې غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ او استقلال اعلان وكړئ او پيرنګي درېيم وار په افغانستان يرغل وكړئ نو د انګرېز په خلاف محكومې پښتونخوا ډېره برخه واخيسته او دغه جنګ د خان شهيد په ژوند ډېر نقش پرېښود"(3)

په دغه دوران كښې خان شهيد د وطن، د اولس او د مظلوم و محكومې طبقې په حالت يو وار بيا فكرمن شو او دا ئې مكمل يقين شو چې زمونږ د غلامي او بدحالي سبب پيرنګى او له پيرنګي سره مربوط هغه مراعات يافته طبقې دي. كومو چې ټول عمر د اولس وينه او د وطن خاوره د خپلو مراعاتو دپاره په داؤ لګولې ده. نو خان شهيد د برصغير د مظلومو او محكومو قومونو او خصوصاً د پښتانۀ قام د ازادۍ او سوكالۍ دپاره د مشرتابه لوئ پېټى بيا په اوږه كړئ او د عمل و ميدان ته راګډ شو او د برصغير او د پښتانۀ د تاريخ په اوږدو كښې د پيرنګي او د هغه د مراعات يافته طبقو په ضد ئې مبارزه شروع كړه. او دا تر لمر هم روښانه ده چې دۀ په شلمي پيړۍ كښې د پيرنګي په ضد د خپلې ملي ازادۍ، استقلال او وطن د ساتلو دپاره د باچاخان او كاكاجي صنوبر حسين مومند په ملګرتيا د انګرېز سامراج په ضد د بايزيد روښان او د هغۀ د اولاد او مريدانو يا د ايمل خان، دريا خان او خوشحال خان د ملي مبارزې تاريخ يو وار بيا روښانه كړئ.

"خان شهيد په كال 1929ء كښې له نورو سياسي ګوندونو سره د ليدلو او كتلو دپاره لاهور ته ولاړئ چې كله بېرته راغلئ نو له خپل مشر ورور عبدالسلام خان او محمد ايوب خان اڅكزي سره ګرفتار كړل شو".(4)

د لاهور دغه تګ د سياسي فعاليت د ولدتيا په خاطر ؤ ځكه چې د برټش بلوچستان او د قلات رياست په نسبت سياست مدارانو زياتره په لاهور، كراچي او هندوستان كښې سياسي فعاليت ته وده په دغو ځايونو كښې وركوله.خان شهيد به له دغو جلسو، غونډو او جلوسونو زده كړه كوله خو انګرېز رجيم په هيڅ حالت كښې هم په پښتني او بلوڅي سيمو كښې سياست پرېښوولو ته تيار نۀ وو.

"په كال 1931ء كښې چې كله د ګاندهي جي په بلنه هند ته ولاړئ نو هلته ئې اول وار له باچاخان سره ملاقات وشو او په ګردي مېز غونډه كښې ګډون كوونكو مشرانو ته ئې د جنوبي پښتونخوا د حالاتو په حقله خپل ليكلى پمفلټ وركړ"(5)

كله چې له جېل څخه ايله كړل شو نو د خپلې سيمې د سياسي او معاشرتي مسايلو په خاطر د هندوستان سياسي رهبران خبرولو دپاره په 1931ء كښې د هندوستان په لور روان شو او په هندوستان كښې ئې له سياسي خلګو سره ليدل كتل وكړل او په باقاعده توګه له ګاندهي جي سره اوسېدئ. خو د دې په څنګ كښې ئې له باچاخان، علامه اقبال، مولانا ابوالكلام ازاد، محمد علي جناح، د ممبۍ د پښتون جرګې صدر عيسٰى خان او مولانا محمد شفيع سره هم ملاقاتونه روان وو. د سياسي زده كړو او علم تنده وه چې  خان شهيد د ديني زده كړو دپاره په دغو حالاتو كښې هم له مولانا ابو الكلام ازاد سره په داسې وخت كښې ويني چې د سهار جماعت ته له ډېر ليري ځايه د مولانا ماجت ته ځان رسوي.

سيال كاكړ ليكي:

"د سهېلي پښتونخوا د ادب پر اسمان باندې هغه وخت ستورى وځلېدئ چې پښتانۀ له هر اعتباره پاته وو. بابا د ويني او ميني تړون په اساس د پښتنو هر اړخيزو مسايلو ته خپله جدي پاملرنه راوګرځوله دا ئې ارمان ؤ چې شو پتو پښتانۀ د ملي شعور خاوندان او د لوئ وحدت څښتنان شي"(6).

سياست او ادب د خان شهيد د قائدانه صلاحيتونو يوه اهمه برخه ده. له هندوستان څخه په بېرته راتګ باندې خان شهيد په سهېلي پښتونخوا كښې سياسي مبارزه پيل كړي. خو په مخكښې ئې ډېر كړاوونه او تكليفونه وي. انګرېز او د هغۀ روزل شوي كسان ئې سياسي فعاليت ته نۀ پرېږدي. خو د دې ټولو ستونځو سره سره خان شهيد بريالى كيږي او په سهېلي پښتونخوا كښې خپل سياسي كار ته په جوش او خروش دوام وركوي. په زرګونو پښتانۀ د خان شهيد د قائدانه صلاحيت اعتراف كوي او د ګوند بېرغ پورته كوي. لوئ لوئ پښتانۀ او بلوڅ مشران هم ځانونه د كاركنانو په صف كښې دروي او د خان شهيد جذبې ته په زړۀ كښې ځاى وركوي. د خان شهيد د محكوم اولس د حقوقو د پاسدارۍ جذبه هم د مير يوسف علي خان مګسي، مير عبدالعزيز او عبدالرحمٰن كرد غوندې ملګرو چې د دغې سياسي مبارزې په خاطر له علاقې بند كړل شوي وو د دوئ په ملګرتيا په غورځنګ كيږي. د بلوڅ قام دغه مشران "په 1931ء كښې په جېكب اباد كښې د آل بلوچ كانفرنس انعقاد كوي او خان شهيد ته په دغه كانفرنس كښې د ګډون بلنه وركوي. "او د هغه ورځې د كانفرنس صدارت خان شهيد ته وركوي خو خان شهيد ئې ځكه نۀ كوي چې دا د بلوڅ قام په نامه كانفرنس دى او زۀ پښتون يم. نو بلوڅانو د كانفرنس نوم د خان شهيد له وجي بدل كړئ او آل بلوچستان نوم  ئې وركړئ او خان  شهيد ته ئې د كانفرنس صدارت وركړ"(7).

خان شهيد هغه وخت لا هم په دې ټينګار كاوۀ چې دلته په بلوچستان كښې پښتانۀ ځان ته تشخص لري او دغه د خان شهيد د سياسي ذهن كوششونه وو چې بلوڅ قامي تحريك هم د خپل وطن په ګټو پوه او د انګرېز او  د هغه د مراعات يافته طبقو خلاف منظم شو د خپل قومي حق تر لاسه كولو مبارزې ته ئې نور دوام وركړئ.

كله چې په كال 1935ء كښې زلزله وشوه چې په دغه كښې د بلوڅ قامي تحريك مشر او د خان شهيد خوږ ملګرى يوسف علي خان مګسي په كښې په حق ورسېدئ. دا د خان شهيد دپاره ډېره د غم ورځ وه. هغوئ په خپل مينځ كښې د دوو محكومو وروڼو په ډول سره پېژندل او د دوئ ملګرتيا په دغه سياسي بنياد وه چې د خپلو قامونو حق به له انګرېز سامراج څخه په هره طريقه چې وي غواړو. د خان شهيد دغه د نيت پراخي او قائدانه صلاحيتونه وو چې د خپل وخت سياست دان، اديب، ليكوال، ماهر لسانيات، مترجم، سوانح نګار او د دغې سيمې لومړى او لوئ صحافي ؤ.

خان شهيد د پښتانۀ قام د فكر، دانش او مېړنتوب يو علامت دى. له خوشحال خان را وروسته بيا داسې د پښتانۀ قام غمخوار او مخلص لارښود له دۀ پرته بل نۀ دى پيدا شوى. او زما خيال د خوشحال دغه شعر چې "د دستار سړي په شمار دي" ئې هم د خان شهيد غوندي مخكښې دپاره ويلى ؤ چې ټول عمر ئې د ځان فكر نۀ بلكې د راتلونكي نسل فكر كړى دى. د مظلومو او محكومو طبقو ګټه ئې خپله ګټه او د هغو تاوان ئې خپل تاوان بللى دى.

تاريخ ګواه دى چې كله په بلوچستان كښې حكومت پريس ايكټ نافذ كړئ خان شهيد د صوبې لومړى صحافي ؤ چې د خپل خواږه ملګري يوسف عزيز علي خان مګسي په نامه ئې د پريس نوم عزيز كښېښود او له هغه ئې د اولس ترجمان "استقلال" ورځپاڼه اجرا كړه.

"د يوسف علي خان مګسي قلمي نوم "عزيز" په مناسبت سره ئې عزيز الېكټرك پريس په پرنس روډ كوټه كښې جوړ كړ. بيا ئې د كال 1938ء په لومړيو شپو كښې د اردو او پښتو ژبې "استقلال" ورځپاڼه په لومړي ځل له كوټي په خپل ادارت كښې پيل كړئ"(8)

تر استقلال مخكښې داسې يوه ورځپاڼه هم نۀ وه چې دلته ئې ذكر وكړو او هغه ورځپاڼې دي د اولس معاشرتي ستونځې و حكومت ته په ګوته كړي. يا د حكومت د ظلم او جبر خلاف په ازاده توګه غندنه وكړي. استقلال اولنۍ ورځپاڼه وه چې د اولس د ورځنيو مسايلو د نمائندګي دپاره ئې په ښكاره توګه نارې وكړې.

"په كال 1938ء د مئ په مياشت كښې خان شهيد او د دۀ ملګرو له ډېرو هلو ځلو وروسته په لومړي وار د پښتنو او بلوڅو د قامي خپلواكۍ، اولسي واك دپاره انجمن وطن په نوم سياسي ګوند جوړ كړئ چې خان شهيد ئې صدر وټاكل شو"(۹)

دا ټول د خان شهيد هغه قائدانه صلاحيتونه وو چې په يو وخت كښې د پښتون، بلوڅ او د برصغير د مظلومو او محكومو قامونو د ازادۍ او د خپلواكۍ دپاره مبارزه كوله او په پاى كښې د يوۀ سياسي ګوند په جوړېدو كښې بريالى شو. د پاكستان تر جوړېدو لومړى خان شهيد په يوۀ مضمون كښې ليكي:

"كه  هندوستان يا پاكستان جوړ جنت وي او په  كښې د پښتون قام پوره حصه نۀ وي لا ئې داسې حال وي لكه اوس نو مونږ ئې څۀ كوو. زما اميد دى چې كه د پښتنو مشران دې مسلې ته د پښتو په شان وګوري او د پښتونوالي دپاره كار وكړي. نو پښتون قام به هم د نورو قامونو په شان دنيا په دې نوي او انقلابي خبره يعني د انګرېزانو په تلو د هندوستان په ازادۍ كښې به يو باعزته حصه دار شي"(10)

خو له بده مرغه د پاكستان له جوړېدو سره سم ټول هغه سياسي مبارزين قيد كړل شو چا چې د انګرېز په ضد او مبارزه كړې وه. كه څه هم "انجمنِ وطن" د پاكستان  د جوړېدو څخه سم د پاكستان د جوړېدو حمايت وكړ خو د پاكستان واكدارانو او د انګرېز باقياتو د خان شهيد څخه د انګرېز په ضد مبارزه بدله اخيستلو دپاره بندي كړ. او د مسلسل قيد و بند له ستونځو سهلو وروسته په كال 1954ء كښې له بنده خوشى كړ. نو خان شهيد له قيده وروسته د ملګرو په مرسته په 1954ء كښې د "ورور پښتون" تنظيم بنياد كښېښو او خان شهيد ئې مشر شو. دې تنظيم هم په ډېره لږ موده كښې په اولس او قام كښې خپل نوم او مقام پيدا كړئ. دا د  خان شهيد هغه قائدانه صلاحيت ؤ چې د مظلومو او محكومو قامونو د ازادۍ او خپلواكۍ دپاره په وار وار ملګرو په دې مجبور كړئ چې د مختلفو تنظيمانو او ګوندونو مشري ئې ورباندې كوله. خو له بده مرغه پاكستان له لويه سره له بدنظمۍ سره مخامخ ؤ. هيڅ ائين او دستور ئې نۀ درلود. د محمد علي جناح وروسته په حكومت باندې د داسې طبقو حكمراني وه چې هغو په هيڅ حال كښې هم د اولس واك او اختيار نۀ مانئ او نۀ ئې د قومونو ازادي تسليموله او ټول هيواد له يو غير يقيني صورتحال سره مخامخ ؤ. د حكومت اختيار د هغو طبقو په لاس كښې چې د پاكستان تر جوړېدو له مخه هم او وروسته هم د انګرېز وفادار وو. له دغه بې خونده حالت څخه د خلاصون دپاره د يوې سياسي مبارزې ضرورت ؤ نو بيا په كال 1956ء كښې د مختلفو سياسي ګوندونو له يو ځاى كېدو سره "نېشنل عوامي پارټۍ" جوړه شوه.

"خان شهيد چې په 1956ء كښې له بنده خوشى شو نو يوې خوا ته ئې د ون يونټ او استبدادي استعماري حكومت په خلاف سياسي كار روان كړ او بلې خوا ته ئې پښتون، بلوڅ، سندهى او بنګالي قامونه د خپلواكۍ اولسي تحريكونو او د پنجاب د اولس واكي تحريك اتحاد هلې ځلې پيل كړې. د 1956ء په پاى كښې د خان شهيد او نورو ګوندونو د مشرانو په هلو ځلو دا ګوندونه سره ګډ او مدغم كړل شول او د نېشنل ګوند يو ملي ګوند جوړ كړل شو. د هغو ګوندونو ترتيب څه په دا ډول ؤ:

(1) د خان عبدالصمد خان اڅكزي په مشري كښې د پښتنو "ورور پښتون".

(2) د حيدر بخش جتوئي په مشري كښې د سندهي هاري كمېټۍ.

(3) د باچاخان په مشرۍ كښې د پښتنو "خدائي خدمتګار تحريك".

(4) د جي ايم سيد په مشرۍ كښې د سنده ملي محاذ.

(5) د مياں  افتخار الدين  په مشرۍ كښې د پنجاب ازاد پاكستان ګوند.

