پر اماني دورې دپوهاندکاکړ کتاب ته يوه کتنه
[06.Mar.2015 - 20:26]دريمه او وروستۍ برخه
لیک:ډاکتر عبدالرحمن زمانی
نوې کتنه او که د انگريزانو له فتنو ډکو تبليغاتو په پلويتوب تکراري خبرې ؟
هغه څه چې د جناب ډاکټر صاحب کاکړ «د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه» کتاب کې نوي ندي، هماغه د انگريزانو له فتنو ډک تبليغات دي . کاکړ صاحب د تاريخي حقايقو پر ځاې، د نوې کتنې تر نامه لاندې، پرته له باوري اسنادو او مدارکو ، ديوه انگريزی ايجنټ د يوې ليکنې په استناد، پر حقايقو او واقعيتونود جعل او تحريف پرده غوړوي، او داماني رژيم د لومړي درجه دښمن د تبليغاتو په مرسته خپلې پيژندل شوې ليدلورې بيا تکراروي. دلته ستاسې پاملرنه څو بيلگو ته را اړوم:
د امانی رژيم پر وړاندي د انگريزي دسيسو او توطئو څخه مطلق انکار :
ډاکټر صاحب کاکړ د انگريزي دسيسو د اسنادو نه ليدل يا نه شتون، د دسيسو د نشتوالي دليل گڼي او وايې چې «ډاکټر ادمک چې خپل کتاب يې د برتانيې او هند د حکومت د رسمي پاڼو او راپورونو له مخې ليکلی داسې کومه ليکنه نه ده ليدلې، چې انگريزانو به د پاچا امان الله په نسکورولو کې لاس لرلې وي» (۱۳۸ مخ). «په افغانانو کې تر اوسه هم اوريدل کيږي، چې د پاچاامان الله نظام د انگريزانو په توطيو سره نسکور شوی. منشی علی احمد په دې اړه وايي چې په خپله په افغانستان کې هغه علتونه چې د انقلاب سبب شول، د افغان مامورانو او درباريانو له خوا د برتانيې حکومت توطيو ته منسوب شوي دي . (هماغه ځاې). «تر اوسه پورې دغسې ليکنه ليدل شوې نه ده چې د هغې له مخې به د پاچا (امان الله) په نسکوريدو کې د هند حکومت لاس لرلي وي» ( ۱۳۸ و ۱۳۹ مخونه).
ډاکتر صاحب کاکړ د خپل دغه دريځ څخه د دفاع په غرض پښه اوږدوي او داسې استدلال کوي چې «د برتانوي هند او د برتانيې د حکومت سياست دا نه و، چې د امان الله نظام دې نسکور شي، هغه هم د داړه مارانو له خوا چې په واک کيدو سره به يې افغانستان په حتمي ډول او هندوستان په احتمالي ډول ناارام وي» ( ۱۳۹ مخ). البته دا لومړې ځل ندئ چې ډاکټر کاکړ داسې استدلال کوي. هغه تر دې پخوا هم ويلي چې زه تر اوسه داسې سند سره مخامخ شوې نه يم چې څرگنده کړي انگريزانو د اعليحضرت امان الله خان په نسکورولو کې لاس لرلې وي . هغه حتی دعوه کوي چې «..انگريزانو د امان الله خان ځکه ملاتړ (حمايت) کوو چې هغه د عصري کولو (پرمختگ) او ټولنې د مدني کولو پلوي ؤ» [1].
د اماني نهضت د ناکاميدو پړه په خپله غازی امان الله خان او افغانانو په غاړه اچول
انگريزي استعمار سره له دې چې يو قوي افغانستان او غازي امان الله خان خپلې واکمنۍ او سياسي، اقتصادي او پوځي گټو ته لوې گواښ گانه، او د غازي امان الله خان د وژلو او له منځه وړلو د دسيسو او توطئو په څنگ کې يې د هغه د سلطنت د نسکورولو د پاره د هر فرصت څخه استفاده کوله، او په دې لاره کې يې د مذهبي مشرانو او دولت د مخالفينو د لمسولو او مرستې هيڅ کوښښ نه سپماوه، تل دا تبليغ کړې دئ چې گواکې د اماني رژيم د نسکوريدو اصلي سبب د اصلاحاتو د پروگرام د پيل کولو له امله د غازي امان الله خان اشتباهات وو، چې خلکو ته د منلو وړ نه وو.
