Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[18.Dec.2017 - 15:53]"ستا يوه يوه خبره ملغلره"
ملغلره ستا يوه يوه خبره
سخنوره په قلم دې برکت شه
په قلم دې برکت شه سخنوره
د زړۀ سره بې له تا څۀ زندګی ده
بې له تا څۀ زندګی ده د زړۀ سره
زوروره لږ مو پرېږده په قلاره
لږ مو پرېږده په قلاره زوروره
د لفظونو جادوګره چرته لاړې؟
چرته لاړې د لفظونو جادوګره؟
ستا د سترګو له منتره امان غواړم
امان غواړم ستا د سترګو له منتره
پېښوره يو ځل بيا د ګلو ښار شې
يو ځل بيا د ګلو ښار شې پېښوره
اے د مينې سمندره ما فېضياب کړه
ما فېضياب کړه اے د مينې سمندره
بختوره جنګرېز خانه ستا په نوم شوم
ستا په نوم شوم جنګرېز خانه بختوره