(6) د شهزاده عبدالكريم او مير غوث بخش بزنجو په مشرۍ كښې د بلوڅانو "استمان ګل" ګوند او په 1957ء كښې چې له بنګال څخه د مولانا بهاشاني ملي ليك له  نېشنل ګوند سره ګډ كړى شو نوم ئې نېشنل عوامي پارټۍ نېپ كښېښول شو"(11)

لاتراوسه چې د نېشنل عوامي پارټي د خپل عمومي فعالتي ابتدا  وه د ايوب خان مارشل لاء په ملك كښې نافذه شو او په ملك كښې ټولو بنيادي انساني حقوقو او سياسي فعاليتونو باندې بنديز ولګول  شو او خان شهيد ګرفتار كړل شو. او مارشل لاء كورټ 14 كاله قيد بامشقت سزا وركړه. لس كاله وروسته خان شهيد له جېل څخه خوشى شو. د كوټي په هوائي ډګر ورته ډېر تود او دروند هركلى وشو. د حكومت واكدارانو دا نۀ شو برداشتت كولاى او يو وار ئې بيا نظر بند كړئ. او د فروري مياشتې په 24 نېټه په كال 1969ء له بند څخه  ايله كړل شو. د نيپ او د حكومت په مينځ كښې خبرې اترې روانې وې په دې خبرو كښې د نېپ د غلطيو او كمزوريو له وجي د نېب د سياسي مشرانو سره اختلافات د نوو صوبو  په حدبندي  او د  صوبو په  نامه پيدا شو. خو د نېب ملګرو د دۀ خبرو او تجويزونو ته د اهميت په سترګه و  نۀ كتل او  د حكومت خبرې ئې تسليم كړې. د نېپ د دغه غير جمهوري روئې په خلاف د نېپ د پښتنو سياسي كاركنانو يوه غونډه د جولائي په مياشت كښې په كال 1970ء كښې د كوټې د هنې په ناوه كښې راوغوښتل شوه په دې كښې خان شهيد هم ګډون درلود. د سياسي وركرانو د نوي ګوند د جوړېدو غوښتنه وه او د خان شهيد كوښښ ؤ چې نېشنل عوامي پارټۍ  برقراره  وساتل شي.

د ډېر بحث و مباحثې وروسته دا پرېكړه وشوه چې نوم به پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ وي خو بيرغ به  ئې بدل وي. نو دا ؤ چې خان شهيد د ډېرو هلو ځلو په نتيجه كښې نېشنل عوامي پارټۍ وساتله. خان شهيد دا نوم د خپل ډېر خواږه  او پر پښتونخوا او پښتون اولس مين ملګري مولانا عبيدالله كاكړ د بوستان پر تجويز خوښ كړئ خان شهيد د ګوند  مشر وټاكل شو"(12).

دا  د سياسي كاركنانو او  د اولس اعتماد  او مينه وه او  د خان شهيد  هغه مبارزه، قربانۍ او قائدانه صلاحيتونه  وو چې سياسي كاركنانو به دۀ ته ټول عمر د يو  مخلص قايد په حېثيت درناوى درلود. او  خان شهيد د برصغير  او د  پښتانۀ قام په تاريخ كښې د لوړ مقام او نامه خاوند شو. او مظوم و محكوم قامونو خصوصاً پښتون قام به ټول عمر  د دۀ نوم د لوئ سياسي مبارز په نامه يادوي.

"د كال 1970ء په عام چوڼ كښې خان شهيد د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ  له خوا برخه  واخيسته. پښتانۀ قام په لويه پيمانه په ووټونو كښې كامياب كړئ او د صوبائي اسمبلۍ غړى وټاكل شو. كله چې د اسمبلۍ  لومړى اجلاس پيل شو نو صدارت ئې هم خان شهيد ته وسپارل شو. او  په  اسمبلۍ  كښې هم دۀ د  مظلومو او محكومونو قامونو او خصوصاً د پښتانۀ قام د حقوقو دپاره په زړۀ پورې نمائندګي وكړه. خو له بده مرغه  د پښتنو او  د مظلومو او محكومونو قامونو دښمنانو دغه ملي رهبر په  2 دسمبر 1973ء كښې د شپې په تياره كښې په خپل كور كښې په خوب ويدۀ په ډېره ناترسۍ  سره شهيد كړئ. خداى پاك دې روح تازه او  ښاد لري. دا د خان شهيد صلاحيتونه وو چې هغه په يوه وخت كښې له سياستدان  سره سره علمي او ادبي شخصيت، ماهر لسانيات، صحافي، ليكوال، مترجم، مكتوب نګار، مضمون نګار او يو مذهبي پوهاند وو. د اخلاقو مدرس ؤ.  او د خپل وخت يو مكمل انسان ؤ او ملي رهبر ؤ. د دغه قائدانه صلاحيتونو په بنياد د شلمې  پېړۍ هغه ستر لارښود او رهبر ؤ چې په راتلونكې زمانه كښې د دۀ د قائدانه صلاحيتو په بنياد دا مخ په لور روان د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ هغه رهبري ده چې د خان شهيد د نظرياتو  په رڼا كښې د پښتانۀ قام او د مظلومو او محكومو قامونو مخكښې كوي.
حوالې

(1) اڅكزى، خان شهيد، عبدالصمد خان، زما  ژوند او ژوندون، لومړى ټوك. مخ 67.

(2) د  خان شهيد  سيمنار، كابل  افغانستان، 19، 20 مارچ 1990ء، مخ 9.

(3) ايضاً، مخ 11.

(4) د  ننګ او فرهنګ اتل شهيد خان عبدالصمد خان اڅكزى، 2008ء.مخ 244.

(5) ايضاً 244

(6) كاكړ، سيال، د كسې د لمنې پښتانۀ ليكوال، دويم ټوك، بولان بك ډپو كوټه، 1983ء مخ 348.

(7) د ننګ او فرهنګ اتل. مخ 244.

(8) د خان شهيد سيمنار،  19، 20 مارچ 1990ء. 27

(9) د خان شهيد سيمنار، مخ 27.

(10) جريده پشتون، عبدالغفار، جلد 12، 19 پېښور، اپرېل 1947ء. مخ 9.

(11) د ننګ او فرهنګ. مخ  52.

(12) د خان شهيد سيمنار كابل افغانستان، مخ 73.

انجمن وطن يوه علمي اوسياسي څېړنه

   شوکت ترين

خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى (۷ جولائي ۱۹۰۷ء – ۲ دسمبر ۱۹۷۳ ء ) په دې ټوله خطه كښې هغه يوازنی شخصيت دی چې په پښتني بلوچستان (برطانوي بلوچستان يعني سهيلي پښتونخوا) او بلوڅي يا قلاتي بلوچستان دواړو كښې يې په اولس كښې هغه سياسي شعور او پوهه راو زېږوله چې د لومړي قدم په توګه يې د مبارزې په نتيجه كښې د انګرېز سامراج کمبله د دې ځای څخه ټوله شوه  او ورسره په هندوستان او پاکستان كښې نننى جمهوريت هم د دغه مبارزې څخه سر چېنه اخلي.د دغه سياسي بېدارۍ لومړۍ نخښې د ټول بلوچستان او بلوڅ د دوو(۲) پرله پسې کانفرنسونو چې لومړی کانفرنس د خان شهيد په مشرۍ كښې په ۲۷ – ۲۸ م دسمبر ۱۹۳۲ ء په جېکب آباد كښې تر سره شو. که څۀ هم د دې کانفرنس نوم ټول هند بلوڅ کانفرنس وو، خو خان شهيد وويل چې زۀ چونکې بلوڅ نۀ يم نو زما دپاره په كښې ګډون څه معنا نۀ لري. نو بيا د خان شهيد په تجويز د دې نوم ټول هند بلوچستان او بلوڅ کانفرنس  کښېښوول شو.(۱)

ياد ساتل په کار دي چې دلته د بلوچستان څخه مقصد هغه بلوچستان دی چې اکثريت  په كښې د پښتنو دی. ځنې سيمې يې د ګنډمک د لوظنامې لاندې د افغانستان څخه کړل شوي دي.کوټه چې خان د قلات د تاج پوشۍ پر وخت انګرېزانو و خان قلات ته ورکړې وه بېرته په ليز Lease ځيني جلا کړل شوه  او په همدغه برطانوي يعني پښتني بلوچستان كښې شامله کړل شوې وه او ورسره د لورالائي (بوری) ږوب، مري او بګټي قبائلي سيمې هم  شاملې دي.

د دغه لومړي او دويم بلوچستان او بلوڅ کانفرنسونو چې د خان شهيد او يوسف عزيز مګسي د کلکي ملګرتيا نتيجه وه.په دې ټوله سيمه كښې يوې خواته د هندوستان د نورو سيمو او سياسي ګوندونو سره تړون پيدا کړل او بل لور ته يې دلته و سياسي فعاليتونو ته لاره هواره کړه.لاکن د يوۀ منظم سياسي ګوند اړتيا بهر حال محسوسېده. د همدغه اړتيا دپوره کولو د او سياسي مبارزې ته د منظم ډلي جوړولو دپاره د خان شهيد هڅې پرله پسې روانې وې. د همدغو هڅو په نتيجه كښې د کال ۱۹۳۸ ء د مئی د مياشتې پر شلمه نېټه د خان شهيد په کور كښې يوه غونډه و شوه چې اووۀ دېرش کسانو  په كښې ګډون درلود. تر ډېرو خبرو وروسته د  يوۀ  سياسي ګوند په جوړولو صلاح ووته. چې د " انجن وطن" نوم ورته غوره کړل شو. محمد حسېن عنقا او چند ملوترا وويل چې بايد نوم يې کانګريس وي. خان شهيد وويل چې چونکې د کانګريس په نامه د مخه لا يو سياسي ګوند وجود لري. ځکه نو په دې نامه بيا بل ګوند جوړول غير قانوني دی.او پرېکړه و شوه چې غړيتوب به دهر چا دپاره وي پر دې موقع دا لاندې کسان د غړو په توګه و ټاکل شو.

صدر                       خان عبدالصمد خان اڅکزی

نائب صدر                            شهباز خان نوشېرواني

سيکرټري                             محمد ايوب خان اڅکزی

جوائنټ سيکرټري                  رام چند ملوترا

خازن                                  ارباب عبدالقادر کاسی

ورکنګ کمېټۍ

۱:محمد حسېن عنقا                 ۲: محمد حسن نظامي

۳: محمد اسلم اڅکزی        ۴: قاضي داد محمد

۵: عبدالحميد افغاني          ٦: محمد خان کهوسه

لکه څنګه چې لومړۍ ورځ ټولې خبرې تر بحث لاندې رانغلې. نو د مئی د  مياشتې پر يو يشتمه نېټه د خان شهيد په کور كښې يوه بله غونډه و شوه.چي څوارلس(۱۴) کسانو په کښې ګډون درلود. چې هغو كښې محمد حسېن عنقا، مير شهباز خان نوشېرواني، مولوي غلام حېدر، رام چند ملوترا، محمد اسلم اڅکزی، او محمد ايوب اڅکزی شامل وو. او دا لاندې پرېکړي و شوې:

۱-  د انجمن وطن آئين به په يوه عامه اولسي غونډه كښې د اولس مخ ته وړاندې کيږي.

۲- صدر او نائب صدر به دا واک ولري ، چې کله مناسبه وگڼي اولسي غونډه را غوښتلئ شي.

۳- سيکرټري به د کانګرس ګوند سره نزدې تړون ساتي ، خو دا پام به کوي ، چې ځان د بندي کېدو څخه و ساتي.

۴-د انجمن وطن هر غړی چې د انجمن د اصولونو په ضد کوم کار وکړي ، به ورسره هغه چلن کيږي ، کوم چې کانګرس د سرغړونې په توګه د خپلو غړو سره کوي.

۵- په انجمن وطن كښې بايد مونږ  داسې ونګ ولرو چې په اولس كښې دننه دخلګو د رايو او خيالاتو څخه وخت پر وخت انجمن باخبره و ساتي.

د مئی د مياشتې پر درويشتمه(۲۳) نېټه مکموهن پارک کوټه كښې د انجن وطن لومړۍ اولسي غونډه و شوه ، چې خان شهيد وويل ” د انجمن وطن مقصد د قانون دلارې د حکومت څخه قانوني غوښتني کول دي. چې د هندوستان د خپلواکۍ او د صوبې د اولس دپاره هغه څه تر لاسه کول چې د هندوستان د نورو صوبو اولس يې په لاس كښې لري. پر دې موقع دا لاندې قرار دادونه پاس کړل  شو:

(1) د حکومت څخه غوښتنه و شوه چې بايد د کوټي د ميونسپل کمېټۍ نامزدګي ختمه کړي.

(2) حکومت بايد سرداري نظام ختم کړي

(3) انجمن وطن ته د يوۀ  قرارداد د لارې واک ورکړل  شو چې بايد د حکومت سره خبرې وکړي، چې په کوټه كښې داولسي غونډو دپاره د مځکي يو پلاټ ځانګړی کړي

(4) پرېکړه و شوه چې د مئی د  مياشتې پر يودېرشمه(۳۱) به د يوسف عزيز مګسي په ياد كښې يو خاموشه لاريون را ايستل کيږي ، پردې موقع خان شهيد پنځوس(۵۰) شهباز خان نوشېرواني لس (۱۰) ، نورو غړو درې(۳) درې(۳) کالداري د اساسي اخراجاتو دپاره يو ځای کړې.(۲).

د همدې کال د اګست د  مياشتې په ورستيو شپو كښې خان شهيد کراچۍ ته ولاړ او هلته يې سندهـ د قانون ساز اسمبلۍ د غړي محمد امين کهوسو تر څنګ د کانګريس د لوړ رتبه غړو ابولکلام آزاد، سردار ولبهـ بهائي پټېل سره وليدل ، او يوې خواته يې د صوبې په صورتحال، سرداري نظام ، د بګټي د  سيمې په حالاتو او بلې خواته يې د خپلې اووۀ (۷) ورځنۍ "استقلال" په حقله  خبرې وکړې.(۳)

د ستمبر د مياشتې په دويمه(۲) اوونۍ كښې د حکومت له خوا د سکولونو په فيسونو كښې د زياتوب په ضد د انجمن وطن ، اولسي غونډې  په ټوله صوبه كښې و شوې.په دې حقله په کوټه ، سيوۍ، اوسته محمد، پښين ، ګلستان ، لورالائي، چمن ، مچ ، كښې اولسي غونډې و شوې ، او د انجمن وطن مشرانو د سرکار څخه په کلکه غوښتنه وکړه. چې بايد د سکولونو په فيسونو كښې زياتوب په سمدستي توګه بيرته واخلي. (۴)

د اکتوبر په مياشت كښې د انجمن وطن ، يو ښاخ په مکران كښې پرانستل شو، په دې لړ كښې د ګوادر ، پسني ، تمپ، په سيمو كښې د غړيتوب کار ګړندی کړل شو.(۵)

د اکتوبر د مياشتې پر ۲۳مه نېټه په مکموهن پارک کوټه د انجمن وطن يوې اولسي غونډې ته د وينا کولو پر وخت د سندهـ د قانون ساز اسمبلۍ غړي محمد امين کهوسه وويل ” چې د سرکار کلنۍ خرڅه په کروړونو کالداري جوړيږي، خو د ځوانانو د تعليم هيڅ بندوبست نۀ شته، دۀ د انجمن وطن سياسي فعاليتونو باندې په تفصيل سره رڼا واچوله ، او دا يې د دې  سيمېد خلګو دپاره د روڼ سباون زېری  و بالۀ.پر دې موقع د قرار داد د لارې د سرکار څخه د بګټي په سيمه كښې د نيولو ۳۵ کسانو د خوشي کېدو غوښتنه و شوه(٦).

