(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

دکارنه شوې پښتونه

[11.May.2018 - 06:49]

د کار يې خوا بې کاره يې د کار نۀ شوې پښتونه

يوه په بله لاړلې په لار نۀ شوې پښتونه

 

چې څوک درله ژوند غواړي او د ژوند حقونه غواړي

لمن له ورله داغ ګورې قلار نۀ شوې پښتونه

 

ويښ ځان دې اوده کړےدے نو څنګه به راويښ شې

نعرې درته وهمه خو بېدار نۀ شوې پښتونه

 

ما جوړ درنه سندرو کښې ښۀ ډېر د کار سړے کړو  

د  خپلې پښتو ژبې هم پکار نۀ شوې پښتونه

 

لښکر چې ستا د قام  بربادؤلو له جوړېږي

ته مخکې صف ته زغلې ترې ايسار نۀ شوې پښتونه

 

کم عقل له خو عقل په ټکرو سر له راشي

ټکرې خو دې ؤخؤړې هوښيار نۀ شوې پښتونه

 

هم مړ شؤلې هم پړ شؤلې هم قتل شوې هم غل شوې

په سر دې لوبې ؤشولې سردار نۀ شوې پښتونه

 

عابد درنه ځارېږي خو په دې ارمان دې مړ کړو

د خپل اولس په غم کې چې غمخوار نۀ شوې پښتونه

[فضل سبحان عابد [عابدجان

11.05.2018


بېرته شاته