ډاکټر کاکړ هم د خپل کتاب له پيله، د تاريخي حقايقو پرځاې د انگريزانو دا تبليغات سم گڼي او د خپل کتاب د لومړنيو خبرو په لومړني پراگراف کې ليکي چې «دی (امان الله خان) هغه لومړې افغان واکمن دئ چې د ټولنې د مدني کولو او عصري کولو لپاره يې پراخ سمونونه پلي کړل او د هغو له امله له وطن نه وشړل شو» (۱۴ مخ). گواکې دا د افغانستان باندني دښمنان او د هغوې داخلي ايجنټان نه، بلکې د افغانستان خلک وو، چې هغه يې د هيواد پريښودو ته مجبوره کړ. د يادونې وړ ده چې کاکړ صاحب په خپل کتاب کې بيا بيا غازي امان الله خان د انگريزانو په سبک او لهجه په سپکه تش د «امان الله« په نامه يادوي او د د هغه په هکله د «وشړل شو» او «په پښو کې ورغړيدو» په شان داسې ژبه استعمالوي، چه د دغه ستر شخصيت په وړاندې د انگريزانو د نفرت او کرکې د انتها څرگندونه کوي .
دمحمد ولی خان دروازی، غلام صديق خان څرخی او دانگريزانو نورو مخالفو شخصيتونو بدنامول او پر هغوې د غازي امان الله خان سره د خيانت تور لگول :
کاکړ صاحب پرته له کوم تاريخي معتبر سند او مدرک څخه، بيا هم د انگريزي ايجنټ د ليکنې په اساس د قضاوت پر گدۍ کښيني اودغازي امان الله خان د نژدې ملگرو او انگريز دښمنو شخصيتونو د کرکټر د وژنې حکم صادروي او ليکي چې «غلام صديق ا و محمد ولی د پروگرام له مخې په پټه د شينوارو او کوهدامن د داړه مارانو په لمسولو سره بې امنيتي واقعي کړي او د کابل د نسکوريدلو لپاره ډگر هوار کړو » (۱۳۶ مخ).
د حقايقو او واقعيتونو د پټ ساتلو هڅې
د ډاکټر صاحب کاکړ په دې کتاب کې د ضد او نقيض ليکلو زياتو مواردو سره مخامخ کيږو . البته دا ضد او نقيض ليکل له دې امله نه دي چې مؤلف د مختلفو سرچينو او اړخونو څخه پر پيښو او رواياتو رڼا واچوي، بلکې داسې هڅه ده چې د رښتياو او دروغو په يوځاې کولو سره د لوستونکي ذهن سرگردانه او مغشوش کاندي . مونږ د گران هيواد په معاصر تاريخ کې داسې نور مثالونه هم لرو چې د همدې ډول تحريفاتو په نتيجه کې يې ډير کسان د شخصيت پرستۍ، شاه پرستۍ او بيگانه پرستۍ په دام کې راگير کړي دي .