انجمن وطن په دې سيمه كښې يو داسې بيداري رامنځ ته کړه ، چې وروسته را روان ټولو سياسي پښتون، بلوڅ تحريکونو دپاره نۀ يوازې لاره هواره کړه. بلکه د هغو دپاره يې رهنما اصول هم وټاکل.خان شهيد په دې خبره ښۀ پوه وو،چي د يو سياسي غورځنګ دپاره بايد يو سياسي ترجمان ورځ پاڼه يا مجله بايد وي چې يوې خواته خلګ د حالاتو باخبره وساتي او بلي خواته د انجمن وطن سياسي فعاليتونه هم د ليري پرتو سيمو او هندوستان د نورو سيمو اولس په خبر کړي. ځکه د انجمن وطن د قيام  دمخه لا په کال ۱۹۳۳ء خان شهيد د يو اخبار بيابيا تابيا کړې وه. خو هر وار له د سرکار له خوا دغه درخواست رد کړل شو.په دې حقله يو ورځ پاڼه کاږي:

"مونږ چې کله په دې خبره خبر شو چې دبلوچستان د قام مشهوره خادم خان عبدالصمد خان اڅکزی په تيرو شپو كښې د کوټي و پوليټيکل ايجنټ ته ديوې ورځنۍ "بلوچستان " دپاره درخواست ورکړ، نو هغه ته په صفا ټکو كښې ځواب ورکړل  شو چې داسې نۀ شي کېدئ.بلکې کله چې خان ددغه انکار د حکم د نقل اخستلو خواست وکړ نو د هغۀ څخه هم نټه وکړل شوه او کله چې خان د پوليټيکل ايجنټ سره دليدني خواهش څرګند کړ نو هم د پامه وغورځول شو. حالانکې تر دې څو ورځي وړاندې خان بهادر پخپله خان صاحب ته تار ورکړی وو ، او د دۀ سره يې د ملاقات خواهش څرګند کړئ وو.“(۷)

د اخبار د کار په نظر كښې نيولو سره خان شهيد په کوټه كښې ټول ترتيبات ونيول ، په دې حقله د "استقلال " د ادارت دپاره  لومړی سبط حسن ته وويل، د هغه د نۀ قبلولو وروسته عبدالقدوس صهبائي رامپورې د لومړی مدير په حيث د نومبر د مياشتې پر لسمه نېټه کوټي ته راورسېدئ او د "استقلال"لومړی شماره د نومبر د مياشتې پر شلمه نېټه کال ۱۹۳۸ ء كښې د چاپه را ووته.په سر مقاله كښې خان شهيد  د هغو ستونځو يادونه کړې وه، چې د اخبار د را ايستلو پر وخت ورسره مخامخ  شوې وو. او ورسره په سرمقاله كښې د دې خبرې پخلی  شوی وو. چې اخبار به د سرکار ، سردارانو د ظلم په ضد ږغ پورته کوي او د بلوچستان د اولس ږغ ، د سياسي حقوقو غوښتني به هندو کونج کونج ته ر شوي. او داسې به د صوبې اولس د هندوستان او نړيوالو حالاتو څخه باخبر ساتي.(۸)

د" انجمن وطن " سياسي فعاليتونه په ټوله صوبه كښې روان وو. د هندوستان د بشپړه خپلواکي د لوئ مرام سره سره د صوبې د اولس دپاره سياسي حقوق ، صوبائي خود مختاري د انګرېز واکدارانو د ظلم او زور، د مزدورانو د حقوق ، د لوستونکو او استادانو ، دکاندارانو ستونځي او داسې ځايي ايشوز هم انجمن وطن د پامه نۀ غورځول خان شهيد يوې خواته د هندوستان د نورو لويو ګوندونو کانګريس ، خدايي خدمتګار، آزاد مسلم کانفرنس ، جمعيت علما ء هند ، احرار او نورو ګوندونو سره تل تماس كښې وو.بلي خواته يې د ټول هند او صوبې پرله پسي دورې کولې. او پر موقع به د انجمن وطن غونډه کېده. هم د هغسي کله د سيوۍ اوونۍ (Sibi week) پر موقع ګورنر جنرل سيوۍ دربار ته وينا کوله او ډېرو شملورو بلوڅو او پښتنو سردارانو ورته خواست کړئ وو، چې بايد مونږ  هم پر دې موقع دربار ته و غوښتل  شو، انجمن وطن، دانګرېز د وتلو او هندوستان خپلواکي غونډه په سيوۍ كښې په هم هغه ورځ وکړه.(۹)

لکه څنګه چې ما مخکښې وويل "انجمن وطن "او "استقلال "د دوو (۲) غبرګو وروڼو په حيث څنګ په څنګ سفر ته دوام ورکړئ وو. سرکار چې څومره خنډونه د انجمن وطن په لاره كښې اچول نو استقلال، يې هم هېر کړئ نۀ وو. بايد د" استقلال "دويمه شماره په اوويشتم(۲۷) نومبر راغلې وای ، خو د محکمه ډاک واکدارانو د اخبار د هندوستان و نورو سيمو ته وړولو څخه نټه وکړه. ځکه د" استقلال"، دويمه شماره د دسمبر د  مياشتې پر څلورمه نېټه د چاپه راووته. په سر مقاله كښې د بلوچستان دپاره د هندوستان د نورو سيمو په څېر د صوبايي خود مختاري او د هندوستان د بشپړه خپلواکي غوښتنه شوې وه. او د بلوچستان د اولس حالات د هندوستان د نورو صوبو د اولس د حالاتو سره پرتله شوي وو.(۱۰)

خان شهيد وخت پر وخت د هندوستان ټولو سيمو ته تګ کاوئ.او د ياد کړل شوو لويو لويو ګوندونو سره په تماس كښې وو.په هم دې شپو كښې لاهور ته ولاړئ. چې احرار ، او نورو سياسي ګوندونو د مشرانو لکه مظهر علي اظهر ، چوهدري افضل حق ، غلام رسول مهر ، ظفر علي خان ، ګوپي چند او نور مخَورو سره يې وليدل.او هغو سره يې د صوبې د حالاتو سره سره د ټول هندوستان پر حالاتو صلاح مشورې وکړې.په هم دې شپو كښې د سرکار د تنګولو په نتيجه كښې د" استقلال "مدير عبدالقدوس صهبايي لاس اېله کړل.او بيرته لاهور ته ستون شو. خان شهيد د جنوري ۱۹۳۹ء د مياشتې پر شلمه نېټه پېښور ته ولاړئ ، او هلته تر يوې اوونۍ پورې پاته شو. او د ډاکټر خان صاحب او خان عبدالغفار خان سره يې وليدل.او بېلابېلو سياسي غونډو ته يې ويناوي وکړې.او دجنوري د مياشتې پر ۲٦ م نېټه يې په شاهي باغ پېښور كښې د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت يوه تاريخي وينا وکړه. او د دې تر څنګ يې د "استقلال "، د مديرت دپاره د الله بخش سليم بندوبست هم وکړ، چې د لائل پور اوسېدونکی وو.او د مياشتې به اويا(۷۰) کالداري معاش ورته و ټاکل شو.(۱۱)

"انجمن وطن " د ټول هندوستان هغه يوازې سياسي ګوند دی. چې کله هم د کانګرس برخه نۀ دی پاته  شوئ. او کله هم په کانګريس كښې ضم  شوئ دی البته د کانګريس د يو اتحادي ګوند په توګه ضرور پاته  شوی دی.او خان شهيد هغه يوازې سياسي شخصيت دی ، چې د کانګريس د نۀ غړيتوب برسېره يې د کانګريس په ټولو اهمو غونډو کښې ګډون کړئ دی. او د دې تر څنګ د جمعيت علماء هند د مجلس عاملو په غونډو كښې هم ګډ پاته  شوئ دی.په هم دې لړ كښې د مارچ پر دويمه نېټه کال ۱۹۳۹ء كښې د کانګريس د تري پورې  سيشن كښې ګډون دپاره لاهور ته روان  شو چې بيا د هغه ځایه تري پورې  ته ځي.(۱۲)

انجمن وطن چې په کومه بېړه د صوبې ليري، پورته سيمو ته لږ موده كښې ځان ورساوۀ.هغه هم د يادونې وړ ده. او داسې د سهيلي پښتونخوا د پښتنو پرته يو زيات شمېر بلوڅ مشران هم په کښي موجود وو. او د انجمن وطن د کوټي پرته پر نورو سيمو كښې خپل ښاخونه پرانيستل. چې داسې د ملکي انجمن په نامه د انجمن يو ښاخ د اپرېل په مياشت كښې په ږوب كښې پرانستل شو.چي په غړو كښې يې مولوي غلام حېدر دهندوباغ يې مشر و ټاکل شو او نور غړو كښې يې عبدالرحمن خان د بګټي نواب زوی ، خان بهادر بازګل خان ، مولوي محمد شاه ، اختر محمد ، او حاجي محمد رفيق شامل وو. داسې يو بل ښاخ په لهړي تحصيل كښې پرانستل شو. او د ډومکي نواب اکا مير وزير خان يې مشر و ټاکل شو.(۱۳)

تر دا وخته پورې "انجمن وطن" چي کومه کاميابي سره يو کال بشپړه کړی، هغه  د ټول هند د نورو ګوندونو او خلګو دپاره ډيره د حېرانتيا خبره وه. په دې کال كښې د صوبې قريب قريب په ټولو سيمو كښې ښاخونه پرانستل شو. بې شماره اولسي غونډې و شوې، اوس د"انجمن وطن "، مجلس عاملي د کلني کنونشن د رابللو پريکړه اوکړه ، او ټول د مجلس عاملې غړي د صوبې بيلا بيلو سيمو ته تللي وو. او خان شهيد په دې لړ كښې د مئی د مياشتې پر لسمه نېټه جيکب آباد ته ولاړئ ، د کلني کانګرې او يوسف عزيز مګسي د ورځي د لمانځلو دپاره د خلګو سره ويني. کلني کنونشن دپاره د جون ۱۹۳۹ء مياشت ټاکل  شوې وه.داسې د هندوستان  د ټولو لويو لويو سياسي ګوندونو و مخورو ته بلنې ولېږل شوې.خان شهيد د جيکب آباد څخه کراچۍ ته ولاړئ او هلته يې د مئی د مياشتې پر څوارلسمه نېټه د کانګريس په غونډه كښې ګډون وکړ.(۱۴).

د مئی د مياشتې يودېرشمه(۳۱) چې د يوسف عزيز مګسي ورځ ده.او هغه په هم دې ورځ کال ۱۹۳۵ء د کوټي په لويه زلزله كښې په حق رسېدلئ وو. او خان شهيد د هم دې درانۀ ملګري په نامه عزيز پرېس را ويست.د انجمن وطن له پلوه د هم دې درانه بلوڅ مشر په ياد كښې لومړی لاريون و اېستل شو او وروسته يوه اولسي غونډه د خان شهيد تر مشرۍ لاندې و شوه چې وينا کونکو د يوسف عزيز مګسي پر سياسي خدماتو رڼا واچوله. او د لاريون پر وخت انقلاب زنده باد نوکر شاهي مرده باد چغې وهل کېدې(۱۵).

د جون د مياشتې په دويمه اوونۍ كښې د انجمن وطن غړي د کلني کنونشن په حقله ډېر بوخت وو. په دغه کنونشن كښې د ګډون دپاره د ټول هند د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو ته د ګډون دپاره بلنې واستول شوې. هم د غسې د جون د  مياشتې پر شپاړسمه (۱٦) اولسمه (۱۷)، اتلسمه (۱۸) نېټه کال ۱۹۳۹ ء په کوټه كښې د انجمن وطن لومړی کلنی کنونشن وشو. په دې كښې د سندهـ قانون ساز اسمبلۍ غړی محمد امين کهوسو، د پنجاب څخه د احرار مشرانو قاضي احسان احمد ، مولانا مظهر علي اظهر ، ګډون وکړ. د کنونشن لنډه خاکه او تفصيل داسې وو:

ورځ / نېټه  لومړۍ غونډه                      دويمه غونډه

           (ماپښين )         (ماښام)

۱٦ جون      ۱۰۰۰کسان            ٦۰۰۰ کسان

۱۷ جون            ۱۰۰۰ کسان           ٦۰۰۰ کسان

۱۸ جون            ۱۵۰۰ کسان         ۸۰۰۰ کسان

 

خان شهيد د لومړۍ ورځ د لومړۍ غونډې په صدارتي وينا كښې د يوسف عزيز مګسي د خدماتو تر يادونې وروسته زياته کړه.چي انجن وطن د کانګرس برخه ګرسره نۀ دی، البته د هندوستان د بشپړه خپلواکۍ د مقصد دپاره د دواړو مبارزه يوه ده. په دې موقع محمد حسن نظامي کلنۍ رپورټ وړاندې کړ.د لومړۍ ورځې په دويمه غونډه كښې د قراردادونو په لړ كښې د صوبې د پاره د بشپړه صوبايي خود مختاري غوښتنه و شوه.د سردارۍ او جرګې د نظام غندنه وشوه، او ددې د ختم کولو مطالبه و شوه.دF.C.R د ختم کولو وړاندېز وشو. چې د کوټي ميونسپل کارپورېشن بايد د Nominated  پر ځای Elected وي. قاضي احسان احمد د احرار مشر د خپلې اوږدې وينا په ترڅ كښې وويل ، فرنګيانو د هندوستان اولس مريان کړي دي.بايد د هندوستان د نورو سيمو په ډول د دې صوبې اولس د خپل حق دپاره را پورته سي. په دويمه ورځ لومړۍ غونډه كښې د قراردادونو د لارې غوښتنه و شوه (۱)چي بايد محراب خان د بګټي د تمنداري څخه ليري کړل سي، او د دۀ پر ځای د دۀ زوی عبدالرحمان کښېنول شي. (۲) بې ګار دي ختم کړل شي. او د سردارانو له خوا د غم و ښادي پر موقع د اولس څخه په وچ زور راغونډونکی ټيکس دي باندې ولګول سي.(۳) د رياست لس بيله د چارواکو له خوا دلس بيله قامي ګوند باندې بنديز لګول و غندل شو.

په دريمه ورځ په پاس کړل  شوو قراردادونو كښې (۱) د حکومت څخه غوښتنه و شوه چې هغه زمين داران چې کلنی آمدن يې تر ۵۰۰ کالدارو لږ وي. بايد د ټيکس څخه مستثنیْ وګرځول شي.(۲) بايد د تکاوي پر پور د حکومت له خوا څخه د سود شرح کمه کړل سي. (۳) د واردها په ډول دي ددې سمي داولس د ماشومانو دپاره د تعليم بندوبست وسي.(۴) د صوبې د ليري پرتو سيمو د پاره د ډاک نظام د غزولو غوښتنه و شوه.

په خپله وروستنۍ وينا كښې خان شهيد وويل چې ” برطانوي استعمار د بيلا بيلو لارو دلته خپله واکداري برقراره ساتل غواړي. دوئ د سردارانو او دخپلو هغو خلګو د لارې چې ورته الاونسز ورکوي خپله حکمراني نوره هم پياوړې کول غواړي.خو انجمن وطن د نورو خپلواکي غوښتونکو ګوندونو په څېر د هندوستان د بشپړه خپلواکي تر وخته خپله مبارزې ته به دوام ورکوي (۱٦).

