(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د کونړ سيند
د کونړ سيند يمه څپو کې لراو بر يادوم
زه يم خادم دخپل ملت پښتون ټبر يادوم
بيادغني له شعر ديوان سره موجونه وهم
زه د و لي بابا ارمان اټک خيبر يا دوم
لکه دباز برۍ به پورته کړومنګولوکې خپل
چې سره ټول کړي پښتانه سوله هنر ياد وم
جرګه جرګه به شي دخان غفار مزاره پورې
د نارنج ګل ميلې ته ځي ترنن ګرهاره پورې
سوله به بيا په خندا راشي دا جانان وطن ته
د تمدن کاروان سره د ملنګ جان وطن ته
بيادنازو د ارمانونو ميروس خان به راشي
بيا دحفيظ د ارمانو ښکلې دوران به راشي
بېرته شاته |