يوې دوو بيلگو ته پاملرنه وکړی او خپله پرې قضاوت وکړی :
ډاکټر صاحب کاکړ لومړې ليکي چې «…(غازي امان الله) په افغانستان کې د لومړي ځل دپاره ددغسې بنسټيزو سمونونو په پلي کولو پيل وکړ، چې په هغو سره افغان ټولنه مدني، سياسي نظام عصري او د فرد خپلواکي واقعي کړي» (۱۳ مخ). هغه بيا هم په ۱۲۸ او ۱۲۹ مخونو کې د بيلابيلو آثارو په حواله يوځل بيا د ټولنې د مدني کولو اود سياسي نظام عصري کولو ته گوته نيسي د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د قانون د حاکميت صفتونو ته ادامه ورکوي چې « د پاچا امان الله په څه لږ لس کلنې دورې کې هيڅ افغان د سياسي نظر د څرگندولو له امله بندې شوی نه دی . دا چې په هغه وخت کې سياسي ډلې له افراطي مفکورو سره فعالې وې، د همدغه آزادۍ له برکته و. پاچا امان الله ديوه پاک زړي واکمن په توگه د جاسوسۍ (استخباراتو) له څانگې نه کار وانه خيست . ښځو ته د ځينو اساسي حقوقو په منلو سره پاچا امان لله د ټولنې د مدني کولو په لور يو بل مهم گام پورته کړ. د ټولنې د مدني کولو په لور يو بل اساسي گام د پوهنې عام کول وو، چې پاچا ددغه نظر له مخې واخيستل شو، چې “بايد کوشش ما و شما در عالم بودن و دانسته شدن تمام افراد افغانستان باشد اگر چه مسلمان باشد يا هندو و يا ديگر کسې باشد” ده له پوهې او پوهنې او فن سره دغومره علاقمندي لرله، چې په کال ۱۹۱۴ کی يې د محمود طرزي له ثريا نومې لور سره د خپل واده لگښت د يوه ښوونځي د جوړولو لپاره خاص (وقف)کړ».
خو ډاکټر صاحب کاکړ وروسته د غازي امان الله خان په هکله بل څه وايې او ليکي چې «هغه د امنيت د گډوډونکو په برابر کې هغسې بې رحم و لکه نيکه چې يې و. د هغو د له مينځ نه وړلو لپاره يې سم له لاسه د اعدام حکم ورکاوه، بې له دې چې د اعدام پايلې په نظر کې ونيسي» (۱۳۲ مخ).
ډاکتر صاحب کاکړ ليکي چې « په دغه ډول افغانانو د پاچا امان الله په مشرۍ په جنگ او سولې سره له انگريزانو نه خپله پوره خپلواکي له ۳۹ کلونو نه وروسته ترلاسه کړه. افغانستان د نړۍ پوره خپلواکه هيوادونو په قطار کې سر هسکی ودريد او افغانان سر لوړي شول او پاچا امان الله غازي وپيژندل شو او په نړۍ کې يې نوم وايست، خو د سرحد د پښتني قومونو په اړه اساسي څه ونه شول» (۲۵ مخ).
خو بيا په يوه بل ځاې کې ليکي چې «البته په دې کې شک نشته چې دافغانستان او د هند حکومت اړيکې د ختيځوپښتنو په سر کړکيچن و او احتمال لري، چې د هند د حکومت سرحدي مامورانو به د خپلو معاش خورو ملايانو له لارې د پاچا امان الله او ملکې ثريا پر ضد لمسونې کړي وي. که دغه لمسونې په رښتيا شوي وي، هغه به لمسونې وي، نه نظامي عمل» (۱۳۹ ا و ۱۴۰ مخونه).
کاکړ صاحب آفرين مو په داسې مهارت شه چې خلکو ته په شاتو کې زهر ورکوۍ!