"انجمن وطن "په اولس كښې د سياسي بيداري د هندوستان د بشپړه خپلواکي د صوبې د اولس دپاره د بشپړه سياسي او انساني حقوقو دپاره خپله مبارزه تودۀ ساتلې وه. خو ددې تر څنګ يې وړو وړو ستونځو ته هم پاملرنه کوله او ورسره تنظيمي امور هم پياوړي کول ، د دغه سياسي هلو ځلو د هندوستان د نورو سيمو د اولس پورې د رسولو دپاره" استقلال "، ډېر پياوړی کردار تر سره کاوئ. د هم دې ويرې له کبله رياست قلات چارواکو په رياست كښې د "استقلال "پر راتګ بنديز ولګاوئ.د جولايي د مياشتې پر يويشتمه نېټه په مچ كښې د يوې اولسي غونډې په ترڅ كښې چې د خان شهيد تر مشرۍ لاندې  شوې وه، د رياست قلات د چارواکو دغه ګام په سختو ټکو و غندل شو. او ورسره د سرکار څخه غوښتنه و شوه چې بايد د کانونو د مزدورانو په معاش كښې دي زياتوب وسي. او دغه معاش بايد په نغده بڼه ور کړل شي. او هغه مزدوران چې پينځويشت کاله خدمت يې کړى وي ، د ريټائرمېنټ پر وخت ګريجوټي (نغدي کالدارې) ورکړل شي.(۱۷)

د انجن وطن دکارنده جرګې يوه ډېره اهمه غونډه د اګست د مياشتې کال ۱۹۳۹ء په لومړنيو شپو كښې و شوه ، په کومه كښې چې د انجمن وطن د بېرغ منظوري ورکړل شوه، او ځيني نورې اهمې پرېکړې و شوې.

۱: دانجمن وطن بيرغ به په درې رنګه وي، تور،  شور او زرغون، په تور رنګ كښې به سپيني ليکي، تيري شوې وي. تور رنګ د صوبې د وروسته پاته ورځي نخښه وه او سپيني ليکې په تور رنګ كښې د انجمن وطن له خوا د سياسي بيداري څرګندونه به کوي.  شور رنګ د بدلون علامت وي.زرغون رنګ د زرغونو فصلونو ، امن ، استحکام نخښه ده. چې دبدلون د لارې به پلي کيږي.

د انجمن وطن ټول غړي به  د بور رنګ  د کهدر جامې اغوندي او په جامو به د انجمن وطن بيرغ جوړوي. دانجمن وطن ټول غړي به پر خپلو کورونو د انجمن بيرغ رپوي. عام غړي که په خپله خوښه وغواړي نو داسې کولى شي. دا بيرغ به د مرکزي دوتر سره سره د ښاخونو يعني څانګو پر دوترونو هم رپول کيږي ټول ځای څانګې به په مياشت كښې يوه غونډه کوي ، او ددې تفصيل به مرکز ته استوي ، د څانګو د دوترونو د اکاؤنټ به هر مياشت تر څارني لاندې وي، او تفصيل به مرکز ته استوي، کورني اختلافات به خپلو منځني ناستو كښې تر بحث لاندې راځي. (۱۸)

که چېري وکتل شي، د انجمن وطن ټولو غړو به تل د صوبې د ليري پرتوسيمو  دورې جاري ساتلې ، کله هم داسې نۀ دي شوي چې لسو ورځو كښې دي يو ځای نۀ يو ځای اولسي غونډه نۀ وي شوې. که به خان شهيد د هندوستان و نورو سيمو ته ولاړئ ، هم بيا به ارباب عبدالقادر کاسي ، محمد حسن نظامي ، محمد حسين عنقا ، او نورو غړو دغه کار سر ته رساوئ. او خان شهيد به هم تل د اولس سره په تماس كښې وو. هر ځای لومړۍ موضوع د هندوستان بشپړه خپلواکي ، وروسته بيا چې تر څو دغه بشپړه خپلواکي تر سره کيږي ، بايد د صوبې اولس ته هغه ټول سياسي ، بشري  او اقتصادي حقوق ورکړل شي چې د هندوستان د نورو برخو خلګو ته ورکړل شوي دي. خان شهيد د کال ۱۹۳۹ء د اګست د  مياشتې پر څلورمه ږوب ته ورسېدئ ، او د بګټي نواب د زوئ عبدالرحمان سره ديره  شو ، او دا بله ورځ په يوه اولسي غونډه كښې د هندوستان د خپلواکۍ د غوښتني تر څنګ د صوبې د اولس د وروسته پاتي ورځي باندې هم خبرې وکړې. د ږوب څخه خان شهيد لورالائي ته ولاړئ ، او هلته هم و اولس ته د وينا موضوع هم دغه وه، وروسته کوټي ته ورسېدئ.(۱۹)

انجمن وطن اعلان وکړ چې نامتوخدايي  خدمت ګار او پښتون مشر خان عبدالغفار خان د انجمن وطن په بلنه را روان دی، او د صوبې د ليري پرتو سيمو دوره به کوي. او د انجمن وطن اولسي غونډو ته به ويناوي کوي، او دانجمن  دبيرغ رپولو په دستوره كښې به ګډون کوي. (۲۰)

نامتو پښتون مشر او د خدايي خدمت ګار غورځنګ باني خان عبدالغفار د ستمبر د  مياشتې پر نولسمه (۱۹) نېټه د رېل د لارې کوټې ته را ورسېد ، او درې  شوه (۳۰۰) کسانو پر رېلوې سټېشن دۀ ته هر کلی ووايئ. دی نېغ  د خان شهيد کور ته ولاړئ، ځکه  دهغۀ په بلنه راغلئ وو  او دهغۀ مېلمه وو.(۲۱)

د خپلې دورې په ترڅ كښې خان عبدالغفار خان د خان شهيد په ملتيا د ټولې  سهيلي پښتونخوا کلوکلو ته ولاړئ ، او هلته يې دانجمن وطن غونډوته ويناوي وکړې ، د دغه دورې لنډه غوندي خاکه داسې ده:

 

ځای نېټه ناستوخلکوشمیر وینا کوونکي ۱– کلاچ بلیلی ۲۰ سپټمبر سهار خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ۲ – کوټه ۲۰ سپټمبر ماسپښین ۶۰۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان او محمدامین کوسه ۳- لورالائې ۲۱ سپټمبر ماسپښین ۶۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان او یاران خان (صدارت) «۲۲» ۴ – ژوب ۲۳ سپټمبر ۳۵۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان او محمدامین کوسه ۵ - ژوب ۲۴ سپټمبر ۲۰۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان او محمدامین کوسه ۶ – قلعه سیف الله ۲۵ سپټمبر ۵۰ خان عبدالغفارخان ۷ – هندوباغ ۲۵ سپټمبر ۱۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ۸ – ګاڼ مهرتزی ۲۵ سپټمبر ۵۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ، محمدامین کوسه ،مولوي غلام حیدر او محمدسید ۹ – پښین ۲۶سپټمبر ۵۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان او محمدامین کوسه ۱۰ – کلا عبدالله ۲۷ سپټمبر ۱۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان او محمدامین کوسه ۱۱ – چمن ۲۸ سپټمبر ۴۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ۱۲ – ګلستان ۲۸ سپټمبر ۱۶۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ۱۳ – کوټه ۲۹ سپټمبر ۵۰۰ ماسپښین خان عبدالغفارخان ۱۴- کوټه ۲۹ سپټمبر مازیګر ۵۰۰ خان عبدالغفارخان ، فیض الله ، مولوي محمد عمر ، محمد فضل او میر غوث بخش ۱۵ – مچ ۳۰ سپټمبر ۷۵ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ۱۶ – سیوۍ ۳۰ سپټمبر ۳۰۰ خان عبدالغفارخان ، خان عبدالصمد خان ۱۷ - اوسته ۱ اکتوبر خان عبدالصمد خان (۲۳) او محمدامین کوسه       د خپلې اوږدې دورې په ترڅ د خان عبدالغفار خان د ويناوو لنډيز د هندوستان د آزادۍ، صوبې د اولس دپاره د صوبائي خودمختاري او ښۀ ژوند غوښتنه وه. د ږوب و غونډې ته د وينا کولو پر وخت خان عبدالغفار خان وويل:

"زما مقصد دادی چې تاسو د فرنګي دغلامۍ خلاص کړم، ما په ټولو هندوانو او مسلمانانو باندې ږغ کړئ دی. چې يو سئ، زۀ د فرنګي استعمار سره د عدم تشدد په اسلحه جنګېږم ، د جهان اولسونه خوشحاله دي، لاکن پښتانه پرېشانه دي، مونږ  پښتانه وايو چې دا زمونږ قسمت دی ، لاکن دا غلطه ده، مهرباني وکړئ،قرآن پاک ولولئ.الله تعالْی وائي چې څوک خپل قسمت پخپله نۀ بدلوي ،  زۀ ئې نۀ بدلوم (۲۴).

خان شهيد وويل ”انجمن وطن د خپلواکۍ بېرغ پورته کړئ دی. چې مطلب يې د مرئتوبه ځان خلاصول دي. لکه څنګه چې د سرحد پښتنو د عزت مقام تر لاسه کړئ دی. دغه عزت خان عبدالغفار خان زمونږ دپاره هم غواړي.دا ويل کيږي چې د بلوچستان اولس اصلاحات نۀ غواړي. دا سمه نۀ ده ، مونږ  تل د خپلو قراردادونو د لارې د دې غوښتنه کړې ده.(۲۵)

پر دې موقع کمال الدين شيراني د يو قرارداد په ترڅ د صوبې دپاره د صوبايي خود مختاري غوښتنه وکړه ، او د برطانوي حکومت او قانون ساز اسمبلۍ د هغه وضعي سخته غندنه وکړه ، چې وائي د صوبې اولس اصلاحات  او خود مختاري نۀ غواړي، دا د محمد علي جناح تر څوارلس نکات وروسته په باضابطه توګه د صوبايي خود مختاري دويمه غوښتنه وه.(۲٦)

ياد ساتل پکار دي چې د اوسته په اولسي غونډه كښې د رستم خان جمالي له خوا پر غونډه بريد وشو، محمد امين کهوسو او خان شهيد سخت ټپيان  شول.خان شهيد او باچاخان دواړو په خپلو خپلو ژوند ليکونو كښې د دې واقعې يادونه کړې ده. په سيوۍ كښې چې خان شهيد کومه وينا کړې وه، هغه د دوو سټينو ګرافونو د لارې نوټ کړل  شوې او د سرکار دپاره د اعتراض وړ او د خان شهيد په ضد يې مقدمه جوړه کړې وه، او د هندوستان د تحفظ د قانون لاندې نيول  شوئ وو.

دکال ۱۹۴۰ د جنوري د يويشتمي نېټې د "استقلال " په ګڼه كښې د بلوچستان د حکومت په حقله د "ويشلو او ايل کولو  " تر سر ليک لاندې يو مضمون چاپ  شوئ وو، په کوم كښې چې د حکومت د هغو تګلارو سخته غندنه  شوې وه، چې نن سبا يې د اولس په ضد خپلې کړي وې. هم د هغسي د ۲۸ مي نېټې په ګڼه  كښې د يو اردو نظم تر څنګ د چارواکو له خوا د کرني او کروندګرو د مرستي نۀ کولو او د مزدورانو د اجرتونو د نۀ ورکولو او هغو د بې ځايه سختۍ سخته غندنه  شوې وه.(۲۷)

لکه څنګه چې وړاندې وويل شو د" انجمن وطن "د ټول هند د سياسي ګوندونو سره پرله پسې تماسونه وو. د خان شهيد په نۀ موجوديت كښې هم دغه تماس به نيول کېدئ، ځکه چې خان شهيد به کله بند ته ولاړئ، نو بيا عبدالقادر کاسي او شيرمحمد غلزئي دغه چاري پر مخ بيولې.

په کال ۱۹۴۰ ء كښې د مارچ د  مياشتې د دريمې څخه تر شپږمي پورې په ډهلي كښې په خپله کارنده غونډه كښې جمعيت علماء هند چې مشري مولانا کفايت الله کوله د مسلم نېشلسټ ګوندونو د يو خپلواک مسلم کانفرنس د راغوښتلو وړاندېز پاس کړ. په دغه ګوندونو كښې ټول هند مسلم مجلس ، مجلس احرار اسلام ، ټول هندمومن کانفرنس، خدايي خدمتګار تحريک ، انجمن وطن، ټول هند شيعه پوليټيکل کانفرنس، کرشک پرچا ګوند شامل وو. د دغه کانفرنس مقصد د مسلم ليګ د يو جلا رياست د غوښتنې برعکس د يو کمزور وفاقي رياست ، خپلواکو صوبو او مسلمانانو د حقوقو تحفظ وو. وروسته بيا دغه فارمولا په کال ۱۹۴۲ء او ۱۹۴۳ء كښې د لږ بدلون سره د جمعيت علماء هند سياسي پروګرام تشکيل کړ، او په کال ۱۹۴۵ ء كښې د هم د هغو قامي ګوندونو د يوالي سوب هم جوړ شو. (۲۸)

په دغه کانفرنس كښې ګډون دپاره د انجمن وطن ډله د ارباب عبدالقادر کاسي ، شيرمحمد غلزئي، ملک باران کديزئي،حاجي فقير محمد اتمانخيل ، او ملګري پکښي شامل وو. د اپرېل د مياشتې پر څلورويشتمه (۲۴) نېټه د کوټي څخه روان  شو ، چې داسې په ټول هند آزاد مسلم کانفرنس كښې چې په ډهلي كښې کيږي ګډون وکړي.(۲۹)

خان شهيد لکه بيا بيا دا خبره مخ ته راغله چې د انجمن وطن ، په يولس کلن تاريخ كښې ډېر زيات فعال پاته  شوی. د جمعيت علماء هند، خدايي خدمتګار، کانګرس، احرار او دهندوستان نورو لويولويو ګوندونو سره تل په تماس كښې پاته  شوئ ، جمعيت علماء هند په خپل تاريخ كښې د فخر بلوچستان او فخر وطن په نومونو ياد کړئ دی.(۳۰)

انجمن وطن د تنظيم کاري د پلوه هم ځان ته خپلې ځانګړتياوې ساتلې وې. دا وخت چې دوه کاله يې پورته کيدوته نزدې شول، نو بيا يې د کلني کنونشن پرېکړه او دا ځل يې خپل دا کلنی کنونشن په لورالائي كښې اعلان کړ.لورالائي تر کوټي وروسته تر ټولو فعال مرکز پاته  شوئ دی.دا وار هم جواهر لال نهرو ، خان عبدالغفار خان ، امير محمد خان هوتي، او نورو مخورو ته د ګډون بلنه ورکړل شوه. ياد ساتل په کار دي ، د کال ۱۹۴۰ ء په جريان كښې خان شهيد بندي کړل  شوى وو. هغه خان عبدالغفار خان د دورې پر موقع چې په سيوۍ كښې پر ۳۰ ستمبر ۱۹۳۹ء کوم تقرير کړئ وو، هغه د سرکار دپاره دا اعتراض وړ وو، خو بيا هم د انجمن وطن،فعاليتونه روان وو. او په کاسي کلا كښې د ارباب عبدالقادر کاسي تر مشري لاندې د مئی پر شپږويشتمه ۲٦ اولسي غونډه  شوې وه، او ورسره د مئی پر يو دېرشمه۳۱ نېټه د يوسف عزيز مګسي ورځ د کوټي پرته په لورالائي ، سيوۍ ، كښې لمانځل  شوې وه. د کلني کنونشن د تياريانو په لړ كښې د جولايي پر يولسم ۱۱ نېټه په کوټه كښې و شوه. و دې غونډې ته د جمعيت علماء هندعطاء الله شاه بخاري د انجمن وطن او خان شهيد مبارزه عين د اسلام سره سمه وبلله.او پر اولس يې غږ وکړ ، چې د انجمن وطن ملاتړ وکړي، د مئی د مياشتې پر يو دېرشمه ۳۱ نېټه د يوسف عزيز مګسي د ورځي په مناسبت چې په لورالايي كښې ارباب عبدالقادر کاسي کوم تقرير کړئ وو، هغه هم د سرکار ناخوښه وو، او دی يې ونيوئ. او د جولائي پر څوارلسمه۱۴ په ضمانت خوشی کړل شو.(۳۱).

