(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټر سيد عالم محسود سره مرکه

[17.Mar.2015 - 20:02]

پښتونخوا وطن دا وخت د خپل تاريخ د ډېرو لويو ازمېښتونو سره مخ دے. سياسى اقتصادى او کلتورى بدحالۍ د اولس ژوند ژواک  ډېر زيات متاثره کړے دے او هم د دې بدحالۍ په نتيجه کښې د وطن د بدترين سياسى صورتحال په وجه د وطن اقتصاد د بربادۍ سره مخ دے، سياسى قامى ګوندونه د بدقسمتۍ نه د پښتونخوا ذکر شوے صورتحال سم نهٴ کړلو، هم په دې وجه د پښتونخوا اولسى تحريک په نوم د وطن هغه په قام او وطن مئين اولس راجمع شول او دا تحريک ئې جوړ کړو، د دې تحريک راجوړولو کښې د پښتونخوا وطن يو لوے دانشور سياست پوهه او سماجى سائنسدان ډاکټر سيد عالم محسود ډېر لوے کړاؤ او محنت دے هم دې تحريک په اغراض و مقاصد او د پښتونخوا په موجوده صورتحال د ''ليکوال'' په نمائندګۍ اکبر هوتى د ډاکټر سيد عالم محسود سره د ''ليکوال'' د پاره يو ملاقات کړے دے. په دغه ملاقات کښې چې کوم سوالونه او جوابونه شوى دى، د هغې تفصيل تاسو ته وړاندې کولے شى.

 د پښتونخوا اولسى تحريک د راجوړولو ضرورت ولې پېښ شو او د تحريک دريځ او تګ لاره څهٴ ده؟

ډاکټر سيد عالم محسود: پښتونخوا وطن يو يرغمال وطن دے، د دې وطن سياست اقتصاد سماج او کلتور هر څهٴ يرغمال شوى دى، نهٴ مو په دې يرغمالۍ څوک معاف کوى او نهٴ زمونږ د وينو سفر ختميږى، زمونږ وسائل په بې دړدۍ سره قبضه کيږى او تالا کيږى او زمونږ وجود او خاؤره لا نوره نوره هم تقسميږى. کله د فاټا صوبې د جوړولو خبرې کيږى کله د هزارې صوبې او نور هم مو يو د بله شوکوى، په داسې حالاتو کښې زمونږ يوه سياسى ډله هم دا وطن د دې شخړو او ستونزو نه نهٴ شى راايستے. د دې د پاره د يو وسيع اتحاد ضرورت دے چې په کم نه کم نکتو کار وکړو او دا وطن د دې قسمه جنجال نه راوباسو. مونږ اولسى تحريک د پاره څو شرطونه ايښى دى، چې نهٴ به الېکشن کوؤ، نهٴ به د چا اتحادى جوړيږو، او مونږ به د اجتماعى قيادت د لاندې تحريک چلوؤ هيڅ چوکۍ او عهده نهٴ غواړو. زمونږ بنيادى 6 نکتې دى چې د هغې تفصيل څهٴ په دې ډول دے:

 

(١) پيرنګى سرکار مونږ دلته په مختلفو برخو کښې ويشلى يو چې پکښې افغانستان، موجود خېبرپښتونخوا، فاټا او برټش بلوچستان شامل دى، د پاکستان په نوى رياست کښې د پښتنو وېش هم هغسې وساتلے شو. 1970ء کښې چې کله ون يونټ ختم شو نو د اباسين او مارګلې ترمينځه سيمه ئې هم پنجاب کښې شامله کړه. زمونږ دا وړومبۍ غوښتنه ده چې د پښتنو دا ټولې وېشلې شوې برخې دې په يوه صوبه کښې رايوځاے کړې شى، چې په دغه برخو کښې پښتونخوا په بلوچستان کښې پښتنې سيمې، فاټۤ او د اباسين او مارګلې ترمينځه تاريخى سيمې وى.

(٢) د پښتنو د ژبې او کلتور ډېر بد حال دے و پښتو ژبه د يو سازش تر مخه پسماند، او وروستو ساتلې شوې ده، پښتو ژبه، اوبهٴ به د پښتونخوا د قومى ژبې حېثيت ورکړلے کيږى او دغسې د پاکستان د نورو ژبو قامى حېثيت به منلى شى او دا مو غوښتنه ده چې نورو ژبو له هم دې قامى حېثيت ورکړے شى.

