(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنرال بخت خان بړیڅ

[01.Jan.2015 - 11:16]

دانګریزي ښکییلاکګرو په وړاندې د هنددنیمې وچې ( بر صغیر) دخپلوا کۍ ستر اتل او ننګیالی پښتون جنرال ( جرنیل )بخت خان بړیڅ 

پښتنو دهند دنیمې وچې (بر صغیر ) په آزادي بخښونکي غور ځنګ کې ستره ونډه درلودلې ده او دهند دنیمې وچې په آزادۍ کې یې خپلې ډیرې وینې تو یې کړي دي او ډیر کړاوونه ، زندانونه او جیلونه یې ګاللي دي او هر ډول سرښندنې او قربانۍ یې ورکړي دي . د انګریزانو پرخلاف په دغو جنګیالیو کې یو هم پښتون جنرال بخت خان بړیڅ دی .دهغه پلار عبدالله جان ضیغم نومید چې درو هیلکهنډ دمشهور نواب حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ دکورنۍپورې یې اړه درلودله.
بخت خان لا نوی زلمی و چې دخپلې زړورتیا او پوهې په وجه پیرنګیانو په خپلې تو پخانې کې برتهي کړ او وروسته یې بیا د خپلې تو پخانې د مشر او افسر په توګه وټاکه.
کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې په ټول هندوستان کې دخلکو پراخه پرګنو ستر پاڅون پیل کړ او د آزادۍ جګړه پیل شوه نو په دغه وخت کې جنرال بخت خان په بریلي کې و. جنرال بخت خان چې کله دهند پر ولسونو مسلمانانو او هندوانو باندې دانګریزانو ظلمونه او زورزیاتی ولید نوپښتنه وینه یې په جوش راغله او دانګریزانو پو ځي نوکري یې دځان لپاره یو سپکاوی وګاڼه او هغه یې پریښودله او دبریلي دستر عالم او خپل روحاني مرشدمفتي مولانا سرفرازعلي شاه نه یې دانګریزانو پر خلاف دجګړې اجازت تر لاسه کړ او دانګریزانو پر خلاف دهند دولسونو په ستر پا څون کې یې په عملي توګه ونډه واخیستله . دغه ستر پاڅون په حقیقت کې یو ولسي پا څون و چې دپیرنګیانو دظلمونو او زورزیاتیو په وجه رامینځ ته شوی و..په دغه وخت کې دحافظ رحمت خان بړیڅ لمسي( خان بهادر بړیڅ ) دجنرال بخت خان په تدبیر او پوځي وړتیادبریلي پر سیمې برید وکړ او دبریلي سیمه یې ونیوله.بخت خان ده ته دبهادرشاه لقب ورکړ. وروسته بهادرشاه بړیڅ یو پر بل پسې دبدایون ، فرخ آباد او بلب ګړ سیمې هم ونیولې او په دغوټولو سیمو کې دبهادرشاه بړیڅ په نامه سکه جاري شوه او نوم یې هم د جمعې دلمانځه په خطبه کې ویل کیده .
انګریزان چې دبهادرشاه ددې پوځی پر مختګونو نه خبر شول نو دده پر خلاف یې پوځي کړه وړه وکړل او دسازشونو په نتیجه کې یې نوموړی ونیو او په بریلي کې یې ورته دپاڼسۍ سزا ورکړه .
تردې حالاتو وروسته جنرال بخت خان دروهیله پښتنو دڅوارلس زریز لښکر سره د هندوستان پلازمیینې ډهلي ته لاړ. په دغه وخت کې دهندوستان وروستني مغول واکمن بهادرشاه ظفر د ډهلي پر تخت ناست و ،خو پر شااو خوایې ډیر ستر غداران اودانګریزانو تالي څټي میرزا الهی بخش چې د بهادرشاه ظفر دزوی مغل میرزا خسر ( سخر ) او میر جعفر راتاوشو ي وو.که څه هم بهادرشاه ظفر دروهیله پښتنو د پو ځي مشر جنرال بخت خان دراتلو هر کلی وکړ او ده ته یې یوه مرصع توره چې په جواهرواو ملغلرو ښکلې کړل شوې وه او قیمتي غمي پکې لګیدلي وو دتحفې په توګه ورکړه او دی یې دخپلو پو ځونو دمشر په توګه وټاکه او دجنرالۍپوځي رتبه یې ورته ورکړه، خو سره له دې به هم الهي بخش بهادرشاه ظفر ته په پټه ویل چې بخت خان پښتون دی ، پښتانه دمغولو پخواني دښمنان دي ، دی غواړي چې ستا نه واکمني تر لاسه کړي . په داسې حال کې چې خبره داسې نه وه اود جنرال بخت خان بړیڅ موخه او مقصددهند دنیمې وچې نه دانګریزانو شړل و.
