فرخنده یوه پېښه نه ده
[23.Mar.2015 - 14:44]لیک: نور محمد ضیا
فرخنده یوه پېښه نه ده. یوه عادي کیسه نه ده. یو تصادف نه دی. دا زموږ په افراطي دینپالنه کې، زموږپه افراطي کلتور پالنه کې او زموږ په افراطي ذهنونو کې ژوره ریښه لري. فرخنده یو بحث دی چې له لسیزو راهیسې تر اوسه تابو ګڼل کېږي او تر اوسه پرې نه کوم سیاستوال او نه کوم ټولنیز شخصیت په خلاص زړه بحث کولی شي.
موږ د خپل غیرت، ۵زره کلن تاریخ، دروغجن ویاړ، شعار او دروغجن عزت په خیال کې دومره ورک یو چې نننی وحشي انځور مو نه وینو. هغه انځور چې نړۍ یې موږ ته ښودل غواړي. موږ د دې پر ځای چې په ځان کې د دغې وحشت پر محوه کولو هڅه وکړو تل د دې هڅه کړې چې نړیوالو ته قناعت ورکړو چې موږ داسې نه یو. موږ خپله انرژي د دې پر ځای چې پر ځان مصرف کړو د نړیوالو پر قناعت یې مصرفوو.
فرخندې ښکاره کړه چې زموږ ښاري ذهنیت زموږ د کلیو له ذهنیت سره هېڅ ډول توپیر نلري او دا زموږ د معارف کمزوري ښيي. هغې دا وښوده چې د بلډنګونو په ودانولو، د لوکسو کالیو او پتلون په اغوستلو، د ښار په منخ کې اوسېدلو باندې انسان نه مدني کېږي بلکې انسان د هغه د فکر پر مټ مدني کېږي چې څومره انساني دی. چینجن ذهنونه په لوکسو ودانیو کې هم چینجن وي. فرخندې موږ ته د ښځو ارزښت زموږ په تولنه کې راوښود او هغه دروغجن شعارونه یې رسوا کړل چې په اتم د مارچ ورکول کېږي او د ملایانو، دیني پنډتانو، مردارذهنو سیاستوالو، وحشي ښارمېشتو صحرايي څېرې یې رابرڅېره کړې. هغې وښودله چې د سیمین غزل په شان د مسته ملنګې ښځې تشه سمبولیکه مقرري د ښځو لوېدلي حال سره په دې ټولنه هېڅ مرسته نشي کولای بلکې عملي او شعوري بدلون غواړي چې له ارګ او جوماته پیل شي او د خلکو تر کورونو ورورسېږي.
له بله پلوه هغې دا ښکاره کړه چې ټولنه کې دوه حکم چلوونکې مرجعې نشي چلېدلای. یا به ملا پاچاهي کوي او یا ارګ. که ارګ یې کوي نو باید جوماتونه زموږ د مرګ فتواوې صادرې نکړي او ديني پنډتان لکه ایاز نیازی باید وپوښتل شي چې په کوم بنسټ د خلکو لخوا د قانون په لاس کې اخیستنه توجېه کوي؟ هغه باید وپوښتل شي چې که حتا فرخندې قران سوځولی هم وای نو ته د کوم منطق پر اساس دا صحرايي محکمه جایزه ګڼې؟ آیا دې ملک کې دولت نشته؟ همدا دولت چې ته یې معاش خورې. آیا دې ملک کې محاکم او قاضیان نشته؟ ایاز نیازی یوه بېلګه ده خو د دې په څېر زرګونه ملایان باید پوه کړای شيچې که تاسې داسې ځناورتوب ته دیني توجېهات لټوئ نو د دین پښې وهئ.
فرخنده د بحث پیل دی، پای نه.
................................
فرض کړه ستا خور د ښار منځ کې په سرک ناسته ده. په مخ یې سرې وینې راروانې دي. ویښته یې خواره واره دي، کالي یې پردیو سړیو ورشلولي دي. خواوشا ترېنه لسګونه نارینه راتاو دي او هر چا ته چې هر څه په لاس ورځي په هغه یې وهي. چا سره لرګی دی، چا سره تیګه، چا سره د اوبو سطل او څوک همداسې پرې خېژي. هېڅوک یې خبرې ته غوږ نه ږدي. د دې اواز منځ کې وچ شي. نورې چیغې نشي وهلی. هېڅوک یې غږ نه اوري. خلک په دې هم کفایت ونکړي. موټر پرې وخېژوي او ژوندۍ یې د ټېر لاندې کړي. ستا خور نیمايي بېهوشه وي. ستا هغه خور چې ټول عمر یې تا خپله ویښته نه وي لیدلي نن د ښار منځ کې لوڅ بدن او لوڅ سر پرته وي. ځان کې یې لږه سا پاتې وي. خو لا هم ژوندۍ وي. خلک غوصه وي. زړه یې یخ نشي. سیند ته یې ورګوزاره کړي. هلته غټې تیګې راواخلي او په سر یۍ وولي. په دومره تیګو یې وولي چې هلته خواوشا تیګې خلاصې شي. بیا نو د ټول ښار نارینه راټول شي او خپل څادرونه او پکولونه او خولۍ ګانې پرې ورګوزارې کړي. البته د دې په خاطر نه چې شلېدلي کالي یې پټ کړي او حیا یې خوندي کړي بلکې د دې په خاطر چې سم اور ورته کړي. بیا نو لمبې پورته شي. ستا خور د ښار منځ کې ایره شي او شېبه وروسته امبولانس یې ایرې یوسي.
کیسه همدلته خلاصه نشي او په فېسبوک، راډیو او تلوېزون دا خبرې هم راشي چې ستا خور قران سوځولی. ټول یې ملامتوي. د ښار غټ ملا یې مرګ روا وګڼي، یوه معینه یې پر مرګ خوښي وښيي او یو سناتور یې له زابله مرګ باندې خوشاله شي.
ته چیغې وهې، ژاړې، فریاد کوې. یو خوا دې د خور مړی پروت وي او بلخوا ته پر هغې لګېدلي بېځایه تورونه. خپل زاړه پلار ته ګورې، د زړې مور اوښکې وینې خو هېڅ هم نشې کولای. ته به څه کوې؟