Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتانه
[15.Mar.2018 - 13:05]تـا ډېر قیمه، قیمه کړل، پــر ټانکونـو پښتانه
تا ډېر سنګسار، سنګسار کړل، پر بمونو پښتانه
پـرون بــه دې پلورل، د امریکې پــر ډالــرونــو
نن پـلـورې تــه د روس پــر روبــلـونــو پښتانه
تــا ووژل له ځمکـې، بې ګناه پــر تــوغــنـدیــو
تــا ووژل اسـمــان نــه، پــر جــازونــو پښتانــه
ډېر ښخ شول په قبرونو کې بې پښو او بې لاسونو
ډېر ښخ شـول لا ښخېږي، بـې سـرونــو پښتانـه
زه داسـې ریـاست نــه بغاوت کوم، بــاغـي یم
چې تېر یې کړل له تیغه، پـه لاکهونـو پښتانـه
که عدم وتشدد بـانـدې ونـه شوه، داسې ښکاري
دا ځل درځـي میدان تــه، پــر اسـونـو پښتانـه
هم کړې يې بې درکه، په زرهـاو پښتنې جـونې
هم کـړل يـې بــې درکه، پــه زرګـونــو پښتانــه
نور ستا له دهشتونـو ټول تـر پـوزې دي راغلي
د سمـې پـښـتـانــه، او هم د غــرونــو پښتانـه
دوی خپله اعتراف کړي، چې يې قتل کړل بیسیاره
ســعــوده! پــــر درواغـــو جـهـادونـــو پښتانـه
سعود بنګښ
#PashtunLongMarch
#PashtunRejectStateTerrorism