(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډیورند پوله او خوارج

[21.Apr.2015 - 18:56]

لیک: سلیم ملکزی

د پنځه دیرشم هجري کال په ورستیو کې د اسلام د دریم خلیفه عثمان رضي الله عنه له شهادت سره جوخت، نه یواځی دا چې د مسلمانانو حیرانونکې پوځي بریاوی او لورا لور چټک دیني، سیاسي او کلتوري پرمختګونه ټکني او کم رنګه شول بلکې د وروستي راشد خلیفه، علي کرم الله وجهه د واکمنۍ پنځه کلنه دوره د مسلمانانو ترمنځ د خونړیو خپلمنځي جګړو او د سرکښو ډلو او فرقو د راپیدا کیدو شاهده وه.

کله چې علي بن ابی طالب د خپل خلافت د یو مهم ګام په توګه، د دمشق له امارت څخه د حضرت معاویه د ګوښه کولو او بر طرفۍ فرمان صادر کړ، نو هغه بابیزه وګڼل شو او معاویه بن ابی سفیان د مخالفت بیرغ پورته کړ. د صفین د مشهورې او خونړۍ جګړې په پای کې چې د اوه دیرشم هجري قمري کال د صفرې په میاشت کې ترسره شوه، نژدی وه چې د علي (رض) لښکرې بریالۍ او د معاویه (رض) پوځ له پوره ماتې سره مخ شي، خو نوموړي ته وفادارو عسکرو د قرانکریم پاڼې د تورو او نیزو په څوکو کې پورته کړې او داسی ګونګسې شو چې ګواکی د جنګ دواړه غاړې، د دریمګړي فیصلې ته غاړه ږدي. سره ددی چې علي (رض) پوهیده دا هسی یوه دوکه او چلوټه ده، خو بیا یی هم د وینې د دریدو پخاطر په مات زړه سره خبره ومنله او د تحکیم (جرګې) لپاره یی خپل نماینده وټاکه. پدی وخت کې دده د لښکر یوه ستره برخه چې شمیر یی له یولسو زرو څخه زیات وو، د جګړې له لیکو خارجه او علي (رض) یی په کفر او منافقت تورن کړ. دغه ډله چې د خوارجو په نوم سره یی شهرت وموند، د ګڼ شمیر علماوو له نظره له اسلامه وتلې او غړي یی مسلمانان نه ګڼل کیږي.

ولی ځینی بیا پدی آند دي چې خوارج د عقیدې له مخې مسلمانان دي خو عمل یی د کفر دی. د خوارجو له نظره هره غټه ګناه کفر او خپل هر مخالف واجب القتل او د اسلام له دائرې وتلی ګڼي. دوئ له خپلې ډلې پرته، د بل هر مسلمان امیر او واکمن په وړاندی پاڅون، مشروع او حتی واجب بولي. خو دا هغه وحشي، فاسده، بی لارې او سرتمبه ډله ده چې د سل ګونو مشهورو اصحابو په وینو یی لاسونه ککړ او د یاسر بن عمار په شان ستر صحابي یی د څلور نوي کلنۍ په عمر کی شهید کړیدی. د اسلام په لمړنیو دریو پیړیو کې، ددې توندلارې مذهبي ډلې پوځي زور اوبه شو، سیاسي اډانه یی سوکه سوکه تیت پرک او په مختلفو نومونو او وړو وړو ډلګیو باندی وویشل شوه. ولی څه باندی لس پیړۍ وروسته، د خوارجو کلمه یو ځل بیا د ایران او عراق د جګړې په مهال، د نولس سوه اتیایمې لسیزې په اوږدو کې د ایراني رسنیو لخوا د ولسمشر صدام حسین پخلاف په ډیر مرموز ډول سره وکارول شوه. عربي مطبوعاتو او ټلویزیوني چینلونو ورباندې چندان غوږ ونه ګرولو او یواځی ایراني اخندانو ورباندی شخوند ووهلو او بازار یی همداسی سوړ پاتی شو.

د یو زرو یو کال د سپټمبر د یولسمې د تراژیدۍ سره سم، د خوارجو نوم، تاریخچه، تګلاره او د القاعدې د ترهګرې ډلې لارویانو ته د خوارجو د نوم ورکولو غږونه ها خوا دیخوا بیا پورته شول او د ځینو غربي او ایراني رسنیو او څیړنیزو مرکزونو لخواهم ورباندی کافي بحثونه وشول، مګر هیڅ چا ته نیغه ګوته ونه نیول شوه او خبره څه سړه غوندی شوه. خو لږ وروسته، په سوريه کې د بشار الاسد د قاتل رژیم او په عراق کې د نوري المالکي د متعصب توکمیز حکومت په وړاندی وسله والو مخالفینو او بیا د داعش غړو ته ددی مهال د خوارجو نوم او لقب ورکړل شو، کوم چې د نړیوالو رسنیو، څیړونکو او شنونکو د پام وړ او د وخت ناوخته تبصرو او لیکنو محراق وګرځیدل.