(٣) د تېرې دهشت ګردۍ په نتيجه کښې خېبر پښتونخوا او فاټا کښې چې کومې تعليمى ادارې تباه شوى دى او يا د صحت مرکزونه نشانه شوى دى، يا چې کومې لارې او سړکونه تباه شوى دى د هغې د بيا جوړولو د پاره د مرکزى حکومت نه مالى پېکج غواړو.

(٤) د پښتونخوا وطن په ټولو وسيلو چې په هغو کښې ځنګلونه، غرونه، سيندونه، معدنيات وغېره شامل دى، په دغه وسيلو د پښتونخوا د اولس واک او اختيار غواړو.

(٥) په نوکرو کښې د پښتنو سره ډېر زياتوب او ناروا سلوک کيږى، او د مرکزى حکومت په نوکرو کښې د انصاف نه کار نهٴ اخستے کيږى، هم دغه د نوکرو نه علاوه په سکالر شپو کښې هم نابرابرے کيږى. په دې کښې هم د برابر حصې غوښتنه کوؤ. د ابادۍ، پسماندګۍ د فرنټ لائن صوبې او د سمندر نه د اوږدې فاصلې په وجه د صنعتى پسماندګۍ د يو غټ مالى پېکج غوښتنه کوؤ.

(٦) پښتونخوا او فاټا د جنګ مرکزونه جوړ کړې شوى دى د دهشت ګردۍ په نوم چې د نړيوال هېوادونو نه کوم په اربونو ډالرې اخستل شوى او يا اخستل کيږى او دا مرکزى حکومت په خپل اختيار خرچ کوى حالانکې دا امداد صرف او صرف د پښتنو حق دے. زمونږ غوښتنه دا ده چې د بهر نه څومره امداد راغلے دے دا د دې پښتونخوا او فاټا اولس په ښهٴ راوستے شى او د لکونو IDPs په وجه دې پښتونخوا او فاټا جنګ زپلى سيمې وګرځول شى او دلته دې هر قسمه ټېکسونه او بلونه معاف کړے شى، په پښتونخوا کښې پېسو د پاره د خلقو تښتول، بهته خورى او ټارګټ کلنګ مخنيوى کول د رياست ذمه وارى ده او هر کله چې رياست يا حکومت د دې مخنيوے نهٴ شى کولے نو بيا حکومت د حکومت کولو جوګه هم نهٴ پاتے کيږى. پکار ده چې د حکومت واګى دې بيا پرېږدى.

د پښتونخوا اولسى تحريک دا غوښتنه هم ده چې د پاکستان د جوړښت سره سم چې د پښتنو سره کوم زياتے شوے دے، د هغې حساب کتاب پکار دے. د 18م ترميم په رڼا کښې واپډا هاؤس د لاهور نه دې پېښور ته راوړے شى، مونږ درې ګنا بجلى ورکوؤ خو د ټولو نه زيات لوډشېډنګ هم دلته دے اولسى تحريک دا غوښتنه هم کوى چې په پښتونخوا کښې دې بېخى لوډشېډنګ بند کړے شى او د جبن درګۍ او تربيلې صوابۍ خلقو ته دې خصوصى صنعتى زونونه جوړ کړے شى ځکه چې دغه ځايونه په غټ مقدار سره ټول ملک ته بجلى ورکوى. د صوبې د بجلۍ په مد کښې د 500 اربه نه زياته پېسه مرکزى حکومت ته کيږى کهٴ چرې مونږ ته خپل د بجلۍ دا رقم نهٴ راکوى مونږ به د بجلۍ بلونه نهٴ جمع کوؤ. دغه رنګه زمونږ صوبه د تماکو کوى او تماکو ته دې د فصل درجه ورکړې شى مونږ 48 اربو تماکو پېدا کوؤ خو 40 اربه روپۍ مرکز د تماکو په مد کښې زمونږ نه ټېکس وصولوى او زمونږ زميندار ته صرف 8 اربه روپۍ پاتې کيږى، چې دا هم د ظلم حد دے. په پنجاب کښې چې کومې کارخانې د سګريټو جوړې دى، دا کارخانې دې په پښتونخوا کښې جوړې شى، او د انصاف او اصولو تقاضه دا ده چې چرته خام مال پېدا کيږى هم هلته کارخانه پکار ده، خو دلته هر خام مال پنجاب ته ځى او د پنجاب کارخانې پرې چليږى. صرف تماکو په مد کښې د 2002ء نه تر 2012ء پورې وفاق 480 اربه روپۍ وهلى دى. هم دغه رنګه د War & Terror په حواله پاکستان ته د 2002ء نه تر 2012ء پورې 75 بلين ډالره ملاؤ شوى دى چې ټولې ترې 7500 زره اربه روپۍ جوړيږى، په دې کښې 2200 اربه روپۍ نغدې دى. خو پښتونخوا او فاټا ته يوه انه هم نهٴ ده ورکړې شوې. مونږ د مرکزى حکومت سره د يوې يوې روپۍ حساب کتاب غواړو. هم دغه رنګه مونږ ټول ملک ته 67 فيصده اوبهٴ ورکوؤ چې مونږ ته په خپلو اوبو 1 فيصده اوبهٴ راوکولى شى، مونږ دا ټولې خبرې د تحقيق او دليل په بنياد کوؤ. د اوبو په حواله چې څومره زړې معاهدې مونږ هغه نهٴ منو، د اوبو سرورخ (سرچينه، منبع) پښتونخوا وطن دے، او پښتونخوا ته د دې حقونه پکار دى، خو زمونږ د 80 فيصده نه زياته زمکه بارانى دى، مونږ پنځهٴ غټ نهرونه پښتونخوا ته غواړو، يو د نوښار او پېښور په لاره، بل د شکر درې په لار چې د کوهاټ زمکو ته ځى، بل د کرک ډومېل  د پاره او بل ټانګ ډي اۤئى خان په لار نهرونه پکار دى، چې د پښتونخوا دا شاړې خړوب کړى او قابل کاشت شى، مونږ په خپلو اوبو کښې هم د اوبو نه محروم يو.

