Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دنګه جنۍ
[26.Mar.2018 - 10:22]زموږ د کلي هغه دنګه جينۍ
هغه په سپين کې غنمرنګه جينۍ
.
اوس يې ها سور سالو لمبه نه وهي
اوس په پستو ګوتو چمبه نه وهي
.
ها چې سندرې يې په لاس رانيوې
د بام کوترې يې په لاس رانيوې
.
اوس يې د ټول کلي بامونه وران دي
سپين د کوترو يې سلامونه وران دي
.
خړو اوبو يې سور پېزوان وړی دی
ژېړ مازيګر يې ترابان وړی دی
.
چا يې په غشو کشمالي وژلي
چا ترې يادونه د لالي وژلي
.
سپېرو سیليو ترېنه شال وړی دی
د چړو څوکو يې شين خال وړی دی
.
نه يې ځونډي، نه يې بنګړي پاتې دي
بس تش کودي يې د ګړي پاتې دي
.
تش له بنګړو يې مړوندونه پاتې
ډک يې د ورور کمربندونه پاتې
.
غم، د وطن د غره د لمنځې په څېر
زړه کې يې وغځېد د ګونځې په څېر
.
په هدېرو ګرځي ملنګه جينۍ
هغه د ژوند په شانې دنګه جينۍ
.
لکه غوټۍ د غاټول ټولې پټې
په سره کفن کې ترې همځولـې پټې
.
ټولو غمونو ته يې دا پرېښې
د عرش پر لاره يې دعا پر اېښې
.
زړه يې په ټولو پسې داغ داغ
د ژوند د دښتې دا غاټول داغ داغ
.
لکه رنځوره ژېړه پاڼه جينۍ
ها غنمرنګه، هغه سکاڼه جينۍ
.
اوس په اختر د جونو پنډې نشته
اوس د ګودر د جونو پنډې نه شته
.
هغه ملاله او خماره جينۍ
ها چمبه ماره، ټپه ماره جينۍ
.
ټولې ټپې يې اوس ټپي ټپي دي
غرونه، تپې يې اوس ټپي ټپي دي
.
ستونی يې بس د یاقربان هدېره
زړه يې د هر يوهٔ ارمان هدېره
.
په نيمو شپو لېونۍ چيغه وکړي
لکه ويشتلې هوسۍ چيغه وکړي
.
ويښه دنيا وي، ځان په خوب واچوي
پرده د دې پر لېونتوب واچوي
.
ها د اوبو غــوندې بې رنګه جينۍ
هغه په مينه کـې ملنګه جينۍ
.
ستوري تسبې کړي، پرې مولا يادوي
نوم د وطن مې په بيا بيا يادوي
.
سترګې په لوري د مولا واړوي
هسې نه بل مخې دنيا< بېرته شاته