د عدم تشدد فلسفه څه وایي؟
[20.Jan.2015 - 22:38]لیک: رحمت ګل عمري
))زه یو خوب وینم ، یو لوی ارمان لرم. زما د ولس حالت د صحرا د هغه ګلونو په څېر دی، چې صحرا کې زرغون شي، یو څو ورځې پس مړاوې شي او بیا له خاورو سره خاورې. زه غواړم زما ولس یو بل سره
غمونه او خوشحالۍ وویي. زه غواړم د قوم د خوشحالۍ لپاره د برابرۍ پر بنیاد یو بل سره اوږه په اوږه کار وکړي. زه غواړم دوی د قوم تقدیر بدلولو کې خپل قومي کردار ادا کړي او دوی د نړۍ له نورو قومونو سره سم شي او دوی د الله تعالي د مخلوق د خدمت کولو جوګه شي((.
دا د عدم تشدد د سرلاري خان عبدالغفار خان د ویناوو له لړۍ د امریکایي ایکناټ یادښتونه دي. ایکناټ د پاچا خان یوې بلې ډېرې مهمې خ رې ته اشاره کوي او هغه د پښتون قوم هنداره بولي. دی د پاچا خان له قوله وايي، څوک چې د پښتون سره مینه کوي، له هغه سره دوزخ ته هم ځي، ولې په زور او ج ر جنت ته هم نه ځي.
خو فخر افغان خپل پښتانه له دوو ټکو ډېر کمزوري هم بولي، نوموړي په خپل کتاب )زما ژوند او جدو جهد ( کې لیکي: اک ر باچا په خي ر او بن ر کې تر ماتې وروسته د اباس ن هغې غاړې ته له پښتنو سره د فکري مبارزې لپاره د اټک کلا جوړه کړه. باچا خان ليکي، اک ر پاچا له وزيرانو سره دغلته پر دې سوچ پيل کړ، چې پښتانه څه ډول مات کړي. وړاندې لیکي: )) له غور وروسته په دې نتيجه ورسېدل، چې پښتون دوه خاصيته لري، من حيث القوم مسلمان دی، له اس ام سره لوى عقيدت لري. دویم، پښتون له دولت سره مينه لري، نو داسې پالي ي يې وضع کړه، چې عالمان، ملايان، پ ران… پيدا کړي، چې د هغوی په ذريعه د اس ام د څادر لاندې خپل سياسي غرضونه ترسره کړي. بل دا چې د پښتنو م ران د خانانو په ذريعه په بيه واخ ي. موږ وليدل، چې اخوند دروېزه او د ده په شان نورو ديني عل اوو د پښتنو د تحريک د مخنيوي لپاره د پ ر روښان په څېر پر مسلمان شخص د کفر فتوا ورکړه.((
) ١١ ص،”زما ژوند او جدو جهد”( باچا خان ته د علم او پوهې زده کړه او ترویج د لمانځه په شان ارزښت درلود، چې له همدې امله یې د انګریزانو له مخالفت سره، سره د ښوونځیو د جوړولو کارته دوام ورکړ او په دې لاره کې څو ځ ي د انګریزانو له خوا زنداني شو. باچا خان د یوویشتمې پیړۍ له ډیرو نومیالیو شخصیتونو څخه دی، دغه س ر انسان د عدم تشدد، انساني کرامت ته د درناوي او د خپل ولس د حق د لاسته راوړلو لپاره څه کم دېرش کاله په زندان کې تېر کړل. باچا خان سل زره کسان د خدایي خدمتګارانو په غورځنګ کې شامل کړل او لویه هیله او موخه یې دا وه، چې د خپلو خلکو په وینو رنګې شوې جامې پاکې او خپل ولس داسې وروزي، چې د بشریت په خدمت کې واوسي. باچا خان له هېڅ دین او قوم سره شخړه نه لرله، بلکې د انسان او انساني کرامت په خدمت کې و.
د باچاخان د عدم تشدد سیاست په اړه امریکایي ایکانټ وایي:
که یو مسلمان یا زما په څېر پښتون په عدم تشدد روان شي، نو دا څه د تعجب او حیرانتیا خ ره نده او نه څه
نوې عقیده ده. څوارلس سوه کاله مخکې پیغم ر )ص( پدې اصولو او عقیدې عمل کړی و او له هغه نه وروسته
د هغه په خبره زموږ عمل مهم دی، چې د ظالم د ظلم نه ځان خ اص کړو، خو زمونږ څخه دا اصول هېر شوي او چې کله ګاندي په دې )عدم تشدد( عمل پیل کړ، نو موږ دا فکر وکړ، چې ګني هغه نوی کار کوي.
د باچاخان ټول ژوند او د خدايي خدمتګارو هلې ځلې د خپلواکۍ، ملي هویت، خپلې ژبې او د پښتنو د تعلیم لپاره وقف شوي دي.
باچا خان د جګړې پر ځای سولې، د وینې پر ځای مینې، د پاشېدلو پر ځای یووالي، د قهر پر ځای زغم، د بې حوصلګۍ پر ځای صبر، د بې سوادۍ پرځای د زده کړې او د خبرو پر ځای عمل کولو ته ژمن شخصیت وو.