 

دا زمونږ د اولسى تحريک د کړاؤنو او مبارزې نتيجه ده چې مونږ د صوبائى اسمبلۍ په ذريعه څلور قراردادونه منظور شو چې پکښې د تماکو، جنګ زده صوبې، دهشت ګردۍ ختمولو او کاشغر ګوادر پورټ شامل دى.

اکبر هوتى: ډاکټر صېب تاسو د خپلو خبرو په ابتداء کښې د پښتونخوا وطن جغرافيائى حدونه بيان کړهٴ، خو د ګلګت بلتستان حد د چا دے اۤيا دا د پښتونخوا وطن حصه نهٴ ده؟؟

ډاکټر سيد عالم محسود: هسې خو ګلګت بلتستان د افغان سلطنت برخه پاتې شوې ده، خو په دې موجوده حالاتو کښې داسې ښکارى چې د پښتونخوا صوبې سره د دې شموليت ممکن نهٴ ښکارى.

اکبر هوتى: نن سبا د کاشغر ګوادر کورېډور (راهدارۍ) يوه ډېره غټه مسئله راپورته شوې ده، د دې په حقله د اولسى تحريک څهٴ نکته نظر دے؟

کورېډور د دوؤ ملکونو، هېوادونو تر مينځه راهدارۍ ته وائى. چې ډېر اړخونه لرى، د دې په ذريعه تجارت، تګ راتګ، کلتورى او سماجى ادلون بدلون هم کېدے شى. په دنيا کښې د ټولو نه زړه راهدارى د افريقې او چين تر مينځه ده چې يو ډېر لوے تنوع لرى، دې ته سلک روټ (Silk Rout) هم وئيلى شى. دا د اقتصادى پرمختګ او ودې يو ژوندے مثال دے. دا د هېوادونو د اقتصادى او سماجى بدلون يوه اهمه ذريعه ده. دې نه علاوه په افريقه کښې داسې راهدارۍ هم شته چې مغربى مشرقى او وسطى هېوادونه پرې يو بل سره تړى او هم دغه د امريکا او کنېډا تر مينځه په 1990ء کښې يو داسې راهدارى (Corridor) جوړ کړو چې ډېره غټه پېسه ئې پرې ولګوله چې په 2006ءکښې کومه اندازه وشوه نو د امريکا او کنېډا دغه راهدارۍ 626 بلين ډالره ګټه کړې وه. چين د خپل اولس د ښهٴ او مضبوط اقتصادى او سماجى ګټو په غرض په 1970ء کښې په مشرقى چين کښې داسې راهدارۍ جوړې کړې. د دغه راهدارو په وجه مشرقى چين ډېر وړاندې لاړو او د مشرقى چين د اولس سماجى اقتصادى اړخونه رابرڅېره شول، د مشرقى چين د اقتصادى ګټې په وجه مغربى چين ته احساس محرومى وشوه، د سنکيانګ د ازادۍ تحريکونه هم په زور شو نو د چين حکومت په دې سوچ وکړو چې داسې يو کورېډور جوړ شى چې د هغې سره د مغربى چين احساس محرومى ختمه شى او د سنکيانګ چې کوم د ازادۍ تحريکونه دى هغهٴ ختم شى، او د چين سره مينه شروع کړى، نو په دې غرض هغوى د کاشغر ګوادر کورېډور فېصله وکړه. اوس راځم دې کورېډور ته دا صرف يو روټ نهٴ دے بلکې دا يو 6 لائنه موټروۍ ده، چې پکښې يو تېر ترين ټرېن روټ هم دے، هم په دې لاره به 190 بلين ډالرو تېل ځى، په دې به د