Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زما یار
[11.May.2018 - 08:49]موشګاف عبدالحمیدمومند
نن به شپه زما د يار، پۀ کوم مکان وي؟
جلوه ګر به پۀ کوم هټ، پۀ کوم دوکان وي؟
کوم دُکان به يې، د خولې د دُرو کان وي؟
شرمؤلي به يې حُسن، کوم ترکان وي؟
پۀ ډېوه به يې د مخ، کوم پتنګان وي؟
همراهان به يې پاکان، کۀ ناپاکان وي؟
ولې نه چووې، لۀ دې غمه زما دله؟
چې دې واورېده، د يار د تلو بدله
پۀ منزل به يې سبا، ګوره څوک ملۀ وي؟
نه پوهېږم چې به ساد وي، کۀ به غلۀ وي؟
پۀ څۀ شان به شکسته، زهير پۀ زړۀ وي؟
لۀ نغمو به يې د زړۀ نغمه، پۀ خولۀ وي
دم قدم به يې خؤلې، د مخ پۀ ولۀ وي
رانجۀ کړي به يې چا، خاورې د پلۀ وي؟
سزاوار د هر ستم د هر پيغور يم
چې مې يار پۀ سفر تللى، زۀ پۀ کور يم
پۀ څه شان به شکسته درومي پۀ لارې؟
پۀ ګردونو آلوده، سپينې رخسارې
زړۀ پۀ خار د بيکسۍ يې، پارې پارې
آبِلې به يې وهي، د وينو دارې
نه به وي هسې هندو، مسلمان باري
چې يې وکا دِلآسا، پۀ يوې چارې
دا کوم شرم دى کوم ننګ، پۀ محبت کې؟
چې همدم نه شوم د يار، پۀ دا غربت کې
پۀ قهقه به خندېدلى وي، کۀ نۀ وي؟
د زړۀ غم به يې غوليدلى وي، کۀ نۀ وي؟
فراغت به يې پسندلى وي کۀ نۀ وي؟
چا به حال ترې پوښتېدلى وي، کۀ نۀ وي؟
کټ پوزى به يې موندلى وي، کۀ نۀ وي؟
غنچه وار به موسېدى وي، کۀ نۀ وي؟
نشته ما غوندې بې پت، څوک پۀ يارۍ کې
چې غمخور نه شوم د يار، پۀدا خوارۍ کې
يا د ياره سره تللى، پۀ سفر واى
پۀ هر ځاى مې غوړؤلى، پرې وزر واى
يا يې مړ د بيلتانۀ له غمه، ژر واى
يا پۀ دواړو سترګو ټپ، ړوند پۀ نظر واى
کۀ دا نه کيداى، هر ګزه معتذر واى
خود پۀخود مې ځان وهلى، پۀ خنجر واى
هسې پاتې شوم تر يار پورې، مخ تورى
پۀ جرګه د عاشقانو کې، کوزگورى
سزاوار د هر ستم د هر پيغور يم
چې مې يار پۀ سفر تللى، زۀ پۀ کور يم
(حميد بابا)