د حکومت تل دا هڅه  وه، چې د انجمن وطن فعاليتونه پر ځای ودروي، ځکه   د دې ځای حکومت د اګست د  مياشتې پر شپږمه ٦ نېټه کال ۱۹۴۰ء د بهارني چارو سيکتر سر اولف کيروته وليکل ، چې جواهر لال نهرو او خان عبدالغفار خان د انجمن وطن و کلني کنونشن ته را روان دي، نو مونږ  ته څه کول په کار دي.(۳۲)

د سرکار د خوا په سمدستي توګه د دغه مشرانو و صوبې ته په راتګ بنديز ولګېدئ. البته د خپل ټاکلي وخت سره سم د انجمن وطن کلنۍ غونډه د شير محمد غلزئي تر مشرۍ لاندې پر پنځه ويشتم ۲۵ شپږويشتم ۲٦ ، اوويشتم ۲۷ ، ستمبر کال ۱۹۴۰ ء په لورالائي كښې و شوه. د کنونشن د پيل د مخه ملي اتڼ وشو، په خپله صدارتي وينا كښې شير محمد غلزئي د انجمن وطن ، د جوړېدو  پر مقصدونو رڼا واچوله ، او دهندوستان د خپلواکۍ غوښتنه يې وکړه.د دويمي ورځي و غونډې ته د وينا کولو پر وخت خان شهيد د هندوستان د بشپړه خپلواکي غوښتنه وکړه، او پر قلات رياست يې د فرنګي استعمار د پاليسي د خپلولو  غندنه وکړه، او زياته يې کړه، چې د قلات د رياست چارواکي د خپلواکي په لاره كښې خنډونه اچوي. او د قلات سټېټ نيشنل ګوند د مشر عبدالرحيم سره يې بد وضعه ساتلې ده. خان شهيد د يو قرار داد د لارې د هند او د صوبائي حکومت له خوا د جواهر لال نهرو او خان عبدالغفار خان و صوبې ته په راتګ د بنديز غندنه و شوه. د وروستي ورځي په قراردادونو كښې کارنده جرګې ته واک ورکړل شو چې د را روان کال پروګرامونه ترتيب کړي.او بايد په خپلو پروګرامونو كښې د صوبې د اولس و ګټو ته لومړيتوب ورکړي. ورکنګ کمېټۍ ته واک ورکړل شو. چې بايد د هندوستان د خپل واکۍ په لاره كښې د کانګريس ملاتړ وکړي. خان شهيد پر مخ زياته کړه.چي ځايي حکومت د انجمن وطن په لاره كښې خنډونه اچوي. او ورسره هغه چلن نۀ کوي، چې په نورو صوبو كښې د سياسي ګوندونو سره کيږي، د صوبه خيبر پښتونخوا ( د هغه وخت سرحد) د قانون ساز اسمبلۍ غړی امير محمد خان هوتي په خپله وينا كښې وويل ، ”چي هر ځای بدلون د خوارانو د خوا راغلئ دی. بډايي خلګ خو تل د خوشحالۍ او آرام ژوند تېروي، دۀ په صوبه سرحد (اوسنۍ خيبر پښتونخوا) كښې د خدايي خدمتګارانو د سرښندونو يادونه وکړه. او وويل ، چې د دغو سر ښندنو په نتيجه كښې صوبې ته صوبايي خود مختاري تر لاسه  شوې ده. د خدايي خدمتګار او انجمن وطن مقصد يو دی“.(۳۳)

په دغه کلني کنونشن كښې شيرمحمد غلزئي د انجمن وطن مشر و ټاکل شو. او وروسته د يو اخباري بيان د لارې عبدالصمد خان اڅکزی، ولي محمد مر غزانی ، ديوان دنومل ، نواب زاده شهباز خان نوشيرواني ، سردار باران خان کديزی، مولاناممدوح  اخوندزاده کديزی، د کارنده جرګې غړي و ټاکل شو.

"انجمن وطن "په خپل ټول يولس کلن عمر كښې دومره فعال پاته  شوی، چې دصوبې په کونج کونج يې د هندوستان  د خپلواکۍ د لوی مقصد سره سره د صوبې د اولس د سياسي ،اقتصادي، او ټولنيز حقوقو سره ډېرې وړې وړې ستونځي هم په پام كښې ساتلي دي.د جنوري د مياشتې پر شپږويشتمه ۲٦ نېټه کال ۱۹۴۱ء د کوټې په مکموهن پارک كښې د هندوستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په لړ كښې و اولسي غونډې ته د وينا کولو پر وخت خان شهيد وويل ” د نن څخه لس کاله وړاندې کانګرس د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر د مريتوب څخه د ځان ساتلو او خلاصولو دپاره د بشپړه خپلواکۍ پرېکړه کړې وه. دهغه راهسي د فرنګي سرکار او د هندوستان د اولس تر منځ دغه دخپلواکۍ جنګ روان دی“(۳۴)

د هم دغه کال د فروري د مياشتې پر اوومه نېټه پر کاکړي جومات لورالائي كښې د انجمن وطن و يوې غونډې ته د وينا کولو پر وخت خان شهيد وويل ،” ډېر لږ وخت کيږي چې زۀ دلته راغلی وم ، لاکن که د نړۍ پر بدلېدونکو واقعاتونظر واچول شي. نو داسې معلوميږي لکه ډېر زيات وخت چې تېر  شوی وي ، سوب يې دادی ، چې نړۍ په کومي تيزي سره د بدلون په لور روانه ده، نو د هغې د انساني عقل او فکر پرته بل هيڅ شی ادراک نۀ شي کولئ.ځکه په دغه لنډ وخت كښې د ډيرو قامونو لکه يونان او اټلي تر منځ جنګ په افريقه كښې انګرېزانو پر اټلي بريد او هم د هغۀ په جواب كښې جنګ روان. مونږ  ته هم اوس دا ډيره ښه موقع په لاس راغلې ده، چې د خپل مريتوب څخه ځان خلاص کړو؛ او د هندوستان  د خپلواکۍ په لاره كښې مبارزه ګړندۍ کړو“.(۳۵)

چي د کال ۱۹۴۲ ء د اګست د مياشتې پر اتمه نېټه په بمبۍ كښې د ټول هند کانګرس کمېټۍ خپل مشهوره قرار داد "هندوستان پرېږدئ"  پاس کړ، او د ډېر ژر د هندوستان د بشپړه خپلواکۍ دپاره يې د عدم تشدد د اصولونو سره خپله مبارزه پيل کړه، تر هغه دوې ورځې وروسته ګاندهي چې او د کارنده جرګې غړي ونيول شو.(۳٦)

په دې لړ كښې انجمن وطن د هندوستان د نورو ګوندونو سره څنګ په څنګ د دغه قرارداد مرسته وکړه. او خپل جدوجهد يې لا ګړندی کړ. چې په نتيجه يې دا شوه، چي د اګست د  مياشتې پر درويشتمه نېټه د انجمن وطن د کارنده جرګې اووه۷ غړي ونيول شو.(۳۷)

په دغه غړو كښې خان شهيد ، شيرمحمد غلزئی ، ارباب عبدالقادر کاسی، ملک سيد محمد خان کاسی، هيټهـ د نومل، او سردار اجيت سنګهـ شامل وو.(۳۸)

خان شهيد د مئی پر يويشتمه ۲۱نېټه کال ۱۹۴۳ ء را خوشی کړل شو. او خپلې مبارزې ته يې د نوي سره دوام ورکړ. د کال ۱۹۴۴ ء په جريان كښې د سندهـ د بيلابيلو برخو دورې وکړې، چې په كښې جيکب آباد، ټنډو آدم، او نواب شاه  سيمې شاملې دي. د کال ۱۹۴۵ ء د مئی پر پنځمه۵ او شپږمه ٦ نېټه په سهارن پور كښې د مولانا حسين احمد مدني تر مشرۍ لاندې د جمعيت علماء هند د مجلس عاملې په غونډه كښې ګډون وکړ. په دغه غونډه كښې پرېکړه و شوه، چې د اوسني (يعني هغه وخت) جمود او تعطل  د قام او ملت دپاره ډېر تاواني دی. او د هغۀ تجويز ملاتړ وشو.چي د لاهور په غونډه كښې په کال ۱۹۴۲ ء كښې پاس کړل  شوئ وو. په هغه تجويز كښې د مسلمانانو څخه غوښتنه  شوې وه، چې د وخت نزاکت او د خپل منځني بېلتون او د حالاتو په سمه توګه د ادراک کولو دپاره بايد يو د بل سره لاس و ګريوان نۀ شو. او د مسلمانانو څخه دا غوښتنه هم وشوه. چې داسلام او قام ږغورنی (نجات) دپاره خپل منځني اختلافات ليري کړي، او د دلائلو د منطق د لارې د ستونځو د حل لاره و لټوي(۳۹).

په کال ۱۹۴۵ كښې يې په نوي دهلي كښې  د برطانيې پر حکومت د ډيډلاک د ختم کولو ږغ وکړ، او د هندوستان د سياسي مخورو سره يې د صوبې د راتلونکي حالاتو په حقله په تفصيل خبرې وکړې.(۴۰)

د بيرته را ستنېدو سره يې په ټوله صوبه كښې خپل جدوجهد لا پياوړی کړ، چونکه دا صرف د هندوستان د خپلواکي مرحله قريب  شوې ده او خان شهيد په دې فکر كښې و، چې څنګه بايد او د خپلواکۍ په دې مرحله د ځان يعني د اولس دپاره د سباؤن د ټاکلو لارې چاري ولټول شي، بالخصوص  پښتانه څنګه د خپلواکۍ د دغه مبارزې ګټه تر لاسه کړي.د بېلا بيلو مجلو او ورځ پاڼو د لارې خان شهيد خپل موقف يعني دريځ ډېر څرګند کړی وو. د مئی د مياشتې پر پنځمه نېټه کال ۱۹۴٦ ء دی يو وار نيو دهلي ته ولاړئ، چې د قلات سټيټ نيشنل ګوند عبدالرحيم خواجه خيل يې هم ملګری وو.(۴۱)

د مئی کال ۱۹۴٦ ء د اوولسمي نېټې د پښتون په ګڼه كښې يې د"بلوچستان او آزادي "تر سر ليک لاندې خپل ټول وړاندېزونه وړاندې کړل چې مقصد تر خپلواکۍ وروسته د دې صوبې د پښتنو د سباؤن پريکړه وه ، او په دې خپل تفصيلي مضمون خان شهيد د پښتانه د ملي وحدت ډېر ښکاره تجويز وړاندې کړ، او صوبې يعني سهېلي پښتونخوا د پښتنو د برخه ليک او سباؤن معامله يې ټولو پښتنو ته وړاندې کړه.(۴۲)

خان شهيد چې اوس په دې نتيجه رسيدلئ وو، چې زياته د هندوستان خپلواکي ډېره رانزدې ده ، نو يې د هندوستان د ټولو ګوندونو د مشرانو سره ليدنې کتنې وکړې.په دې لړ كښې د جون دمياشتې پر اوومه نېټه کال ۱۹۴٦ ء د کوټې څخه ډيلي ته روان شو.چي د مسلم ليګ د مشر محمد علي جناح سره وويني.د دغه ملاقات بندوبست د مسلم ليګ بلوچستان د څانګي د مشر قاضي عيسْی له خوا  شوئ وو.(۴۳)

د جولايي کال ۱۹۴٦ء په لومړنيو شپو كښې انجمن وطن پرېکړه وکړه ، چې د دستورساز اسمبلۍ په چوڼ كښې به برخه اخلي. او خان شهيد يې دخپل اميدوار په ډول وټاکئ.(۴۴)

د جولائي د مياشتې پر لسمه نېټه بمبۍ ته ولاړئ ، چې په دستور ساز اسمبلۍ كښې د نمائندګي دپاره د ابوالکلام آزاد او جواهر لال نهرو سره وويني(۴۵)

د" انجمن وطن " په نظركښې  تر دا وخت  تقسيم او خپلواکۍ وروسته د پښتانه د سباؤن ستونځه ډېره جدي وه. کله چې د قلات خان د انګرېزانو څخه د تقسيم وروسته دا غوښتنه وکړه چې بايد د کوټي ښار چې د قلات د رياست څخه انګرېزانو په Leaseاخيستئ دی. بايد بيرته و قلات رياست ته ورکړل شي. په دې خبره خان شهيد ډېر سخت احتجاج وکړ، او دا خبره يې سپينه کړه ، چې کوټه د افغان وطن برخه ده. او د برطانوي بلوچستان چې غوڅ اکثريت د پښتانه دی  په كښې مرکز دی.او و قلات رياست ته د ورکولو هيڅ پوښتنه نۀ راپورته کيږي. او په دې حقله يې د هندوستان د ټولو ګوندونو د مشرانو بشمول جواهر لال نهرو سره تماس ونيوئ.جواهر لال نهرو دجولايي د مياشتې پر لسمه (۱۰) نېټه د کال ۱۹۴٦ ء په يو ليک كښې خان شهيد ته يقين ورکړ، چې د کوټي و قلات رياست ته ورسپارلو هيڅ جواز نۀ شته. او دا به د برطانوي بلوچستان يعني سهيلي پښتونخوا برخه وي.(۴٦)

کله چې کرپس مشن و مخ ته ګاندهي چې د بلوچستان يعني سهيلي پښتونخوا د نمائندګي خبره را مخ ته کړه، نو ورته وويل شو. چې امکان دا دئ ، چې بلوچستان به د ايډوائزري کميټۍ په دائره کار كښې شامل کړل سي. که څه هم وروسته دا کمېټۍ د قانون ساز اسمبلۍ د خوا اعلان هم کړل شوه  ، چې وروسته به يې تفصيل راسي، خو تر پايه ورباندې عمل و نۀ کړل شو او بيا چې کله د کانګريس ګوند مشر جواهر لال نهرو د دسمبر د مياشتې پر دوويشتمه (۲۲) نېټه کال ۱۹۴٦ء د ټول هند کانګريس کمېټۍ و مخ ته د هندوستان د تقسيم په حقله قرارداد وړاندې کړ، په هغه كښې يوازنی بدلون د خان شهيد له خوا اوشو، چې مقصد يې په پيراګراف دريم كښې د ګروپ بندي څخه د ځان ساتلو سيمو لکه آسام ، سرحد ، او پنجاب د سکهانو سره د بلوچستان اضافه کول وو. د دغه بدلون يعني تر ميم په حق كښې نهه نوي۹۹ رايې (ووټونه) او په مخالفت كښې دوپنځوس۵۲ رائې (ووټونه) راغلل.(۴۷)

مارچ کال ۱۹۴۷ء كښې د هندوستان د قانون ساز اسمبلۍ له خوا خان عبدالغفار خان، خان شهيد او مهر چند کنه د دې کار دپاره و ټاکل شو، چې د شمال مغربي سرحدي صوبې دپاره خان عبدالغفار خان او برطانوي بلوچستان چې غوڅ اکثريت د پښتانه دی، دپاره خان عبدالصمد خان به د خلګو سره ويني ، تماس به نيسي، او د نوي اساسي قانون (ائين) دپاره به تجويزونه وړاندې کوي. که څه هم دغه ايډوائزري کمېټۍ تر پايه جوړه نۀ کړل شوه، البته په دې حقله د خان شهيد ، د هندوستان د حکومت او د صوبې دAGG تر منځ په ډېر تفصيل سره خط و کتابت وشو. د مارچ د  مياشتې پر شلمه نېټه د صوبې AGG و هندوستاني حکومت ته وليکل، چې خان عبدالصمد خان سره زمونږ رابطه  شوې ده ، او هغه د بلوچستان د نوي ائين دپاره يوه کتابچه هم مونږ  ته راښکاره کړه ، چې بېلابېل وړاندېزونه په کښې موجود ؤ.(۴۸)

د مارچ د مياشتې پر شلمه نېټه خان شهيد و AGG جيفري فرير ته په يو تفصيلي ليک كښې د خپل مجوزه دورې، د خلګو سره د تماس نيولو او وړاندېزونو را ټولو په حقله په تفصيل وليکل ، او په دې ترڅ كښې د لاندې کتابونو غوښتنه وکړه.

