Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ارمان
[11.Dec.2017 - 17:16]ارمون دی چې، زه شپون وای
وزې او مئیژې مې پووه لای
سړې سیورې د څیړۍ ته
ویشې زړه وای غازیده لای
د ګاونډ په لیر مایان وای
دې وزا کای وړای مو کاتلای
په خرټي بوندې چګ نوست مې
ویرته دروای ژاغولای
دې له ورایه غلای غلای
په خواند، مینه اوریدلای
وړیکنکیې دنیوګۍ وای
غم او غس مې نه لیده لای
نه خیال، پیکر د پارین وای
نه مې سوچ د سابو کړلای
ګرځیدای په غرې،رغینه
څه کوې؟ چانه پشتلای
خړمسید وای، (منتظر) نه
خواشوول ژوند مې تیراولای
زیب منتظر مسید
[په مسیدوله لهجه کشې]