Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نظم
[03.Dec.2017 - 22:16]زړور که زړهءور ؟
الله تعالی پيدا کړي نعمتونه خوندور
بنده ګان ډيري ناشکره او چټي وي مره ور
آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ
شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګور
په حلالو چې ېې ګټي ،دانشور که هنرور دی
هېڅ به نه شي پوروړی وي به تل پاسره ګذاره ور (صرفجو)
که هر څومره عالِم پوخ وي ژبور ژبه ور او خولور خوله ور وي
په عمل که ګامور نه وي،د چا نه شي پرې باور
مقتدیان نلري ډوډۍ ،ملایان شول خېټور
<دين ېرې اېښی دام دنيا ته که قاضي مفتي دی که رهبر
چې زحمت باسي ځوانان مټور او هډور
د محمود لټان به ګرځي پوډريان او ځناور
څوک ېرې ورک شول په ژوندوني څوک ېې مړه په لر اوبر
آ خانان او مخه ور وو شمله ور او نامور
اووم وو د غويي، که اتم يې خندآور؟ وء که دا طغیان ژړاور
او کابل په وينو سور شو او سوځي پېښور
ټاکنې ټکڼۍ دي درغلۍ د زر و زورور
که خدای غوښتل يو وخت به پرې ورځمه زه زړءور
زړور ساپی