۱: د بلوچستان د ګزيټير بشپړه سيټ

۲: امپريل ګزيټير بلوچستان او سرحد

۳: د سرحد ګزيټير

۴: ايچي سن معاهدات(۴۹)

د اپريل د مياشتې پر لسمه نېټه کال ۱۹۴۷ء حکومت د صوبې و ټولو پوليټيکل ايجنټانو ته امر وکړئ، چې د ائين ساز اسمبلۍ له خوا خان عبدالصمد خان اڅکزي ته واک ورکړل  شوئ دی.چي هغه دي په غير رسمي توګه د خلګو سره وويني، او دۀ چې هغه څه چې له مونږ  څخه يې غوښتي وو، ورکړل شوي دي. اوتاسو ټولو ته امر درکوو ، چې دی هر ځای ته ولاړ شي بايد مرسته ورسره وکړل سي.(۵۰)

دلته دا خبره هم د يادونې وړ ده ، چې انجمن وطن، او خان شهيد په دې تکل كښې وو، چې بايد د هندوستان تر وېش وروسته پښتانه يو ملي وحدت جوړ کړي، او تر هر چا زياتو سر ښندونو ورکولو وروسته بايد د دې سر ښندنو ګټه هم تر لاسه کړي، خان شهيد په دې باچا خان او خدايي خدمت ګار تحريک سره په پرله پسې ډول تماس كښې پاته  شوئ دی.او په دې حقله يې د ټولو پښتنو په نامه تفصيلي تجويزونه هم وړاندې کړل،چي نن هم زمونږ د ملي يوالي دپاره د هغو پرته بله لار نۀ شته.خان شهيد دا وړاندېزونه وړاندې کړل چې بايد اوس مونږ  پښتانه پخپله سره کښېنو، که هغه د سرحد دي، او که په بلوچستان كښې دي سر سره خلاص کړو، او د سباؤن لاره و ټاکو.(۵۱)

د اپرېل د مياشتې پر څلورمه نېټه کال ۱۹۴۷ء د ماښام نهه بجې آل انډيا ريډيو اعلان وکړ، چې انجمن وطن د هغو سيمو چې د چېف کمشنر تر ولکه لاندې دي، دپاره د ائيني تجويزونه د راغونډولو دپاره خپله يوه کمېټۍ جوړه کړې ده، او د دغه کمېټۍ راټول کړل شوي وړاندېزونه به د ائين ساز اسمبلۍ د وړوکې کمېټۍ (Sub committee) مخ ته وړاندې کيږي. عبدالصمدخان اڅکزی به د دغه کمېټۍ مشر وي.(۵۲)

د مارچ پر ۲۸م کال ۱۹۴۷ء بولان هفت روزه خبر ورکړ، چې خان عبدالصمد خان لګيا دی، د خلګو سره ويني، چې داسې تر صلاح و مشورو وروسته د هغو د را روان سباؤن دپاره يوه تګ لاره وټاکي ، چې داسې د هغو سباؤن خوندي کړل سي. (۵۳)

انجمن وطن چې څومره د پښتنو د حقوقو دپاره جدي وو، هم هغسي د نورو قامونو د حقوقو هم خيال ساتلئ دی. د اپريل کال ۱۹۴۷ ء په مياشت كښې د رياست قلات د مشر خان قلات سره تر ليدو وروسته په ډاګه د  رياست قلات د يو خپلواک رياست په حيث د غوښتني ملاتړ وکړ، او ورسره يې دا اعلان هم وکړ، چې څوک څنګه اوسېدل غواړي، بايد هم د هغۀ حق ورکړل سي.(۵۴)

کله چې د هندوستان د تقسم خبره ډېره په ډاګه شوه  لا کن بيا هم د پښتنو سرنوشت لا په تياره كښې وو.نو ټولو پښتنو يوه نمائنده جرګه په بنو كښې د جون د مياشتې پر يويشتمه ۲۱ نېټه د خان امير محمد خان هوتي تر مشرۍ لاندې و شوه.او ټولو پښتنو چې خان شهيد او باچاخان هم پکښي ګډون درلود.دا پرېکړه وکړه. چې بايد په هندوستان كښې د پښتنو يو خپلواک مملکت جوړ کړل سي.چي د هغې د ائين بنياد اسلامي ، جمهوري پر انصاف او مساوات ولاړ وي.(۵۵)

کله چې په ۱۷ م جولائي کال ۱۹۴۷ء كښې افغان حکومت د هندوستان څخه د خپلو هغو سيمو چې د ډيورنډ او ګندمک د لوظ نامو لاندې جلا کړل شوي وې ، بيرته غوښتنه وکړه (۵٦).

خان شهيد د افغان حکومت د دغه غوښتني ملاتړ وکړ، او په دې حقله يې د هندوستان د حکومت د رويې کلکه غندنه وکړه.(۵۷)

په دې حقله خان شهيد د جولائي د  مياشتې پر نولسمه نېټه نوی ډهلي ته روان شو. او داګست د مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې  هلته پاته شو.او هلته يې مسلسل د پښتو د سرنوشت په حقله د خلګو سره او مخورو سره وليدل.تردې وروسته يې د کراچي ، او سهيلي پښتونخوا بېړنی دوره وکړه، او خلګو سره کلکي مشورې وکړې،د دسمبر په مياست كښې لومړی کراچي وروسته نوی ډهلي ته ولاړئ، هلته يې د خان عبدالغفار خان ، جي ايم سيد، عبدالمجيد سندهي ، سره وليدل. او ټول ډېر ژر د يو سياسي ګوند پاکستان پيپلز آرګنائزېشن ، په جوړولو متفق شو. لا کن دا وخت اوبه تر ورخ تيرې شوې، مارچ کال ۱۹۴۸ء د اوږدۀ بند دپاره ونيول شو، او انجمن وطن باندې هم بنديز ولګېدئ.(۵۸)

دلته د دوو خبرو سپيناوی اړين دی، يو دا چې انجمن وطن، کله هم د کانګرس ګوند برخه نۀ دی پاته شوى او نۀ کله پکښي ضم کړل  شوئ دی.تل د کانګرس سره ديو داتحادي سياسي ګوند په حيث خپله مبارزه تر سره کړې ، بله دا چې دجرمن ليکوالMartin Axmann دا خبره هم بيخي ناسمه ده، چې انجمن وطن ، د خپلواکۍ پر ځای د صوبايي خودمختاري په مبارزه كښې بوخت پاته  شوئ، او مرام يې خپلواکي نۀ ، بلکه صوبايي خود مختاري او د صوبې دپاره اصلاحات وو.(۵۹)

ځکه تاسو وليدل ، انجمن وطن خپله مرام نامه د هندوستان د بشپړه خپلواکي د غوښتني پيل کړی و، او د استقلال، لومړۍ ګڼه كښې په سر مقاله كښې خان شهيد د هندخپلواکي لومړی هدف ګرځولئ وو. او دا بيا بېله خبره ده، د يو قامي نمائنده سياسي ګوند په حيث انجمن وطن د اولس هر ورځنۍ ستونځو ته هم پاملرنه کړې وه.د زمين دار ورځ پاڼي د کال ۱۹۳۴ء هغه خبرې بيخي سمي ثابتي شوې، چې ويلي يې وو”په بلوچستان كښې چې قامي بيداري لهر څومره خور  شوئ دی، او د بلوچستان پر تورو فضاګانو چې کومه رڼا هره خوا ښکاري، د مير عبدالعزيز کرد، او عبدالصمدخان اڅکزی پر لاره تلونکي بې شماره ځوانان راپورته شوي دي.او هغه ورځ ليري نۀ ده چې د بلوچستان اولس به د مريتوب زنځيرونه ماتوي او د خوښۍ په چاپيرچل كښې به ژوند تېروي“.(٦۰)

دا خبره په لږ موده يعني ۱۳ کاله كښې سمه ثابته شوه.

مأخذات و حواله جات 

(۱) بلوچستان ميں اردو صفحہ ۱۱۴ ، ڈاکٹر انعام الحق کوثر ، مرکزى اردو بورڈ کلبرگ لاہور (نومبر ۱۹٦۸ء )

(۲) Baluchistan weekly intelligence Bureau Summaries L / P&S / 12 /3217/ ACC 1677 Year 1938

Summary No 21 – Dated 27 May 1938 –Page 15-17 National Documentation wing Islamabad

(۳)  "AbidWeekly summary No 35 Dated 2nd September 1938 page 14

 " (۴)Abid"  Weekly summary No37 Dated 16 September 1938 page 13-15

 (۵)  "AbidWeekly summary No ۴۲ Dated 21 October 1938 page 15

 (٦)   "AbidWeekly summary No43  Dated 28 October 1938 page 13

(۷) روزنامه انقلاب لاهور ۷م دسمبر ۱۹۳۳ء

(۸)  "Abid"Weekly summary No47  Dated 25 November 1938 page 14

(۹)  "Abid"Weekly summary No48  Dated 2   December 1938 page 12

 (۱۰)  "Abid"Weekly summary No49   Dated 9    December 1938 page 10

 (۱۱)Baluchistan weekly intelligence Bureau weekly Summaries L / P&S / 12 /3218/ ACC 1678 

Summary No 5 – Dated 3rd   Feb 1939 –Page 12-14 NDW Islamabad Year 1939

(۱۲)  "AbidWeekly summary No10  Dated 10 March  1939 page 10

(۱۳)  "AbidWeekly summary No1     Dated 21 April  1939 page 11

(۱۴)   "AbidWeekly summary No20  Dated 19 May  1939 page 10

(۱۵)  "AbidWeekly summary No23  Dated 9 June  1939 page 10

(۱٦)  "Abid Weekly summary No25  Dated 23 June  1939 page 11-21

(۱۷)  "Abid "Weekly summary No30   Dated 28 July  1939 page 9-10

(۱۸)   "Abid "Weekly summary No31  Dated 4 August  1939 page 1 ٦-۱۷

(۱۹)  "Abid "Weekly summary No33  Dated 18 August  1939 page 18

(۲۰)  "Abid "Weekly summary No34  Dated 25   August  1939  page 9

(۲۱)  "Abid "Weekly summary No38  Dated 23   September  1939  page 12

(۲۲)  "Abid "Weekly summary No39 Dated 30September 1939  page 10-16

(۲۳)  "Abid "Weekly summary No40 Dated 7 October1939  page 9

(۲۴) British Baluchistan A. Aziz Luni Fazlee sons Karachi 2003 page 321

(۲۵) -----Abid ---------page 320

(۲٦)-----Abid ---------page 321  

(۲۷)  "Abid "Weekly summary No6 Dated 9Febuary 1940  page   

(۲۸) جمعيت علماء ھند – دستاويزات مرکزى اجلاس هائ عام ۱۹۱۹ – ۱۹۴۵ صفحہ ۲٦-۲۷

(۲۹)  "Abid "Weekly summary No18 Dated 23  May 1940  page 12

(۳۰)جمعيت علماء ھند – دستاويزات مرکزى اجلاس هائ عام ۱۹۱۹ – ۱۹۴۵ صفحہ ۳۵  

(۳۱)  "Abid "Weekly summary No29 Dated 29 July 1940  page 10-11

(۳۲)  New Delhi of India No 522 – 5 / 13 – mis/ 40- D 4932 – N/ 40 N.A.