په تاريخ کې د سترې جعل کارۍ کوچنۍ بيلگې
البته البته د کاکړ صاحب په کتاب کې ټول شيان هم تکراري ندي . په اوبو د نورو لاهو شوو گلونو يو څو نمونو ته يې پاملرنه وکړی :
ډاکټر کاکر ليکي چې «امير امان الله بيا زما ديوې باوري سرچينې په حواله د خپل بندي تره د وژنې سبب شو(۱۸ مخ) . دلته د سردار نصرالله خان د مړينې د پيښې څخه تقريباً يوه پيړۍ وروسته هم کاکړ صاحب د خپلې باوري سر چينې د ښودلو جرئت نه کوي، او نه حاضريږي چې د هغې پيښې جريان او څرنگوالې وښايي . ولې کاکړ صاحب نه غواړي چې خلکو ته حقيقت څرگند شي؟
ډاکټر کاکړ په يوه بل ځاې کې ليکي چې «امير حبيب الله خان وروسته له دې چې (استاد خليلي د پلار مستوفی الممالک د رپوټ په اساس د امان الله خان او د هغې د مور لخوا د ده د وژلو) په دغه توطيې ځان نور هم باوري کړ، پريکړه وکړه چې امان الله ووژني او مور يې طلاقه کړي، خو دوې چې د امير د پريکړې نه خبر شول، نصرالله ته لاړل او په پښو کې يې ورغړيدل او په عذر او زارۍ يې ترينه و غوښتل، چې امير ته يې شفاعت وکړي» (۱۶ او ۱۷ مخونه).
دلته کاکړ صاحب دوه بيلابيلې پيښې سره يوځاې کوي او د تاريخي حقايقو په بدلولو سره ځان خپل هدف ته رسوي، يا په بله ژبه، اوبه خړي او ماهيان نيسي . لومړۍ پيښه د مستوفی الممالک ميرزا محمد حسين خان لخوا امير ته د امان الله خان په هکله د رپوټونو ورکول وو. دا يو منل شوې حقيقت دئ چې مستوفی الممالک هغه تر سختې څارنې او تعقيب لاندې درلود، او د امير او ځوې تر منځه د مناسباتو د خرابولو دپاره يې پر امير د ډزو او په کابل کې د پټو خپرونو په شان هر حرکت پر هغه تپلو.
دوهمه کاملاً جلا پيښه د غازي امان الله خان د مور د طلاق گواښ وو، چې په څپيړه د امير حبيب الله خان د وهلو وروسته منځ ته راغلې او په رښتيا هم د نصرالله خان په منځگړتيا حل شوې وه . دا پيښه د چهلستون په قصر کې د اميرحبيب الله خان د عياشۍ په هغه محفل کې منځ ته راغلې وه چې د امير خور، اخت السراج، ورته برابر کړی و. کله چې د امان الله خان مور، عليا حضرت ددغه محفل نه خبريږي، په چټکۍ سره ځان د چهلستون ماڼۍ ته رسوي، ناڅاپه قصر ته ننوځي، او ځان اخت السراج ته چې د امير څنگ ته ولاړه وي، رسوي او هغې ته يوه سخته څپيړه حواله کوي. خو اخت السراج ځان په چټکۍ سره شاته کوي او څپيړه د امير پرمخ وربرابريږي . د امير پر مخ د ملکې د څپيړې آواز ټول خلک اوري او ددغه نندارې په ليدو ټول حاضرين خاندي او وايي چې د امير د عيش محفل په غيش تبديل شو.
د تاريخي پيښو د متن څخه د خاص مقصد دپاره د ټاکل شوو جملاتو راويستل او هغه په بله بڼه خلکو ته رسول که د تاريخ بدلول او د شخصيت ترور نه وي، نو په څه نوم يې يادولې شو. دا چې اميرحبيب الله خان د خپل ځوې امان الله خان د وژلو پريکړه کړې وه، هغه بله نوې خبره ده چې مونږ يې يواځې د کاکړ صاحب په کتاب کې لوستلې شو .
کاکړ صاحب د محمد ولي خان دروازي او غازي امان الله خان د اړيکو په هکله، په خاصه توگه کله چې د اروپا سفر ته روانيدو، ليکي چې «دا هغه وخت و چې د حرب پر وزير محمد ولي باندې پاچا خپل باور له لاسه ورکړې و او غوښتل يې له دغه وزارت نه يې ليرې کړي . هغه يې خپل نائب او د بهرنيو چارو وزير کړ» (۷۵ مخ). څه عجيبه استدلال او منطق! پاچا پر يوه کس بې اعتماده کيږي، او غواړي چې له صحنې يې وباسي، نو هغه د دولت په تر ټولو لوړې چوکۍ کښينوي او د سلطنت نيابت ورته ورکوي، هغه هم هغه وخت چې خپله شپږ مياشتې د هيواد نه بهر ځي .
