Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[16.Mar.2018 - 09:23]څوک په لارو كې اغزي كري، نېک نام شي
څوک تابيا د سرو ګلونو كړي، بدنام شي
.
دا د عدل كوم انصاف دی لږ مې پوه كړه
چې دې زلفې چا ته ټال او چا ته دام شي
.
څوک يو دوه قدمه واخلي تر تا درشي
د چا پښې په مزل ماتې شي ناكام شي
.
نه پوهېږم پښتنه بې باكه مينه
د اشنا په وړاندې ولې احترام شي؟
.
مستي هغه، خو د كیف رنګ یې جدا دی
سړيتوب كله حمزه، كله خيام شي
.
بيا په تمه د وصال مې واورې پرېوځي
چې د تا د كلي غرونو ته مې پام شي
.
هر طلب له يو اميده پیدا كېږي
كوم اميد دی چې د تا د طلب نام شي
.
نه دروغ شم، نه رښتیا درته ویلې
زما مینه دې د ستا په زړه الهام شي
.
وار د سترګو مې خطا شي چې را مخ شي
چې په شا شې شعور ړوند، عقل مې خام شي
.
یوه شپه نیمه خو داسې وي چې وایم
چې دا ژوند دې تمامې پکې تمام شي
.
د روزګار له سپينو سترګو پناه راکړه
تورې زلفې دې خورې کړه چې ماښام شي
.
ډیوې بلې دې د سترګو راسره کړه
په سودا کې د وربل ډاکې مدام شي
.
د ولي سدا بهار خود سره فكر
پسرلی نه دی چې د شپو ورځو غلام شي
.
.
تابیا = ۱) چمتووالی، تياري، بندوبست ۲) چاره سنجونه، فکر، تدبير
ډاکه = چپاو، شبخون، عدی، داړه
ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک
سنګزار - مخ ۱۱۰