(۳۳)  "Abid "Weekly summary No40  Dated 4 October 1940  page 9-14

(۳۴) هفته وار استقلال ، کو ټه ۲ فروري ۱۹۴۱ ء

(۳۵) هفته وار استقلال ، کوټه ۱٦ فروري ۱۹۴۱ء

 (۳٦) The Cambridge History of India v-vi page 650   

 (۳۷) پاکستان کى سياسى تاريخ جلد ۷ ، زاھد چوھدرى صفحہ ۵۵

(۳۸) British Baluchistan page 329

(۳۹) جمعيت علماء ھند ، دستاويزات ، جلد دوم ،صفحہ ۸۳۳

(۴۰) روزنامہ نوائے وقت لاہور. ۳۱ مئی ۱۹۴۵ء

(۴۱) Political Agent Quetta Pishin , Secret File 2 – 1949

Abdul Samad khan Achakzai, his activities and arrest

(۴۲) "پشتون" سردرياب ۱۷ مئی ۱۹۴٦ ء ، مخونه ۳-۸

(۴۳) Daily Dawn New Delhi 8 June 1946

(۴۴) روزنامہ نوائے وقت لاہور ، ٦ جولائى ۱۹۴٦

(۴۵)روزنامہ نوائے وقت لاہور ، ٦ جولائى ۱۹۴٦

(۴٦) Baluchistan papers  Serial 321 page 496-497

(۴۷) مولانا آزاد اور قوم پرست مسلمانوں کى سياست ، صفحہ ۴۰۱

(۴۸) Basta No 25 Register s # 4 Archival No AGG.v.1 387 page 29 year 1946

(۴۹)   "Abid page 31

(۵۰)   "Abid page 62

(۵۱) هفت روزه پښتون ،سردرياب ۹ -اپريل ۱۹۴۷ء

(۵۲)Basta No 25 Register s # 4 Archival No AGG.v.1 387 page 75  year 1946

(۵۳)  "Abid page 93

(۵۴) روزنامہ نوائے وقت لاہور ، ۲۷- اپريل ۱۹۴۷ ء

(۵۵) د پښتونستان مسئله د حق خود اراديت په رڼا كښې ، مخ ۲۱۷

(۵٦) Pak Afghan Discord page 109

(۵۷)Political Agent Quetta Pishin , Secret File 2 – 1949 page 25

Abdul Samad khan Achakzai, his activities and arrest

(۵۸) Abid  ------------

(۵۹) Back to the Future page 161

(٦۰) روزنامہ زميں دار لاہور ، ۴ مارچ ۱۹۳۴ ء

مأخذات  و حواله جات تفصيل

National Documentation wing Islamabad

1. Baluchistan weekly intelligence Bureau Summaries L/P&S/12/3217/AccNo 1677 Year 1938

2. Abid ______3218 Acc No 1678 year 1939

3. Abid ______3219 Acc No 1679 year 1940

Provincial Archive Baluchistan Quetta

1. Basta No 25 Register serial No 4Archival No AGG.v.1 387 page 29 year 1946

2. Political Agent Quetta Pishin, Secret File 2 – 1949 page 25

Abdul Samad khan Achakzai, his activities and arrest

National Archive of India

1. Secret No 522 –s/ 13 – mis / 40 – D 4932 – no 40

English Books

1. British Baluchistan A. Aziz Luni Fazlee sons Karachi 2003

2. Pak Afghan Discord. Maharanis Ali Pakistan study centre UOK 1990

3. The Cambridge History of India v-vi. Edited by H.H Do dwell, M.A.S Chard & Company Delhi Marh1958

4. Back to the Future. Martin Axmann Oxford University press 2009

5. Baluchistan papers, Dr Hamid Baloch.sayad Hashmi reference library Malir River Bridge Mallok Hotel Malir Karachi

Urdu Books

۱. مولانا ابوالکلام آزاداور قوم پرست مسلمانوں کى سياست ، محمد فاروق قريشى تخليقات لاہور ، سن ۱۹۹۷ء

۲.پاکستان کى سياسى تاريخ، بلوچستان مسئلہ خودمختارى کا آغاز، جلدنمبر۸ ، زاہد چوھدرى ، اداره مطالعہ تاريخ ، لاہور. ۱۹۹۴ء

۳.جمعيت علماء کيا ہے؟ مولانا سيدمحمد ميا،   شعبہ نشر و اشاعت، جمعيت علماء اسلام پاکستان ،سال نہ دارد

۴. جمعيت علماء ھند ، دستاويزات ، مرکزى اجلاس عام ، ۱۹۱۹-۱۹۴۵ ، پروين روزينہ، جلد اول و دويم ، قومى اداره برائے تحقيق و تاريخ اسلام آباد، سن ۱۹۸۱ء

۵.بلوچستان ميں اردو ، ڈاکٹرانعام الحق کوثر، مرکزى اردو بورڈ لاہور، کال ۱۹٦۸ء

پښتو كتابونه:

۱. د پښتونستان مسئله د حق خود اراديت په رڼا كښې ، محمد ابراهيم عطائي، کال ۱۳۴۸هـ ش (۱۹٦۹ء) کابل افغانستان

ورځ پاڼي او مجلې (اردو)

۱. روزنامه زميندار لاهور

۲. روزنامه نوائې وقت لاهور

۳. هفت روزه استقلال ، کوئټه

۴. روزنامه انقلاب لاهور

(انګريزي)

 1. Daily Dawn Delhi

(پښتو)

۱. هفت روزه پښتون، سردرياب پښتونخوا

د لوړې حوصلې خاوند

   ډاكټر لياقت تابان

د يو چا شخصيت د هغه د ژوند امېل وي او د يو چا ليك د هغۀ د شخصيت هينداره وي، ځكه نو ښۀ شخصيت دا ښه دروند امېل په ډول وي كوم چې و دغه شخصيت ته نوره ځلا وربخښي. د چا شخصيت كه څوك په خپلو سترګو وويني او مشاهده يې كړي خو ډېره ښه خبره ده او كه چېري يو څوك حيات نۀ وي نو هم څۀ د پرېشانۍ خبره نۀ ده، د نن سبا جديد تحقيق د سائنس په بركت زمونږ دا لانجه هم را هوارهه كړې ده او د يو چا شخصيت مونږ  د هغۀ په ليك او كردار كښې هم سنجولاى شو، كوم چې د نفسياتي تنقيد كرشمه ده، نفسياتي كره كتنه مونږ  ته د يو چا د شخصيت سره د هغه په ليك كښې هم ډېر څه را په ګوته كوي خو شرط دا دى چې لوستونكى به د نفسياتي تنقيد په ابجد او اصولو پوه وي.

كله چې مونږ  دا اصولونه مخته كښېږدو او د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي شخصيت او فن وپلټو نو ډېر نوي شيان زمونږ مخې ته راځي او بيا چې دا شيان مونږ  په سائنسي اصولو وتلو نو دا هم نوي نوي پايلې شندي، خو د دې ټولو دپاره لازمه ده چې د يو چا سره د هر ډول فكري، شخصي، سياسي او قبايلي اختلاف لرلو برسېره بايد د هغۀ شخصيت او فن په خلاص زړۀ، پراخ ذهن او خلاصو غوږو واوري، وګوري، ولولي او پلټي او بيا د هغۀ شخصيت په اړه يو شخصي او ټولنيز نظر جوړ كړي.

مونږ او تاسو دا وخت په يو ډېر ښۀ تالاركي په ارامه په پستو چوكيو كښې په ښو جامو كښې په يوه غونډه كښې ناست يو او دا هرڅۀ زمونږ په خوښه روان دي، فرض يې كړئ پر مونږ  دلته يو امر كيږي چې تاسو ټول د درو يا څلور ساعتو دپاره د دې تالار څخه بهر وتلاى نۀ شئ، او ټول دلته محاصره ياست نو تاسو څۀ اټكلوئ؟.

څو كسان به ترپايه په مونږ  كښې په ارام او سكون كښېني؟. يقيناً دا شمېر به بېخي كم وي، ولې  انسان په ځانګړې توګه پښتون هيڅ بې اصوله او بې ځايه بنديز زغملاى نۀ شي.

اوس په دغه ډول ستاسو و مخته د خان شهيد د زندان د شپو يوه لنډه حقيقي خاكه وړاندي كوم، دا تاسو په غور واورئ وروسته به په دغه خبرې كوو.

"خان شهيد په لومړي ځل په كال 1930ء كښې د 23 كالو په عمر كښې د اولس د خذمت او د پيرنګيانو خلاف د يو سازمان جوړولو په تور بندي كيږي او د شاهي جرګې په سفارش دوه كاله زندان ته اچول كيږي.

"په دسمبر 1933ء كښې په بلوچستان كانفرنس حيدراباد كښې د ګډون وروسته نيول كيږي او بيا د جرګې په سفارش د درو كالو سزا وركول كيږي.

په 1947ء كښې د پاكستان تر جوړېدو وروسته هغه وخت بندي كيږي دوې مياشتې په جېل كښې، درې مياشتې په خپل كور ګلستان كښې نظر بنديږي. دا نظر بندي لا ختمه شوې نۀ وه چې بېرته د سركار په امر په 1948ء جېل ته استول كيږي.

په 1969ء كښې هري پوري جېل او بيا په 1959ء كښې بېرته د هرې پور څخه د مچ و زندان ته راوړل كيږي.

په كال 1954ء كښې پرله پسې د شپږو كالو د زندان وروسته خلاصيږي لېكن په دغه كال د جولائي په مياشت كښې بيا په خپل كور كښې نظر بند كړل شو او بشپړه بنديز پرې ولګول شو.

په جولائي 1955ء كښې د لنډې مودې دپاره را خوشى كړل شو خو لېكن بېرته د ستمبر په مياشت كښې په بوري (لورالائي) كښې ونيول شو، يوه مياشت په زندان كښې ؤ. په 4م اكتوبر يې په نظر بندي كښې د شپږو مياشتو اضافه وكړل شوه.

درې مياشتې وروسته د كراچۍ هائې كورټ په امر خوشى كړل شو لېكن د خلاصون وروسته بيا ونيول شو او بيا په كال 1956ء كښې په وروستۍ شپو كښې د لاهور هائې كورټ په حكم د بنديوان څخه را خلاص كړل شو.

په اكتوبر 1958ء كښې د ايوب خان د مارشل لاء سره سم خان شهيد ګرفتار او د ځانګړي ملټري كورټ په امر د  14 كاله قيد ورسره مشقت سزا وركړل شوه.

د 14 كاله سزا تېرولو وروسته د لاهور زندان څخه د خوشي كېدو وروسته بيا په كوټه كښې د څو شپو دپاره ونيول شو.

اوس يې تاسو خپله وسنجوئ ي اخير دا سړي كوم جرمونه كړي وو چې داسې ورسره كېدل. د يو مفكر قول دى چې:

"كه د يو چا د طاقت اندازه لګول غواړئ نو د دۀ د مخالفينو د دغه كس خلاف و منصوبه بندۍ ته پام وكړئ".

خان شهيد په 1907ء كښې وزېږېدئ او په 1973ء كښې شهيد كړل شو دا ډول دۀ لږ او ډېر 66 كاله عمر تېر كړئ په  دا 66 كاله ئې دى 30 كاله د زندان په تورو خونو كښې بنديوان پاته شو. پاته 36 كاله يې لومړى 23 كاله د ماشومتوب او نوې ځوانۍ په دې په حساب كښې نۀ راځي چې په دا وخت كښې انساني ذهن او بدن خپل اوج ته رسېدلى نۀ  وي. نور نو يوازې 13 كاله پاتيږي په كوم كښې چې خان شهيد په خلاصه فضا كښې سياسي، علمي،  ادبي او اولسي ژوند او مبارزه وكړه.

د دې 13 كالو هو يو يوازې 13 كالو دپاره 30 كاله په بنديوان كښې تېرېدل څنګه سودا ده؟.

لږ دې شمېر ته ځير شئ، دا يوازې 30 كاله نۀ ؤ ښايي چې دا په شمېر كښې 360 مياشتې 10950 ورځې. 62800، 2 (دوه لكهه دوه شپېته زره اته سوه) ګهنټې جوړيږي. د دې وخت د يوې يوې شيبې د ارزښت خبره كه مونږ  را واخلو نو زمونږ موضوع به بله خوا ته شي خو دا يوه خبره ټول مني چې د وخت څخه زيات بل شى هم قېمتي نشته.

اوس تاسو خپله پرېكړه وكړئ چې زمونږ په دې تالار كښې څلور ساعته په زور كښېنستى نۀ شو او چيرې دا د لوړې حوصلې خاوند چې په لكهاوو ساعته په تورو كوټو كښې په تياره كښې بنديوان پاته شو.

پښتانۀ وايي "د جنګ خوږې خبرې ساعت يې تريخ" د جېل نوم هسې جېل نۀ دى. دلته چې كوم بدني، ذهني، اولسي، سياسي او انساني اذيتونه په چا تېريږي هغه مونږ په دې نۀ شو اټكلوى چې مونږ زياترو دا تجربه ليدلې نۀ ده. زمونږ يو شناخته د 15 كاله جېل وروسته چې را خوشى شو نو سپوږمۍ ئې نۀ پېژندله ولې چې د چا د ژوندون خوږې شيبې په تورو زندانو كښې تېرې شوي وي. هغه به د ستورو، سپوږمۍ د شپول او پلوشو ننداره څنګه كړې وي ولې چې زندان انسان په بدني او ذهني دواړو ډول مفلوجه كړي څوك چې يو كس په زندان كښې بند كړي هغه لكه د هغۀ د غلام بيا ژوند تېروي. د دې دپاره لازمي نۀ ده چې هغه دې په جېل كښې وي بلكې هغه لكه زمونږ په لر او بر وطن كښې تاسو ګورئ چې د پوليسو او  عسكرو رويه او د هغو ظلمونه او د هغه و مخته زمونږ د مظلومو مظلومتيا زياتره مزدوركاره ډله چې كله دا ظالمان وويني نو لاسونه دې دې په كپېدو شي. خولۀ ئې وچه شي، وېښتان ئې جګ ودريږي او هك پك پاته شي.

خو دلته مونږ د خان شهيد د دومره اوږد جېل وروسته هم د دۀ لوړه حوصله، باتوري او پښتونولي كښې هيڅ ډول كمي يا بدلون نۀ وينو، ښايي دا  ويل به بې ځايه نۀ وي چې كوم حالت لوړ بيان شو چې د دې عالمانو مخته زمونږ د اولس د خوف له وجې وي، هغه خوف او ويره مونږ د خان شهيد مخته د دۀ د مخالفينو وينو.

د خان شهيد د عظمت او طاقت اندازه خو به تاسو لګولې وي خو دې زندانو د تاوانو سره سره خان شهيد ته څۀ ګټې ورورسولې چې زما په اند په هغو كښې وختي ډول درې مهمې ګتې وې.

1: لومړى په زندان كښې د بندېدو له كبله د كوټې 1935ء د لوئې زلزلې څخه سلامت پاته كېدل، ولې چې دا زلزلې د نورو ډېرو ورانيو سره سره په سوو ليكوال، دانشوران، ژورنالسټان او سياست پوهان له مينځه يووړل.

2: دوېم په جېل كښې د خان شهيد علمي، سياسي او ادبي ليكنو ته پاملرنه او وخت وركول.

3: درېم دۀ په جېل كښې خپلې سويې ته ډېرهه پاملرنه وكړه او چې له زندانه راووتئ نو بي اې پاس ؤ. او بله مهمه خبره چې د دۀ اووۀ ژبې زده وې چې په هغو كښې عربي، پارسي، پښتو، اردو، انګريزي او براهوي شامله دي.

د همدې ليكنو، علمي او ادبي هڅو او د زندان ژوند له كبلهه خان شهيد په نړۍ كښې يو داسې مقام مومي چې د ډېرو كمو خلقو په نصيب شوى وي. د دۀ شخصيت د ژوند په بېلو بېلو ډګرونو كښې بېل بېل اړخونه، مقام او استحكام لري. په ټولو اړخونو خبره كول د دې لنډې مقالې په لمن كښې نۀ ځائيږي، مونږ به نن يوازې د دۀ په علمي مقام خبره كوو ولې مونږ نن په يوه علمي ادارو كښې راغونډ شوي يو.

د خان شهيد علمي اړخونه هم څو رنګه او خونده لري لېكن دلته يوه مهمه خبره كول لازمي ګڼم چې د زندان ژوند د انسان ذهن سره منتشره كړي په هغه كښې د بغاوت عنصر زيات شي. خيالات دې سره يوه خوا او بله خوا وپاشل شي او د تعمير پر ځاى تخريب غزونې وكړي او د هوش پر ځاى جوش پر غالب شي. د مثبت پر ځاى منفي اړخونه راوټوكي، لېكن دلته د يو عام كس او د يو اوچتې حوصلې د خاوند ټوله ځانګړتياوې رامخته شي هم دا هغه ځاى دى چې هيڅوك د خان شهيد د عظمت څخه مخ اړوى نۀ شي او دلته مثبت علمي او ادبي اړخونو ته چې دۀ كومه وږه وركړه هغه نن هم لكه د لمر روښانه دي. لكه ژورنالزم، ژبپوهنه، ژباړې، اسلامي، تاريخي او ادبي هڅې ليكنې او مبارزه.

