(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګلبشرې راشه ګل مې واخله

[04.Mar.2015 - 17:49]

لیک:عصمت قانع

د ۱۳۵۷ هه ل کال ژمی له اورښتونو ډک وو، تربرف او بارانونو زموږ د کلا د قبلې دېوال ډز راڅملاوه. د کلي درخو ترور ویل، چې بلا وه برکت یې نه وو، نیمه ټیکله خپله وخورئ او نیمه د خدای په جات خیرات کړئ، که مو اوس کړاڅي او زڼکي تر دېوال لاندې شوي وای څه مخ به مو توراوه.
کله چې دېوال راونړېد په سبا یې موږ خټه خیشته کړه او بېرته مو د دېوال پخڅو ته ملا وتړله. زما ماذې برېتونه لږ څه شنه شوي وو، پر ږیره مې تار د مرغۍ پۍ وو.
بس کاکا مې ککو دادا پخڅه وهله او ما په بېلچه پخه خټه چې د قُلبې په غوایانو مو پخه کړې وه، ورکوله. کاکا مې راډیو اخستې وه، چې د پخڅې د وهلو په وخت کې به یې کابل په نیولی وو.
په کابل راډیو کې به دا سندره ډېره راتله:
ګلبشرې راشه ګل مې واخله
های نور مه شکوه ګل
دا غنچه دې بس ده، های نور مه شکوه ګل
چې موږ د کلا د چپه شوي دېوال وروستۍ پخڅه پورته کوله په راډیو کې د اتڼ نغمې شروع شوې. په کلي کې اوازه ګډه شوه، چې پاچاګردي ده، خو د کلي د جومات ملا صاحب ملا فضل شاه اخند به ویل چې هېڅ هم نه کېږي، پاچاهي متولیان لري او متولیان پاچاهي کفارو ته نه ورکوي.
د کلي سپین ږیري جاجان کاکو به ویل، چې پاچاهي نورماد شبې خېل ونیوه، چې نه خدای پېژني او نه رسول.

دا څو موده چې په راډیو کې ناشناس بدلې ویلې، هغه یې ددې لپاره ویلې چې )داؤد( پاچا د نورماد یو انډیوال ماد اکبر )میر اکبر( خېبر وژلی وو.

نورماد د ناشناس په خوله داوت پاچا پر غوږ وهلو چې بس نور مه شکوه ګل. اوس یې نو د داوت پاچا پر خوله شنه مچان ور وبوڼول.

هماغسې وشول، په سبا یې پاچاګردي رښتیا شوه. زموږ کلیوالو نورماد شبې خېل پېژندلو، بس د اباد ژمي راټوکېدونکی پسرلی د وینو وږم راڅخه برمته کړ، وطن د بلا خولې ته ولوېد.
له بده مرغه دغه کیسه د ښاغلي سعد الدین شپون تر وروستیو خاطراتو پورې را یاده شوه.
ښاغلي شپون صاحب زموږ د کلي کلاخېلو د نورنګ صاحبزاده په څېر په خپلو خاطراتو کې د انسانانو په کولمو کې د پرتې غذا اندازه په ګرام سره سنجولې وه، له ورایه یې د کیشپ په څېره کې د ای ایس ای جاسوسان پېژندلي وو.
د نورماد او اجمل خټک ترمنځ یې ساړه روابط د روحیاتي پوهنې په زور کشف کړي وو او له ببرک سره یې د اجمل د یارانې راز و نیاز هم څېړلی وو او بیا یې په یوه مجلس کې هغه پټ اسرار چې نه د روسیانو مخبرانو کشف کولای شوای، نه د هندوانو مخبرانو د هغو پته لګولای شوای، نه د ظاهر پاچا نه د داوت پاچا او نه ددې نورو پاچاهانو د مخبرانو فوج ظفر موج د هغو اته او پته لګولای شوای، شپانه په یوه ډانګ دغه پټ اسرار درک کړل او ۳۵ کاله وروسته چې د اجمل خټک هډوکي لا پنجابیانو د باروتو د لمبو پرسر ونڅول اجمل خټک د پنجاب په مخبرۍ تورن شو. تورن څه چې د جاسوسۍ نغد مُهر پرې ولګېد.
ښاغلی سعدالدین شپون یو له هغو لیکوالو څخه دی چې لیک یې ددې وطن جوله او لهجه لري او زیات لوستونکي لري او هم په هغه وخت کې په کابل کې وو، چې اجمل خټک د کابل میلمه او د اسلام آباد رانده وو.
اجمل خټک بې جوړې پښتون سیاستمدار،  لیکوال، شاعر او مبلغ وو. د ژوند تر پایه پورې د خپل ارمان له لیلا، لیلا سره غېږ په غېږ پاتې شو.
کله چې اسلام آباد بېرته ور وغوښتلو نو هم د خپلې سیاسي تقوی په زور پر ډګر باندې د یوازیني پهلوان په توګه پاتې شوو.
له مرګه پس یې د ځان لپاره قبر هم نه وو خوښ او په ژوند کې خو د کور مالک نه شو. وروستۍ چیغه یې داوه:
زما د لوی کور انغری دې جوړ شي
خیر دی که پاتې زما څلی نه شي
په سیاست کې د کردار تقوی سخته ده، خو اجمل د ژوند تر پایه پورې د کردار تقوی وساتله.
د محترم سعدالدین شپون وروستی تور د پښتنو په مرکه کې د نرخ او څلي له مخې داسې تور نه دی چې بې سواله او بې ځوابه دې پاتې شي.
دغه تور هم بدي لري هم نیکي، هم ثبوت غواړي او هم انکار، هم د تاریخ د اوسني سټېج پرسر انانس غواړي او هم یې د ماضي ازانګه باید واورېدل شي او د مستقبل لپاره ثبت شي.
خو پر اجمل خټک باندې دغه تور په شپېتو میلیونو پښتنو کې زیات پښتانه ځورولي دي. شپون دې یا خپل تور ثابت کړي که تور نه وي خپل شک ته دې د شک څېره ورکړي او کنه له هغو پښتنو دې بښنه وغواړي چې دده الزام ځورولي دي او له دې وروسته دې ګلان نه شکوي.
ګلبشرې راشه ګل دې واخله نور مه شکوه ګل
دا غنچه دې بس ده، نور مه شکوه ګل
له محور ورځپاڼې په منننه

-
بېرته شاته