Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
حوصله
[06.Nov.2017 - 12:01]ممتاز اتمان خېل
په وخت د اضطراب کښې به مې ښۀ پکاروله
چې ما د ژوند په لاره حوصله پکاروله
هرڅو کۀ د نفرت د جذبې راج وۀ په دې سيمه
خو ژوند له مې د مينې فلسفه پکاروله
اوس ستا په ژړا زۀ ژاړم زما د قام بچيه!
په لمسه د اغيار چې دې وسله پکاروله
د ورځې مې د ژوند دخوشحالوخوندونه واخست
ژړا خو به مې ټول عمر په شپه پکاروله
هم هاغه کليمه يې شوه سبب د پرې کولو
چې ژبه مې په کومه کليمه پکاروله
ممتازه د سکون د لمبې ځائے به چرته کېږى
چې درد له دې د خپل زړۀ هديره پکاروله