په دغه وخت کې جنرال بخت خا ن دبهادرشاه ظفر په دربار کې په ډهلي کې دانګریزانو پر خلاف جګړې ته تیاری ونیوله . که څه هم دبهادرشاه ظفر زوی مغول میرزا دپوځونو سپه سالار و، خو جنرال بخت خان بړیڅ دلس زره پوځونو په ملګرتیا وکولای شول چې دډهلي دتیس هزاري په ډګر کې چې په او سني وخت کې د زاړه ډهلي کشمیري ګیټ ته نږدې مو قعیت لري او اوس هلته دتیس هزاری کورټ ودان شوي دی دانګریزانو پر پو ځي مو رچو برید وکړي او انګریزانو ته خوله ماتوونکي ګوزارونه ورکړي او په دې توګه ډیرې وسلې او پو ځي سامان آلات دآزادۍ د جنګیالیو لاسونو ته ورغلل. تر دې سترې سوبې او فتحې وروسته دخپلواکۍ داتلانو او جنګیالیو شاه زلمیانو روحیې او حو صلې لوړې شوې . له بلې خوا انګریزانو هره ورځ دډهلی دښار دننه دتوپونو ډزې کولې اوهره ورځ ډير خلک وژل کیدل. لاو هم سرتیرو او سپاهیانو ته تنخواه په خپل وخت نه ورکوله کیدله ، ځکه جګړه ایز حالت و او له بهر نه دډهلي ښار دانګریزانو له خو ا کلابند شوی و او چندانې خوراکی مواد هم نه وررسیدل.سره له دې هم دډهلي ښار دڅلورو میاشتو او څلورو ورځو لپاره دجنرال بخت خان په لاس کې و ،په پای کې مغولی واکمن بهادرشاه ظفر دخپل زوی دخسر میرزا الهی بخش په سلا او مشوره چې دانګریزانو لاس پکې و پریکړه وکړه چې د شا هي کلا (لال کلا)نه بهرشی او دهمایون مقبرې ته چې دحضرت نظام الدین اولیا مزار ته نږدې پروت دی پناه یوسي ، خو تر دې دمخه چې مغولي واکمن بهادرشاه ظفر لال کلا پریږدي نو جنرال بخت خان ورته وویل چې راځه زما سره یو ځای شه موږ به دانګریزانو پر خلاف دښار نه بهرمورچې جوړوو او له دوی سره به جګړوته دوام ورکوو او که خدای کول بریالی به شو ، خو بهادرشاه ظفر دده خبره ونه منله او دهمایون مقبرې ته لاړ او هلته دانګریزي پو ځي جنرال ه ډسن لاسته ورغی .جنرال هډسن بهادرشاه ظفر په خپل پو ځي مو ټر کې چې دده دوه زامن هم پکې وو کینول او دانګریزانو دپو ځي چاوڼۍ خواته یې بوتلل ،خو په لاره کې یې دریا ګنج ته نږدې په خوني دروازه کې یې دده دوه تنه زامن دده په مخ کې ووژل او دی یې هم په دواړو سترګو ړوند کړ او تر هغه وروسته یې دبرما دهیواد پلازمینې( رنګون ) کې بندي کړ څو هلته مړشو . له بلې خو جنرال بخت خان هم چې دا حالت ولید دلال کلا نه رابهر شو او دخپلو پوځونو په ملګرتیا دلکهنو خواته ر وان شو . ده ته دا پته ولګیده او ورته داخبره ثابته شوه چې دهیواد او قوم پر خلاف ډیر غداران شته چې دانګریزانو په پلوۍ دخپل هیواد او خپل قام سره خیانت او دهوکه کوي. تر دې وروسته جنرال بخت خان داسې تری تم شو چې چا ته یې دمرګ او ژوند پته ونه لګیده خو بیا به هم انګریزان په دې ویره کې وو چې که یو ځل بیا راپیداشي نو ددوی ته به ډیرې ستونزې رامینځ ته کړي .
داو دهند دخپلواکۍ دیو ستر پښتون اتل جنرال بخت خان بړیڅ په اړوند لنډه لیکنه چې تاسو آغلو او ښاغلو ته مې وړاندې کړه .‬

-
بېرته شاته