21.12.2014غوښین او دانګام
21.12.2014 لیک:مجید قرار
غوښین صاحب چې مازدیګر چې کور ته
لاړ، خونې ته له بوټو سره ننوت، او له نیکټایي او کورتۍ سره په کټ کې را پرېووت.
د ښځې یې پرې پام شو، وېلې او سړیه، خیریت خو دی، ناروغ خو نه یې، څنګه بې وخته وغځېدې.
غوښین د ټنډي ګونجې په ګوتو کې ونیولې، سترګې یې چوغې کړې، او ویې ویل: مړه، ته دا زموږ له سهاره تر ماښامه منډې ګوره، له کلي له خپلوانو را ورک شو، څلور زره ډالره د کور کرایه کړو، د ماشومانو فیس یې کړو، دا څو میاشتې په همدې سوچ کې یو چې له دې بچیانو مچیانو سره چېرته بهر ته وتلي وای، یو چکر مکر مو وهلی وای، طلاق مال، دومره بچت نه کېږي چې د سړیتوب ژوند پرې وکړو.
ښځه: نه، اوس خبره څه ده؟ خدای مکړه څه تاوان ماوان شوی؟ چا درنه پیسې غلا کړي دي؟ چا تاوان ماوان در اړولی؟
غوښین: بس یاره، شل هغه ته ورکړه، شل هغه بل ته ورکړه، پنځوس هغه بل ته ورکړه، د ادې همدومره حلوا وه چې په څټلو تمامه شوه.
ښځه: اوهو، تا خو بوټونه هم نه دي ایستلي، وباسه بوټونه دي شل شې، کوټه دې ټوله مرداره کړې، وګوره، د کټ لاندې ځمکه دې سپېره مېره کړې ده. وباسه، بوټونه نیکټایي او کورتۍ دې وباسه. مخ لاس دې و وینځه، د ماښام لمانځه ته تیاری ونیسه، خدای به خیر کړي.
غوښین: یاره، د دې انجنیر وطنپرست خو دې خدای بېخ وباسي، چې چېرته وږی وي ده موږ ته را په مخ کړی وي. وایي صدقه ضد بلا ده، تر تا لا لویه بلا چېرته ده؟
چې خیرات کوې خو کوه یې کنه، نو په خلکو یې څله تاوانوې، مړه ورک شه د نه سړي زویه لا.
ښځه: وا سړیه، انجنیر صاحب څومره ښه انسان دی، خوشې ښکنځلې مه کوه، ستا اعصاب نن په ځای نه را ته ښکارېږي، چې کله دې انجنیر صاحب د غرمې د ډوډۍ پیسې پرېکړې کړي وي یا یې دفتر ته پیتزا درته را غوښتې وي څومره صفتونه یې کوې، نن دې داسې له خولې لاس اخیستی دی.
غوښین: نو له خولې به لا سړی څه وخت لاس اخلي. سل ډالره د ټول ژمي د بخارۍ خرچه کېده، ما هغه ورځ یو زبردست تور سوټ د پنځوسو ډالرو د بیې پر سر وانخیست، هغه په پنځه نیم سوه ډالره را بیه کړی و، ما په پنځه سوه غوښت، ایسته له دوکانه را ووتم.
ښځه: نو دا سل ډالره میراث مړي اوس څه بلا خوړلي دي چې تا اسمان ځمکې ته را ټیټ کړی.
غوښین: مړه دانګام دی که بانګام دی، که څه بلا، د هغې چاندې ته یې را نه واخیستل.