Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتنې جونه
[07.Jun.2018 - 15:18]پښتنې جونه د خوشال خټک په نظر کې۔۔
یو بیان به درته وایم که یې اورې
زما دا خبرې نه دي دروغجنې
د غلجیو جونه سپيو سره یو ځای خوري
همګي واړه بد پوښې دي سپږنې
د شېرزادو جونه بازې د سپین غره دي
په شینوارو کې هم شته پکې پښنې
فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي
نورې زېږې خربپشې دي چینجنې
د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي
د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې
په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي
نورې واړه خودنمایه دي نیازبنې
د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي
بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې
که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې
دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې
د هندکیو په حساب دي عیساخېلې
د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې
دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې
نورې واړه پونده دي غوشینې
د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي
خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې
د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي
که ترینې دي د پښین دي د ستاینې
د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي
کشیده پکې ملیې دي د ستنې
د خټکو نجونه واړه غوبنې دي
خو یوازې اکوړخېلې دي مېرمنې
د مومندو نجونه سرې لکه ایماغ دي
کټه سرې وړې سترګې پوزې پلنې
په خلیلو کې سکڼې پیدا کېږي
هغه هم بدې بخیلې سرکودنې
داوودزیو نجونه چینګې خولې حیرانه
د واده په ورځ ودېږي سر خېرنې
څو صفت د ګګیاڼیو نجونو زه کړم
واه واه واه دا ګګیاڼۍ په یار میینې
مهنزیو نجونه واړه لکه خرې دي
د سړیو په شان روغې ځنې ځنې
چې په خوېشکو روهاڼیو باندې راشې
دا خو واړه د بغرۍ دي د میچنې
ماندوریې پرملیې بېچاره دي
نه د خواښې د ځواب دي نه د بنې
د لازاکو نجونه پټ سپاهیان پرېباسي
چې په قهر غوسه راشي قهرجنې
چې په ملک د هزاره ترین مرین دي
د سنکړې نجونه داغ کېږدي په ینې
په مندڼو کې خال خال چېرته پیدا شي
نورې واړه ګېډه ورې دي پړس بنې
د بونېر د نجونو نوم په خوله