Fiber optic چې يو جديد کېبل لائن دے. او د کميونکېشن په مد کښې کردار ادا کوى، هم د دې لارې نه تيريږى. په دې به صنعتى زونونه هم وى، په دې به ټېکس فرى زونونه وى او مثال په توګه چارسدوالې پېزار يا خامته او يا داسې نور لوکل صنعت به په ټوله خطه کښې خرڅيږى، دې سره به د خطې خلق ډېره غټه اقتصادى او کلتورى ګټه مومى، په دې روټ به د ماشومانو د کهلونو نه واخله تر جهازونو پورې جوړيږى او چې کوم خام مال چې دلته دے دا به زر زر کارخانو ته ځى، او د دغې خام مال نه د استعمال سامانونه جوړيږى او خلقو ته به په اسانه ګټه په لاس ورځى. او روزګار به هم زياتيږى. بله اهمه وجه دا ده چې کله چين په مشرقى چين کښې دا روټس جوړ کړل نو عام خلق ئې تکنيکى شول او تکنيکى خلق ئې ماهرين شول، او ماهرين ئې د خپلو صنتعى زونونو خاوندان شول، او دې روټس سره به هم داسې نتائج مخې ته راځى اوس راځم کاشغر ګوادر کورېډور ته.

د کاشغر ګوادر کورېډور چې کوم نېچرل روټ دے هغهٴ د شاهراه قراقرم نه هرى پور حسن ابدال داؤد خېل ميانوالى ډى اۤئى خان ژوب کوټه نه تر ګوادر دے، دې نه به پنځهٴ لارې جوړيږي يعنى د حسن ابدال نه پېښور لنډى کوتل په لار افغانستان او بيا وسطى اېشيا، بل به د بنو ميرانشا غلام خان په لاره وسطى ايشيا بل به د ټل پاړه چنار په لار افغانستان او بل به د کوټې چمن پشين بولداک کندهار او بيا وسطى ايشيا ته ځى. مطلب دا کورېډور به يو داسې Interlink وى چې ټوله وسطى اېشيا به يو بل ته رانزدې کوى، دې سره به د پاکستان پسمانده سيمې وده ومومى او په اصل کښې به دا Cluster Corridor وى.

دا به مختلف هېوادونه يو بل سره تړى او قريباً 3 اربه خلقو ته به فائده رسوى، دا به د دنيا د تجارت 25 فيصده حصه وى، دا کورېډور به د انسانانو قسمت بدلوى، د اکهٴ يو طرف ته چين ته فائده ورکوى نو بل طرف ته به دا پاکستان ته ډېره غټه اقتصادى ګټه ورکوى. اوس راځم دې ته چې چين ته د دې ګټه څهٴ ده، چين ته تېل د خرموز قطر نه د بحيره عرب په لار شنګائى ته رسى، د خرموز نه شنګائى ته 14900 کلوميټره فاصله ده، اوس کهٴ وګورو نو د شنګائى نه کاشغر ته 4000 کلوميټره فاصله ده، او بيا د کاشغر او ګوادر تر مينځه 2500 کلوميټره فاصله ده او د ګوادر نه خرموز 400 کلوميټره دے. چين به په دې کورېډور خو 100 اربه ډالر ولګوى خو چين د دې کورېډور په يو کال استعمال به دغه خپلې 100 اربه ډالرې سر کړى او بيا ئې باقى نوره سل په سل ګټه ده.