خو دغټې اندیښنې او درد خبره داده چې نن سبا په سیمه کې د مذهبي او توکمیزو شخړو د لمنې له پراخیدو سره په متوازي ډول، یو شمیر متعصبې کړۍ د شب نامو، رسالو او هم د ټولنیزو رسنیو له لارې په ډیرې سپین سترګۍ سره وایی چې د ډیورند د پولې دواړو غاړو ته میشت ولسونه، ددی وخت خوارجو ته پناه ورکوي او لدوئ سره خواخوږي لري. دغه زهرجنې حلقې انګیري چې ګوندی ددی تپل شوی پولې د دنګو غرونو په شنو درو، تنګو ناوونو او د پراخو لمنو په لر او بر کې د برچو په زور دیره شوی ډلې څوک چې له خلکو سرونه غوڅوي، د موچي په تار حلالول کوي، په جوماتونو کې بمونه الوزوي، دیني عالمان وژني او د نجونو ښونځي سوځوي، ددی قومونو له ملاتړ څخه برخمنې دي. خو حقیقت داسی ندی، د خیبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله، پنځه میاشتې وړاندی ځما د یو خپلوان په حجره کې ما ته وویل چې په اوو قبائلې ایجنسیو کې چې څومره کالجونه، ښوونځي او نور تعلیمي مرکزونه سوځول شوي او یا په بمونو الوزول شويدي، هغه ځمونږ د مقامي (سیمه ایزو) خلکو کار ندی بلکې نور خلک دی چې غواړي ځمونږ ولس د علم له رڼا بی برځې کړي نو ځکه یی دغسی یو ناورین رامنځته کړیدی.

ځما محترم دوست ګلاب منګل، چې اوس د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر او دوه کال وړاندی د هلمند والي وو، د یو سیمینار په پای کی له ماسره په خبرو کې ومنله چې د دوه زره اته او دوه زره یولسو کلنو ترمنځ یواځی د قندهار، هلمند، ارزګان، فراه او زابل په پنځو ولایتونو کې د منبر، حجرې، ژبې، قلم، دسترخوان او پګړۍ څه باندی دری زره او اوه سوه مخور کسان په قصدي او پلان شوي ډول له منځه وړل شویدي. د ښاغلي کرزي د معارف وزیر په خواشینۍ او جار سره څو څو ځلې ویلي چې: له کونړ څخه تر نیمروز پوری د ډیورند د لیکې دی لوري (افغانستان) ته کلونه وشول چې د جنګونو له وجې تقریبا له دوه لکو او اویازرو څخه ډیرو کوچنیانو، نه د ښونځیو انګړ لیدلي او نه یی د زنګ غږ ترغوږو شویدی.

تردی ډیر وړاندی، کله چې د شرق د نابغه او خلاق رهبر ملګري نورمحمد ترکي په مشرۍ د غوایي خونړۍ کودتا بریالۍ شوه نو اول ګوزار یی د همدې سیمې په منورینو او شمله دارو وکړ. د یو ژوندي شاهد په توګه، بریتورو خلقیانو د خپلې واکمنۍ په لمړنیو څو اونیو کې یواځې ځمونږ د لیسې اوه څلویښت تنه چې په تنکيو زلمیانو کې یی ځما همصنفیان او ځینی استاذان هم شامل وو، د سترګو په رپ کې د مرګ کومي ته حواله او ټټرونه یی ورله غلبیل کړل او د کونړ د کیرالې د دولس سوو شهیدانو کیسه خو د تاریخ د تندي خال دی.

کله چې ملګری نجیب الله احمدزی د خاد رئیس وو نو له نوي زرو څخه زیات بی ګناه هیوادوال د هغه د امریت په مهال په شهادت ورسیدل چې د یوې کره سروې له مخې، پنځه اتیا سلنه یی دهمدی ولایتونو د استوګنو وه، او د خپلې ولسمشرۍ په مهال یی د سکاډ نژدی څلور نیم سوه توغندي یواځی د ډیورند د برې غاړې په ولایتونو ور وتوغول او په سلګونو کورونه او محرابونه یی کنډر کړل. له نیکه مرغه، لدی سیمې پرته یی په بل هیڅ لری او نژدی ولایت د سکاډ د یو توغندي ګوزار هم ونکړ.

ولی ډیره جالبه داده چې همدغه ډاکټر نجیب الله ته اوس د سولې شهید ویل کیږي او دا ځکه چې د کامې د نورګل پوری د خوږیاڼو ګلاب سنګ، د برخې خاوند دی. اوس دی نوهمدغه د تعصب په زهرو ککړې رسنۍ او د مریضو ذهنیتونو لیکوالان او شنونکي د پکتیکا د یحی خیلو د لوبغالي، د جلال اباد د کابلبانک د څلور لارې او د مومند ایجنسۍ د غلنۍ د کوتل د قربانیانو میندی، خویندی، پلرونه او بی اسرې یتیمان وپوښتي چې آیا دوئ د خوارجو خواخوږي او همغږي دی او که د هغوئ د وحشت، بی رحمۍ او جهالت د اور سکروټې؟!

Malakzai

-
بېرته شاته