Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غوټۍ
[06.Nov.2017 - 11:53]غو ټۍ
يوه غو ټۍ ومه نازکه
يو ښکلا زه د دنيا وم
خوله مې ډکه له موسکا وه
لويدمه غوړيدمه
و روزلمه مليار
څه په ناز نعمتو کې
د زړه مينه به يې راکړه
لوی وړو به ښکلولم
ورسته ګل شومه خندا شوم
د مر ګی ناځوانه غيږ کې
يو ه سلګې ومه يو آه وم
د هجران په تورو شپو کې
پا ڼۍ پاڼۍ شومه توی شوم
د توپان په بې رحمې کې
پر ګنيزه اوس رغړيږم
نن په خاورو او ايرو کې
....................
د امن کور
خدايه دا کور د امن کور کړ ې زموږ
ته په خندا د وطن مور کړې زموږ
نوري سرې وينې ژړا ونه ګورم
د زړه ټپونه ټول ټکور کړی زموږ
د انتحار ټوپک اواز وا نه ورم
د سولې لمر په وطن خور کړې زموږ
ډول سورنو ته اتڼونه وکړو
دا وران وطن زياتی سمسور کړی زموږ
د پر ګنيز دزړه ارمان پوره کړی
ټول دښمنانان ته را نسکور کړی زموږ