کله چې پنجابى وزيراعظم ته دا ادراک وشو چې د دې کورېډور زياته فائده د پاکستان پسمانده سيمو او په خصوصى توګه پښتونخوا او بلوچستان ته ده نو دهٴ ورته د موټروې لار وښودله. چې د حسن ابدال نه تر لاهور ار بيا د لاهور نه د ملتان په لار کراچۍ او بيا ګوادر د دې په ذريعه به دا کورېډور 800 کلوميټر اوږد شى، په يخنۍ کښې به دا کورېډور د خړه (Fog) د لاسه متاثره کيږى او په ګرمۍ کښې به د سېلاب (Flood) د لاسه. خو چې دا کوم نېچرل کورېډور دے د هر قسمه موسم د پاره سم دے. د دې نېچرل کورېډور په ذريعه به د پښتونخوا او فاټا او بلوچ پښتون صوبې خام مال پکار راځى، نو يو خو به روزګار زيات شى بل د دغه خام مال په وجه به دغلته غربت هم ختم شى، او خلق به خوشحاله شى. د دې نېچرل کورېډور پنجاب ته هيڅ قسمه تاوان نشته، بلکې فائده دا ده چې پاکستان به د سنټرل اېشيا سره ملاؤ شى او يو ډېر مضبوط کميونيکېشن به جوړ شى، نواز شريف چې کومه لار ښائى د هغې داسې قسمه هيڅ فائده نشته، صرف د چين د تېلو د رسد نه علاوه. او د نېچرل کورېډور روټ د خطې په اربونو انسانانو ته ډېره غټه مالى کلتورى او سماجى فائدې دى او د مختلف النوع فوائدو په وجه به دلته امن هم راشى، ځکه چې اقتصاد ښهٴ کيږى نو جرمونه به ضرورت ختميږى، کهٴ پاکستان د ټولو قومونو ملک وى او پښتونخوا فاټا او بلوچستان د دې وفاق حصې وى، نو دا کورېډور به په خپل نېچرل روټ جوړ شى او کهٴ نه پاکستان صرف د پنجاب نوم وى نو بيا به دوى د دې نېچرل روټ مخالفت کوى، خو پښتونخوا اولسى تحريک به په خپله قامى او ملى مبارزه سره د داسې وطن دشمنه منصوبو خلاف ضرور راپاڅى او د تحقيق او دليل په بنياد به خپله خبره وړاندې بوځى، په دې معامله کښې د پښتونخوا اولسى تحريک دا وظيفه ده چې د کاشغر ګوادر کورېډور نېچرل روټ د پاره خپله تنده او تېزه مبارزه له دوام ورکړى.

 

اکبر هوتى:

کهٴ چرته پاکستان د پښتونخوا اولسى تحريک دا نکتې نهٴ منى نو د پښتونخوا اولسى تحريک نورې څهٴ لارې چارې ټاکى ځکه چې تحريک خو انتخاب کښې حصه هم نهٴ اخلى نو هلې ځلې به کوى؟؟

ډاکټر سيد عالم محسود: مونږ به پاکستان په مختلفو طريقو مجبوروو، زمونږ د مبارزې مثال دا دے چې د پښتونخوا اسمبلۍ د اولسى تحريک په کوششونو څلور قراردادونه منظور کړل، مونږ به په ځان سخته کوؤ د دې وطن هره سياسى پارټۍ ته به ځو، کهٴ هغهٴ د هر فکر او نظريې سره تعلق لرى، مونږ به ځان ځاے کړو، د هيڅ چا هيڅ قسمه مخالف نهٴ يو، صرف د دې قام په خاطر..... د سندهـ ټول سياسى ګوندونه کهٴ هغهٴ د هر فکر او نظريې سره تعلق ساتى د سندهـ خبره کوى، د پنجاب هغه د پنجاب خبره کوى، منو چې په پښتنو کښې اتفاق راوستل ګران کار دے خو ناممکن نهٴ دے، خو شرط به دا وى چې مونږ به د دې اتحاد د پاره ځان ملنګ کړو او خپل قام ته دا خواست کوؤ چې په پښتنو کښې د داسې اتفاق خبره وکړى، په پاکستان کښې هر قام دغه منزل حاصل کړے دے، پنجاب په 1953ء کښې دغه منزل حاصل کړو. د دغه وخت نه تر نن پورې په پنجاب کښې مختلفې ډلې او طبقې شته خو دغه ټول د پنجاب مفادو په يو نکته دى، سندهـ په 1972ء کښې دغه مقام ته رسېدلے دے، د سندهـ پيپلز پارټى ، مسلم ليګ، جماعت اسلامى غرض ټولې سياسې پارټۍ د سندهـ په مفادو نظر لرى، د سندهـ جماعت اسلامى د قراۤن نه د قام او قام پرستۍ جائزه کوى، بلوچ په 1990ء کښې دغه ځاے ته رسېدلى دى، نن په بلوچ کښې ازادى خوښه او پاکستانى دواړه شته خو پاکستانى بلوچ دغه ازادى خوښو ته بد نهٴ وائى، په پښتنو کښې هم داسې ممکن دى او د 12 اپرېل نه تر اوسه پورې د خېبر پښتونخوا څلور قراردادونه منظور شول، نو ممکن ده چې پښتانهٴ يو موټے شى، نو پاکستان به ئې ضرور منى، دا زما يقين دے.