کاکړ صاحب په يوه بل ځاې کې د منشی علی احمد خان په حواله ليکي چې «په کابل کې يو شمير کسان چې زده کړه يې کړې او په باندنيو هيوادونو کې گرځيدلي وو، د محمد ولي په گوند کې په پټه ننوتل او د افغان جمهوريت جوړولو په امکاناتو باندې يې په پټه بحثونه کول . په هغو کې دغه کسان وو: غلام صديق څرخي، عبدالهادي داوي، حبيب الله خان (د حرب وزير مرستيال)، عبدالرحمن خان لودين، علي محمد خان، ميرزا محمد خان، ميرقاسم خان، ځيني نظامي افسران او ځينې غير مهم کسان لکه ميرغلام محمد (غبار) او نور . شجاع الدوله خان او محمد يعقوب خان د دربار وزير هم په دغه گوند کې وو» (۵۴ او ۵۵ مخونه) .
دا کسان چې کاکړ صاحب يې نومونه يادوي، مشروطه غوښتونکي او د غازي امان الله خان نيږدې ملگري او پلويان وو. کاکړ صاحب بيا هم د انگريزي تبليغاتو په مرسته ددغو انگريز دښمنو عناصرو د شخصيت ترور ته لستوڼي رانغاړي، او غواړي چې بيا هم د عامه ذهنيت د بدلون دپاره تور سپين او سپين تور معرفي کوي .
ښه به دا وي چې په دې هکله خپله د ارواښاد غلام محمد غبار نه واورو چې د نقابدار گوند تر سر ليک لاندې په دې هکله څه ليکي: « د وطن پرستو روشنفکرانو په منځ کې يوه ډله مرموزه عناصر د نقابدار او مصنوعي گوند په بڼه ورننوتل . دغو نقابدارو شارلتانانو د هيواد په مرکز او ختيځ کې د خلکو د غولولو دپاره په دروغو «انقلابی» شعارونه ورکول او په ظاهره دجمهوريت پلويان وو، خو په حقيقت کې ديموکراسۍ، جمهوريت او ترقۍ سخت دښمنان وو، او د نورو دپاره يې خدمت کاوه ، او وروسته بيا څرگنده شوه چې دوې يواځې د استبداد او ارتجاع د لاس آله او د نورومزدوران وو، ځکه يې د جمهوريت غوښتنې تر عنوان لاندې د اماني رژيم پښې وهلې او په حقيقت کې يې د يوه ارتجاعی رژيم راتگ ته لاره پرانيستله .په داسې حال کې چې حقيقي ديموکراتان د زاړه فيوډالي نظام مخالفه وو، او د ارتجاع په وړاندې يې د اماني دولت د اصلاح او بقا پلويتوب کوو» ( افغانستان در مسير تاريخ، ۸۱۴ مخ، د ايران چاپ .
کاکړ صاحب بيا هم د هماغه انگريزي استخباراتو د ليکنې په مرسته د اماني دورې د وروستنۍ لويې جرگې يو داسې روايت رانقل کوي، چې لږ تر لږه ما چيرې هم لوستلې ندی. کاکړ صاحب ليکي چې غازی امان الله خان د لويې جرگې د بحث په ترڅ کې خپل کنټرول له لاسه ورکړ او په لوړ آواز يې وويل چې «دا ټول ملي مصيبتونه د تاسو له لاسه دي، تاسې ملايان چې له دووسانو نه پرته نور څه نه يئ، زه به هغه څه نافذوم چې يې غواړم او زه به ستر پريښودل ان د برچو په زور عملي کړم، نه په غوړه مالۍ سره . پوه شئ چې زه يو انقلابي پاچا يم» (۸۸ او ۸۹ مخونه). دا هغه په اصطلاح د نووحقايقو بيلگې دي چې يواځې يې د کاکړ صاحب په کتاب کې موندلې شئ.