په دې ټولو كښې به زه يوازې د خان شهيد د ژورنالزم په اړوند لږ خبره وكړم او د دۀ د وخت ژورنالزم به د نن سبا د ژورنالزم سره پرتله كړم او په دا كښې به د خان شهيد د علميت، استقامت، صداقت او لياقت نخښې وپلټو.

په يوه داسې ټولنه كښې چې د غلامۍ ژوند تېروي، د غربت د لكيرې څخه لاندې ژوند تېروي. د علم او پوهې د زېور څخه محرومه پاته وي. په داسې ټولنه كښې د شعور او علم عَلم پورته كول د پيل زړۀ د پړانګ جذبه غواړي. د هغه وخت حالات لږ وګورئ.

د رسنيو بله يوه لاره نشته، رېډيو خاصو خلقو سره پرته وي، ټېلي وژن لا د نړۍ پر مخ خپل مخ ښكاره كړى نۀ دى. د نن سبا نوې رسنۍ لا د انسانانو په دماغ كښې غزونې كړې نۀ دي، يوازې ورځپاڼې او مجلې تر خلقو د خپل پېغام، شعور او نظرياتو رسولو ذريعه وي. خو د افسوس مقام هم دا دى چې دلته دا هم د بنديز سره مخامخ دي. ولې چې دلته پريس ايكټ په ولايت كښې نشته نو څرنګه كېدى شي چې څوك دي د اخبار يا مجلې را ايستلو هڅۀ يا خواهش وكړي.

نو په داسې حالاتو كښې د خان شهيد سياسي تدبر او پوهه رامخته كيږي او په كال 1937ء كښې د دې ايالت دپاره په خپلو هڅو د پرېس قانون پلي كوي.

د پرېس قانون راوړل دلته د ژورنالزم د ميدان لار هواره كړه. د دې قانون په راوړلو خان شهيد كرار هم كښښتى شو او يوازې ئې د سياست خارداره لار باندې هم سفر كولى شو. لاكن دى د سياست سره سره ژورنالزم هم د ژوند او د پوهې لار ګڼي.

ځكه نو خان شهيد په دغه كال په دې ايالت كښې د لومړي ليتهو اليكټرك پرېس بنسټ ږدي. دا پرېس د كوټې د پرنس واټ د راحت سنيما سره په څنګ كښې چرې چې نن سبا جېكب اباد سوېټس هاؤس دى په كښې جوړوي. (دا ځاى ته بايد د قامي يادګار درجه وركړل شي ولې تراوسه پورې په دغه دوكان كښې د پخواني جوړښت نخښې جوړې دي).

د خان شهيد يوه بله ښېګړه هم دلته ليدل كيږي او هغه دا چې د دې پرېس نوم د خپل خوږ اشنا د بلوڅ قامي تحريك مشر مير يوسف عزيز مګسي پر نامه (څوك چي په لويه زلزله كښې په حق رسېدلى ؤ) ږدي. دلته هم د خان شهيد د پراخې سينې او ژور فكر څرك ليدل كېدى شي.

پرېس ايكټ پلي شو، پرېس جوړ شو، اوس به كار څوك كوو؟ ولې د اخبار سره تړلي ټول كار كوونكي په زلزله كښې په حق رسېدلي دي. د پرېس سره تړلي خلق پوهيږي چي ليتهو اليكټرك پريس كښې ټول كار په لاس كېدئ. كتابت، پلېټونه جوړول، سياهي باندې لګول، مشين په لاس چلول، هغه سره پرې كول دومره ګران كار ؤ چې د نن سبا د جديد پرېس، كمپيوټر او نورو جديدو مشينانو په راتګ خو اوس ټو كار مشينان كوي.

خو دلته هم خان شهيد نۀ شاته كيږي او د نورو ولايتونو څخه د پرېس په كار پوه كار كوونكي راغواړي او د پرېس كار ته دوام وركوي.

اوس مرحله پيل كيږي. د اخبار دپاره خبرو ته راټولول د نن سبا جديده مېډيا ته لږ ځير شئ چي هغه خبرونه په څۀ ډول راغونډوي. بې شمېره رېډيوګانې هر وخت ځايي، ملكي او نړيوال خبرونه خپروي. د انټر نېټ په غېږه كښې يوازې د مور او پلار په چپه انسان هرڅۀ موندلى شي. د هرې ورځپاڼې او رسنيو په سوونو استازي خپلو خپلو څانګو ته خبرونه رسوي. د موبائل او ټېلي فون په بركت د زراوو ميلو فاصلې په څو شيبو كښې رالنډې شوې دي. د پرېس كانفرنس په لاره ډېر انسانان د ډول ډول خبرونو جوړولو پيلامه ګرځي. له دې پرته په ډېر وياړ، خوشحالي او په زراوو روپۍ كالم نګاران د ورځپاڼو دپاره كالمونه او مضامين ليكي.

خو دا ټولې لارې او ګودرونه هغه وخت نۀ ؤ دوئ به خبرونه څۀ ډول پيدا كول. دا يوه لويه څېړنه غواړي.

همدا همت ؤ چي زمري خان شهيد د ټولو مشكلاتو سربېره په جنوري 1938ء كښې د استقلال اونيزه اخبار په خپرولو كښې بريالى شو.

اوس اخبار خپرېدل خو پيل شو خو تراولسه رسوي به ئې څوك؟ او لولي به ئې څوك. د هغه وخت د اخبار او هغه هم د سياسي اخبار د لوستونكو رويه تاسو له دې واقعې و انګارئ. سلطان محمد صابر وائي:

"هغه وخت (دا د پينځمې لسيزې وخت دى) زۀ يوه ورځ د هيواد اخبار سره د كوټې كټ پيس ګلۍ له ورغلم، په اخبار كښې د پښتونستان په حقله خبرې او مضامين وو ما غوښتل چې دا و پښتنو دوكاندارانو ته ورښكاره كړم چې د خپلې ژبې له اخبار سره ئې مينه پيدا شي او مرسته ورسره وكړي. دۀ ويل چي څۀ وخت دوئ دا اخبار وكوت نو راته ئې وويل چې: باسه باسه دا بلا له مونږ لرې يوسه".

خو خان شهيد په دې هم اړ نۀ ؤ هغه د اخبار د چلولو دپاره د ژورنالسټانو يوه داسې ډله وروزله چا چې بيا تر ډېرې مودې پورې د دې ايالت د ژورنالزم اسپې په مېړانه وزغلولې. د استقلال اخبار كوم مقام او معيار ؤ؟. راشئ په يو څو بېلګو راوړلو دا هم ځان ته جوته كړو. په استقلال اخبار :ښې ځايي، د هيواد او نړيوال هر ډول خبرونه خپرېدل.

دا وخت زما و مخته د اتوار 30 اپرېل 1941ء د استقلال اخبار ګڼه پرته ده.

جلد 4 نمبر 13 چيف ايډيټر عبدالصمد اڅكزى، ايډيټر محمد يعقوب خان غلزى.

راشئ له دې اخبار څخه يو درې نړيوال خبرونه ولولو.

1: برطانوي سامراج كے نرم اور پسنديده فقروں كے پيچھے اس كا بھيانگ چہره چھپا ہوا ہے. فرقہ وارانہ اختلافات اس وقت تك ختم نہيں ہوسكتے جب تك ان سے فائده اٹھانے كيلئے تيسرى طاقت موجود رہے، عدالت ميں گاندھى جى كے سيكرٹرى مسٹر پيارے لال كا بيان.

ژباړه: د برطانوي سامراج د نرمو او خوښوونكو جملو شا ته د دۀ خوفناكه څهره پټه ه، فرقه ايز اختلافات تر هغو نۀ شي ختمېدى تر څو پورې چې له دې څخه ګټه اخستونكى درېيم قوت موجود وي.

په عدالت كښې د ګاندى جي د سيكرټرى ښاغلي پيارے لال بيان.

2: يو گوسلافيہ محورى بلاك ميں شامل ہوگيا. ہٹلر كے مشہور ہوٹل امپيريل ميں معاهده كى رسوم سر انجام دى گئى تين طاقتوں كے معاہده كے ممبر كى حيثيت سے سيلواكيہ ھنگرى رومانيہ اور بلغاريہ كے وزيروں نے بھى دستخط كئے.

ژباړه: يو ګوسلافيه په محوري ډله كښې ګډ شو. د هټلر په نوموړي امپرېل هوټل كښې د لوظنامې رسومات ترسره شو. د درو هيوادو د لوظنامې د ممبر په حېث سلواكيه هنګري رومانيه او د بلغاريه وزيرانو هم په لوظنامې لاسليك وكړئ.

3: جب تك تركى پر حملہ نہيں ہوتا تركى جنگ نہيں كريگا، روس اور تركى ميں غير جارحانہ معائده ہوگيا.

ژباړه: چي تر څو پورې په تركي تېرى شوى نۀ وي تركي به جنګ نۀ كوي، د روس او تركي تر مينځ غير جارحانه لوظنامه ليك شوه.

استقلال كه څۀ هم د انجمن وطن ترجمان او قلات سټېټ نېشنل پارټۍ خواخوږى اخبار ؤ خو د دې دا لاندينۍ ښېګړې هر چا هر وخت ستائلې دي:

1: په استقلال كښې هر وخت نوي خبرونه خپرېدل.

2: په اخبار كښې هراړخيز خبرونه او تبصرې خپرېدې.

3: د دې اخبار غير جانبداري تر ننه هم د خپلو سره مخالفين هم ستائي.

4: استقلال اخبار دلته د ژورنالسټانو او عالمانو يوه لويه ډله هم وروزله چې د ذكر وړ ئې مير ګل خان نصير، عبدالصمد درانى، عبدالكريم شورش، محمد حسن نظامي، محمد حسېن عنقا او مولوي عبدالخالق او شامل دي.

5: د استقلال اخبار يوه ځانګړې خوبي د خپلې ټولنې بېباكه ترجماني هم ده. نن د ژړ صحافت په نامه تاسو ډېرې مجلې او اخبارونه ليدلى شئ چې يوازې د سركاري اشتهاراتو د راوړلو دپاره د ورځپاڼو مخونه ورتوروي.

6: پرله پسې د 1950ء پورې 13 كاله خورېدل د استقلا استحكام او د خان شهيد د عظمت او استقامت ګواهي وركوي.

استقلال اخبار خو د خان شهيد د علميت او ادب مينې يو څرك ؤ. دۀ په دغه ډګر كښې نور هم د قدر وړ كارونه وكړل لكه په زندان كښې د خپل ژوند ليك بشپړ كول. د كنېډا د نوموړي اديب چارلټ او ډائې سن كارټر د كتاب اردو ژباړه "آزادى كا افق" د اربعين امام غزالي كېميائې سعادت. د امام غزالي ژباړې، د حضرت سعدي د ګلستان منظومه ژباړه. ليك دود او بې شمېره مضامين شامل دي.

د خان شهيد پر شخصيت او مبارزه باندې د پروفېسر عبدالغني غنو كار زښت زيات د ستائنې وړ دى. دۀ تراوسه پورې د بابائې پشتون او پشتو پر نامه نهه ټوكه يو كتاب د متفرقات پر نامه درې ټوكه د خان شهيد د ژوند ليك درې ټوكه. د پښتو او اردو بېل بېل د خان شهيد خطونه خپاره كړي دي. د دې په چپه څو نورو ليكوالو د ګوتو په شمېر د خان شهيد په مبارزه كتابونه ليكلي دي چې د شوكت ترين درې كتابونه د يادولو وړ دي.

خو يو مهم ښايي چي ډېر مهم تپوس دا چې دا كتابونه چرې دي؟ چا لوستلي دي، تر چا رسېدلي دي؟.

د دې تپوس ځواب ښايي چي ډېر مايوس بلكې مايوس كن وي. ولې يوازې شيان راغونډول او خپرول د ليكوال سره انصاف نۀ دى بلكې دا شيان تر لوستونكو او بېلو څانګو پورې رسول يعني ماركيټنګ هم زينت زيات ارزښت لري.

زمونږ په ټولنه كښې د كتاب لوستل او اخستل رواج نۀ دى. پښتو كتاب لوستونكي نۀ لري يو خو دا كتابونه چا ته معلوم نۀ دي بل ئې قېمت زيات اېښوول شوى دى. په كار دى چې د كتابو د نندارې (نمائش) په كولو او په ارزانه بيه دا كتابونه د لوستونكو ترلاسو ورسيږي چې بيا رسيږچ سكالرز خپل كار پيل كړي. ولې چې تر څو پورې دا كتابونه شنل شوي نۀ وي د دې ناقدانه جاج اخستل شوى نۀ وي تر هغو پورې د خان شهيد د كار معيار هيڅك ټاكل نۀ شي.

يوه بله مهمه خبره چې دا كتابونه خو به دوه درې زره لوستونكي ولولي. دا نوره نړۍ به څۀ كوي؟

د دې اسانه لار هم شته چې په يوه وخت ئې په لكهونو په كروړونو خلق د خان شهيد د علمي، سياسي او ادبي اثارو څخه ګټه ترلاسه كوى شي او هغه دي د خان شهيد پر نامه د وېپ پاڼې پرانستل او دا كتابونه مفت يا قېمتاً په هغه پاڼه لوستل دا كار ډېر ګران نۀ دى يوازې دومره حوصله او وخت غواړي لكه د خان شهيد د دوو مياشتو په زندان كښې وخت تېرېدل.

يوه وروستۍ خو ډېره مهمه خبره دا چې تر څو پورې د پوهنتون په كچه ريسرچ سېل جوړ شوى نۀ وي تر هغو پورې به نۀ يوازې د خان شهيد بلكې زمونږ د سيمې د ټولو ليكوالو اثار دغسې په كتابو كښې پټ او بې خونده پراتۀ وي. په دې لړ كښې د پوهنتون د مسؤلينو د اېم فل او پي اېچ ډي كورسونه پيل كړي يوازې د عثمان توبه وال پر خان شهيد پي ايچ ډي پر مقاله بايد مونږ سر نۀ و نۀ كړو.

ولې په قول د رفيع الدين هاشمي د علامه اقبال پر فن او شخصيت باندې په بېلو بېلو ژبو كښې تراوسه پينځۀ زره كتابونه چاپ شوي دي. د دې پينځۀ زرو كتابونو يو نيم زر يوازې د اېم فل او پي اېچ ډي مقالې دي.

په دا خبره مونږ شك وكړو، حسد او كه ژړا؟ مونږ د نړيوالې كچې هيرو (اتل) په ټولنه كښې لرو خو هغه مي په خپله د نړۍ څخه پټ ساتلى دى. دا زمونږ د ټولو دنده جوړيږي. كه يوازې د خان شهيد د وارثانو په دغه غور كول په كار دى. ولې چې خان شهيد د نړۍ د ګوتو په شمېر په هغو اتلانو او مظلومانو كښې شامل دى چې دېرش كالۀ په زندان كښې د تېرولو وروسته هم د ځان دپاره څۀ ګټه ترلاسه كړه.

- بېرته شاته