Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دجنت حورې
[15.Mar.2018 - 14:48]وايي ملا جان چې په جنت کې حورې پنډې دي
غټې غټې سپينې سپينې مستې اوبربنډې دي
گوره بمبلي ته چې يې خوله دلاړو ډکه شوه
ښانگو کې دحورو تی الحمد قل هو ورکه شوه
گوره داشنا په ږيره لاړې راروانې شوي
ټول شهوت شهوت سترگې ورانې شوې شيطانې شوې
دا وجود دخاورې گل مست وي دخاورې په گلونو کې
خاوره به شي خاوره يو احساس اوياد به پاتې شي
ساز سرور به لاړ شي خوشي تشې باد به پاتې شي
زه به حورې څه کړم چې يې غيږ کې کينوی نشم
غټو مستو سترگو ته يې په سرو سترگو کتی نه شم
دا وجود که بيا شي جوړ شهوت حوري شراب وي
مست مست هلکان چې به هم ښکلي هم خراب وي
گوره ملاگي ته، دې چې لس يې درله گيره کړي
ته به ورله گورې اوهغه به درله تېره کړي
اولوڼه دې را ونيسي لا مور درله په مخه کړي
ټوله خيلخانه به درله گرمه کړي اويخه کړي
دغه که جنت وي ملا رب دې ورله بوځه ژر
دغه دله توب نه زما ژر ځله دی خوښ سقر
يا خو وجود نه لري يو مست اورنگين خوب دی
حورې اوغلمان دمينې خيشت اوليونتوب دی
يا داته چې وی که دا رښتيا ستا په کتاب کې وي
ټول غلمان به مړه وي پښتانه به په عذاب کې وي
تا له ملا جانه رب دې درکړي جنتونه ډېر
اوس پوه شوم چې ولې دا اوږده کوي لمونځونه ډير
زه به سور دوزخ له خپل غيرت اوغرور يوسمه
ځان سره به خپله حيا ،خایست اوسرور يوسمه
اور وي که عذاب وي تيروم به يې لکه خان
ته همسا په لاس شړه دښځې نه غلمان