د غازي امان الله خان په لاس پرته له محاکمې د زرهاوو انسانانو وژل کيدل، بيا هم پرته له اسنادو او شواهدو هغه بل تور دئ چې مخکې ورته هم لنډه اشاره وشوه او پدې ورځو کې د کاکړ صاحب له خولې زيات اوريدل کيږي .
د کاکړ صاحب يوه بله څرگنده جعل کاري هم د همدې لويې جرگې په اړه د ارواښاد غبار د افغانستان در مسير تاريخ د لومړي ټوک د ۸۱۳ مخ په حواله يو روايت دئ . کاکړ صاحب ليکي چې « د همدغې موضوع په پاې کې د کابل وکيل غلام محی الدين (انيس) چې په روسيې کې يې زده کړه کړې وه، ولاړ شو او پاچا يې په دې ډول وپوښته چې :«ستاسې اعليحضرت فکرونه ډير ښه دي، خو تاسې اعليحضرت ولې د وزيرانو په چلونو سترگې پټې کړي دي؟” ده دغه پوښتنه په دغسې حال کې وکړه ، چې وزيران هم ناست وو. پاچا ځواب ورکړ، چې “ما څنگه سترگې پټې کړي دي؟” محی الدين بيا کړه چې “لس کاله کيږي چې تاسې اعليحضرت د اداري چارو په اړه قانونونه او مقررۍ ايستلي دي . په زرگونو اعدام يا بندي شوي دي، خو يو وزير هم محاکمه شوی نه دی . د وزيرانو په اند په خپله پاچا هغه د دغسې اعتراض کولو لپاره هڅولې و او که نه هغه ددې زړه نه لاره، چې په دغه ډول وگړيږي» (۸۹ او ۹۰ مخونه).
که د کاکړ صاحب پورتنې متن د هغه د سرچينې يعنی د غبار، چې په خپله د کابل وکيل او لويې جرگې کې حاضر وو، د کتاب د ۸۱۳ مخ د متن سره مقايسه کړو ، نو د هيواد د نامتو مؤرخ په تاريخ ليکنې او رسالت به پوه شو. د دغو دوو متنونو په مقايسې سره ليدل کيږي چې :
کوم وکيل چې خبرې کړې وې، ښاغلې غلام محی الدين انيس (د انيس د جريدې مؤسس او د “بحران و نجات” د مسخه شوي کتاب مؤلف ( نه دئ، بلکې غلام محی الدين آرتی، د هغه وخت يو مشهور مشروطه غوښتونکې وو. د حيرانتيا ځاې دئ چې د افغانستان د معاصر تاريخ متخصص او استاد د دغه شخصيت د نوم سره پيژندگلوي نه لري، او د هغه نوم يې په لوې لاس په انيس بدل کړې دئ . که فرض کړو چې کاکړ صاحب د پوهاند عبدالحی حبيبي مشهورکتاب،«جنبش مشروطيت در افغانستان» يا په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ، د ارواښاد حبيبي صاحب سره د حساسيت او حسادت له امله لوستلې نه وي، نو د فغانستان در مسير تاريخ کتاب خو به يې حتماً لوستلې وي . آيا د هغه کتاب د دوهم ټوک په ۳۸ مخ کې يې د نادر شاه د دولت په هکله د افغانستان د خلکو د نظر تر سر خط لاندې لوستلي نه دي چې « د هغې ورځې په شپه چې د سپه سالار د پادشاهۍ اعلان وشو. د کابل د (جوانان افغان) د ډلې يو شمير روشنفکرانو د ليکونکې د لاهورۍ دروازې په کور کې يوه حزبي ناسته جوړه او د نوي دولت په وړاندې يې د خپل دريځ د ټاکلو قضيه طرحه کړه . دا غونډه تر نيمې شپې اوږده شوه، د هغو له ډلې څخه غلام محی الدین خان آرتی وويل چې : د افغانستان مسئله دومره ساده نه ده لکه تاسې چې يې فکر کوئ . دهيواد د مقدراتو په ټاکنه کې يو پټ خارجي لاس لوي رول لوبوي . امانيه دولت د ښه نيت او انقلابي صبغې په درلودو سره، د لږې تجربې خاوند او مغروره