(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

ځۍ کنه!

[17.May.2018 - 07:22]

ځۍ کنه!

ای ملګرو ځۍ کنه.. تاسو راپاڅۍ کنه...

ځۍ چې حرکت کوو.. لږ شان به همت کوو...

ډيره د اوږدو نه ده.. شخړه د مودو نه ده...

نوره سپينوو قيصه.. بس دی سموو ًقيصه...

زيری د وطن وکړۍ.. غږ په هر يو تن وکړۍ...

مور چې زيږولی يې.. پاڅه که ښاغلی يې...

قام دې تس نس شويدی.. نوم دې عبث شويدی...

نور درباندې راج کوي.. بل شانته رواج کوي...

ويخ شه غلام شوی يې.. ای! لاس په نام شوی يې...

ته خو پيزواني نه وی.. داسې ارماني نه وی...

پروت يې که هر څه کيږي.. داسې ژوندون نه کيږي...

ای! د مير کروړ وينې.. هر يو ستا نه جوړ وينې...

بس په ځان خبر نه يې.. کاش په سيالۍ سر نه يې...

غيرو غلام کړی يې.. هر چا بدنام کړی يې...

دا د پښتون برخه ده.. خوا د غليم يخه ده...

ننګ ناموس خوندي نه دی.. دوست مو ګاونډي نه دی...

دا د شتمنو خاوند.. ډير د ښه قيصو خاوند...

نن پکښې بدحاله دی.. پروت دی بې مجاله دی...

نو ځکه خو يارانو ويم.. تاسو ته ځوانانو ويم...

مونږ به راپاسو ګوری.. هر څه بس بايلو ګوری...

کور وطن چې قرض شي.. جنګ د امن فرض شي...

ماته باباګانو وې.. داسې به غازيانو وې...

سر دې خپل قلنګ ګنړه.. جنګ د قام خپل جنګ ګنړه...

دا په خاوره ځار ښه دی.. خپو کښې د دلدار ښه دی...

تږ دې تش د خر مه شه.. بې شملې دې سر مه شه...

مونږ ته ژوند په تمعه دی.. هاﺉ! پښتون بې غمه دی...

خاندي خوشحالي کوي.. سيال نه دی سيالي کوي...

هيڅ په ځان خبر نه شو.. ښاد په لر او بر نه شو...

وايه! وس پاسو کنه؟. دا تراخه ګوټو کنه؟..

ښار وي او که غر ته ځو.. هر ځاﺉ خپل سنګر ته ځو...

خپل ځان له څه نه غواړو.. خوار پښتون مو شته غواړو...

قام ګټو ملت ګټو.. ځان له خپل وحدت ګټو..

بهروز خان

دا مې څه موده وړاندې ليکلی و خو د اوسنې وخت سره سمون خوري. خپل کشر ورور عسکر خان ته ډالۍ

بهروزخان


بېرته شاته