کهٴ وګورئ نو دلته د احتجاج کلچر بېخى ختم دے، د جلوس او جلسې روايت ختم دے، دلته د پرامن هړتال روايت ختم دے، لانګ مارچونه څوک نهٴ کوى، دلته د قامى مسئلو په حقله څوک وال چاکنګ نهٴ کوى، هم دغه رنګه په قامى مسئلو څوک Debate او Arguments نهٴ کوى، د اګاهۍ فقدان دے. ANP چې د کاشغر په حواله کوم کل جماعتى کانفرنس راغوښتے دے هغې کښې به دا تجويزونه ږدو، د لاهور نه دوه پارټۍ راغلې، اسلام اباد ته.... يوې ډلې وې انقلاب راولو.... بلې ډلې وئېل حکومت ختموو، دغه ډلو رېډ زون هم کراس کړو، د چين صدر دوره ئې هم ملتوى کړه، کهٴ مونږ چرته داسې وکړو چې په يو لاس کښې قامى جنډه او بل لاس کښې د چين جنډه واخلو او ائېرپورټ ته لاړ شو او د چين صدر ته زړه نقشه وښايو چې دا کورېډور زمونږ قسمت بدلولے شى او د دې کورېډور په ذريعه دلته امن راتلے شى نو دا هم ممکن کيدے شى.

اکبر هوتى: د 21م ترميم په حقله د تحريک څهٴ نکته نظر دے؟

ډاکټر سيد عالم محسود: مونږ دا ګڼو چې پارليمان خپل ځان نه شى ساتلى يا سياستمداران پارليمان نهٴ شى ساتلى او د پارليمان Supremacy نهٴ شى ساتلى نو د داسې جمهوريت څهٴ فائده، د دې نه واضحه شوه چې اصل اختيارات د فوج سره دى، اولسى تحريک بالکل د 21م ترميم په حق کښې نهٴ دے او يقينى ده چې د اۤرمى عدالتونه به د پښتون بلوچ قامى تحريکونو د پاره استعماليږى. فوج د يوې اوږدې مودې نه اۤئينى رول غوښتو او نن دا دے د 21م ترميم په ذريعه هغوى په خپل مقصد کښې کامياب شول، د 21م ترميم په ذريعه امن نهٴ شى راتلے پکار ده چې د پنجاب د دهشت ګردۍ مرکزونه ختم کړى، کهٴ دوى د فاټا ټول خلق په اېټم بم مړهٴ کړى، ټول پښتانهٴ مړهٴ کړى، خو چې پنجاب کښې د دهشت ګردۍ اډې وى نو د امن نوم دې څوک نهٴ اخلى، دلته Check and Balance نشته، د 21م ترميم نه خوش بينه نهٴ يم، د APS په واعه يو سياسى رهنما هم د فوج په انکوائرى غږ نهٴ شى کولے او نهٴ به دا جراٴت څوک وکړى.

اکبر هوتى: د پښتونخوا اولسى تحريک د فلېټ فارم نه د پښتونخوا اولس ته څهٴ پېغام ورکول غواړئ؟

ډاکټر سيد عالم محسود: د پښتونخوا اولس ته دا پېغام دے. کهٴ تاسو د هرې نظريې او سياسى فکر ملګرى ئې ستاسو کهٴ هر بېرغ دے، کهٴ سور دے او کهٴ شين او کهٴ برګ خو د وطن او قام ستونزې د ټولو شريکې دى، بايد چې د دې د قام د وسيع تر مفادو په خاطر تاسو د پښتونخوا اولسى تحريک مرسته وکړئ، راځئ زمونږ ملګرى شئ چې مونږ دا کړکېچن او ازغن سفر اسان شى او منزل مو رالنډ شى

Akbar Hoti

Dr. Said Alam Mahsood sara maraks

-
بېرته شاته