وو، باندنيو لاسونو د کورنيو ايجنټانو په لاس بې لارې کړ او په خپلو لاسونو يې د هغه قبر وويست . آیا احمد علی خان لودین د بلديې رئيس، علی احمد خان والی، شیر احمد خان د دولتی شورا رئیس، گل احمد خان دضبط احوالاتو رئيس، میرزا محمد یعقوب خان کابلی، حسین افندی د گمرک مدير، علی محمد خان د سوداگرۍ وزير، او په لسهاوو هندوستانيان، حتی د شیر احمد خان (تاجر) او نورو په شان بيسواده کسان څوک وو چې لس کاله د مارانو په شان د دولت په لستوڼو کې ولوبيدل؟ د انگريزانو دولت څنگه په افغانستان کې کورني مترقي پروگرامونه او په باندنيو چارو کې آزاد سياست زغملې شو؟ آيا هغه بريتانوي هند ته ديوه تيره خنجر په شان متوجه قوي افغانستان ليدلې شو؟ د انگريزانو دولت لس کاله زيار وويست تر څو امانيه دولت او د هغې پروگرامونه له منځه يوسي . تر دې وروسته هغه د افغانستان له لورې ډاډه کيږي، او تاسې به په هيواد کې د يوه داسې مخربه پروگرام د پلي کيدو ننداره وکړئ چې د افغانستان (په تاريخ) کې به يې سارې لږ وليدل شي .نو ځکه هر هغه ډله يا کس چې د نوي حکومت سره مرسته او ملگرتيا وکړي، داسې معنی به ولري لکه چې په جنايت کې يې گډون کړې وي ».
کاکړ صاحب تاسې به حتماً لوستلي وي چې د هغه مجلس گډون کوونکي غړي د تاج محمد خان پغمانی، فيض محمد خان باروت ساز، عبدالرحمن خان لودين، او خپله غلام محی الدين خان آرتی په شان مشروطه غوښتونکي د استعمار مخالفه آزادی غوښتونکي د خانداني رژيم لخوا ووژل شول .
محمد نادرشاه په يوه پلمه عبدالرحمن خان لودین، چې د کابل د بلديې رئیس وو، د دلکشا ماڼۍ ته وروغوښت او رسيدو سره سم يې پوځيانو ته امر وکړ چې په مردکيو يې وولي، او بيا يې مړې ورته په خره په شوربازار کې د هغې ميرمنې ته واستوو. تاج محمد خان پغمانی هم پاچا وروغوښت او پوځيانو ته يې امر وکړ چې د شيرپور په غونډۍ کې يې په توپ وروتړي او ټوټې ټوټې يې کړي، چې دا کار تر سره شو. فیض محمد خان باروت ساز چې د خپلواکۍ د جشن په مراسمو کې يې يوه پښه له لاسه ورکړې وه، له يوې پښې په زولنو تړل شوې او د توپ په خوله کې ټوټې ټوټې شو. غــلام محی الـدین خان آرتی چې څو کاله وروسته له ترکيې څخه هند ته راستون شو، د پيښور په ښار کې په مرموزه توگه د يوه ناپيژندل شوي کس لخوا د ټوپک په گوليو وويشتل شو، او کله چې په روغتون کې له مرگه راستون شو، نو بيا په هماغه روغتون کې ددوهم ځل دپاره تر بريد لاندې راغې او ووژل شو. کله چې ارواښاد غبار د استبدادي رژيم سره د نيغ په نيغه مبارزې دپاره له جرمني څخه کابل ته راستون شو، نو سمدلاسه زندان ته واستول شو چې اعدام شي، خو د نادر شاه په وژل کيدو سره له مرگه وژغورل شو او لس کاله يې ځنځيرونه، زندانونه او تبعيدونه وزغمل، ماشومان يې له ښوونځيو محروم او خپلوان يې له دولتي کارونو وويستل شول . دا ټولې وژنې، بنديتوبونه او فراريتوبونه پرته لو کومې محکمې، اسنادو د وړاندې کولو او شاهدانو د شهادته او حتی په مشخصه جرم د تورن کيدو تر سره شول .
د ارواښاد غبار په متن کې، د کاکړ صاحب د نقل شوي متن په خلاف د ارواښاد محی الدين آرتي وينا داسې لولو چې «د کابل انتخابي نماينده غلام محی الدين خان آرتی، چې د دولت د جنگی مهماتو د اخيستلو دپاره يې شخصاً درې سوه زره روپۍ، منلې وې، چيغې کړې چې ” اعـلیحضرته، ترڅو چې دا په فساد مشهور وزيران محاکمه او اعدام نه شي، په هيواد کې هيڅ ډول اصلاحات امکان نه لري”.
د کاکړ صاحب دا وينا چې محی الدين بيا کړه چې “لس کاله کيږي چې تاسې اعليحضرت د اداري چارو په اړه قانونونه او مقررۍ ايستلي دي ، هيڅ د غبار په ليکنه کې نشته.، بلکې دا د يوه بل مشروطه خواه، عبدالرحمن خان لودين،ده چې په يوې وروسته غونډې کې يې د کابل د استور په چمن کې د صدارت د دندې په اړوند کړې ده .
خو شايد د کاکړ صاحب تر ټولو ستر دروغ او تهمت چې د افغانستان در مسير تاريخ د لومړي ټوک د ۸۱۳ مخ په حواله يې غلام محی الدين خان آرتی پورې تړلې دئ، د اماني رژيم لخوا د زرهاوو کسانو وژل او بندي کول وي . کاکړ صاحب هماغه شان چې د انگريزانو د ايجنټ ليکنه پر منشي علي احمد خان ورتپي، د دغه سترو دروغو او تهمت مسئوليت هم د ارواښاد غبار په غاړه اچوي .
واقعيتونه د تل دپاره پټ او پوښلي ساتل کيدای نه شي . د جناب پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ څخه د کابل پوهنتون د يوه سابقه داره استاد او هيواد د معاصر تاريخ د مؤرخ په توگه نه يواځې دا تمه کيږي چې تاريخي واقعيتونه لکه څنگه چې پيښ شوې دي، پرته له حب او بغض او روابطو، په پوره امانت دارۍ سره تاريخ کې ضبط او ثبت کړي . دوې اوس بايد پر خپل دغه ذکر شوي کتاب بيا له سره نوې کتنه وکړي، او يا هم لږ تر لږه د خپلې ليکنې د دفاع په برخه کې کره اسناد او مدارک وړاندې کړي، او که نه نو خپله به په تاريخ کې د يوه داسې تحريف کاره مؤرخ په توگه ثبت شي چې رښتيا او دروغ يئ سره ورگډ کړي، تاريخي پيښو ته يې جعلي روايتونه جوړ کړي، او په تاريخ کې يې د دروغو د ثبتولو دپاره جعلي اسناد او سرچينې جوړې کړې دي .
(پای)
[1] . د امريکا غږ راډيو آشنا د پروگرام سره د ۱۳۸۶ کال د زمري د مياشتې د ۲۹مې (۲۰۰۷ ميلادي کال د اگست د ۱۸ مې) نيټې په پروگرام کې د افغانستان د خپلواکۍ د گټلو د اته اتياوم تلين په مناسبت د کابل او کليفورنيا څخه د تاريخ د دوو کارپوهانو، استاد حبيب الله رفيع و ډاکټر کاکړ سره مرکه